Jump to content

ستراتوسفير (د ځمکې د اتموسفير دويم لوړ پوړ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستراتوسفير د ځمکې د اتموسفير دويم پوړ دی، د تروپوسفير د پاسه او د ميسوسفير لاندې موقعيت لري. ستراتوسفير يو اتموسفيري پوړ دی چې د هوا د تودوخې له ډلبندي شويو پوړونو نه جوړ شوی، په لوړ اسمان کې د هوا د تودو پوړونو او په ښکته اسمان کې د هوا له يخو پوړونو نه، د ځمکې سياروي سطحې ته نژدې دی. د لوړوالي په زياتېدو سره د تودوخې د درجې د زياتېدو لامل د اوزون د پوړ په مټ د لمر د زياتو سختو وړانګو (UV) د جذبولو پايله ده. د تودوخې د درجې اوښتل، د ځمکې د سطحې سره نژدې د تراپوسفير په خلاف دي، چېرې چې د تودوخې درجه په لوړېدو سره کميږي. [۱][۲][۳]

د تروپوسفير او ستراتوسفير تر منځ د «ټراپوپوز» پوله پرته ده، کومه پوله چې د تودوخې د اوښتلو د پيليدو د حد ټاکنه کوي. د استوا له کرښې سره نژدې، د تراتوسفير ښکته څنډه نږدې شل کيلو متره (۶۶۰۰۰ فوټه، ۱۲ ميله) ده، په منځني عرض البلد کې نږدې لس کيلو متره (۳۳۰۰۰ فوټه، ۶.۲ ميله) ده او په قطبونو کې نږدې اووه کيلو متره (۲۳۰۰۰ فوټه؛ ۴.۳ ميله) ده. د ټروپوپوز سره نژدې په منځني ډول تودوخه منفي يو پنځوس درجه سانتي ګراد (-۶۰ درجه فارنهايت، ۲۲۰کلوين) ده او له ميسوسفير سره نژدې منفي پنځلس درجه سانتي ګراد (۵.۰ درجه فارنهايت؛ ۲۶۰ کلوين) ده. د موسمونو په بدلون سره په ستراتوسفير کې ستراتوسفيري تودوخه هم بدلون مومي، په ځآنګړي ډول په قطبي شپو (ژمي) کې کمې تودوخې ته رسېږي. د تروپوسفير په پرتله په ستراتوسفير کې بادونه ډېر زياتېدای شي، په سويلي قطبي ګرداب کې شونې ده چې په يوه ثانیه کې نږدې شپیته متره (۲۲۰ کيلو متره په يو ساعت کې، په يو ساعت کې ۱۳۰ ميله) ته ورسېږي. [۴][۵]

د اوزون پوړ

[سمول]

د اوزون پوړ د جوړېدو کړنلاره، په ۱۹۳۰ز کال کې بریتانوي رياضي پوه «سيډني چيپمين» تشرېح کړی وه. ماليکولر اکسيجن په « UV-C» (فوق بنفسج وړانګې) سيمه کې، نږدې د ۲۴۰ نانوميټر نه د کمو اوږدو څپو د لمر د وړانګو لوړه انرژي (د لمر رڼا) جذبوي. هغه راډيکلز (نيمګړی کيمياوي واحد) چې په «هوموليتيک» (يو شی په دوه بې اتومه يا بې راډيکله وېشل کېدل) ډول د وېشل شوي اکسيجن له ماليکونو نه منځ ته راغلي ماليکولر اکسيجن سره يو ځای کيږي، تر څو اوزون جوړ کړي. له دې وروسته د ماليکولري اکسیجن په پرتله اوزون په ډېرې چټکتيا سره «فوټولايز» (د لمر د وړانګو د جذب امله ماليکولونه په کوچنيو واحدونو ټوټه کېدل) کېږي، ځکه چې د جذب کېدو پیاوړې قوه لري، کوم چې د لوړو څپو په اوږدو کې منځ ته راځي، په هغه ځای کې [ېرې چې لمريز اخراج ډېر سخت وي. د اوزون (O3) فوټوليسس O او O2 توليدوي. د O3 د جوړولو لپاره د اکسيجن د اتوم توليد د اتموسفيري ماليکولر له اکسيجن سره يو ځای کېږي او تودوخه خوشې کوي. د اوزون چټک فوټوليسس او بیا جوړېدل ستراټوسفير تودوي او په پايله کې د تودوخې په بل مخ اوړي. په لوړه کې د تودوخې په درجه کې دا زياتوالی د سټراټاسفير ځانګړتيا ده، د عمودي اختلاط په وړاندې د دې د مقاومت د دې د پوړبندۍ معنا لري. په لوړوالي کې د ستراتوسفير د تودوخې درجې په زياتېدو سره، د ستراتوسفير د لوړ مخ د تودوخې درجه نږدې دوه سوه اويا کلوين (-۳ درجه سانتيګراد يا ۲۶.۶ درجه فارنهايت)  ته رسېږي. [۶][۷]

