سميع الحق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
مولانا سميع الحق

مولانا سميع الحق د پاکستان د جماعت اسلامي گوند مشر، د دېوبندي مدرسې مشر او د طالبانو د غورځنگ سياسي او فکري ملاتړی دی. هغه د طالبانو په ديني او پوځي روزنه کې لوی لاس لري. سميع الحق د پاکستان د څارگرۍ ادارې آی اس آی غړی او خواخوږی او د پاکستان د ولسي جرگې غړی هم دی. نوموړی يو سخت دريزه پاکستانی دی چې د پاکستاني گټو لپاره د ډېرو اخلاقي او بشري معيارونو نه تېرېږي. هغه يو وخت په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او تعليم په خلاف و او په همدې نظريه يې ډېر طالبان روزلي دي خو په پاکستان کې بيا د نجونو او د هلکانو تعليم يې د اسلام له فرايضو گڼل.