Jump to content

سونامې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سونامې (په اصل کې جاپاني ريښه لري، چې د «بندر څپې» معنی لري) د اوبو په جسم کې د څپو يو لړۍ ده، چې په عمومي ډول يو سمندر يا لوی جهيل کې د اوبو د لويې کچې د بې ځايه کېدلو له امله رامنځته کېږي. تر اوبو لاندې يا پرې له پاسه د چاودنو، ځمکې ښوييدنو، د کنګل کيندنو، د اسماني کاڼو او نورو نابرابريو په ګډون زلزلې، اور غورځونکې خوټېدنې ټول د سونامې رامنځته کولو ځواک لري. د عادي سمندري څپو په خلاف، چې د باد يا څپې په واسطه او د سپوږمۍ او لمر د جاذبې قوې د راښکون له مخې تولېدېږي، سونامي د يوې لويې پېښې له امله د اوبو د بې ځايه کېدنې له مخې رامنځته کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د سونامې څپې تر سمندرګي لاندې د عادي بهيرونو يا سمندرګيزو څپو سره ځکه ورته والی نه لري، چې د دوی د څپې اوږدوالی خورا اوږد دی. د يوې ماتونکې څپې په توګه د ښکاره کېدلو پر ځای سونامې ښايي په لومړيو کې په چټک ډول له يوې راپورته کېدونکې څپې سره ورته وي. د همدې له امله سونامې ته زياتره وختونه څپه ييزه څپه وايي، که څه هم دا کارونه د پوهنيزې ټولنې د خوښې وړ ځکه نه ده، چې کېدای شي د څپو او سونامې تر منځ د سببي اړيکې ناسم فکر وړاندې کړي. سونامې په عمومي ډول د څپو له يوې لړۍ څخه جوړه شوې ده، چې د ترتيب له مخې له دقيقو څخه تر ساعتونو پورې دورې لري او يوازې د نوم په ډول د «څپې اورګاډي» کې رارسېږي. په لسګونو مترو د څپې لوړوالي د لويو پېښو په واسطه رامنځته کېدلی شي. که څه هم د سونامې اغېز د ساحلي سيمو تر بريده دی، مګر وېجاړونکی ځواک يې له دې څخه لوی هم اوسېدلی شي او د سمندر ټولې کاسې اغېزمنولی شي. د هند سمندر د ۲۰۰۴ ز کال سونامې د انسان په تاریخ کې د تر ټولو مرګونو طبيعي ناورينونو څخه و، چې د هند له سمندر سره په پوله لرونکو ۱۴ هېوادونو کې يې ۲۳۰۰۰۰ ووژل او يا ورک کړل. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د لرغون يونان تاريخپوه توساډايډس “Thucydides” له ميلاد څخه مخکې ۵ پېړۍ کې د پلوپونز جګړې تاريخ “History of the Peloponnesian War” تر سرليک لاندې خپل کتاب کې وړانديز وکړ، چې سونامې تر سمندر لاندې زلزلو پورې تړاو درلود، مګر د سونامې درک يا پوهېدنه تر ۲۰ پېړۍ پورې نيمګړې او زياتره نامعلومه پاتې شوه. د شته څېړنې لويې برخې دا معلومول رانغاړي، چې ولې ځينې لويې زلزلې سونامې نه رامنځته کوي، په داسې حال کې چې نورې کوچنۍ زلزلې بيا د سونامې لامل کېږي. دا روانه څېړنه د دې لپاره پلان شوې ده، چې د سمندرونو په اوږدو کې د سونامې د تېرېدلو لار او له ساحلي ليکو سره د سونامې څپو د غبرګون څرنګوالی  په کره ډول اټکل کړي. [۱۲][۱۳]

اصطلاحات

[سمول]

سونامې

[سمول]

