سيف الدين سوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيف الدين سوري ( ۱۱۱۷ ز كال ) د غور پادشاه وو . په فيروز كوه كې د ضحاك او شنسب له كورنۍ څخه سيف الدين سوري يو زړور ، پوه ، ښكلى او غښتلى پادشاه وو ، چې په رعيت گران وو . ده د غزني د نيولو هڅه وكړه ، ځكه چې د غزني دربار د غور له استازو سره ښه وضعه نه وه كړې . سيف الدين سوري له خپل وزير مجدالدين موسوي سره د غزني په لور وخوځېد او هغه يې ونيو . سيف الدين خورا د لوى برم سړى وو ، عادل او زړه سواندى وو . كله چې دى د غزني پر پلاز كېناست ، د سلطان لقب يې واخيست . بهرام شاه غزنوي له غزني نه د هند په لور وتښتېد ، له غزنيې نه يې لاس وخوت او هلته په هند كې ناست وو . سيف الدين سوري د غزني خلك ونازول او دوى ته يې سوغاتونه ( ډالۍ ) وركړل . دا مهال سلطان بهاؤالدين ، چې د امپراتور غياث الدين او امپراتور معزالدين پلار وو ، په غور كې پادشاهي كوله . د غور پادشاهان ، چې ټول شنسباني او د يوه پلار اولاد دى ، په څلورو برخو وېشل كيږي : لومړى هغه برخه ده ، چې په حضرت فيروز كوه كې وه . دويمه هغه برخه ده ، چې په باميانو كې وه . درېيمه هغه ، چې د غزني سلاطينو په نامه ياديږي ، او اعليحضرت سلطان معزالدين محمد سام غازي يې پادشاه وو . څلورمه برخه هغه ده ، چې په هندوستان كې وه ، چې له همدغو مركزونو يوه لويه امپراتوري اداره كېدله . د غور لومړني پادشاه هان په عربي هېوادو كې د ملوك الجبال ( يانې د غرونو پادشاهان ) په نامه يادېدل . بېرته به د سيف الدين سوري پادشاهۍ ته راوگرزو . سيف الدين سوري ، چې د غزني رعيت يې راټول كړى پر هغو يې ويسا وكړه . ټول كارونه يې هغوى ته وسپارل ، يانې دا چې هر څوك پخپل ځاى پاتې شول ، يوازې پادشاه بدل شو . د غور خلك بېرته غور ته ولاړل ، خو يو شمېر يې په غزني كې پاتې شول . ( ټول مسلمانان دي ، ټول د افغانستان دي ) . كله چې ژمى راغى ، ډېره واوره وشوه ، د غزني ځينې لارې بندې شوې . د غزني پخوانيو مامورينو ، چې سيف الدين سوري هر څه د پخوا په څېۍر ورپرې اېښي وو ، بهرام شاه غزنوي ته ، چې په هند كې وو ، وليكل : (( لارې بندې دي ، غزني كې خلك خپل دي ، غوريان د گوتو په شمار دي ، بېړه وكړه او راشه . )) بهرام شاه په بېړه راغى . سوري پادشاه او وزير دواړو جگړه پيل كړه . حيران ول ، دوى ته د نه منلو وړ خبره وه . سوري او موسوي د غور په لوري ولاړل ، چې د بهرام شاه لښكر ورپسې وو . دوى يې ونيول ، پر اوښ يې سپاره كړل او د غزني ښار ته يې ننه ايستل . د ((طپقات ناصري )) له مخې ، په كوڅو كې يې وگرزول. ډمانو ښځو له سپكاوي او بې عزتۍ سره ډمبكي وهل ، له كورو به يې ايرې ، خاورې او نجاست د دوى په مباركو سرونو اچول . بيا يې په ونو پورې مېخ كړل ، مړي يې پر پله وځړول . علويانو ، ډمانو او مامورينو په دې فضيحت او رسوايي كې ډېره برخه واخيسته . كله چې هوا توده شوه ، لارې خلاصې شوې ، نو دا خبرې غور ته ورسېدې . علاؤالدين غوري د سيف الدين غوري سوري ورور ملا وتړله چې د خپل بېوزله ورور بدل واخلي . له دې نه مخكې د غور پادشاه سلطان بهاؤالدين غوري د غزني په لور د بدل په نيت وخوځېد . دى د گيلان په سيمه كې ناروغ او وفات شو . علاؤالدين غوري د فيروزكوه پر پلاز كېناست .د غور او غرجستان لښكر يې راټول كړ او د غزني په لور وخوځېد . كله چې له دې نه بهرام شاه غزنوي خبر شو ، نو د غزني او هندي سپاهيان يې راټول كړل او دواړه د كندهار شاوخوا ته ورسېدل . سلطان بهرام شاه غزنوي خپل استازي علاؤالدين ته له دې پيغام سره واستول : (( بېرته غور ته ولاړ شه او د پلرو په ملك قناعت وكړه . زه چې پيل راولم ، زما د مقابلې طاقت نه لرې . )) كله چې استازو د بهرام شاه پيغام سلطان علاؤالدين ته بيان كړ ، علاؤالدين وويل : (( كه ته پيل راولې ، زه خرميل راولم . ما ستا هېڅوك نه وو وژلي ، خو تا زما وروڼه ووژل . )) ته خبر نه يې چې حق تعالى فرمايي ( ومن قتل مظلوما فقد جعلنا لولـله سلطانا فلايسرف في القتل انه كان منصورا ) . كله چې استازي بېرته ولاړل ، دواړو خواوو جگړې ته چمتووالى وكړ . د غور خلك په قوت كې لكه پيلان داسې دي . داسې پياوړي دي ، چې هر سړى د يوه دېب غوندي دى او په پهلوانۍ كې لكه امير كروړ سوري د سلو تنو جنگيالو زور يي درلود . علاؤالدين غوري خپل دوه سر لښكر او پهلوانان راوغوښتل ، چې دواړه خرميل نومېدل . دغه دوه خرميل په رښتيا هم چې دېبان ول ، د جسمي ځواك او زړورتيا خاوندان ول .

