ساندرا ډی و کونور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ساندرا ډی و کونور
(انګلیسي: Sandra Day O’Connor د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ساندرا ډی و کونور
ساندرا ډی و کونور

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ مارچ ۱۹۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 1 ډيسمبر 2023 (93 کاله)[۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل عقل زوال [۷]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک قاضي
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 فلاډلفیا لبرټی میډل   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ساندرا ډی و کونور
ساندرا ډی و کونور

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ساندرا دی و کونور چې د ۱۹۳۰ ز کال د مارچ پر ۲۶ مه نېټه زېږېدلې ده، يوه امريکايۍ تقاعد سروې حقوقي وکيله او سياستواله ده، چې له ۱۹۸۱ څخه تر ۲۰۰۶ ز کال پورې يې د متحده ايالتونو د سترې محکمې د لومړنۍ ښخينه مرستيال قاضۍ په توګه خدمت وکړ. هغه لومړنۍ نومانده او په پای کې لومړنۍ ښځه وه، چې يادې دندې ته ومنل شوه. نوموړې چې د ولسمشر رونالډ ريګن “Ronald Reagan” له لورې نومانده شوې وه، د ريهنکويست محکمې “Rehnquist Court” او د روبرټس محکمې “Roberts Court” د لومړيو څو مياشتو لپاره تاوېدونکې رايه “Swing Vote” [هغه رايه چې په ټاکنو کې د يو شمېر نوماندانو په ګټه ګڼل کېږي] ګڼل کېده. [۱۰]

نوموړې په محکمه کې د خدمت له دورې څخه مخکې په اريزونا کې يوه قاضۍ او لوړ پوړې ټاکل شوې چارواکې وه، چې د اريزونا په سنا جرګه کې يې د جمهوري غوښتونکې مشرې په توګه د دولتي سنا د لومړنۍ ښځينه مشرې په توګه خدمت کاوه. محکمې ته په نوم ليکنې سره د سنا له لورې د ټولو غړو په خوښه تاييد شوه. نوموړې د ۲۰۰۵ ز کال د جولای پر ۱ مه نېټه د يو ځايناستي په تاييد سره د اغېزناک تقاعد په موخه خپله اراده څرګنده کړه. سمويل اليتو “Samuel Alito” د ۲۰۰۵ زکال په اکتوبر کې د هغې د څوکۍ نيولو په موخه نوماند شوی و او د ۲۰۰۶ ز کال د جنوري پر ۳۱ مه نېټه محکمې سره يو ځای شو. [۱۱][۱۲]

و کونور په پرله پسې دول ډېر ځله د محکمې د محافظه کارې ډلې پلوي وکړه. نوموړې زياتره وختونه هغه همغږي نظريات وليکل، چې د ډېره کيو له لورې واک ته د رسېدلو په موخه وو. په مهمو حالتونو يا قضيو کې د هغې زياتره نظريات (Grutter v. Bollinger) او (Hamdi v. Rumsfeld) رانغاړي. نوموړې په يوه برخه کې په “Bush v. Gore" کې د څو قاضيانو د استيناف محکمې له لورې د ورکول شوي حکم “per curiam” ډيره کی يا اکثريت نظر هم وليکه او په (Planned Parenthood v. Casey) کې د مخکښې نظريې له درې ګډو ليکوالانو څخه وه.

محکمه کې د خپلې دندې پر مهال يې ځينو خپرونو د نړۍ تر ټولو ځواکمنو ښخو په منځ کې ډلبندي کړه. د محکمې له پرېښودلو څخه وروسته د ويليم او ماري کالج College of William and Mary” د رئيسې په توګه د هنري کسينجر “Henry Kissinger” ځايناستې شوه. و کونور ته د ۲۰۰۹ ز کال د اګسټ پر ۱۲ مه نېټه د ولسمشر بارک اوباما له لورې د خپلواکۍ ولسمشريز انعام “Presidential Medal of Freedom” ورکړل شو. [۱۳][۱۴][۱۵]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

