سانسور په وینزویلا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په وینزویلا کې سانسور ټولو هغو کړنو ته راجع کېږي چې په دغه هېواد کې د وینا ځپل ګڼل کېږي. بې پولې خبريالانو په ۲۰۱۵ ز کال کې وینزویلا د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې د ۱۸۰ هېوادونو نه ۱۳۷مقام ورکړ او د وينزويلا د معلوماتو ازادي یې د "سخت وضعیت" په کچه درجه بندي کړه. [۱][۲]

د وینزویلا اساسي قانون وايي چې د وینا ازادي او د مطبوعاتو ازادي خوندي ساتل کېږي. ۵۷ ماده بیانوي: "هرڅوک نارینه یا ښځينه حق لري چې خپل افکار او نظرونه په شفاهي، کتبي یا د بیان په هره بل بڼه په ازاده توګه څرګند کړي او د دې موخې لپاره د اړیکې او خپرېدو هره وسیله وکاروي او  هېڅ سانسور باید را منځ ته نه شي. " دا هم بیانوي هغه سانسور منع دی چې د عامه چارواکو اختیار د هغو مسایلو په اړه محدودوي چې د راپور ورکړه یې مسؤلیت دی. " د ۵۸ مادې له مخې، "هرڅوک پرته له سانسور، پر وخت، ريښتینو او د بې پرې معلوماتو حق لري.... "[۳]

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د " ولسمشر چاویز او اوس د ښاغلي مادورو د رهبرۍ په ترڅ کې د واک تمرکز په اجراییه څانګه کې او د بشري حقونو د تضمینونو له منځه تلل، حکومت ته دا وړتیا ورکړې چې خپل منتقدین وډارکړي سانسور او محاکمه یې کړي" او راپور یې ورکړي که چېرې خپرونکي پر حکومت نیوکه وکړي کېدای شي سانسور شي. [۴][۵]

بې پولې خبریالانو ویلي چې په وینزویلا کې "حکومت او د هغه د کیډناس یا cadenas په نوم اجباري اعلانونونه تقریباً په بشپړ ډول په رسنیو واکمني لري ".[۶]

خپلواک ټلویزیون په ۱۹۹۸ ز کال کې د ۲۴ ملي ټلویزیوني چینلونو د ۸۸ سلنې استازیتوب کولو په داسې حال کې چې نور ۱۲سلنه چینلونه د وینزویلا د حکومت له خوا کنټرول کېدل. تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د ۱۰۵ ملي ټلویزیوني چینلونه نه یوازې ۴۸ چینلونو، یا ۴۶ سلنې خپلواکو رسنیو استازیتوب کولو په داسې حال کې چې د وینزویلا حکومت او "کمونیستي چینلونه" چې دوی تمویلول ۵۴ سلنه چینلونه یا ۵۷ پاتې چینلونه یې تشکیلول. فریډم هاوس یا د ازادۍ کور دا هم ویلي چې "سیستماټیکه ځان سانسوري" د وینزویلا د حکومت د فشار له امله د پاتې خصوصي رسنیو پر وړاندې هڅول شوې ده.[۷][۸]

د وینزویلا د مطبوعاتو د کارکوونکو د ملي ټولنې په وینا، ۱۱۵ رسنۍ چې ۴۱ چاپي رسنۍ، ۶۵ راډیوګانې او ۹ تلویزیوني چینلونه په کې شامل وو د ۲۰۱۳ او  ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د نیکولاس مادورو د حکومت پرمهال تړل شوي دي.[۹]

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د وینزویلا د مطبوعاتو او ټولنې انسیټیټوټ د وینا له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۳۵۰ قضیې وموندلې.[۱۰]

د سرچینو ایستنې او د رسنیو پېرودنې[سمول]

ولسمشر هوګو چاویز او نیکولاس مادورو دواړو به د رسنیو سازمانونه تر فشار لاندې راوستل څو دوی د اړینو سرچینو په ترلاسه کولو کې پاتې راشي. د وینزویلا حکومت به د بهرنیو اسعارو نرخونه د رسنیو سازمانونو لپاره ترتیبول څو نور ونشي کړای خپلې سرچینې واردې کړي یا دوی په لویه پیمانه جریمه کړي. بیا به حکومت فرانټ کمپنۍ کاروله، څو د کمپنۍ د پيرودو لپاره اغېزمن سازمان ته ګټور وړاندیز وکړي. فرانټ کمپنۍ به له پېرودلو وروسته ژمنه کوله چې کارکوونکي به یې نه بدلېږي خو ورو ورو به یې خوشې کول او د وینزویلا د حکومت په ګټه به خپل پوښښ بدلولو.[۱۱]