دا عمودي پوړبندي کول چې تاوده پوړونه يې پورته او يخ پوړونه يې لاندې وي، په متحرک ډول ستراتوسفير پیاوړی کوي: د اتموسفير په دې برخه کې هېڅ راز منظم لېږد رالېږد او بې ثباتي نه شته. په هر حال، په استثنايي ډول د انرژۍ د لېږد پروسې، لکه د اورشېندنې د چاودېدو ستنې او په سختو برېښنايي او تندريزو وريځو کې توپانونه، شونې ده چې په ډېر سيمه ييز ډول او د لنډ مهال په بنسټ تودوخه ولېږدوي. په ټوليز ډول د څپو په اوږدو کې د لمريز UV کمزورې کېدل، کوم چې د اوزون په پوړ کې DNA ته زیان رسوي، له سمندر نه د باندې د سيارې په سطحه د ژوند د منځ ته راتلو لاره برابروي. ټول هغه بادونه چې سټراټوسفير ته ننوځي، بايد له تروپوپوس نه تېر شي، دا لږ تر لږه هومره تودوخه ده چې تروپوسفير او ستراتوسفير سره وېشي. په عمومي توګه پورته تلونکی باد کنګل او وچ دی، ستراتوسفير ډېر وچ ځای دی. د ستراتوسفير نه پورته اړخ ته «ستراتوپاز» وايي، د دې دپاسه په لوړېدو سره د تودوخې درجه کمېږي.

جوړېدل

[سمول]

«سډني چيپمين» د ستراتوسفيري اوزون د سرچينې او ستراتوسفير په دننه کې د تودوخې پيدا کېدو وړتيا په سمه معنا روښانه کړې ده؛ هغه همدا راز ليکلي دي چې شونې ده د اتومي اکسجين سره د تعامل سره په غبرګون ښودلو کې اوزون له منځه ولاړ شي او په دې توګه له ماليکولر اکسيجن نه دوه ماليکولونه جوړ کړي. اوس موږ پوهېږو چې د اوزون د اضافي زيان ميکانيزم شته چې دا ميکانيزمونه «کاټاليټ» (د کيمياوي غبرګون د زیاتېدو لامل ګرځېدل) دي، دا معنا چې د کاټاليسټ يوه کمه اندازه کولای شي، د اوزون زیات شمېر ماليکولونه له منځه يوسي. د لومړي لامل يې له اوزون سره د هايډروکسيل راډيکلز (•OH)  عکس العمل دی. (•OH) د اوبو له بخار سره د اوزون د فوټوليسس په مټ منځ ته راتلونکي برېښنايي پارېدلو اکسيجني اتومونو له عکس العمل نه منځ ته راځي. په داسې حال کې چې ستراتوسفير وچ دی، د «ميتان» (يو ډول ګاز دی) (CH4) د فوټو کيميکل اکسيډيشن (له بل جسم سره د اکسيجن ترکيب) نه په دې سيمه کې د اضافي اوبو بخار پيدا کېږي. له O3 سره د OH  له عکس العمل نه پیدا کېدونکی HO2 د راډيکل اکسيجن له اتمونو يا اوزون سره د تعامل په پايله کې په OH بېرته جوړېږي. سربېره پر دې، شونې ده چې د لمريز پروټون پېښې د راډيولايسز په مټ د اوزون سطحه تر ډېره بريده اغېزمنه کړي، د کوم په پايله کې چې OH جوړېږي. نایټرون اکسايډ (N2O) په سطحه باندې د بيالوژيکي فعاليتونو له امله توليديږي، او په ستراتوسفير کې په NO  اکسډايز کېږي، تش په نوم NOx راډيکل جريان هم ستراتوسفير اوزون ويجاړوي. په پايله کې، کلوروفلورو کاربن ماليکيولونه په ستراتوسفير کې فوټولايز کيږي، کوم چې کلورين اتومونه خوشې کوي، دوی د اوزون سره عکس العمل ښيي او ClO او O2 منځ ته راوړي. د کلورين اتومونه هغه مهال بيا جوړيږي کله چې په پورته ستراتوسفير کې  ClO له O  سره عکس العمل ښيي، يا کله چې  ClO په سويلي قطب کې د اوزون په غار کې له خپل ځان سره غبرګون ښيي. 