ساندرا ډی د تکزاس په ايل پاسو “’El Paso, Texas” کې زېږېدلې ده، چې د شپون هاري الفرد ډی “Harry Alfred Day” او اډا مای “Ada Mae” يعنې وېلکې (Wilkey) لور ده. نوموړې د اريزونا ډنکېن “Duncan, Arizona” ته نږدې د څارويو په ۱۹۸۰۰۰ جريبه ورشو کې لويه شوه. ورشو له نږدې پاخه سړک څخه نهه ميله لرې پروت و. د ساندرا تر اوه کلنۍ پورې يې کورنۍ روانې اوبه او برېښنا نه درلوده. نوموړې د يوې پېغلې په توګه ۲۲ قطر لرونکی ټوپک درلود، چې صحرايي لېوان او سوې يې ورسره ويشتلی شوې. و کونور له dashboard څخه له ليدنې سره سم د موټر چلول زده کړل او د پنچر ټاير بدلول يې هم بايد په خپله زده کړی وی. ساندرا يوه خور او يو ورور درلود، چې له هغې څخه کشران او په ترتيب سره اته کلن او لس کلن وو. خور يې ان ډی “Ann Day” نومېده، چې د اريزونا په مقننه قوه کې يې خدمت وکړ. نوموړې څه موده وروسته له خپل ورور ايچ الن ډی “H. Alan day” سره په ګډه يې د (تنبله بي: د امريکا د لويديځ کې د څاريو په يو ورشو کې لوييدل: Lazy B: Growing up on a Cattle Ranch in the American West (2002)) په نوم کتاب وليکه، چې په ورشو کې د هغې د ماشومتوب د ازمايښتونو يا تجربو په اړه و. ډی د خپل ښوونځي د ډېری دورې لپاره له خپلې مورنۍ نيا سره په ايل پاسو “El Paso” کې ژوند وکړ او د نجونو لپاره په راډفورډ ښوونځي “Radford School for Grils” کې يې ګډون وکړ، چې شخصي ښوونځی و. د کورنۍ د څارويو ورشو له هر ښوونځي څخه خورا لرې وه، که څه هم ډی د رخصيتو او اوړي لپاره بېرته ورشو ته راستنېدلی شوه. نوموړې د خپل اتم ټولګي کال هم په ورشو کې ژوند کولو او ۳۲ ميله لرې ښوونځي ته په بس چلولو سره تېر کړ. هغه به ۱۹۴۶ ز کال د ايل پاسو په اسټن عالي ښوونځي “Austin High School” کې د خپل ټولګې شپږم نمره فارغه شوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

هغه مهال چې ساندرا ۱۶ کلنه وه، په ستنفورد پوهنتون کې شامله شوه. نوموړې په ۱۹۵۰ ز کال د اقتصاد برخه کې د لېسانس بري ليک په تر لاسه کولو سره “magna cum laude” [لاتيني وياړ نوم دی] فارغه شوه. په ۱۹۵۲ ز کال کې يې د قانون برخه کې درجې يا سند لپاره د سټنفورد د قانون ښوونځي “Stanford Law School” کې زده کړو ته دوام ورکړ. هلته يې د سټفورډ د قانون کتنې “Stanford law Review” [] کې د خپل مشر مدير او د سترې محکمې د راتلونکي قاضي القضات ويليم ريهنکويسټ “Willilam Rehnquist” تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. ډی او ريهنکوېسټ په ۱۹۵۰ ز کال ملګري شول. که څه هم د دواړو تر منځ اړيکه مخکې له هغې پای ته ورسېده، چې ريهنکوېسټ له نوموړې څخه مخکې فارغ او واشنګټن دي سي ته لاړه؛ مګر په ۱۹۵۱ ز کال يې ډی ته ليک وليکه او د واده وړانديز يې ورته وکړ. ساندار ډی د هغه وړانديز ونه مانه، چې دا يې په سټنفورډ کې د اوسېدنې پر مهال د واده څلورم وړانديز و، چې د ريهنکوېسټ په ګډون يې له بېلابېلو خلکو څخه تر لاسه کړ. ډی د رخچينې ترتيب “Order of the Coif” وه، چې د يادې درجې له مخې نوموړې د خپل ټولګي په لس غوره يا پورته سلنه زده کوونکو کې وه. وکونور په ۲۰۰۸ ز کال کې د ويليم او ماري پوهنځي له لورې د “Phi Beta Kappa” په نوم د متحده ايالتونو د لرغونې پوهنيزې افتخاري ټولنې افتخاري غړې هم ګرځېدلې وه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

لومړنی مسلک او واده[سمول]

هغه مهال چې ډی د سټنفورډ د حقوقو ښوونځي “Stanford Law School” کې د وروستي کال زده کوونکې وه، له درېيم جان جی و کونور “John Jay O’Connor III”  سره يې ملګرتيا پيل کړه، چې له هغې څخه يو کال وروسته و. د ساندرا ډی له فراغت څخه شپږ مياشتې وروسته د ۱۹۵۲ ز کال د ډسمبر پر ۲۰ نېټه دواړو د خبلې کورنۍ په ورشو کې واده وکړ. [۲۷][۲۸][۲۹]

