سارا پارکر ریمونډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سارا پارکر ریمونډ
(انګلیسي: Sarah Parker Remond د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سارا پارکر ریمونډ
سارا پارکر ریمونډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ جون ۱۸۲۴[۱][۲][۳][۴]
مړینه 13 ډيسمبر 1894 (70 کاله)[۱][۲][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فلورانس
روم [۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۶][۷][۸]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک طبیب   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سارا پارکر ریمونډ د ۱۸۲۶ ز کال د جون له ۶مې د ۱۸۹۴ ز کال د دسمبر تر ۱۳مې ژوند کاوه. نوموړې د امریکا وه، استادي یې کوله، فعاله وه او د غلامۍ ختمولو کمپاین یې کاوه. هغه د یوې ازادې ښځې په توګه په میساچوسټس ایالت کې زېږېدلې، نوموړې د بشري حقونو او د ښځو د رایې ورکولو په برخو کې نړیواله فعاله شوه. کله چې ۱۶ کلنه وه، د ​​غلامۍ د ادارې په وړاندې خپله لومړنۍ عامه وینا وکړه او د متحده ایالاتو په شمال ختیځ کې یې د غلامۍ ختمولو په اړه خبرې وکړه. یو ورور یې چارلس لینکس ریمونډ نومېده، چې د ویناوال په توګه پېژندل شوی او دوی به ځینې وخت د غلامۍ ختمونې د لیکچرونو لپاره یوځای سفر کاوه.

په پای کې د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې استازی شو،  ریمونډ په ۱۸۵۸ ز کال کې په متحده ایالاتو کې د غلامۍ ختمونې د مخ په ډېروېدونکي لامل د ملاتړ پیدا کولو لپاره انګلستان ته سفر وکړ. سره له دې چې ریمونډ په لندن کې په ​​بیډفورډ کالج کې هم زده کړې کولې، د رخصتۍ پر وخت به یې لیکچر ورکاوه. هغې د امریکا د کورنۍ جګړې پر وخت غوښتنه وکړه، چې د اتحادیې او د دوی د کنفدراسیون د بندولو لپاره د بریتانیا د خلکو ترمنځ ملاتړ وشي. کله چې جګړه د اتحادیې په ګټه پای ته ورسېده، نو وروسته یې غوښتنه وکړه، چې د امریکا په سویل کې له نویو خوشې شویو میلیونونو خلکو سره د پیسو مرسته وشي.

ریموڼد له انګلستان نه په ۱۸۶۷ ز کال کې ایټالیا ته په دې موخه لاړه، چې په فلورنس کې طبي زده کړې وکړي، هلته ډاکټره شوه. په ایټالیا کې یې کابو ۲۰ کاله د درملو تمرین وکړ او هیڅکله متحده ایالاتو ته راستنه نه شو، کله چې په روم کې مړه شوه، عمر یې ۶۸ کاله و.

لومړني کلونه[سمول]

ریمونډ په سالم میساچوسټس کې زېږېدلې، نوموړې د ​​جان ریمونډ او نانسي د اتو او یوولسو ماشومانو ترمنځ یوه ماشومه وه. د نانسي د زېږېدنې ځای نیوټن و، د کورنیلیس لینوکس او سوزانا پیري لور وه. کورنیلیس لینوکس د انقلابي جګړې تجربه کوونکی و، چې په کانټینینټل اردو کې یې جګړه کړې وه. جان ریمونډ یو ازاد او رنګه سړی و، کله چې ۱۰ کلن و،  په ۱۷۹۸ کې د کوراساو له هالنډي کالونۍ نه میساچوسټس ته کډوال شو. جان او نانسي د ۱۸۰۷ ز کال په اکتوبر کې واده وکړ، چې مراسم یې په بوسټن کې په افریقایي بپتیسټ کلیسا کې ترسره شول. په سالم کې یې د خوړو رسولو، تدارکاتو او وېښتو جوړولو بریالۍ سوداګري ایجاد کړه، چې غوره سوداګر او فعالان ترې جوړ شول. [۹][۱۰]

ریمونډز په شخصي ښوونځي کې د خپلو ماشومانو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه؛ خو دا چې د دوی نسل توپیر درلود، نو رد شول. کله چې له جلا کېدو وړاندې سارا ریمونډ او د هغې خویندې د نجونو په محلي عالي ښوونځي کې ومنل شوې، دوی وشړل شول، ځکه د ښوونځي کمېټې دا پلان درلود، چې د افریقايي - امریکایی ماشومانو لپاره بېل ښوونځی پیدا کړي. ریمونډ وروسته دا پېښه د هغې په زړه کې د هغه نقش په توګه بیان کړه لکه « د هسټر سور لیک په څېر» چې و. په هر حال ښوونځیو تورپوستي نه منل. د دې پرځای ځینو نفوذ لرونکو افریقایي امریکایانو یو خصوصي ښوونځی جوړ کړ، چې ریمونډ هم پکې درس وایه.[۹]

د غلامۍ ضد فعالیت او لیکچر[سمول]

