سعيد زابلی
سعيد زابلى (په انګریزی کې: Saeed Zabulai) چې اصلي نوم يې سعد الله د ملا عبدالقيوم توخي زوى د زابل ولايت د شملزو د ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
مخينه
نوموړى په ۱۳۵۷ کال کې زيږيدلى او لومړى او منځنۍ زده کړې يې د جنوبي پښتونخوا مسلم باغ مالگگى د کډوالو په کمپ کې تر سره کړې اود بلکوريا سند يې د ننگرهار عالي عصري ليسې څخه ترلاسه کړ او د کانکور له ازموينې وروسته د ننگرهار منځني طب اسسټانت برخې ته بريالى شو. سعيد زابلي د دې ترڅنگ د ژورناليزم گڼ کورسونه تعقيب کړي چې په دې کې يې مهم د جنگ او سولې انستيتوت و چې له دغه انستيتوت له زده کړو له فارغېدو څخه وروسته له اى ډبليو پي ار سره يې يو کال کار وکړ، خو له يوه کال کار وروسته د پژواک خبري اژانس د سويلي حوزې د مسوول په توگه پنځه کاله دنده ترسره کړه، دا مهال په کابل کې د کليد گروپ سره د کليد اوونيزې او مرسل اوونيزې د پښتو برخې د ايډيټر او تحليلي او تحقيقي رپوټر په حيث دنده مخ ته وړي.
ادبي چوپړ
سعيد زابلى د پښتو ادب په برخه کې له پالنې مجلې، ښکلا مجلې، هوسۍ مجلې او ميوند مجلې سره اوږده همکاري کړې او په زابل ولايت کې يې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳ کې د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د شيخ متي ټولنې بنسټ کېښود او وروسته يې په همدغه ولايت کې د يوې خپلواکې اونيزې د ترنک په نوم خپرونې بنسټ کېښود چې دوه کاله پرلپسې خپره شوه.
چاپ شوي آثار
سعيد زابلى له ډيره وخته شاعري:
- رمز په نوم شعري ټولگه يې چاپ شوې
ناچاپه آثار
- ستورو ته ناست يم له سيتاره سره
- گڼې لنډې کيسې او ادبي مقالې ليکلي او په پښتو ويبپاڼو کې خپرې شوې دي.