د حقوقو له ښوونځي څخه له فراغت وروسته وکونور د خپل جنډر له امله د وکيلې په توګه په سختۍ سره د اداينې دنده موندله. نوموړې د کاليفورنيا په سان ماټيو کې د ولسوالۍ د مرستيال وکيلې په توګه وروسته له هغې دنده ومونده، چې وړانديز يې وکړ چې له تنخوا او دفتر پرته يې به له منشي سره به ګډ دفتر کې کار کوي. له څو مياشتو څخه وروسته يې د حقوقي څېړنې د تر سره کولو او يادښتونو د ليکلو له امله د لږ معاش په اخېستلو پيل وکړ. نوموړې د “San Mateo County” سيمې يا ولسوالۍ له حقوقي وکيل لويس ډيماټټيس “Louis Dematteis” او د ولسوالۍ له مرستيال حقوقي وکيل کيت سورينسين “Keith Sorensen” سره کار وکړ. [۳۰][۳۱][۳۲]

کله يې چې خاوند چمتو شو، وکونور د فوځ د زېرمه وال ځواکونو لپاره د ملکي وکيلې په توګه د خدمت کولو په موخه له هغه سره يو ځای المان کې د کار کولو پرېکړه وکړه. دوی مخکې له دې چې بېرته متحده ايالتونو ته راشي، د درې کالونو لپاره المان کې پاتې شول. په بېرته راستنېدلو سره د اريزونا په “Maricopa County” نومې سيمه کې د خپلې کورنۍ پيلولو په موخه واوسېدل. دوی درې ماشومان درلودل: سکاټ (۱۹۵۸ کې وزېږېد)، برين (۱۹۶۰ز کال کې) او جی په ۱۹۶۲ زکال کې زېږېدلی و. د برين له زوکړې څخه وروسته ساندرا ډی وکونور د حقوقو برخه کې له کار کولو څخه پينځه کالونه دمه وکړه. [۳۳][۳۴]

نوموړې د ماريکوپا سيمې د ځوان جمهوري غوښتونو “Maricopa County Young Republicans” غوندې بېلابېلو سياسي ادارو کې په خپله خوښه (رضاکار) خدمت وکړ او په ۱۹۶۴ ز کال کې يې د اريزونا د سناتور باري ايم ګولډواټر “Barry M. Goldwater” لپاره په ولسمشريزو مبارزو کې خدمت وکړ. [۳۵][۳۶]

وکونور له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۶۹ ز کال پورې د اريزونا د مرستيال لوی څارنوالې په توګه خدمت وکړ. د اريزونا والي په ۱۹۶۹ ز کال کې وکونور د اريزونا سنا جرګه کې د يو بست ډکولو په موخه وټاکله. نوموړې د ياد بست لپاره هلې ځلې وکړې او د راتلونکي کال لپاره د څوکۍ لپاره يې ټاکنې وګټلې. په ۱۹۷۳ ز کال کې هغه لومړنۍ ښځه شوه، چې د اريزونا يا د بل هر ايالت د ډيره کي مشرې په توګه خدمت کوي. ساندرا د يوې پوه (ماهرې) مناظره کوونکې او منځنۍ نظريې لرونکې په توګه نامتووالی تر لاسه کړ. له دوه بشپړ دورو خدمت کولو څخه وروسته يې د سنا مجلس د پرېښودلو پرېکړه وکړه. [۳۷][۳۸]

