سيد شريف الجرجاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په علمي نړۍ كي كه څه هم ددي سترمحقق اولوي عالم له نامه سره هرطالب العلم آشناده ،ولي دده دژوند،حالاتو او سوانحوڅخه به ډيرلږ خبروي ، نوځكه غواړو چې دلته ددي ستر محقق په اړه په لنډډول وغږيږو.

نوم اونسبي لړۍ یې

دسيدالمحققين ابوالحسن سيدشريف الجرجاني رح خپل اصلي نوم علي ، دپلارنوم یې محمد ، اودنيكه نوم یې هم علي دي ،

لقبونه یې زين الدين ،او سيدالمحققين دي ،اوكنيه نوم یې ابوالحسن دي ، خو دسیادة له امله یې په سيدشريف . سيدسند، اوميرصاحب سره هم ډير شهرت درلود .

اونسبتي نوم یې جرجاني دی چې خپلي سيمي جرجان ته منسوب دی .

زوكړه ، لمړۍ زده كړي او علمي سفرونه یې

علامه غياث الدين هروي چي دحبيب السيرمصنف دى دعلامه سيدشريف رحمه الله دپيدايښت په هكله داسي ليكلي دي : نوموړی دجرجان ‏(چې د خراسان يوايالت وو) داسترابآد د سيمـــــــــــــــي په طــاغونومي كلي كي په كال ۷۲۰ هـ دشعبان المعظم په ۲۲ په يوه علمي كورنۍكي زيږيدلي ، اوپه همدي پلرني ټاټوبي كې یې وده كړي ، اوبياچې كله دلوست اوليك شوی نولمړنۍزده كړي یې هم په همدي سيمه كې كړيدي ، اولمړى یې دديني علوموڅخه علوم ادبيه لوستلي ،اوپه دي علوموكي یې په وړكتوب كي ښه مهارت موندلى وو ، تردي چې كله یې په علم نحوكي دابن حاجب مشهوركتاب کافیه لوستله نوپه هغه مهال یې په دي كتاب يوه بهترينه شرحه دالوافية په نامه هم ليكلي، چې تراوسه پوري مقبوليت لري ،

ديادوني وړده چې نوموړي داكتاب په ډیرکم عمر كي ليكلي اوهمدادهغه ترټولولمړنى تصنيف وو،

اودوافیه له لیکلو وروسته یې په همدي عمركي نوركتابونه ، حاشیې ،اوتعليقات هم وليكل ، دعلم نحو اوعربي علوموله فراغت نه وروسته یې دعقلي علومولوري ته مخه كړه ،كله چې دقطبي اودمطالع دويلونوبت رارسيده نوپه زړه كي داآرزو راوټوكيده چې بايدداكتابونه خپله له مؤلف څخه ووایم  : لان صاحب البيت ادري بمافیه ، دقطبي مصنف علامه قطب الدين رحمه الله چې لاهغه مهال دژوندپه مينه گرزيده دخراسان دهرات په ايالت كي استوگن وو ، سيد رحمه الله سمدستي دسفرلړۍ پيل كړه اوله جرجان څخه دهرات په لورروان شو، دادسيدشريف رحمه الله دليري سيمي لمړى علمي سفر وو ،خوكله چې هرات ته ورسيد، نو ویې ليدل چې دعلامه قطب الدين رحمه الله دژوندسپرلى تيرشوي اودعمرپه وروستي پړاوكي یې دژوندشپي صباكولي ، دهغه دستركونظرختم شوى وو،بدن یې كمزورى اوددرس توان یې نه درلود، زلمي سيددخپلي دي آرزوپه مړاويتوب ډيرخفه شو،خوبډاشيخ دزلمي سيدپه ټنډه كي دبصيرت اوفطانت نښي ليدي ، نوهغه ته یې دخپلي ناوسۍاو كمزورۍ دعذرسره سره داسي توصيه وكړه  : تاسوته چې په دي فن كي دزياراومحنت څومره اړتياشته هغه زه نشم پوره كولى ، نوستاسولپاره دغوره گڼم چې زمايوازادكړى شوى غلام اوشاگردمبارك شاه منطقي ته ځان ورسوى ،هغه اوس په دي علوموكي سارى نه لري ،كه څه هم هغه له دي سيمي اوس ډيرليري اوسيږي ، هغه اوس په قاهره كي استوگن ده ،ميرصاحب دعلامه قطب الدين رحمه الله مشوره ومنله، اوپه رخصت كيدوسره یې دعلامه قطب الدين يوسفارشي ليك هم له ځانه سره واخست ، دسيدمينه ددي فن سره نوره هم زياته شوه اوهمدي ذوق له هرات څخه دمصرپه لور يوه اوږده اوسخت مزل ته وهڅول ، په هرصورت ديوه اوږده سفرنه وروسته ميرصاحب قاهري ته ورسيداوبيا سيد دعلامه مبارك شاه كورته ورغلى ، هغه یې وليد،اوبيایې دعلامه قطب الدين هغه ليك ورته وسپارل چې ده یې وركړي وو، خو چې په كومو لاملونو علامه مبارک شاه ميرصاحب ته يواځي ددرس دسماع اواوريدواجازت وركړ دكتابو نو دلوستلو اوپوښتنو دكولو اجازه یې ورنه كړه.