د «سونامې:tsunami» اصطلاح له جاپاني (tsunami 津波) څخه اخېستل کېږي، چې د بندر يا پناه ګاه څپې معنی لري. د جمعې حالت لپاره يو څوک کولی شي عمومي انګليسي لاره هم وڅاري او يو “s” زيات يا يې جاپانۍ نه بدلېدونکې بڼه وکاروي. د انګليسي ژبې ځينې ويونکي د ويي لومړني دوه توري “ts” بدلوي او “t” ورڅخه ځکه لرې کوي، چې انګليسي په اصل کې د ويوکو په پيل کې د “ts” ترکيب ته اجازه نه ورکوي، که څه هم اصلي جاپانی تلفظ “ts” دی. [۱۴]

څپه ييزه څپه

[سمول]

سونامې ته ځينې وختونه څپه ييزه څپې ويل کېږي. دا يو وخت نامتو اصطلاح د سونامې له خورا عامې ښکارېدنې څخه اخېستل کېږي، چې له په حيرانونکي ډول له يوې لوړې څپه ييزې کيندلو يا سوري کولو له ډلې څخه ده. سونامې او څپې دواړه د اوبو هغه څپې توليدوي، چې دننه حرکت کوي، مګر د سونامې په حالت کې ښايي د اوبو دننی حرکت خورا زيات وي، چې د نه باور لوړې او پياوړې څپې اغېز وړاندې کوي. په وروستيو کالونو کې د «څپه ييزه څپه» اصطلاح په ځانګړي ډول پوهنيزه ټولنه کې له پامه ځکه غورځول شوې ده، چې د سونامې لاملونه د څپو له لاملونو سره هيڅ اړيکه نه لري او د اوبو د بې ځايه کېدنې په پرتله د لمر او سپوږمۍ د جاذبي راښکون په واسطه رامنځته کېږي. که څه هم د څپه ييز معناګانې له څپو سره ورته والي او يا د يې بڼه يا ځانګړتيا لري، مګر د څپه ييزې څپې اصطلاح کارونه د جيولوژي پوهانو او د سمندر نقشه کښونکو له لورې ښه نه ده ګڼل شوې. [۱۵][۱۶][۱۷]

د “Hawaii Five-O” په نوم تلويزيوني جرمي نندارې د ۱۹۶۹ ز کال تر «څلوېښت فوټه لوړ ده او وژل کوي» سرليک يوې برخې د سونامې او څپه ييزې څپې اصطلاحګانې د يو بل پر ځای وکارولې. [۱۸]

د زلزليز سمندرګي څپه

[سمول]

د زلزليز سمندرګي څپه “seismic sea wave” اصطلاح هم همدې ښکارندې ته ځکه ويل کېږي، چې څپې زياتره وختونه د زلزلو په شان زلزليز فعاليت له امله رامنځته کېږي. انګليسي ژبه کې د سونامې اصطلاح د کارونې له پيل څخه وړاندې پوهانو په عمومي ډول د څپه ييزې څپې پر ځای د زلزليز سمندرګي اصطلاح کارول غوره ګڼل. که څه هم د زلزليز سمندرګي څپه د سونامې په شان په بشپړ ډول يوه کره اصطلاح ځکه نه ده، چې د زلزلو په پرتله د زلزلو (تر ځمکې لاندې اوبو د ځمکې ښوېيدنې، اورغورځونکو خوټېدنو، تر اوبو لاندې چاودنو، سمندر کې د ځکې يا يخ غورځېدلو، د اسماني کاڼو د اغېزو او په خورا چټک ډول د اتموسفيري فشار د بدلونونو پر مهال د هوا د حالت په ګډون نور ځواکونه هم د اوبو د بې ځايه کولو په واسطه دا ډول څپې تولېدولی شي. [۱۹][۲۰][۲۱]

تاريخچه

[سمول]