وکونور په ۱۹۷۴ ز کال کې د ماريکوپا سيمې سترې محکمې “Maricopa County Superior Court” لپاره وټاکل شوه، چې له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې يې خدمت وکړ. دا هغه مهال و، چې نوموړې د اريزونا د استيناف دولتي محکمې “Arizona State Court of Appeals” لپاره وړ ګڼل شوې وه. ساندرا د لومړي لښ يا فرقې د استيناف محکمه کې د ۱۹۸۱ زکال تر هغه وخته پورې خدمت وکړ، چې د ولسمشر رونالډ ريګن له لورې سترې محکمې ته وټاکل شوه. [۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 119502976  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6668jgp — subject named as: Sandra Day O'Connor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. subject named as: Sandra Day O'Connor — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=20972 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=days0 — subject named as: Sandra Day O'connor
  5. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000016585 — subject named as: Sandra O'Connor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Who's Who UK ID: https://www.ukwhoswho.com/view/article/oupww/whoswho/U28730 — سرليک: Who's who — خپرونکی: A & C Black
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://www.infobae.com/america/agencias/2023/12/01/fallece-sandra-day-oconnor-la-primera-mujer-jueza-del-tribunal-supremo-de-eeuu/
  8. Sandra Day O’Connor, lawyer who became the first woman to sit on the US Supreme Court – obituary — سمونګر: Chris Evans — د خپرولو نیټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۳
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12432801s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. (په July 7, 1981 باندې). Reagan Nominating Woman, an Arizona Appeals Judge, to Serve on Supreme Court. The New York Times.
  11. . O'Connor, Sandra Day. Federal Judicial Center
  12. (په July 1, 2005 باندې). O'Connor, First Woman Supreme Court Justice, Resigns After 24 Years.
  13. (په November 7, 2001 باندې). Power Women. McCaslin's Beltway Beat. Townhall.com
  14. (په August 20, 2004 باندې). The World's Most Powerful Women. Forbes.
  15. "Presidential Medal of Freedom". www.cbsnews.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 9, 2016. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. See "Sandra Day O'Connor". Oyez. مؤرشف من الأصل في March 17, 2007. د لاسرسي‌نېټه June 27, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Book Discussion on Sisters in Lawکينډۍ:-" Presenter: Linda Hirshman, author. Politics and Prose Bookstore. BookTV, Washington. September 3, 2015. 13 minutes in. Retrieved September 12, 2015 C-Span website Archived March 5, 2016, at the Wayback Machine.
  18. (په April 2013 باندې). Sandra Day O'Connor on Growing Up with Guns and Her Views on Assault Weapons. The Hive.
  19. Kamen, Al; Williams, Marjorie (June 11, 1989). "How Sandra Day O'Connor became the most powerful woman in 1980s America". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في March 30, 2016. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Staff, News 4 Tucson. "Former Pima County Supervisor Ann Day dies at the age of 77". د اصلي آرشيف څخه پر May 9, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په July 2, 2005 باندې). Hometown stars – Sandra Day O'Connor. El Paso Times.
  22. Scanlon, Michael (May 13, 1987). "Radford's most famous alumna drops in for a talk". El Paso Times (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في November 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Thomas, Evan (2019). First: Sandra Day O'Connor. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0399589287. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په July 1, 2005 باندې). Transcript: O'Connor on Fox. Fox News Channel
  25. Cool, Kevin (January 1, 2006). "Front and Center". Stanford Alumni Magazine. Stanford University. مؤرشف من الأصل في May 3, 2013. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Biskupic, Joan. Sandra Day O'Connor: How the First Woman on the Supreme Court became its most influential justice. New York: Harper Collins, 2005.
  27. . Sandra Day O'Connor's Peninsula Ties. San Mateo Daily Journal.
  28. Thomas, Evan (2019). First: Sandra Day O'Connor. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0399589287. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په April 2013 باندې). Sandra Day O'Connor on Growing Up with Guns and Her Views on Assault Weapons. The Hive.
  30. (په October 23, 2018 باندې). Sandra Day O'Connor, First Woman on Supreme Court, Reveals Dementia Diagnosis. The New York Times.
  31. "'Out Of Order' At The Court: O'Connor On Being The First Female Justice". Fresh Air. March 5, 2013. مؤرشف من الأصل في March 6, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. . Sandra Day O'Connor's Peninsula Ties. San Mateo Daily Journal.
  33. Baughman, J. (Ed.). (2001). O'Connor, Sandra Day 1930–. American Decades, 9. September 21, 2016.
  34. (په November 12, 2009 باندې). John J. O'Connor III, 79; husband of Supreme Court justice.
  35. Phelps, S. (Ed.). (2002). O'Connor, Sandra Day (1930– ). World of Criminal Justice, September 20, 2016.
  36. Kamen, Al; Williams, Marjorie (June 11, 1989). "How Sandra Day O'Connor became the most powerful woman in 1980s America". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في March 30, 2016. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "LAPR – State Library of Arizona". apps.azlibrary.gov. د اصلي آرشيف څخه پر May 10, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په March 29, 2016 باندې). How Sandra Day O'Connor became the most powerful woman in 1980s America.
  39. "General Election Canvass, 1974, p. 5" (PDF). Arizona Secretary of State. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 21, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Sandra D. O'Connor". www.azcourts.gov (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في December 30, 2016. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)