خوتقديردمسافرسيدپه هكله نورڅه ليكلي وو، دعلامه مبارك شاه دكوردروازه دمدرسي په انگړ كي راخلاصه وه ،دنوموړي داعادت وو چې كله ناكله به دشپي ناوخته دطالبانو دمطالعي دجاج اخستلولپاره له كور ه راووت ،يوه شپه چې طالبان ټول ويده وو، ده دهغه حجري لوري ته گامونه وراوچت كړه، چيري چې ميرصاحب په كي ديره وو،حجري ته په نزدي كيدوسره یې يوأوآزترغوږ شو،چې ښه ورنږدي شونومير صاحب دځانه سره دكتاب په تكراربوخت وو، اووایې: دكتاب مؤلف ددي عبارت په هكله داسي وایې، اودشارح نظريه بياداده، استاد دلته داتوجيه وكړه ،خوزه بياددي تورو په اړه داسي وایم او... نور

علامه مبارك شاه چې دميرصاحب ددي زړه راكښو نكي تكرارچې تنهاله ځانه سره پري گړيده واروريده نوډير خوند یې وركړ. دمفتاح السعادة مصنف ليكي : چې علامه مبارك شاه ته دميرصاحب دي تقريردومره مزه اوخوند وركړ،چې همدلته دحجري ترڅنگ په گډيداشو‏[ لحقه البهجة والسرو ر بحيث رقص في فناء المدرسة ‏] اوبيا په خپله وړاندينۍ فيصله پښيمانه شو، اوسم له سهاره یې مير صاحب ته په مستقل ډول دهغه دخوښي سره سم كتابونه ورشروع كړل ، ميرصاحب قطبي ، مطالع اوځيني نوركتابونه هم دلته په مبارك شاه باندي ولوستل ،

اوبيا وروسته یې دفقهي ،اصولو اونوروعلومولپاره دسيمي نورو مشايخو اونامتوعالمانوته تشريف يووړ،چې دهغه مهال په مشهورواستاذانوكي یې يوهم شيخ اكمل الدين محمدبن محمودحنفي وو،چې دعناية شرح هدايه مصنف ده ،اوبل علامه شمس الدين محمدفناري چې دوخت يوبل سترعالم وو،اوهمدارازیې دوخت له نورونامتوعلماووڅخه هم زده كړه وكړه ، وروسته یې چې كله دعلامه جمال الدين اسقراني ‏[ چې دموجزمصنف ده ] شهرت اوصفت واوريدو نوله قاهري څخه دقرمان په لوروخوځيد ،ددي سفرپه دوران كي یې چې كله په يوه علاقه كي دعلامه جمال الدين يوتصنيف شرح الايضاح وليده نوخوښه یې نه شوه اوددي شرح په هكله یې وويل : انه كلحم البقرعليه ذباب . داځكه چي ايضاح خپله يومفصل اواسانه كتاب دی نورتفصيل اوايضاح ته اړتيانه لري ،له دي سره دميرصاحب په ايراده كي بدلون راغى اونه یې غوښتل چې علامه جمال الدين ته ورشي ،خويوه طالب ورته وويل : چې دهغه له تحريرنه تقريرډير ښه اومفيددی میرصاحب دطالب خبره ومنله . دوړاندينۍ ارادي په تعقيب یې دقرمان سفربياپيل كړ،خوپه قسمت كي یې دنوموړي شيخ دليدو برخه نه وه كله چې دعلامه جمال الدين ښارته ورسيد نوهغه ددي نړۍ سره مخه ښه كړي وه ، .

ميرصاحب دتصوفوپه سلسله كي

ميرصاحب په مذهبي لحاظ كلك حنفي وو،خودمذهبي علومو درسوخ سره سره یې دباطني علوموسلسلي ته هم لاس وراوږدكړاوپه دي ډول یې دسلوك اوطريقت په لاره كي دشيخ خواجه علاء الدين محمدبن محمدعطاء البخاري چې دخواجه بهاووالدين نقشبندي رحمه الله خاص خليفه وو بيعت وكړ،ويل كيږي چې كله سيد رحمه الله دخواجه علاء الدين سره بيعت وكړنوله هغه وروسته به یې ډيرويل :لكه څرنگه چې ښایېده چې موږلوي خداي جلّ جلاله پيژندلى واى نوهغه ډول مونه پيژانده ، څوچې دخواجه علاءالدين په وړاندي حاضرشوو.