نیکولاس مادورو لږ وروسته د وینزویلا ولسمشر شو، د وینزویلا د ځینو لویو رسنیو سازمانونو څخه دری، ایل یونیورسل، ګلوبوویژن او التي ماس نوټیسیا په هغه مالکینو باندې وپلورل شول چې د وینزویلا د حکومت سره همفکر وو. لږ وروسته د اغېزمنو رسنیو د سازمانونو کارکوونکو په استعفا کولو پیل وکړ چې ځینې یې د سانسور له امله وو چې د سازمانونو د نویو مالکینو له خوا پلي شوي وو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د وینزویلا خلکو ته د ورځپاڼو له چاپولو نږدې ۸۳ کلونو وروسته، ورځپاڼې د ۲۰۱۶ ز کال د مارچ په ۱۷ خپله وروستۍ فزیکي نسخه خپره کړه او د چاپي توکو کارول یې بند کړل. ال کارابوبینو د خپل وروستي مخ په سرمقاله کې څرګنده کړه چې دولتي اداره چې د ورځپاڼو د کاغذ د توزیع مسؤلیت لري د ورځپاڼو اړینو سرچينو د خرڅلاو لپاره یې پوره هڅه نه وه کړې.[۱۸]

د ښاغلي مادورو له ټاکنې وروسته په وینزویلا کې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ستونزو او حکومتي سانسور له امله ۵۵ ورځپاڼو خپرول بند کړل.[۱۹]

د راډیو سانسور[سمول]

په وینزویلا کې ۵۰۰ خپلواکه د راډیو سټیشنونه او یوازې یو د دولت تر تحریم لاندې سټیشن په ۲۰۰۱ ز کال کې موجود وو.[۲۰]

د مخابراتو د ملي کمېسیون د هغه وخت رییس ډیوسدادو کابیلو د ۲۰۰۹ ز کال د اګست په میاشت کې د ۳۲ راډیوګانو او ۲ تلویزیوني سټیشنونو د مداخلې  امر صادر کړ چې هغه پرېکړې د رادیوسایډ نوم ترلاسه کړ.

د مطبوعاتو د کارکوونکو د ملي ټولنې په وینا د مادورو حکومت په ۲۰۱۷ ز کال کې ۴۶ راډیو سټیشنونه بند کړل.[۲۱]

کونټل د رادیو او ټلویزیون د ټولنیز مسؤلیت د قانون سره سم چې په  ۲۰۰۴ ز کال کې نافذ شو د ۲۰۱۹ ز کال د جنورۍ ۲۲ راهیسې د تاوتریخوالي د ودې او د سازماني چارواکو د نه منلو پروړاندې په مکرر ډول توصیه وکړه. د سیزر میګویل روندن راډیویي پروګرام په ګډون چې په هېواد کې یو له ډېرو اورېدل شویو پروګرامونو څخه و، د راډیو د ځینو پروګرامونو د بندېدو امر وشو. نور پروګرامونه په موقتي توګه لغو شول یا یې د سانسور اخطارونه ترلاسه کړل، د خصوصي ټلویزیونونو او راډیو سټیشنونو د تړلو ګواښ هم شامل و که چیرې دوی جان ګوایدو د وینزویلا د سرپرست یا موقت ولسمشر په توګه وپیژني.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د تلویزیون سانسور[سمول]

بې سرحده خبریالانو په ۲۰۰۸ ز کال کې راپور ورکړ چې " هوګو چاویز او د هغه حکومت له رسنیزې  جګړې کلونو وروسته نږدې ټول نشراتي سکتور کنټرول کړ".[۲۶]

کولمبیایې خبري چینل NTN24 د وینزویلا د ۲۰۱۴ کال اعتراضي لاریونونو په ترڅ کې د "تاوتریخوالي هڅولو" له امله د CONATEL  (د وینزویلا دولتي اداره چې د مخابراتو د تنظیم، څارنې او کنټرول لپاره ټاکل شوې وه) له خوا له انتن څخه وایستل شو. ښاغلي مادورو بیا د لاریونونو په اړه د معلوماتو د لاسوهنې له امله د فرانسې خبري اژانس (AFP) وغندلو. وروسته له هغې چې د اسکار مراسمو له ګډون کوونکو څخه په ټویټر کې د مخالف کمپاین وغوښتل چې د دوی په ملاتړ خبرې وکړي،  Venevisión خصوصي ټلویزیوني چینل د لومړي ځل لپاره په څو لسیزو کې د اسکار جایزې خپرې نه کړې چېرې چې جیرډ لیټو کله چې خپله جایزه وګټله د " خوب لیدونکو" اپوزیسیون سره خپل یووالی اعلان کړ.[۲۷][۲۸][۲۹]

