سره کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:Infobox World Heritage Site

د جمنا سیند پر غاړه لال قلعه (سره کلا) د مغولي واکمنۍ د زرین پېر یوه نادره یادگار گڼل کېږي. دا کلا په اوولسمه زېږیزه پېړۍ کې د شاه جهان واکمن له خوا ودانه شوې ده. ددې کلا په دیوان خاص کې د طاووس تخت په نامه ځای و چې مغول واکمن به هوری ناست او د هند په ختیځ و لویځ یې واکمني کوله.

په ۲۰۰۱ز کال د پاکستاني ترهگر تنظیم لشکر طیبه دوه ترهگرو په دې کلا کې هندي پوځیان د برید نښه وگرځول چې تر دولسو پوځیانو وژنې وروسته یې د کلا له دېوالونو ځان اچونې سره تېښته کې بریالي شول. ددې بریده وروسته هندي پوځ دا کلا بشپړه خالي او د لرغونپوهنې ادارې ته وسپارله. په ۲۰۰۷ز کال دا کلا د یونېسکو له خوا د نړیوال کولتوري میراث په لړلیک کې شامله شوه.