دوخت بادشاه شجاع الدين سره دميرصاحب لمړۍ ليدنه

علامه غياث الدين ليكي : چې په كال ۷۷۰هـ كي چې كله بادشاه شجاع الدين مظفر دقلعة زردپه سيمه كي مقيم وو نو دميرصاحب په زړه كي راغله چې كه دهغوي سره په يوډول وويني نوښه به وي ، وروسته یې په دي ترځ كي يوه عسكري دريشي واغوستله اودقلعه زردپه لاره كي يوځاي ودريده او ناڅاپي په دي لاره نامتوعالم علامه تفتازاني چې دپادشاه سره یې نزدي اړيكي درلودي ،دبادشاه حضورته روان وو ،ميرصاحب هغه ته وويل زه يوغريب سړى يم په غيشي اونښه ويشتلوكي ډيرمهارت لرم كه تاسودبادشاه په وړاندي زماسفارش وكړۍ نوښه به وي څوپه دي سره دخپل اقتصاديوه لاره ومومم علامه تفتازاني ميرصاحب له ځانه سره ملگرى كړ،كله چې دبادشاه استوگن ځاى ته ورسيده نوميرصاحب یې په دروازه كي ودرول اوعلامه تفتازاني صاحب دننه ولاړ،اوهلته یې دبادشاه څخه دميرصاحب دورتلوايجازه وغوښته ، بادشاه اجازه وركړه اوميرصاحب دبادشاه حضورته ورغى ، بادشاه له هغه څخه دنښي دويشتلو دكمال په اړه وپوښتل ، ميرصاحب له جيبونوڅخه ډير كاغذونه راويستل چې په هغه كي هغه اعتراضونه وو چې ده په مصنيفونواوعلماو باندي كړي وو،بادشاه ته یې وړاندي كړل اوورته ویې ويل :دازماغشي دي اودا زماكاردى ، بادشاه چې خپله هم عالم وو ددي پاڼوپه مطالعه كولوسره دميرصاحب علمي كمال اوپوهي ډيرخوندوركړ اوبيایې ميرصاحب له ځانه سره شيرازته بوت ،اوهلته یې دشيرازپه لويه مدرسه دارالشفاء كي مدرس وټاكل ،ميرصاحب په دي مدرسه كي لس كاله تدريس وكړچې ډيرغښتلي اوسترسترعالمان یې وروزل دميرصاحب ددي مدرسي په نامتوشاگردانوكي دعلامه جلال الدين دواني ‏[چې دملاجلال مصنف دى ‏] پلارسعدالدين الدواني ،خواجه حسن شاه بقال، مظهرالدين گارزوني ،فتح الله شيرازي ، شريف نورالدين علي ، اوفخرالدين العجم او.......... شامل وو..

دميرصاحب اوعلامه تفتازاني په مينځ كي علمي مباحثي

علامه تفتازاني رحمه الله اوعلامه سيدسند رحمه الله دواړه ديوه عصروو ، دوﺉ دواړه دوخت نامتوعالمان دي اوپه علومو اوفنونوكي دواړو سارى نه درلود، خوڅرنگه چې دوﺉ دواړه دتيمو ريانودبادشاه شجاع الدين مظفردمجلس غړي وو نوله دي سره به دوى په خپل مينځ كي كله ناكله په يوه بل باندي اعتر اضونه كول اوكله به لادمناظري اوعلمي مباحثي وارهم رارسيده .

ملاكاتب چلپي ددوى دخپل مينځني مباحثواومناظروډيري بيلگي ذكر كړي دي ‏[چې ځيني یې په ځانگړي توگه چاپ شوي هم دي ‏] ولي ددوﺉ ترټولومشهوره مناظره دعلم بيان په دي مسئله كي وه چې تمثيل مستلزم تركيب لره دى اوكنه ؟‏ [ددي مناظري تفصيلي بحث داحوال المصنفين په ۳۴۲مخ كي مطالعه كولى شي ‏] دادهغوﺉ په مينځ كي مشهوره مباحثه ځكه ده چې په دي مناظره كي فيصله دميرصاحب په حق كي وشوه اوله دي سره دعلامه تفتازاني رحمه الله دتقرير په علمي روحيه يوداغ ولگيده ،خوددي مباحثي په اصلي هوية دكشف الظنون مصنف ملاكاتب چلپي خپله فيصله په دي ډول كړي : كان لسان السيدافصح من قلمه ،اوعلامه تفتازاني رحمه الله بيادژبي فصاحت نه درلود اوترژبي یې قلم ډيرفصيح وو،نوله دي كبله ددوﺉ ترمينځ په دي مباحثي څخه ديوه بل په علمي هوية كوم داغ نه پاته كيږي .

