سمندرګی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمندرګی چې د نړيوال سمندر يا په ساده ډول سمندر په توګه نښتی دی، د مالګينو اوبو هغه کتله ده، چې د ځمکې د سطحې نږدې ۷۱ سلنه پوښي. د سمندرګي ويی د سمندر دويمې درجې برخو د څرګندولو لپاره هم کارول کېږي. لکه: د مديترانې سمندرګی، همدارنګه ځينې لويې او په بشپړ ډول وچه کې راګېر د مالګينو اوبو جهيلونه لکه د کسپين سمندرګی. سمندرګی د ځمکې اقليم برابروي او د اوبو، کاربن او نايتروجن دورانونو کې مهمه ونډه لوبوي. د انسانانو له لورې له سمندرګي څخه ګټه اخېستل او څېړل له لرغونو وختونو راهيسې ثبت شوي دي او له تاريخ څخه مخکې دوره کې په ښه ډول ثبوت شوي دي، په داسې حال کې چې معاصرې پوهنيزې څېړنې ته يې سمندر پوهنه يا “Oceanography” وايي. د سمندر اوبو کې تر ټولو زيات حل شوي جامد يا کلک مواد سوديم کلورايد دي. اوبه د نورو زياتو عناصرو له منځه د مګنيزيم، پوتاشيم، کلسيم او سيماب مالګې هم لري، چې ځينې يې په دقيقه راټولېدنو يا تمرکز کې دي. مالګينتوب په پراخه ډول توپير کوي، چې د لويو سيندونو سطحې او خولو ته نږدې لږ او د سمندر په ژورو کې لوړ دی، که څه هم د منحل شويو مالګو اړوند تناسبونه د سمندر په اوږدو کې خورا لږ توپير کوي.

د سمندرګي د سطحې له پاسه چلېدونکي بادونه څپې توليدوي، چې رغي يا سطحي اوبو ته د ننوتلو پر مهال ماتېږي. بادونه د ماتېدنې له لارې د سطحې بهيرونه هم جوړوي، چې په ټول سمندر کې د اوبو بطي مګر ثابت دورانونه برابروي. د دوران لارښوونې د لويو وچو د بڼو او د ځمکې د تاوېدنې (د کوريولېس اغېزه) په ګډون د ځينو عواملو له لورې اداره کېږي. د سمندرګي ژور بهيرونه چې د نړيوال لېږدونکي ملاوندنې (کمربند) په توګه پېژندل کېږي، له قطبونو څخه هر سمند ته سړې اوبه لېږدوي. څپې يا “Tides” چې په عمومي ډول په ورځ کې دوه ځلې د سمندرګي د کچو لوړېدل او ښکته کېدل دې، د ځمکې د تاوېدنې او په مدار کې د حرکت کونکې سپوږمۍ او يو څه د لمر د جاذبي اغېزو له امله دي. څپې ښايي په خليجونو د سيند يا خليج په خوله کې د بحيرې ننوتونکې برخو کې يوه خورا لوړه لري. تر سمندر لاندې زلزلې چې تر سمندرونو لاندې د tectonic plates [په عمومي ډول منل شوې ساينسي تيوري ده، چې «د ودانۍ اړوند معنی لري»] خوځښتونو څخه رامنځته کېږي، د اورغورځونکو غرونو، لويو ځمکې ښوېيدنو يا د لويو اسماني کاڼو د اغېزو غوندې د وېجاړونکې سونامې لامل کېدلی شی.

د بکتريا، پرازيتونو، الجي، نباتاتو، فنجي او حيواناتو په ګډون د ژونديو موجوداتو پراخه ډولونه په سمندرګي کې ژوند کوي، چې د سمندري ژوو او نباتاتو د اصلي او طبيعي ځای او ايکوسيستمونو يوه پراخه لړۍ وړاندې کوي، چې په ولاړ يا عمود ډول له لمريزې سطحې او ساحلي ليکې څخه د سړو، تياره او ناپايه سيمې خورا ژورو او فشارونو پورې او په عرض البلد کې د کنګل تر قطبي سرپوښونو لاندې له سړو سړو اوبو څخه په استوايي سيمو کې د مرجاني ډبرو رنګا رنګ تنوع پورې ترتېبېږي. د ژونديو موجوداتو د لويو ډلو زياترو يې په سمندرګي کې تکامل کړی دی او ښايي ژوند يې هم همدلته پيل کړی وي.

