سعتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Thymus vulgaris
سعتر
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ نعناگانو (Lamiaceae)
جېنس Thymus

سعتر يا معمولي سعتر (په لاتين: Thymus vulgaris) د نعناگانو څخه یو درملي بوټي دي چې په اروپا کې شنه کېږي او د مسالې په توگه هم کارېږي.

توصيف[سمول]

سعتر د نعناگانو په کورنی او د Thymus په جنس اړه لري. د ساقې اوږدوالي ۲۰ – ۳۰ سانتیمټره وي. نوموړې بوټي په معتدلو او لمر درلودونكو ځايونو كې ښه وده كوي او د مې څخه تر سپټمبر پورې گل نیسي. معمولي سعتر په اسپانيا، فرانسه، یونان او بالکان کې د مسالې په توگه کارېږي. نوموړي بوټي یو شمېر طبيعي توکې لکه اسانسونه (ټيمول او کارواکرول)، ټانينونه، تریخ لرونکي توکې، فلافون (لوتېلوين)، اوکالیپتول، لينانول او سيمان لري.

د سعتر بوټي په طب کې[سمول]

سعتر بوی لرونکي بوټي دي چی د اسهال، ټوخي باکتريانو او متيازو التهابونو پر ضد ښه آغېزه لري. دغه بوټي هم ِغاز ماتونکي او متیازې راوړونکي درمل هم دي. په درملتون کی د دغی بوټي څخه د ټوخو ماتونکي چایونو او شربتونو د جوړولو لپاره کار اخيستل کېږي او حمام ته هم ورکول کېږي.