سيده حسينه گل تنها

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.

سيده حسينه گل تنها د پښتو ژبې يوه وتلې ليکواله، شاعره، کیسه او ډرامه لیکواله ده. تنها د کوزې پښتونخوا د نوښار په کاکا صیب کلي

مخينه

هغه د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په کاکا صيب کلي کې په یوه ادبپاله کورنۍ کې زیږېدلې ده، خپلې لومړنۍ زده کړې یې هم په خپل کلي کې سر ته رسولي دي. سیده حسینه گل تنها هغه پښتنه ښځینه شاعره ده چې په لومړي ځل یې د میرمنو ښځینه احساسات، غوښتنې ، انگیرنې او فکر په خپلو شعر کې راو نغاړه او د ښځينه او نارینه پښتو شاعرۍ ترمنځ یې د بلوالي کرښه راوښکله. پوی دخپل باغي فطرت په چارو شوم مات مې روایات کړل علامت شومه.

خپلې لومړنۍ زده کړې يې هم په خپل کلي کې سر ته رسولې دي.


چاپي آثار

حسینه گل تنها تر دې دمه کتابونه خپاره شوي دي:

  1. شپون شپول شپېلۍ - شعري ټولگه - كال 1990
  2. خو ته خبرې كوه - شعري ټولگه - كال 1998
  3. دا هم هغسې موسم دی - شعري ټولگه - كال 2003
  4. افضل .. افضل شوق ( تنقيدي جائزه) كال 2006
  5. ملکه - ناول - چاپکال 2011 ز
  6. ته له ما څنگه جدا یې ـ شعري ټولگه ـ چاپ کال ۲۰۱۴ زیږدیز

ناچاپه آثار

  1. " تصوير " ( افسانې ) ناچاپ كتاب
  2. " منگوټی " ( ناول ) ناچاپ كتاب
  3. " ډرامې ( راډيو ډرامې) ناچاپ كتاب
  4. " سفرنامه هند " ( سفرنامه) ناچاپ كتاب


سرچينې

http://danishpress.com/book.php?id=542[مړه لينکونه]

باندنۍ تړنې