سورة الحجرات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډلبنديمکي سورة
د نوم مانابری
د آيتونو شمېر۲۹
د تورو شمېرنه
تر دې دمخه سورةسورة الفتح
تر دې راوروسته سورةسورة ق

د حجرات سورت مدني دی ، خو د ابن عباس (رض) لخواچې وايي : د ( يايهاالناس انا خلقنکم من ذکر و انثی) (۱۳م ايت) مکي دی . او د اتلسو ايتونو لرونکې سوره ده .

پېښلیک

د حجرات سورت په عثماني اوډنې ۴۹ سورت دی . د حجرات په نوم ځکه نومول شوی ، چې په دې سورت کې د رسول الله (ص) د هغو کوټو د حرمت يادونه شوې چې په هغو کې امهات المومنين (د مومنانو ميندې) اوسېدلې . ځينو مفسرينو د سوره الاخلاق په نامه سره هم ياده کړې ده . د لومړي ايت د نزول وجه ېې داده چې : د بني تميم له قبيلې څخه يو ټولگی رسول الله (ص) ته راغی د دوی په اړه حضرت ابوبکر صديق (رض) ووېل : چې په دوی باندې قعقاع بن معبد د امير په صفت مقرر شي او حضرت عمر (رض) ووېل : چې اقرع بن حابس (رض) دې د امير په توگه ورباندې مقرر شي ، حضرت ابوبکر صدیق (رض) حضرت عمر (رض) ته ووېل : چې تاسو زما آند سره بډوالی لرۍ ؟ ، حضرت عمر (رض) ېې په ځواب کې ورته ورته ووېل : چې زه ستاسې آند سره بډوالی نه لرم ، خو دلته د دواړو غږونه چې پورته شول نو دا ايت رانازل شو (يا ايهاالذین امنو لا تقدموا ) (اې مومنانو د الله (ج) او رسول (ص) د پرېکړې او کلمې په وړاندې څه شی مه وړاندې کوۍ ) . دا پدې هم نازل شو چې اعراب د امهات المومنين (د مومنانو ميندو) خونو خواته ورغلل او رسول (ص) باندې ېې داسې غږونه کول : چې يا محمده ! موږ ته راووځه ! . الله (ج) په نوموړي آيت کې مومنان له دې څخه منع کړل چې رسول الله (ص) ته د (يا) محمد په نوم سره غږ ونه کړي ، بلکې په ډېر ادب سره د رسول الله (ص) يا نبي الله په مبارک نوم سره ورته غږ وکړي .

د حجرات سورت سکالوگانې

د حجرات په سورت کې د لاندې اړينو مسايلو او آدابو يادونه شوې ده :

  1. د الله (جل جلاله) د طاعت وجوب او د هغه د رسول الله اوامرو ته غاړه ايښودل او په رسول الله باندې په قول او آند کې وړاندېوالی نه کول .
  2. د رسول الله (ص) درنښت او د هغه شخصيت لوړ بلل .
  3. د خبرونو کره کول .
  4. په خلکو باندې تمسخر(ملنډې) نه کول .
  5. له عيب لټولو او بدگمانۍ څخه منع کول .
  6. د مسلمانانو په منځ کې سوله کول .
  7. د لوړوالي يواځينی لامل تقوی ده .
  8. ټول مسلمانان سره وروڼه دي .
  9. د غيبت نه کول ، ځکه غيبت کول د مړه مسلمان ورور د غوښې خوړلو غوندې ښکاري .
  10. ايمان يوازې په خولې ويلو نه دی بلکې برسېره پر دې پکار ده چې په زړه ېې ومنې ، د زړه مننه ېې انساني اعمال دي او د جهاد پر وخت خپل نفس او اموال په قرباني ښکاره شي.
  11. په ټول ټال سره د ايمان ، اخلاقو ، د خدای (ج) د پټو او ښکاره نعمتونو او اسرارونو په هکله په بشپړه توگه يادونه شوې .

د سوره الحجر ژباړه

د سورت الحجر تفسير

سرچينې

د آريانا پوهنغونډ چاپکال ۲۰۱۰م زېږديز ، ۳۲۹م مخ.

تېر سورة:
الفتح
د قرآن - 49 سورة مخکنی سورة:
ق
عربي متن

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66 67 68 69 70 71 72 73 74 75 76 77 78 79 80 81 82 83 84 85 86 87 88 89 90 91 92 93 94 95 96 97 98 99 100 101 102 103 104 105 106 107 108 109 110 111 112 113 114