سايکس-پيکوټ تړون
سايکس-پيکوټ تړون | |
---|---|
![]() | |
بنسټ ايښودنه | ۱۶ی مې ۱۹۱۶ |
Signatory | فرانسه، بريتانيا |
سايکس-پيکوټ تړون د انګليستان او فرانسې تر منځ د روسي سترواکۍ او د ايټاليا پاچاهۍ يا سلطنت په خوښه د ۱۹۱۶ ز کال يو پټ تړون و، چې موخه يې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخيز ډول د عثماني سترواکۍ په وروستي وېش کې تر نفوذ لاندې د هوکړه شويو سيمو او واک مشخص کول وه. [۱][۲]
دا تړون د هغه ژمنې پر بنسټ و چې درې ګوني تړون “Triple Entente” به د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د عثماني سترواکۍ په ماتولو کې بریا تر لاسه کوله او د پټو تړونونو د لړۍ يوه برخه يې جوړه کړه، چې د يادې سترواکۍ د وېش په اړه يې فکر کاوه. د تړون لامل لومړنۍ خبرې اترې د ۱۹۱۵ ز کال د نومبر د ۲۳ او د ۱۹۱۶ زکال د جنورې د ۳ نېټې تر منځ وشوې، چې په همدې نېټه برتانوي او فرانسوي سياسي استازو مارک سايکس “Mark Sykes” او فرانکويس جورجس-پيکوټ “Francois Georges-Picot” د نارسمي ليک د يوې هوکړې لومړني ګامونه پورته کړل. ياد تړون د ۱۹۱۶ ز کال د می پر ۹ او ۱۶ نېټو د دوی اړوند حکومتونو له لورې تصويب شو. [۳][۴]
دې تړون له عربي ټاپووزمې څخه د باندې عثماني ولايتونه يا سيمې په ګټور ډول د برتانوي او فرانسوې واک او نفوذ پر سيمو باندې ووېشل. د برتانيې او فرانسې تر واک لاندې هېوادونه د سايکس او پيکوټ ليکې له مخې وېشل شوي وو. تړون انګليستان ته مديترانې ته د لاسرسي د اجازې ورکول په موخه د هايفا “Haifa” او اکر “Acre” بندرونو د رانغاړونکې کوچنۍ سيمې سربېره، د ننني سويلي اسرايل، فلسطين، اردن او سويلي عراق واک ځانګړی کړ. فرانسې به د تړون له مخې سويلي ترکيه، کردستان سيمه، سوريه او لبنان اداره کاوه. [۵][۶][۷][۸]
د سازونوف او پاليولوګ تر منځ د رانغاړل شوي تړون “Sazonov-Paleologue Agreement” په پايله کې دقسطنطنيه “Constantinople” او ترکي تنګي “Turkish Straits” تر لاسه کړي، چې وار له مخه يې د په ۱۹۱۵ ز کال د قسطنطيې د تړون “Constantinople Agreement” له مخې ژمنه شوې وه. ايټاليا د سينټ جين ډي ماورينني د تړون “Agreement of Saint-Jean-de-Maurienne” له لارې په ۱۹۱۷ ز کال کې تړون ومانه او سويلي اناتوليا يې تر لاسه کړه. د فلسطين سيمه تر قيموميت لاندې د ورستي فلسطين په پرتله د يوې کوچنۍ سيمې په ګډون بايد د «نړيوالې ادارې» تر واک لاندې راغلی وی. [۸]
د سايکس-پيکوټ تړون په لومړيو کې د انګليستان او فرانسې تر منځ د ۱۹۱۸ ز کال د مودس وايويندي () لپاره په مستقيم ډول د بنسټ په توګه وکارول شو، چې په ليونټ “Levant” سيمه کې يې د نيول شوې دښمن سيمې ادارې “Occupied Enemy Territory Administration” لپاره يو چارچوکاټ برابر کړ. دا تړون په يو څه پراخه ډول په نامستقيم ډول په ۱۹۱۸ ز کال کې د عثماني سترواکۍ له ماتې څخه وروسته د هغې د راتلونکي وېش لامل کېده. فرانسې له جګړې څخه لږه موده وروسته فلسطين او موصل برتانيې ته پرېښودل. له سايکس پيکوټ کارچوکاټ څخه وروسته د ۱۹۲۰ ز کال په اپرېل کې په سان ريمو “San Remo” کنفرانس کې د ليونټ او بين النهرين اړوند تر قيموميت لاندې سيمې لاسليک شوې. فلسطين لپاره د انګليستان قيموميت تر ۱۹۴۸ ز کال پورې دوام وکړ، بين النهرين لپاره قيموميت يې د يو ورته تړون له مخې د اعراق پر قيموميت بدليده او سوريې او لبنان لپاره د فرانسې قيموميت تر ۱۹۴۶ ز کال پورې دوام وکړ. د تړون د اناتوليا برخې د ۱۹۲۰ ز کال په اګسټ کې د سيوريس تړون “Treaty of Sevres” له مخې لاسليک شوې، که څه هم دا لويې هيلې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۳ ز کال پورې د ترکيې د خپلواکۍ جګړې “Turkish War of Independence” او ورپسې د لزان تړون “Treaty of Laussane” په واسطه له پامه غورځول شوې وې.