کله چې یوې تلویزیوني لړۍ چې هوګو چاویز نقش سره یې د ایل کمانډنټ په نوم د لومړي ځل لپاره خپریدله، د بولیوریا حکومت هغه برخه سانسور کړه چې ښاغلي مادورو وایي چې ایل کمانډنټ "یوه لړۍ ده د یو ریښتیني مشر او د لاتینې امریکا او د نړۍ د اتل د بدنامولو هڅه کوي" په داسې حال کې چې CONATEL وینزویلایانو ته ټویټ وکړ چې "که کوم کیبل چلوونکی چې د "ایل کمانډنټ " لړۍ خپروي د هوګو چاویز میراث ته سپکاوی کوي باید کمېسیون ته خبر ورکړي.

# دلته یوڅوک د چاویز په اړه خبرې نه کوي" .[۳۰]

CNN en Español  د ۲۰۱۷ زېږديز کال د فبروري په ۱۲ له یوه خبري راپور وروسته د CONATEL  له خوا لغو شو چې د وینزویلا حکومت یې تورن کړ چې د عراق په بغداد کې د خپل سفارت له لارې د منځني ختیځ هیوادونو خلکو ته چې مشکوک شالید لري د ګټې لپاره پاسپورتونه او ویزې پلوري. حکومت دغه راپور " د وینزویلا د خلکو سولې او دیموکراتیک ثبات ته یو ګواښ وباله په داسې حال کې چې دوی یو نه زغمونکی چاپېریال رامنځ ته کوي."[۳۱][۳۲]

د ارجنټاین تودو نوټیسیا او د کولمبیا ایل تیمپو د ۲۰۱۷ ز کال د اپریل په ۱۰ د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې د CONATEL  د امرونو په اساس بند شول.

CONATEL د ۲۰۱۷ ز کال د اګست په ۲۴ د کولمبیا دوه تلویزیوني چینلونه کاراکول تلویزیون او RCN کولمبیا بند کړل. CONATEL په دې چینلونو کې "د داسې پیغام خپرولو په همکارۍ چې د وینزویلا د بولیوریا جمهوریت د ولسمشر نیکولاس مادورو موروس وژل هڅوي" تور لګوي. د OAS سکرتر جنرال لویس الماگرو او د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس د دې چینلونو د لرې کولو پر پرېکړې نیوکه وکړه. ولسمشر نیکولاس مادورو په هماغه ورځ د خپل مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د نړیوالو رسنیو پر سازمانونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې "د CNN، فاکس نیوز او BBC د درواغجن ځواک شڼډول چې هره ورځ یې کرکه کرله ګران کار و". ښاغلي مادورو دا هم وویل چې په وینزویلا کې بي بي سي "د پوځي لاسوهنې لپاره ترټولو لویه تبلیغاتي وسیله ګرځېدلې ده." د مطبوعاتو د کارګرانو د ملي ټولنې په وینا درې ټلویزیوني چینلونه د ۲۰۱۷ کال تر اګست میاشتې پورې لغو شول.[۳۳][۳۴][۳۵]

۲۴ هوراس کانال چې د چیلي د عامه نشراتو،Televisión Nacional ملکیت ؤ د وینزویلا د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو کړکچنو په ترڅ کې د وینزویلا د کیبل او سپوږمکۍ ټلویزیون اپریټرونو څخه د جنورۍ په ۲۴ د مخابراتو ملي کمېسیون (Conatel) له خوا لېرې شو. د وینزویلا په پوله کې د فبرورۍ په ۲۳ نېټه د شخړو په ترڅ کې Conatel یو ځل بیا ۲۴ هوراس کانال بند کړ، دلیل یې هم څرګند نشو.[۳۶][۳۷]

