سرپوښ بازار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرپوښ بازار د افغانستان له لرغونو بازارونو دي چي دوه نيمي پېړۍ وړاندي د کندهاري سردار کهندل خان په امر د کندهاري معمارانو په لاس جوړ سو.

کهندل خان له ۱۸۴۲-۱۸۵۵ع د کندهار والي وو چي د سردار پاينده محمد خان ۱۲ زوی وو.

سرپوښ بازار ته څلور د ننوتلو لارې دي چي شاه بازار ، کابل بازار ، بامیزو کوڅه او دوهمه بامیزو کوڅه ئې نومونه دي.

دغه بازار کي اوس د کندهار د لاسي صنعت، په ځانګړې توګه د کندهارۍ خولۍ د تولید او پلورلو یو لوی مرکز دئ.