رحلت اووفات یې

كله چې شاه تيمورلنگ په كال ۷۸۹هـ كي شيرازترخپلي واكمني لاندي راوست نوميرصاحب یې له ځانه سره سمرقندته راوستل ، دامهال علامه تفتازاني رحمه الله په سمرقندكي صدرالصدورټاكل شوي وو،تيموردعلامه مير صاحب رحمه الله ډيراحترام كاوه،له همدي امله ميرصاحب دشاه تيمورلنگ ترمرگه پوري په سمرقندكي پاته شوخو بيا دتيمورله مړيني وروسته بيرته شيرازته راستون شو اوهم دلته په شيرازكي په كال ۷۱۶هــ كي دچهارشنبي په ورځ چې دربيع الاول دمياشتي اومه ۷ وه خپله مقدسه روح دكائناتو خالق ته وسپارله ده دخپل عمر۸۶ سپرلي ليدلي وو. علامه آسي دعلامه سيد رحمه الله دوفات تاريخ ته په دي بيتونوكي داسي اشاره كړي .

چهارشنبه هفتم ازماه ربـــــــــــــــــــيع آخراو

كــردگلـــــــــــــــــگشـــــت ربيع اول باغ جنان

چونكه بوداوسرور اقران فن درقرن خويش

سرورقرن آمـــــــــده تاريخش اى آسي ازان

دميرصاحب روستۍ توصيه دوخت دارزښت په اړه

ويل كيږي چې ميرصاحب خپل زوي محمدته ‏[چې بيادوخت لوى عالم وو ] داسي توصيه ليكلي وه  :

نصيحت همين اســــت جان پدر

كه عمرت عزيزاست ضائع مكن

دميرصاحب څخه پاته علمي يادښتونه

دميرصاحب علمي كمال يواځي ترده پوري محدود نه وو، بلكه دده فيض داولاد اوتصنيفونوله لاري له ختيځه تر لويديځه پوري ورسيد، له ده څخه يوزوى محمدپاته شو، علامه سيوطي رحمه الله په بغية الوعاة كي ليكلي چې محمدډيري زده كړي له خپل پلارڅخه كړيدي دارشاد،كافية

متوسط اونوروډيروكتابونوحاشیې یې ليكلي دي ،اوبياله محمدڅخه يوزوى ميرمرتضي شريفي پاته شوى ،علامه عبدالقادر بدايوني دنوموړي په هكله ليكلي چې علامه ميرمرتضى شريفي په رياضي اودفلسفي په ټولوعلوموكي داسي مهارت درلودچې سارى یې نه ليدل كيده ،هغه په مكه مكرمه كي له شيخ ابن حجر څخه حديث ولوستل اوبياله هغه ځايه هندوستان ته راغى ، اوبياهم هلته لمړى په دكن اوبياپه اگره كي استوگن شو،.

دمیرصاحب څخه پاته اثار

دكتابونوپه هكله هم علامه سيد رحمه الله علمي نړۍ په خپلوليكنوښه شتمنه كړي ده ،بي شميره غوره كتابونه یې ليكلي چې تردي دمه پوري یې له زياتره كتابونوڅخه پوهان اوزده كونكي استفاده كوي ،چې دبيلگي په ډول یې دڅونومونه دلته ليكو،شرح مفتاح العلوم ،شرح مواقف، شرح كافيه ،شرح ايساغوجي ،تفسيرالزهرادين ،تعريفات العلوم ،شريفيه شرح سراجي ، صغرى في المنطق ،كبرى في المنطق ،حاشية مشكوة، حاشية بيضاوي،حاشيه هدايه ، حاشيه شرح وقايه، شرح چغمني ،كتاب الموجودات ،الانس والآفاق،تقسيم العلوم ،ميرقطبي ،شرح طوالع ،حاشيه مطول ،تعليق رضي،او...................

همدارازسيد رحمه الله نورډيرتعليقات اوحاشیې‏[چې په حالات المصنفين كي یې په تفصيل سره يادونه شوې ده] علمي نړۍ ته ديوي ارزښتمني پانگي په ډول پري ايښي دي چې له دي سره به دسيد رحمه الله دژونداويادښت پاڼه اوړي را اوړي، اولابه یې ډيرنيكان له نامه سره وایې : رحمه الله .