دا سايکس – پيکوټ تړون زياتره خلک د لويديځ او عربي هېوادونو په اړيکو کې د بدلون د ټکي په توګه ګڼي. دې تړون د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د انګليستان د ملاتړ په بدل کې د سترې سوريې “Great Syria” په سيمه کې عربي ملي ټاټوبي ته په پام ته عربانو سره د انګليستان ژمني رد کړې. تړون د ځينو نورو تړونونو تر څنګ د ۱۹۱۷ زکال د نومبر پر ۲۳ نېټه د بلشويکانو له لورې په مسکو کې خپور شو او د ۱۹۱۷ زکال د نومبر پر ۲۶ نېټه په مانچستر ګارډين “Manchester Guardian” کې په دې ډول تکرار شو، چې «انګرېزان شرمېدلي وو، عربان بې زړه او ترکان خوشحاله وو». د تړون ميراث په سيمه کې په ځانګړي ډول د عربانو او همدار راز هغو کردانو په منځ کې هم د زياتو خوابديو لامل شوی دی، چې له خپلواک دولت غوښتنه يې نه وه منل شوې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
هڅونه او خبرې اترې[سمول]
له روسيې او ايټاليا سره لومړني تړونونه (۱۹۱۵ ز کال مارچ – اپرېل)[سمول]
د ۱۹۱۵ ز کال د مارچ د ۱۸ نېټې په قسطنطيه تړون کې د ګاليپولي “Gallipoli” مبارزې په لړ کې د سمندري عملياتو له پيل څخه وروسته د روسېې د باندنيو چارو وزير سرګي سازونوف “Sergey Sazonov” د فرانسې او انګليستان سفيرانو ته ليک وليکه او د قسطنطنيې او دردانيل ادعا يې په کې وکړه. د پينځو اونيو په اوږدو کې د ديپلوماتيکو تبادلو په يوه لړۍ کې فرانسې او انګليستان دواړو هوکړه وکړه، په داسې حال کې چې د انګليستان په قضيه کې په ايران کې د نفوذ د زياتې شوې سيمې او په فرانسې پورې د فلسطين په ګډون د سوريې او کيليکيه سيمو د تړلو لپاره يې خپلې ادعاوې پر مخ وړلې. د انګلیستان او فرانسې د دواړه غوښتنې ومنل شوې او ټولو خواوو په دې هم هوکړه وکړه، چې د سپېڅلو ځايونو سمه حکومتولي بايد وروستي جوړجاړي ته پاتې شي. که چېرې د ۱۹۱۷ زکال د روسيې اوښتونونه نه وی، نو قسطنطنيه او تنګي د متحدينو د بريا له مخې روسيې ته ورکول کېدلی شول. دې او د سايکس پيکوټ تړون ځکه بشپړونکي وو، چې فرانسې او انګليستان بايد د منځني ختيځ د وېش مسئلې د پای ته رسولو په موخه لومړی روسيه قانع کړې وای. [۱۸][۱۹]
د ۱۹۱۵ د اپرېل د ۲۶ نېټې د لندن تړون “Treaty of London” نهمې مادې د عثماني سترواکۍ په هر ډول وېش کې د ايټاليې د ګډون اړوند ژمنې راونغاړلې. ماده کې راغلي چې: «که چېرې فرانسه، ستره برتانيه او روسيه د جګړې د دورې پر مهال د اسيا لويې وچې په ترکيه کې هر ډول سيمې نيسي (اشغالوي)، نو د مديترانې سيمه چې د پورته ذکر شويو بريدونو په دننه کې د اداليا له ولايت يا سيمې “Province of Adalia” سره پوله لري، بايد ايټاليا ته ځانګړې شي، چې همدوی يې د نيولو حق لري».
