سمندري شقايق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Actiniaria
سمندري شقايق
مملکه ژوي
څانگه Cnidaria
طایفه Anthozoa
ډول Actiniaria

سمندري شقايق (په لاتين: Actiniaria) یو سمندري څيرونکي ژوي دي چې د Cnidaria په څانگې او د Anthozoa په طابقې پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۳۰ – ۵۰ سانتيمتره دي. نوموړي ژوي كوچنى کبان خوړلای شي. په اوس وخت کې د نړی په سمندرونو کې د سمندري شقايق ۱۲۰۰ ډوله ژوند کوي.

توصيف[سمول]

سمندري شقايق د بې شمزۍ د ژويو څخه یو محس لرونکي ژوي دي چې هېڅ سکلټ نه لري . نوموړي ژوي د سمندري ایرم په مقابله کې په ټولنو يا لویو مستعمراتو کې ژوند نه کوي. سمندري شقايق خاصي وژونکي محسونه لري چې د کوچنو ژويو د وژلو لپاره ورڅخه کار اخلي.د سمندري شقايق ځيني ډولونه لکه Heteractis magnifica کوچنی کبان هم ښکار کولای شی.