محمد حسين سراهنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سرآهنگ نه مخ گرځېدلی)
محمد حسين سراهنگ

شاليد
زېږون نوم محمد حسين سراهنگ
زېږېدنه 1924 کابل, افغانستان
مړينه 1983
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 1934–1983

محمد حسين سرآهنگ (انگرېزي ژبه:Mohammad Husain Saraahang) د غزلو د سرتاج په لقب د هند لخوا نومول شوی او د افغانستان يو تر ټولو نوموتی د ختيځې لرغونې سندارا غزلبول استاد و . دی د استاد غلام حسين سرآهنگ چې د وخت تکړه غزلبول و ، زوی دی . دی په کابل کې د خواجه خوردک سيمه کې چې وروسته يې نوم په خرآباد واوښت زېږېدلی و . پلار يې د وخت د پاچا په دربار کې نوموتی سندرغاړی ، غزلبول و او ډېر هندي او افغاني سندرغاړي او غزلبولان يې د زده کړې څخه برخمن شوي .

کورنۍ مخينه

زده کړې

زده کړې يې په کابل کې د اماني لېسې څخه تر اتم ټولگي پورې بشپړې کړې او وروسته يې بيا د سندرو پيل له کوره او غږ پوهنې ، او غزلو په مسلکي پوهنې پسې هند ته ولاړ او هلته يې پیل وکړ چې تر د ماسټرۍ پولې پورې زده کړې بشپړې کړې . ډېرو هندي تعليمي ټولنو ورته د موسيقۍ په ډگر کې اعزازي پوهنيزه سندونه او بری لیکونه ورکړي .

هنري آثار

په لومړي سر کې استاد سرآهنگ د لرغونې ختيځې سندارا (شرقي کلاسيکه موسیقي) زده کړه له خپل پلار څخه په کور کې وکړه بيا کله چې يې پلار د هغه لوړ استعداد دغه ډگر کې ولید نو يې له ځان سره د هند په لور رهي کړاو هلته يې د پټياله سيمې نوموتوغزلبولانو ته د زده کړې لپاره کښېناوه چې له هغه ځايه يې د هند د سيمې ټول راگونه زده کړل او لا يې نور مهارت په غږبولۍ کې ترلاسه کړچې د هند لخوا ورته سرتاج موسيقي لقب په رسمي توگه د علي آباد د پوهنتون څخه ورکړل شو .

لاسته راوړنې

سرچينې

استاد محمد حسين سرآهنگ سره مرکه د يوټيوب له پاڼې