سيد اسحاق گيلاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سيد اسحاق گيلاني

ښاغلى سید اسحق گیلانی د سید علي گيلاني زوى په ۱۳۳۳ هجري لمريز كال كې د كابل په ولايت كې زيږيدلى دى . اوسنى ځاى يې هم د كابل ښار دى . ښاغلي گيلاني د تهران د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې لوړې زده كړې كړې دي او په دې څانگه كې ليسانس دى . پخوا د جنگي ډلو په کتار کې د پير سيد احمد گيلاني په جنگسالار گوند کې غړيتوب درلود او بیا د ارزاقو د رياست رئيس وو ، بيا يې د ملي امنيت د وزارت د لومړي مرستيال په توگه دنده ترسره كوله .اوسمهال په ولسي جرگه كې د پكتيكا ولايت وكيل دى . ښاغلي سيد اسحق گيلاني واده كړى او دوه لوڼې لري .

اخځونه

  1. http://www.parliament.af/pvp/showdoc.aspx?Id=1095[مړه لينکونه]