خرميلان او د پيلانو جگړه

هغه مهال پيل داسې وو ، لكه اوسنۍ شوبله ( ټانك )او په جگړه كې يې ډېر مهم رول لوباوه . دواړه خرميلان ، چې يو يې خرميل سام او او بل يې خرميل نجي وو ، د غور د هېوادو ريسان بلل كېدل . علاؤالدين غوري خرميلانو ته وويل : بهرام شاه ماته ويلي چې زه پيل راولم ، ما ورته ويلي ، چې زه خرميل راولم . نن به تاسو دواړه يو يو پيل په زمكه وهئ . دواړو لاس پر تندي كېښود ، يانې په سترگو . د كټواز په سيمه كې دواړه لښكرې سره مخ شوې ، د بهرام پيلانو رامنډه كړه . دواړو خرميلانو ، چې له اسونو ښكته شوي وو ، ملاوې ټينگې كړې ، په منډې او چټكتيا يې د پيلانو خېټو ته ځانونه ورسول او په خنجر يې د پيلانو خېټې ورڅيرې كړلې . په خرميل سام نجي باندې مړ پيل ولوېد او هماغلته مړ شو او سام حسين خرميل په چټكۍ ووت ، خو دواړه پيلان ووژل شول . علاؤالدين غوري چې دا حالت وليد ، چې يو خرميل مړ شو ، كه څه هم داود شاه د بهرام شاه غزنوي زوى ماتې خوړلې وه ، په غوسه شو ، سرې جامې يې واغوستې او پخپله جگړې ته ورگډ شو . حاضرينو وويل ، چې صاحبه ، سرې جاممې دې ولې واغوستې ؟ ده وويل ، چې جامې مې ځكه سرې واغوستې ، چې كه چيرې ټپي شم ، د وينو رنگ ښكاره نشي ، دوستان به مې خوابدي او زړه ماتي شي ، غليمان به زړور او خوشاله شي . بهرام شاه درې وارې تر غزني پورې ترتيبات ونيول ، خو ټينگ نشو . سلطان علاؤالدين غوري دومره په قهر وو ، چې هېڅ يې نه اورېدل او مخ پر غزني روان وو . ( ۱۱۴۹ - ۱۱۵۶ ز ) . ما ( قدرت الله حداد ) چې كله د تاريخ په پاڼو كې وليدل ، دى يو مېړنى افغان او د ډېرو صفاتو خاوند وو ، لكه اديب ، عالم ، پهلوان ، مېړنى او ځوانمرد . علاؤالدين غوري په ختيځ تاريخ كې د جهانسوز په نامه معرفي شوى دى . د بهرام شاه لښكرو چې د پيلانو لوېدل او د غور د پادشاه سرې جامې او پخپل تن جگړه كې وليد ، نو په شاه ولاړ او علاؤاليدن په قهر پسې تعقيبول ، څو د غزني ښار ته ورسېد . بهرام شاه د درېيم ځل لپاره د غزني عام خلك جگړې ته راوبلل ، بيا يې هم ماته وخوړه . علاؤالدين په ډېر غضب ښار ته ننوت ، په ځان نه پوهېد . هم د دوو وروڼو وژنه او هم په جگړه كې د غزني له خوا د خرميل غوندې يو ځوان او نورو دوستانو له لاسه وركولو دى زښت ډېر خواشينى كړى وو . نو هغه وو ، چې د غزني ښار ته يې اور واچاوه او اووه ورځې او شپې يې سوځاوه . ( ۱۱۵۰ ز ) د غزنوي پادشاهانو مقبرې يې پرته له دريو تنو ، نورې ونړولې . علاؤالدين په زرگونو خلك مړه كړل . د سوري شاهزادگانو مړي يې په ډېر درناوي سره فيروزكوه ته يووړل . بيا يې نو په شعر كې ځان وستايه او د زړو ښځو او بوډاگانو په عذر يې د نورو خلكو له وژلو ځان وژغوره او د خپل ورور لپاره يې د قران ختم وكړ . دى شاعر وو ، چې يو شعر يې په دې مضمون دى : زه هغه يم چې مهال زما په عدل وياړي-زه هغه يم چې خزانه زما له بښنې ژاړي دى د فيرزوكوه پر پلاز كېناست . خپل نوميالي وريرونه يې بنديان كړل او د هغوى لپاره يې د ښه ژوند وسايل برابر كړل . دده گروهه ( عقيده ) داسې وه ، چې د نومياليو او لويو شخصيتونو مراعت ښايي په هر حال كې وشي ....

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۲۲۷ -۲۳۱ مخونه . د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .