سوداگري (فلم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

سوداگري (په انگرېزۍ کې:Trade) د رولاند امریش او روزلین هلر له لوري جوړ شوى فلم دى چې کارگردان يې مارکو کروزپینتر دى.

لنډيز

کينډۍ:د بدلمنۍ خطر فلم له هغه ځايه پيلېږي چې د مکسيکو د يوې نېستمنې کورنۍ ١٣ کلنه نجلۍ چې ادريانا نومېږي له خپل ورور څخه په خپله کاليزه کې يو بايسکل ترلاسه کوي. د هغې ١٧ کلن ورور جورج ډېره مينه ورسره لري او په خپلې دې ډالۍ سره خپله خور خوشحاله کوي.

د فلم په دوام د ورونيکا په نامه يوه ښځه چې په اصل کې د پولنډ ده او د سيل لپاره مکسيکو ته تللې، د نجونو رانيولو او خرڅولو کار و بار کوي، ١٣کلنه ادريانا هم د دې ښځې ملگرو تښتولې او هڅه کوي د انټرنټ په مرسته ورته رانيوونکي پيدا کړي او په گرانه بيه يې وپلوري.

په دې وخت کې د نجلۍ ورور چې د خپلې خور په لټه کې دى د يوه بل کس په مرسته په انټرنټ کې د هغې د ليلام عکسونه پيدا کوي او رانيسي يې. کله چې د نجلۍ د ورور ملگرى په هغې پسې ورځي، رانيوونکي پر دې سړي شک پيدا کوي او گومان کوي پوليس به وي. جگړه نښلي اخر پوليس انسان تښتوونکي نيسي او ورور او خور کور ته روانېږي.

سرچينه

باندنۍ تړنې