پال جی. کراتزن، ماريو جی. مولينا او ايف. شرود رولانډ ته د ستراتوسفير اوزون د جوړېدو او له منځه تللو د تشرېح په برخه کې د دوی د کار له امله په ۱۹۹۵ز کال کې په کيميا کې د نوبل جايزه ورکړل شوې وه. [۸]

د الوتکې الوت

[سمول]

سوداګريزه الوتکه په عمومي توګه له نهه نه تر دوولس کيلو متره (له ۳۰۰۰۰ نه تر ۳۹۰۰۰ فټه) لوړوالي پورې سفر کوي، چې په معتدل عرض البلد کې د ستراتوسفير تر ټيټې برخې پورې وي. دا چاره د تيلو اغېزمنتيا ښه کوي، لامل يې ډېر ځله ټراپوپوز ته نژدې د تودوخې کمه درجه او د هوا کموالی وي او د الوتکې پر تنه پرازيتي کشش کموي. په بل تعبير، يوې سوداګريزې الوتکې ته دا شونتيا ورکوي چې تېز الوت وکړي او په ورته وخت کې د الوتکې وزن پورته لوړ کړي. (د تيلو مصرف تر کشېدو پورې اړه لري، کوم چې د پورته کېدو او کشېدو د تناسب په مټ تر پورته کېدو اړه لري). دا چاره الوتکې ته اجازه ورکوي، چې د تروپوسفير د ګډې وډې هوا د پاسه پاتې شي.[۹]

د مارچ مياشتې په دويمه نېټه « Concorde» الوتکې نږدې د ۶۰۰۰۰ فوټه (۱۸ کيلومتره) په لوړوالي سفر وکړي، او « SR-71» الوتکې د مارچ په درېيمه نېټه نږدې د ۸۵۰۰۰ فوټه (۲۶ کيلو متره) په لوړوالي سفر وکړ، دا ټول سفرونه په ستراتوسفير کې وو.

له دې امله چې ټراپوپوز او ښکته ستراتوسفير کې د لوړېدو پر مهال د تودوخې درجه تر ډېره بريده په خپل ځای پاتې وي، په دې سيمه کې د تودوخې ډېر کم لېږد او په پايله کې يې ډېره کمه ګډوډي منځ ته راځي. په دې لوړوالي کې ډېرې ګډوډۍ د تېز جريان او نورو سيمه یيزو بادونو د بدلونونو له امله منځ ته راځي، که څه هم شونې ده چې په لاندې ټروپوسفير کې د تودوخې د لېږد د مهمو فعاليتونو (برېښنا تندر)  سيمې د زياتې تودوخې د لېږد له امله ګډوډي منځ ته راوړي. [۱۰][۱۱]

سرچینې

[سمول]
  1. Jones, Daniel (2003) [1917], Peter Roach; James Hartmann; Jane Setter (eds.), English Pronouncing Dictionary, Cambridge: Cambridge University Press, ISBN 978-3-12-539683-8
  2. کينډۍ:MerriamWebsterDictionary
  3. "The Stratosphere - overview". scied.ucar.edu (in انګليسي). University Corporation for Atmospheric Research. بياځلي په 25 July 2018.
  4. "Nasa Ozone Watch: Polar vortex facts". ozonewatch.gsfc.nasa.gov (in American English).
  5. "NWS JetStream - Layers of the Atmosphere". www.weather.gov (in American English).
  6. "CHAPTER 10. STRATOSPHERIC OZONE". acmg.seas.harvard.edu. بياځلي په 2020-10-20.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  7. Seinfeld, J. H., and S. N.(2006), Atmospheric Chemistry and Physics: From Air Pollution to Climate Change 2nd ed, Wiley, New Jersey
  8. "The Nobel Prize in Chemistry 1995". NobelPrize.org (in American English). بياځلي په 2020-07-21.
  9. Cheng, Daniel (2003). Elert, Glenn (ed.). "Altitude of a commercial jet airplane". The Physics Factbook. بياځلي په 2022-01-21.
  10. Markoff, John (2014-10-24). "Parachutist's Record Fall: Over 25 Miles in 15 Minutes (Published 2014)". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2020-10-20.
  11. "Google's Alan Eustace beats Baumgartner's skydiving record". BBC News. 2014-10-24. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-10-25.