سمندرګي انسانانو لپاره د پام وړ خوراکي توکي په ځانګړي ډول کبان او تر څنګ يې تر اوبو لاندې د کب نيونکو له لورې د نيولو يا کرلو په حالت کې کلک پوښ لرونکی کب (شيلفېش)، تي لرونکي ژوي او سمندري واښه هم برابروي. له سمندرګي څخه انساني کارونې نور ډولونه سوداګري، سفر کول، د معدني موادو راويستل، د برېښنا توليد، جګړه او د وخت تېرۍ فعالتونه لکه لامبو وهل، کښتۍ چلول او د تنفس وسيلې په واسطه د سمندر ژورو ته غوټه وهل دي. زياتره دا فعاليتونه سمندري ککړتيا رامنځته کوي. سمندرګی د همدې له امله انسانانو لپاره د تاريخ او کلتور په اوږدو کې يو بشپړونکی عنصر دی.

پېژندنه[سمول]

سمندرګی د اتلانتيک، ارام، هند، د سويلي او شمالي قطب سمندرونو په ګډون د ځمکې د ټولو سمندري اوبو يو له بل سره تړلی سيستم دی. که څه هم د سمندرګي ويی د شمال سمندرګي (North Sea) او سور سمندرګي (Red Sea) غوندې د سمندري اوبو زياتو معلومه او خورا کوچنيو جسمونو ته هم کارول کېدلی شي. د سمندرګيو او سمندرونو تر منځ څرګند توپير نه شته، که څه هم سمندرګي په عمومي ډول کوچني دي او زياتره وخت په يوه برخه کې (لکه د ژۍ يا څنډې سمندرګيو يا په ځانګړي ډول د مديترانې سمندرګي غوندې) او يا په بشپړ ډول (لکه د هېواد دننه سمندرګي) د وچې له لورې راچاپېر شوي دي. که څه هم د سرګاسو سمندرګی (Sargasso Sea) هيڅ ساحلي ليکه نه لري او د “North Atlantic Gyre” په يو دايروي بهير کې پروت دی. سمندرګي په عمومي ډول د ولاړو اوبو يا جهيلونو په پرتله لوی دي او مالګينې اوبه لري، مګر د ګاليله سمندرګی (Sea of Galilee) د تازه اوبو جهيل دی. د سمندرګي د قانون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسيون بيانوي چې ټول سمندر (ocean) سمندرګی (sea) دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

فزیکي پوهه[سمول]

ځمکه پر خپله سطحه باندې د مايع اوبو د سمندرګيو په درلودلو سره يوازېنۍ پېژندل شوې سياره ده، که څه هم مريخ د کنګل سرپوښونه لري او په نورو لمريزو نظامونو کې ورته سيارې ښايي سمندرونه ولري. د ځمکې ۱۳۳۵۰۰۰۰۰۰ کېلو متر مکعب (۳۲۰۰۰۰۰۰۰ ميل مکعب) سمندرګی د خپلو معلومه اوبو نږدې ۹۷،۲ سلنه لري او د خپلې سطحې نږدې ۷۱ سلنه پوښي. د ځمکې د اوبو ۲،۱۵ سلنه کنګل دي، چې له ډلې يې په سمندري کنګل کې موندل شوې کچه د شمالي قطب سمندر پوښي، د کنګل سرپوښ انترکتيکا او د هغې ګاونډ سمندرګي او ټوله نړۍ کې کنګلونه او سطحي زېرمې تر پوښښ لاندې نيسي. د اوبو پاتې ۰،۶۵ سلنه تر ځمکې لاندې زېرمې يا د اوبو د دوران بېلابېل پړاوونه جوړوي، تازه اوبه لري، چې د زياتره ځمکني ژوند له لورې يې مخالفت شوی او يا يې ورڅخه ګټه پورته کړې ده. لکه: هوا کې بخار، هغه ورېځې چې بخار يې په بطي ډول جوړوي، له هغوی څخه د باران ورېدل او هغه سيندونه او جهيلونه، چې د سمندر پر وړاندې په پرله پسې ډول د خپلو اوبو د بهير په توګه په بې اختياره ډول جوړ شوي دي.[۷][۸][۹]

د اوبو او د ځمکې د اوبو دوران پوهنيزه څېړنې ته هايدرولوژي وايي او هايدروډيناميک د حرکت پر مهال د اوبو فزيک څېړي. د سمندرګي يو څه وروستۍ څېړنه په ځانګړي ډول د سمندر پوهه يا “oceanography’ ده. دا پوهه د سمندر د بهيرونو د بڼې يا شکل د څېړنې په توګه پيل شوه، مګر له پيل راهيسې يې يو لوی او ګڼ څانګه ييز ډګر ته پراختيا موندلې ده. د سمندر پوهه د سمندري اوبو ځانګړتياوې ازمايي، څپې، سمندري لوړې څپې او بهيرونه څېړي. نخشې د سمندري بنسترونو ساحلي ليکې او نقشې جوړوي او سمندري ژوند څېړي. د سمندرګي له حرکت، د هغې له قوو او پر هغه باندې د عمل کونکو قوو اړوند فرعي څانګه د فزيکي سمندرپوهنې “physical oceanography” په نوم يادېږي. سمندري بيولوژي يا بيولوژيکي سمندرپوهنه نباتات، ژوي او نور هغه ژوندي موجودات څېړي، چې په سمندري ايکوسيستمونو کې ژوند کوي. دواړو ته د کيمياوي سمندرپوهنې په واسطه معلومات ورکړل شوي دي، چې د سمندرونو دننه د ماليکولونو او عناصرو کړه وړه او په ځانګړي ډول د کاربن دوران کې د سمندر ونډه او د سمندري اوبو په زياتېدونکې تېزابي کېدنه کې د کاربن ډای اکسايد ونډه څېړي. سمندري او د سمندري سيند جغرافيه د سمندر بڼه او بڼه ورکول نقشه کوي، په داسې حال کې چې سمندري جغرافيې (جيولوژيکي سمندرپوهنې) د لويې وچې د تمايل ثبوت او د ځمکې د جوړښت او ترکيب برابر کړی دی، د رسوب بهير يې روښانه کړی دی او د اورغورځونې او زلزلو په څېړلو کې يې مرسته کړې ده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سمندري اوبه[سمول]

