ستر منشور
د آزادیو ستر آرپاڼه یا د آزادیو ستر منشور (په انګرېزۍ کښې: مګنه کارټه) د حقوقو یو سلطنتي آرپاڼه دی چې د ۱۲۱۵ ز کال د جون په ۱۵مه نېټه د انګلستان پاچا «جان» په رنمېډ کې وېنډسور ته نږدې صادر کړ. دغه آرپاڼه په لومړي ځل د کانټېبوري کلیسا لوی راهب «سټېفن لانګټون» د نامنلي پاچا او «بارونانو» د یاغي ډلې تر منځ د سولې راوستلو لپاره چمتو کړ. دغه آرپاڼه د کلیسا د حقونو ملاتړ، له ناقانونه بندي کېدو څخه د بارونانو ساتنه، عدالت ته لاسرسی او پاچا یا د تاج او تخت خاوند ته پر فیوډالي ورکړو محدودیتونه تضمین کړل او وټاکل شوه چې د بارونانو د ۲۵ کسیزې شورا له لارې عملي شي. د دغه آرپاڼه ژمنې یوه لوري هم عملي نهکړې، دا آرپاڼه د درېیم اینوسنټ پاپ لهخوا لغوه اعلان شو او د بارونانو د لومړۍ جګړې لامل شو.[۱][۲] د جان له مړینې وروسته د هغه د کشر زوی «درېیم هنري» نایب السلطنه دولت ځان ته د سیاسي ملاتړ پیدا کولو لپاره په ناکامه هڅه کې دغه سند په ۱۲۱۶ ز کال کې بیاځلي خپور کړ او څه ناڅه اصلي محتوا یې ترې لرې کړه. دغه سند د ۱۲۱۷ ز کال د جګړې په پای کې د سولې د هغه تړون یوه برخه وه چې په لمبت کې شوی و او هلته يې نوم «مګنه کارټه» شو، تر څو د فورېسټ له هغه کوچنۍ آرپاڼه سره یې توپير وشي چې هماغه وخت صادر شوی و. هنري د بودیجې له کمښت سره مخامخ و، خو کله چې نوي مالیات راټول شول، په ۱۲۲۵ زکال کې یې بیاځلي خپور کړ. د ده زوی «لومړي اېډوارډ» هم په ۱۲۹۷ ز کال کې دغه کار تکرار کړ او دا ځل یې دا آرپاڼه د انګلستان د اساسي قانون د یوې برخې په توګه تایید کړ. دغه آرپاڼه د انګلستان د سیاسي ژوند یوه برخه شوه او هر پاچا به په خپل وار سره نوی کاوه. له دې سره سره یې د وخت په تېرېدو او د انګلستان د تازه جوړ شوي پارلمان لهخوا د نویو قوانینو په تصویب سره څه ناڅه عملي اهمیت هم بایلود.
د شپاړسمې پېړۍ په پای کې مګنه کارټه ته لېوالتیا ډېره شوه. هغه مهال حقوقپوهان او تاریخپوهان په دې باور وو چې، داسې لرغونی انګریزي اساسي قانون شته چې د انګلو ساکسونانو دورې ته ور ګرځي او د انګریزانو د فردي آزادیو ساتنه کوي. دوی استدلال کاوه چې په ۱۰۶۶ ز کال کې د نورمنانو یرغل دغه حقونه له منځه وړي، مګنه کارټه د دغو حقوقو د بېرته را ګرځولو لپاره یوه عمومي هڅه وه او آرپاڼه یې د پارلمان د اوسنیو واکونو او د قضايي خوندیتوب د قانون په څېر قانوني اصولو لپاره پر اساسي پایله بدل کړی. که څه هم دغه تاریخي قضاوت ډېر ناسم و، خو بیا هم«د سر اېډوارډ کوک» په څېر حقوقپوهانو د اوولسمې پېړۍ په لومړیو کې له مګنه کارټه څخه په پراخه کچه استفاده وکړه او د سټیورټ پاچایانو لهخوا د وړاندیز شوو پاچاهانو د الهي حق [دا یوه نظریه ده چې پاچا د خدایۍ له رتبې سره برابروي] پر وړاندې یې استدلال وکړ. هم لومړي جېمز او هم یې زوی لومړي چارلېز هڅه وکړه چې د مګنه کارټه بحث کمرنګه کړي، تر دې چې دا موضوع په ۱۶۴۰ ز کال کې د انګلستان د کورنۍ جګړې او د چارلېز د اعدام سبب شوه. د مګنه کارټه او له لرغونو شخصي آزادیو څخه د دغه آرپاڼه د ملاتړ سیاسي کیسه د ۱۶۸۸ ز کال له ویاړلي انقلاب را وروسته تر ۱۹مې پېړۍ پورې روانه وه. دغه کار په دیارلسو مستعمرو کې پر لومړنیو امریکايي مستعمرهمېشتو او د امریکا متحدو ایالتونو د قانون پر جوړېدو اغېز وکړ چې د متحدو ایالتونو په نوي جمهوریت کې د هېواد پر عالي قانون بدل شو. د ویکتوریايي تاریخپوهانو څېړنو وښوده چې د ۱۲۱۵ ز کال اصلي آرپاڼه د عادي خلکو د حقونو پر ځای په منځنیو پېړیو کې د پاچا او بارونانو تر منځ په اړیکو پورې اړوندېده، خو آرپاڼه د یوه پیاوړي او سمبولیک سند په توګه پاتې شو، ان تر دې چې وروسته یې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړیو کې د اساسنامې له کتابونو څخه نږدې نیمايي محتوا لغوه شوه.
