سلطان سلیم (دویم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سلیم سنتي 1530

سلیم II ( سلیم دویم ; 28 می 1524 - 15 دسمبر 1574) د عثماني امپراتورۍ یوولسم سلطان وو چي له 1566 څخه تر 1574 کال پوري یې واک په لاس کي درلود. سلطان سلیم د سلطان سلیمان قانونی او د حرم سلطان زوی وو. سلیم د خپل پلار تر مرګ وروسته د عثماني واکمنۍ لپاره یوازینی کاندید وو چي تخت یې ترلاسه کړ ځکه د نوموړي ورور محمد د ټوخي په ناروغۍ مړ سو، او دوه نور وروڼه مصطفی او بایزید يې د پلار په امر باندي وژل سوي وه.

د سلیم د واکمنۍ پرمهال، د هغه لمړي وزیر سوکوللو محمود پاشا په دولتي حکومتولۍ کي د پام وړ کنټرول او اختیارات درلودل. د سلطان سلیم د واکمنۍ لپاره د قبرس او تونس فتحي په عثماني خلافت کي د پام وړ لاسته راوړنې بلل کیږي خو د لیپانټو جګړه او د روسیې سره د عثمانیانو.نښته د نوموړي د واکمنۍ لپاره منفي اغیزي درلودې.