له عربانو سره پخواني تړونونه (۱۹۱۵ جولای – ۱۹۱۶ مارچ)[سمول]
هغه مهال چې سايکس او پيکوټ په خبرو اترو بوخت وو، د مکې د شريف حسين بن علي “Hussein bin Ali” او مصر لپاره د برتانوي عالي کمېشنر ډګرمن هنري مکمهون “Sir Henry McMahon” تر منځ موازي بحثونه روان وو. دواړو اړخونو د ليک استولو له لارې بحثونه کول، چې د ۱۹۱۵ له جولای څخه د ۱۹۱۶ تر مارچ پورې يې تر منځ لس ليکونه تبادله شوي وو. په دې ليکونو کې برتانوي حکومت د عرب خپلواکۍ په رسميت پېژندلو هوکړه وکړه، مګر د مکې شريف به يې لومړی په بدل کې د عرب بغاوت “Arab Revolt” په پيل کولو سره د عثماني سترواکۍ پر وړاندې جګړه کوي. [۲۰][۲۱][۲۲]
د عرب د خپلواکۍ سيمه په دې ډول مشخص شوه، چې شمال کې به د عرض البلد تر ۳۷ درجو پورې د مارسينا او ادانا له لورې راچاپېر شوې وي، چې په دې درجه کې د ايران تر پولې پورې بيرجيک، اورفا، ميډيټ، جيريزت (ابن عما) او عماديه سيمې پرتې دي؛ په ختيځ کې به د بصره خليج پورې د ايارن د پولو له لورې، سويل کې د عدن له اوسني ځای څخه پرته د هند سمندر له لورې، لويديځ کې د سوريې له ځينو برخو څخه پرته، چې د ډاماسکس، هومس، هاما او الپو سيمو لويديځ ته پرتې دي، د سور سمندرګي او تر ميرسينا “Mersina” پورې د مديترانې سمندرګي له لورې راچاپېر شوې ده.
سرچينې[سمول]
- ↑ کينډۍ:Cite LPD
- ↑ Fromkin, David (1989). A Peace to End All Peace: The Fall of the Ottoman Empire and the Creation of the Modern Middle East. New York: Owl. د کتاب پاڼي 286, 288. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-6884-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Martin Sicker (2001). The Middle East in the Twentieth Century. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0275968939. د لاسرسينېټه July 4, 2016 – عبر Google Books. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسينېټه ۰۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) p. 8. - ↑ Peter Mansfield, British Empire magazine, Time-Life Books, no 75, p. 2078
- ↑ Eugene Rogan, The Fall of the Ottomans, p.286
- ↑ "Sykes-Picot Agreement - World War I Document Archive". wwi.lib.byu.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۰۹. د لاسرسينېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Alexander Mikaberidze (22 July 2011). Conflict and Conquest in the Islamic World: A Historical Encyclopedia [2 volumes]: A Historical Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 861–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-337-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hawes, Director James (21 October 2003). Lawrence of Arabia: The Battle for the Arab World. PBS Home Video. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) Interview with Kemal Abu Jaber, former Foreign Minister of Jordan. - ↑ "Papers Relating to the Foreign Relations of the United States, 1917, Supplement 2, The World War, Volume I". Office of the Historian. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Peter Mansfield, The British Empire magazine, no. 75, Time-Life Books, 1973 [۱]
- ↑ "Syria and Lebanon are often in the news". مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Castles Made of Sand: A Century of Anglo-American Espionage and Intervention Google Books
- ↑ Middle East still rocking from first world war pacts made 100 years ago Archived 2017-01-26 at the Wayback Machine. Published in The Guardian, December 30, 2015
- ↑ (په 2016-05-14 باندې). The war within.
- ↑ "Sykes and Picot's lasting legacy". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 16 May 2016 باندې). Sykes-Picot: The map that spawned a century of resentment. BBC News.
- ↑ Ure, Pinar (April 25, 2018). "Constantinople Agreement". International Encyclopedia of the First World War.
- ↑ Hurewitz 1979، صص. 16–21.
- ↑ Huneidi 2001، ص. 65.
- ↑ Kattan 2009، ص. 101.
- ↑ Kedouri 2014، ص. 3.