مګنه کارټه لا هم د آزادۍ مهم سمبول دی چې تر ډېره یې سیاستوال او مبارزین کاروي او د بریتانیا او امریکا حقوقي ټولنو ته ډېر درناوی کوي. لرډ ډنینګ دغه آرپاڼه «په ټولو زمانو کې د اساسي قانون تر ټولو لوی سند او د خپلسرې ظالمې واکمنۍ پر وړاندې د فردي آزادۍ بنسټ ګڼي». په یووېشتمه پېړۍ کې د ۱۲۱۵ ز کال د اصلي آرپاڼه څلور بېلګې شته. دوې نمونې یې د بریتانیا په کتابتون کې دي، یوه یې په لینکلن کلا او بله یې په سالسبري کلیسا کې ده. همدا راز د ۱۲۹۷ ز کال د آرپاڼه د ځینو نسخو په څېر وروستي نور د ګوتو په شمېر آرپاڼهونه هم په عمومي او خصوصي مالکیت کې په امریکا متحدو ایالتونو او استرلیا کې موجود دي. اصلي آرپاڼهونه د منځنیو پېړیو په لاتیني ژبه په اختصاري بڼه د پرو په قلم پر څرمنو لیکل شوي وو چې هغه مهال د قانوني اسنادو د لیکلو لپاره کارېدل. هر یو آرپاڼه په لوی سلطنتي مُهر سره (چې د شاتو د مچیو له موم او د کنډ له موم څخه جوړ و) مُهر شوی و چې دا مهال دغسې مُهرونه ډېر کم دي. د ۱۲۱۵ ز کال څلور اصلي آرپاڼهونه د ۲۰۱۵ز کال د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د مګنه کارټه د ۸۰۰مې کلیزې په مناسبت د بریتانیا په کتابتون کې د یوې ورځې لپاره نندارې ته کېښودل شول.[۳]
تاریخچه
[سمول]۱۳مه پېړۍ
[سمول]مګنه کارټه په ۱۲۱۵ ز کال کې د سلطنتي او یاغي لورو تر منځ د سولې لپاره یوه ناکامه هڅه وه او د هغو پېښو د یوې برخې په توګه رامنځته شوچې له امله یې د بارونانو لومړۍ جګړه پېښه شوه. هغه مهال انګلستان د انګون پاچایانو (Angevin kings) د درېیم پاچا «جان» لهخوا اداره کېده. که څه هم دې پاچهۍ پیاوړی اداري سیستم درلود، خو د انګوین پاچایانو تر سلطنت لاندې د حکومت ماهیت نامشخص او نامعلوم و. جان او تر هغه وړاندې پاچایانو د (vis et voluntas) یا د «زور او ارادې» له اصل څخه په استفادې اجرايي او کله ناکله خپلسرې پریکړې کولې او تر ډېره به یې دا کارونه پر دې اساس توجیه کول چې پاچا تر قانون لوړ دی. ډېری اوسني لیکوالان په دې باور وو چې پاچایان باید له دود او قانون سره سم د قلمرو له مخکښو او اصلي غړو سره په مشوره حکومت وکړي، خو د دې لپاره هېڅ داسې څه نه وو موجود، چې که پاچا د قانون له اجرا کولو ډډه وکړي، څه به پېښ شي.[۴][۵]
په فرانسه کې د جان ډېرې پلرنۍ ځمکې په ۱۲۰۴ ز کال کې د فرانسې دویم پاچا فلیپ نیولې وې، ده کلونه کلونه د دغو ځمکو د بېرته نیولو لپاره مبارزه وکړه او د جګړې لپاره یې د پیسو راټولولو په موخه پر بارونانو مالیات لوړ کړل، خو دا جګړه په ۱۲۱۴ ز کال کې له سختې ماتې سره پای ته ورسېده. د جان متحدانو، چې کله د بووین په جګړه کې ماتې وخوړه، دی اړ شو چې د سولې غوښتنه وکړي او تاوان ورکړي. جان له دې وړاندې په خپله د زیاترو هغو بارونانو پوروړی و، چې شاهي کورنۍ ته یې پیسې ورکولې، د هغوی تر منځ یې چندان محبوبیت نه درلود او د دواړو لورو تر منځ ډېر لږ باور موجود و. لږ تر لږه یوې بریا د جان له غښتلي کېدو سره مرسته کوله، خو دی چې کله له فرانسې څخه بېرته را وګرځېد، له ماتې سره په مخامخ کېدو کې پوه شوچې، د انګلستان په شمال او ختیځ کې یاغي بارونان د ده د حکومت پر وړاندې د مقاومت د تنظیم په حال کې دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Magna Carta 1215". British Library. بياځلي په 3 February 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Peter Crooks (July 2015). "Exporting Magna Carta: exclusionary liberties in Ireland and the world". History Ireland. 23 (4).
- ↑ Danziger او Gillingham 2004، م. 268.
- ↑ Turner 2009، م. 149.
- ↑ Carpenter 1990، م. 8.
- ↑ Turner 2009، م. 174.
- ↑ Carpenter 1990، م. 9.
- ↑ Carpenter 1990، مم. 6–7.
- ↑ Warren 1990، م. 181.
- ↑ Turner 2009، م. 139.
- ↑ Danziger او Gillingham 2004، م. 168.
- ↑ Carpenter 1990، م. 7.