په داسې حال کې چې جاپان ښايي د سونامې تر ټولو اوږد تاريخ ثبت کړی وي، مګر د هند سمندر د ۲۰۰۴ ز کال د زلزلې او سونامې پېښې له امله يوازې ويجاړي په ګوته کوي، چې دا په معاصرو وختونو کې د خپل ډول تر ټولو ويجاړونکې پېښه وه، چې نږدې ۲۳۰۰۰۰ تنه يې ووژل. د سوماتران “Sumatran” سيمه هم په سونامې روږدې ده، چې د ټاپو له ساحل څخه لرې په منظم ډول د توپيري پراخوالي په درلودلو سره په کې زلزلې کېږي. [۲۲][۲۳]

سونامې د مديترانې سمندرګي او د اروپا ځينو برخو کې خورا اټکل کېدونکی ګواښ دی. د ګواښ انګېرنو ته په پام سره د تاريخي او شته ارزښت له مخې سونامې د ۱۷۵۵ ز کال د ليسبون زلزله او سونامې (چې د “Azores-Gibraltar Transform Fault” له مله پېښه شوه) [په افريقايي يوريشيا کې د Azores او Strait of Gibraltar تر منځ د زلزلې ستره سيمه ده، چې “fault zone” هم ورته وايي]، د ۱۷۸۳ ز کال کاليبري زلزلې چې هره يوه يې د لس ګونو زرو مړينې لامل شوه او د ۱۹۰۸ ز کال د مسينا زلزله او سونامې د يادونې وړ دي. سونامې په سيسلي او کاليبري کې له ۱۲۳۰۰۰ تنو څخه د زياتو خلکو ژوند واخېست او په معاصره اروپا کې د تر ټولو خورا مرګونو طبيعي ناورينونو له ډلې څخه ده. په ناروې سمندرګي کې د “Storegga Slide” او د سونامې نورې بېلګې چې برتانوي کوچنی ټاپو باندې اغېز کوي، په ځانګړي ډول ځمکې ښوئيدنې او “meteotsunamis” [meteorological tsunami يا ميټرولوژيکي سونامې] ته او په لږه کچه د زلزلې هڅونکو څپو ته ويل کېږي.

له ميلاد څخه مخې د ۴۲۶ کال په لومړيو کې يوناني تاريخپوه توسايډاډس “Thucydides” د “History of the Peloponnesian War” تر سرليک لاندې خپل کتاب کې د سونامې د لاملونو په اړه څېړنه وکړه او لومړنی کتاب و، چې استدلال يې وکړ چې سمندري زلزلې بايد د سونامې لامل وي. د سونامې د تر ټولو لرغوني انساني ثبت نېټې د پوټايډا “Potidaea” په يوناني مستعمره کې له ميلاد څخه مخکې ۴۷۹ کال ته ورګرځې، چې فکر کېږي د زلزلې له امله رامنځته شوی دی. سونامې ښايي ياده مستعمره د ارکايمينيد سترواکۍ “Archaemenid Empire” له بريد څخه ژغورلې وي. [۲۴][۲۵][۲۶]

زما په اند د دې ښکارندې لامل بايد په زلزله کې ولټول شي. په هغه ټکي کې چې د زلزلې ټکان تر ټولو زورور وي، سمندرګی په شا ځي او ناڅاپه له دوه برابره ځواک سره بېرته راګرځي او د ډوبولو لامل کېږي. له زلزلې څخه پرته زه د دې ډول پېښو تر سره کېدل نه وينم. [۲۷]