د وینزویلا ایډ لایف کنسرت په جریان کې د فبروري په ۲۲  نېټه جیو او انټینا ۳ د کنسرت خپرولو په پار له کیبل او سټلایټ تلویزیون څخه لېرې شول. د کنسرت په ترڅ کې د CANTV کاروونکو لپاره یوټیوب ته لاسرسی هم بند شوی وو.[۳۸][۳۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "WORLD PRESS FREEDOM INDEX 2015". Report. Reporters Without Borders. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Freedom of the Press Worldwide in 2014". Reporters Without Borders. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Constitution of Venezuela in English" Archived 2016-03-09 at the Wayback Machine. 1999 Constitution of Venezuela
  4. "WORLD REPORT | 2014" (PDF). Report. Human Rights Watch. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "WORLD REPORT | 2014" (PDF). Report. Human Rights Watch. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Americas". Reporters Without Borders. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Corrales, Javier (April 2015). "The Authoritarian Resurgence". Journal of Democracy. 26 (2): 37–51. doi:10.1353/jod.2015.0031. S2CID 153641967. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Venezuela - 2014 Scores". Freedom House. د اصلي آرشيف څخه پر June 7, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۵. pressure from the central government on private media ... fosters systematic self-censorship الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2 November 2018 باندې). Durante el gobierno de Maduro se han cerrado 115 medios de comunicación, según el SNTP. NTN24
  10. "Balance Semanal IPYSve | Hechos intimidatorios y limitaciones de acceso: el patrón de la censura en julio". IPYS (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 23 June 2015 باندې). Beyond Propaganda. Foreign Policy.
  12. (په 5 July 2014 باندې). In Venezuela's latest media shift, El Universal newspaper sold. Reuters.
  13. Otis, John (30 December 2014). "Venezuela's El Universal criticized for being tamed by mystery new owners". Committee to Protect Journalists. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 12 March 2013 باندې). Is Venezuela's Government Silencing Globovision?.
  15. (په 4 June 2013 باندې). Otro avance chavista: se queda con el diario más vendido del país.
  16. (په 14 May 2013 باندې). Venezuelan opposition TV channel Globovision sold.
  17. "Renuncia Jefa de Investigación de Últimas Noticias por censura". Colegios Nacional de Periodistas. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 18 March 2016 باندې). Venezuela newspaper prints final edition due to failing economy.
  19. (په 2018-09-15 باندې). En cinco años, 55 medios impresos dejaron de circular en Venezuela - LaPatilla.com. LaPatilla.com.
  20. Heritage, Andrew (December 2002). Financial Times World Desk Reference. Dorling Kindersley. د کتاب پاڼي 618–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780789488053. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Para el régimen informar es delito: 49 medios han sido cerrados durante el 2017 por orden de Maduro". La Patilla (په هسپانوي ژبه کي). 30 August 2017. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Venezuela, Conatel (31 January 2019). "Conoce el artículo 27 de la Ley Resorte". @Conatel (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. González Mendoza, Isaac (31 January 2019). "Censura a emisoras, televisoras y plataformas arreció desde el 22 de enero". El Nacional (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "César Miguel Rondón se despide de la radio y transmitirá programa por Periscope e Instagram". NTN24 | www.ntn24.com (په هسپانوي ژبه کي). 29 January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 24 January 2019 باندې). Conatel amenaza con cerrar a medios privados que llamen a Guaidó presidente encargado. NTN24.
  26. (په 5 June 2009 باندې). Venezuela takes actions against critical TV station. CNN
  27. "Señal del canal NTN24 fue sacada de la parrilla de cable" ("NTN24 channel signal was taken from the wire") کينډۍ:In lang, El Universal, 13 February 2014. Retrieved 23 March 2014.
  28. (په 16 February 2014 باندې). Fears grow of Venezuela media crackdown.
  29. (په 3 March 2014 باندې). No Oscars Show for Broadcast TV in Venezuela.
  30. (په 2 February 2017 باندې). Outraged with series about Chavez's life, Venezuela prez orders a remake. Fox News.
  31. Venezuela may have given passports to people with ties to terrorism
  32. Almasy, Steve (16 February 2017). "CNN en Español kicked off air in Venezuela". cnn.com. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 24 August 2017 باندې). Caracol TV y RCN ya no se ven en Venezuela por orden del gobierno.
  34. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 24 August 2017 باندې). Venezuela takes two Colombian TV channels off air. BBC News.
  36. "Denuncian que Conatel ordenó eliminar el canal de 24 Horas de Chile de las cableoperadoras". La Patilla (په هسپانوي ژبه کي). 24 January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Sacaron del aire canal 24 horas por transmitir ingreso de ayuda humanitaria". El Nacional (په هسپانوي ژبه کي). 2019-02-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 22 February 2019 باندې). Sacaron del aire Nat Geo y Antena 3 por transmitir el Venezuela Aid Live.
  39. "YouTube blocked during Venezuela Aid Live concert". NetBlocks. 22 February 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)