مالګينتوب[سمول]

د سمندري اوبو يوه ځانګړنه دا ده، چې مالګينې دي. مالګيتوب په عمومي ډول د برخو او زر (۱۰۰۰) تر منځ نسبت (‰ يا په ميل کې) له مخې اندازه کېږي او پرانيستی سمندر په يو ليتر کې نږدې ۳۵ ګرامه (۱،۲ اونز) جامد مواد لري، چې ٪۳۵ مالګينتوب دی. د مديترانې سمندرګي د مالګيتوب لکه لږ څه زياته (٪۳۸) ده، په داسې حال کې چې د شمالي سور سمندرګي مالګيتوب ٪۴۱ ته رسېږي. د دې خلاف په وچه کې راګېر ځيني خورا مالګين جهيلونه خورا لوړ مالګينتوب لري. لکه: “Dead” سمندرګی په يو لېتر کې ۳۰۰ ګرامه (۱۱ اونز) حل شوې جامده ماده لرې چې د سلنې له مخې ٪۳۰۰ کېږي.[۱۴][۱۵]

د افغانستان سمندرګي[سمول]

هامون سمندرکی چې د افغانستان په نیمروز ولایت کې د ایران سره پر پوله موقیعت لري د افغانستان او ایران شریک مرزی سمندر ګی دی. هامون د هلمند سیند څخه سرچینه اخلي.

سرچینه[سمول]

  1. “Sea.” Merriam-Webster.com Dictionary, Merriam-Webster, https://www.merriam-webster.com/dictionary/sea. Accessed 14 Mar. 2021.
  2. "What's the difference between an ocean and a sea?". Ocean facts. National Oceanic and Atmospheric Administration. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stow, Dorrik (2004). Encyclopedia of the Oceans. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-860687-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nishri, A.; Stiller, M; Rimmer, A.; Geifman, Y.; Krom, M. (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lake Kinneret (The Sea of Galilee): the effects of diversion of external salinity sources and the probable chemical composition of the internal salinity sources"]. Chemical Geology 158 (1–2): 37–52. doi:10.1016/S0009-2541(99)00007-8. Bibcode1999ChGeo.158...37N. 
  5. Vukas, B. (2004). The Law of the Sea: Selected Writings. Martinus Nijhoff Publishers. د کتاب پاڼې 271. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-13863-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gupta, Manoj (2010). Indian Ocean Region: Maritime Regimes for Regional Cooperation. Springer. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4419-5989-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ravilious, Kate (21 Apr 2009). "Most Earthlike Planet Yet Found May Have Liquid Oceans" in National Geographic.
  8. NOAA. "Lesson 7: The Water Cycle" in Ocean Explorer.
  9. "Voyager: How much of the earth is truly undiscovered, above and/or below water?". Scripp's Institute of Oceanography. UC San Diego. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lee, Sidney, ed. "Rennell, James" in the Dictionary of National Biography, Vol. 48. Smith, Elder, & Co. (London), 1896. Hosted at Wikisource.
  11. Monkhouse, F.J. (1975) Principles of Physical Geography. pp. 327–28. Hodder & Stoughton. کينډۍ:ISBN.
  12. b., R. N. R.; Russell, F. S.; Yonge, C. M. (1929). "The Seas: Our Knowledge of Life in the Sea and How It is Gained". The Geographical Journal 73 (6): 571–572. doi:10.2307/1785367. https://www.biodiversitylibrary.org/bibliography/5839. 
  13. Stewart, Robert H. (2008) Introduction To Physical Oceanography. pp. 2–3. Texas A & M University.
  14. A. Anati, David (March 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The salinity of hypersaline brines: Concepts and misconceptions"]. International Journal of Salt Lake Research 8: 55–70. doi:10.1023/A:1009059827435. 
  15. . Ocean salinity. Science Learning Hub.