رومي تاريخپوه اميانس مارسيلينس “Ammianus Marcellinus” (Res Gestae 26.10.15–19) د لومړنۍ زلزلې، د سمندرګي ناڅاپه راګرځېدنې او راتلونکې لويې څپې په ګډون وروسته له هغې د يوې سونامې نمونه يي لړۍ تشرېح کړه، چې د ۳۶۵ ز کال سونامې اسکندريه ويجاړه کړه. [۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Wells, John C. (1990). Longman pronunciation dictionary. Harlow, England: Longman. p. 736. ISBN 978-0-582-05383-0. Entry: "tsunami"
  2. "tsunami". Macmillan Dictionary. بياځلي په 2018-11-23.
  3. مېريام وېبسټر tsunami
  4. "tsunami". Longman Dictionary of Contemporary English. Longman. بياځلي په 19 August 2019.
  5. "Tsunami Terminology". NOAA. خوندي شوی له the original on 2011-02-25. بياځلي په 2010-07-15.
  6. Barbara Ferreira (April 17, 2011). "When icebergs capsize, tsunamis may ensue". Nature. خوندي شوی له the original on 2011-11-04. بياځلي په 2011-04-27. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  7. "NASA Finds Japan Tsunami Waves Merged, Doubling Power". Jet Propulsion Laboratory. بياځلي په 3 November 2016.
  8. "Tsunami 101". University of Washington. بياځلي په 1 December 2018.
  9. "Definition of Tidal Wave".
  10. "What does "tsunami" mean?". Earth and Space Sciences, University of Washington. بياځلي په 1 December 2018.
  11. Fradin, Judith Bloom and Dennis Brindell (2008). Witness to Disaster: Tsunamis. Witness to Disaster. Washington, D.C.: National Geographic Society. pp. 42–43. خوندي شوی له the original on 2012-04-06.
  12. Thucydides: “A History of the Peloponnesian War”, 3.89.1–4
  13. Smid, T. C. (April 1970). 'Tsunamis' in Greek Literature. Vol. 17 (2nd ed.). pp. 100–104. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  14. [a. Jap. tsunami, tunami, f. tsu harbour + nami waves.—Oxford English Dictionary]
  15. "Definition of Tidal Wave". بياځلي په 3 November 2016.
  16. "Tidal", The American Heritage Stedman's Medical Dictionary. Houghton Mifflin Company. 11 November 2008.Dictionary.reference.com
  17. -al. (n.d.). Dictionary.com Unabridged (v 1.1). Retrieved November 11, 2008, Dictionary.reference.com
  18. "Forty Feet High and It Kills!" Hawaii Five-O. Writ. Robert C. Dennis and Edward J. Lakso. Dir. Michael O'Herlihy. CBS, 8 Oct. 1969. Television.
  19. "Seismic Sea Wave – Tsunami Glossary". بياځلي په 3 November 2016.
  20. "tsunamis". بياځلي په 3 November 2016.
  21. postcode=3001, corporateName=Bureau of Meteorology; address=GPO Box 1289, Melbourne, Victoria, Australia. "Joint Australian Tsunami Warning Centre". بياځلي په 3 November 2016.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  22. Indian Ocean tsunami anniversary: Memorial events held 26 December 2014, BBC News
  23. The 10 most destructive tsunamis in history Archived 2013-12-04 at the Wayback Machine., Australian Geographic, March 16, 2011.
  24. Thucydides: “A History of the Peloponnesian War”, 3.89.1–4
  25. Smid, T. C. (April 1970). 'Tsunamis' in Greek Literature. Vol. 17 (2nd ed.). pp. 100–104. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  26. Smid, T. C. (April 1970). 'Tsunamis' in Greek Literature. Vol. 17 (2nd ed.). pp. 100–104. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  27. Thucydides: “A History of the Peloponnesian War”, 3.89.5
  28. Kelly, Gavin (2004). "Ammianus and the Great Tsunami". The Journal of Roman Studies. 94 (141): 141–167. doi:10.2307/4135013. hdl:20.500.11820/635a4807-14c9-4044-9caa-8f8e3005cb24. JSTOR 4135013. S2CID 160152988.
  29. Stanley, Jean-Daniel & Jorstad, Thomas F. (2005), "The 365 A.D. Tsunami Destruction of Alexandria, Egypt: Erosion, Deformation of Strata and Introduction of Allochthonous Material Archived 2017-05-25 at the Wayback Machine."