سمندري ایرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Coral
سمندري ایرم
مملکه ژوي
څانگه Cnidaria
طایفه Anthozoa

سمندري ایرم يا سمندری مرجان، سمندری ریړم (په لاتين: Curalium) یو سمندري ژوي دي چې د Cnidaria په څانگې د Anthozoa په طابقې پورې اړه لري او په گرمو سمندرونو کي ژوند کوي. په اوس وخت کې په نړی کې د سمندري ايرم ۶۰۰۰ ډوله شته.نوموړي ژويان په ځانگړي ډول په لویو مستعمراتو کې ژوند کوي. سکلټ یی د کالسیوم کاربوناټ څخه جوړ شوي دي چې د ایرمانو لخوا تولید شوي دي. ایرمان په دوو دلو (نرمو ایرمانو او سختو ایرمانو) تقسیم کېږي. نوموړي ژوي پلانکتون خوري. ځيني ایرمان د گاڼو (جواهراتو ) د جوړولو لپاره او په طب کې د کالسیوم سرچينې په توگه کارېږي.

انځورتون[سمول]