خبرې اترې:سيده حسينه گل تنها

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Edit request from , 1 December 2015[سمول]

سیده حسینه ګل تنها سیده حسینه ګل تنها د پښتو ژبې وتلې شاعره، کیسه او ډرامه لیکواله ده، اغلې تنها د کوزې پښتونخوا د نوښار په کاکا صیب کلي په یوه ادبپاله کورنۍ کې زیږېدلې ده، خپلې لومړنۍ زده کړې یې هم په خپل کلي کې سر ته رسولي دي. سیده حسینه ګل تنها هغه پښتنه ښځینه شاعره ده چې په لومړي ځل یې د میرمنو ښځینه احساسات، غوښتنې ، انګیرنې او فکر په خپلو شعر کې راو نغاړه او د ښځينه او نارینه پښتو شاعرۍ ترمنځ یې د بلوالي کرښه راوښکله . پوی دخپل باغي فطرت په چارو شوم مات مې روایات کړل علامت شومه حسینه ګل تنها تر دې دمه د اغلې حسینه ګل تنها لاندې کتابونه خپاره شوي دي:

   شپون، شپول، شپېلۍ – شعري ټولگه – چاپ كال ۱۹۹۰زیږدیز
   خو ته خبرې كوه – شعري ټولگه -چاپ  كال ۱۹۹۸زیږدیز
   دا هم هغسې موسم دی – شعري ټولگه – چاپ كال ۲۰۰۳زیږدیز
   افضل .. افضل شوق ( تنقيدي جائزه) ـ چاپ كال ۲۰۰۶زیږدیز
   ملکه – ناول – چاپکال ۲۰۱۱زیږدیز
   ته له ما څنګه جدا یې ـ  شعري ټولګه ـ چاپ کال ۲۰۱۴ زیږدیز

ناچاپ اثار

   ” تصوير ” ( کیسه ایزه ټولګه ) ناچاپ كتاب
   ” منگوټی ” ( ناول ) ناچاپ كتاب
   ” ډرامې ( راډيو ډرامې) ناچاپ كتاب
   ” سفرنامه هند ” ( یونلیک )ناچاپ كتاب

د شعر بیلګه: اوس په کې د وخت د سوداګرو څه خرڅيږي نه

ژوند مو د هنر او د جزبو دنیا ته راوړلو

اوس په کې چوپتیا د بې وسۍ محسوسیدای نه شي

ژوند مو د سندرو او نغمو دنیا ته راوړلو

پوختنه[سمول]

اسلام علیکم خدای وکی روغه او جوره ووسی زه د ادبیاتووو یوه محصله یمه ستاسی په یوه اثر چی خپل اواز لتانه اورم نوم یی دی لیکنه کووم ، ماته یوه پوختنه پیدا شوی خدای وکی چی تاسی لماسره یاری وکری 🙂 تاسی پخپل اثر ( خپل اواز لتانه اورم ) ولی دغسی نوم ایخی ؟ دلیل یی سه ده دلته مو دقیق منظور له دغه شان نامه سخه سه ده ؟ د زواب په هیله 😊 په درنخت 175.106.50.214 ۱۶:۲۳, ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

مرگ[سمول]

آیا حسینه گل ژوندی ده 175.106.50.214 ۱۶:۴۳, ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)