د ۱۸۴۰ لسیزې پر وخت سالم هغه مرکز و، چې د غلامۍ ضد فعالیتونه به پکې کېدل او په متحده ایالاتو کې د هغوی ټوله کورنۍ د غلامۍ ختمونې مخ په ډېرېدونکي غورځنګ ته ژمنه وه. د ریمونډز کور د تورو او سپینو غلامۍ ختموونکو لپاره پټنځای و او دوی د ویلیم لویډ ګیریسن او وینډیل فیلیپس په شمول د غورځنګ د ډېرو مشرانو کوربه وو او له یو نه ډېر فراري غلامان شمال ته د ازادۍ په لور وتښتېدل. جان ریمونډ د ​​میساچوسټس د غلامۍ ضد ټولنه کې غړیتوب درلود. د سارا ریمونډ مشر ورور چارلس لینوکس ریمونډ د ​​امریکا د غلامۍ ضد ټولنې لومړنی تورپوستی ویناوال و او د تورپوستو د غلامۍ د ختمولو مخکښ ګڼل کېده. نانسي ریمونډ د ​​سالم د ښځینه غلامۍ ضد ټولنې د بنسټ ایښودونکو له ډلې وه. نانسي خپلو لوڼو ته د پخلي او ګنډلو د کورنیو مهارتونه د ور زده کولو ترڅنګ په قانوني توګه د ازادۍ په لټه کې هم شوه. هغې غوښتل چې لوڼې یې په ټولنه کې برخه واخلي. سارا ریمونډ له خپلې مور او خویندو سره د سالم ښځو د غلامۍ ضد ټولنې، د نوي انګلستان غلامۍ ضد ټولنې او د میساچوسټس د غلامۍ ضد ټولنې په شمول د ​​دولت او کاونټي د ښځینه غلامۍ ضد ټولنو فعاله غړې وه. نوموړې په سالم او بوسټن کې په منظمه توګه په غلامۍ ضد لیکچرونو کې برخه اخیستې وه.[۱۱][۱۲]

سارا ریموڼد د خپلې کورنۍ له پلوۍ او مالي ملاتړ سره د ​​غلامۍ ضد استاده شوه، هغه وخت چې ۱۶ کنه وه، د ۱۸۴۲ ز کال په جولای کې یې له خپل ورور چارلس سره د میساچوسټس په ګروتون کې د غلامۍ پر وړاندې لومړی لیکچر ارایه کړ. ریمونډ چې کله په بېل تیاتر کې له برخې اخیستلو ډډه وکړه، په ۱۸۵۳ ز کال کې د غلامۍ د ختموونکو په منځ کې شهرت ته ورسېده. نوموړې خپل ځان او یوه ډله ملګرو ته د تاریخپوه ویلیم سی نیل په ګډون د بوستون په هاوارډ اتینیم کې مشهور اوپرا ډان پاسکول ته د تلو ټکټونه اخیستي و. کله چې تیاتر ته ورسېدل، ریمونډ جلا جلا څوکیو ته وښودل شو. له منلو وروسته نوموړې دې ته مجبوره شوه چې له تیاتر نه ووځي او څو زینې ښکته راغله. ریمونډ د ​​تاوان دعوه وکړه او د هغې د قضیې په ګټلو کې بریالۍ شوه. نوموړې ته ۵۰۰ ډالر انعام ورکړل شو او د تیاتر د مدیریت له خوا دا ومنل شوه، چې له هغې سره ظلم شوی دی. محکمې تیاتر ته امر وکړ چې ټولې څوکۍ یوځای کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]

په  لوی انګلستان کې د غلامۍ ضد لیکچر[سمول]

ریمونډ ته د یوه ښه ویناوال او تمویلوونکي په توګه بلنه ورکړل شوې وه، چې برتانیې ته د امریکا د غلامۍ ختمونې لامل یوسي، لکه د نوموړې ورور چارلس چې ۱۰ کاله وړاندې کړي وو. ورور یې له ریورنډ سمویل می جونیر سره یوځای د ۱۸۵۸ د دسمبر په ۲۸مه له بوسټن نه لیورپول ته په اراهیا بخاري کښتۍ کې لاړل. دوی په ژمي کې یو نارامه سفر درلود او له دې سفر وروسته د ۱۸۵۹ ز کال د جنوري په ۱۲مه لیورپول ته ورسېدل. په کښتۍ پورې یخ او واوره نښتي وو او دومره ولوېده او وغورځېده، چې د ریمونډ په ګډون زیاتره مسافر ناروغان شول. ریمونډ د ۱۸۵۹ ز کال د جنورۍ په ۲۱ په ټکرمن انسټیټیوټ کې په انګلستان کې د غلامۍ ضد لومړی لیکچر وړاندې کړ. د نوموړې د دویم لیکچر عنوان «په امریکا کې د غلامۍ ژوند» و او څو ورځې وروسته د جنوري په ۲۴مه پیل شو. هغې په دې وینا کې په متحده ایالاتو کې له غلامانو سره د غیر انساني چلند په اړه په زړه پورې خبرې وکړې، د نوموړې کیسې زیاتره اورېدونکي حیران کړل. همدا راز یې په متحده ایالاتو کې د ازادو تور پوستو د تبعیض د زغملو یادونه هم وکړه.[۱۶][۱۷]

ریمونډ درې کاله نور هم د ​​برتانوي ټاپوګانو (د وارینګټن، مانچسټر، لندن او لیډز په ګډون) په څو نورو ښارونو کې خلکو ته ویناوې وکړې، له غلامۍ سره د مبارزې په موخه یې ډېرې پیسې راټولې کړې. نوموړې په ۱۸۵۹ ـــ‎ ۱۸۶۱ کلونو کې په انګلستان، ایرلینډ او سکاټلینډ کې له ۴۵ نه زیاتې ویناوې وکړې. ریمونډ ځینې وخت له فریډریک ډګلاس سره هم لیدل شوې ده. مخکې له دې چې له سټېج نه ښکته شي، ریمونډ تمه لرله، چې له هغه ډول تعصب سره به مخ شي لکه هغه چې په ​​متحده ایالاتو کې ورسره مخ شوې وه. ابي کیلي فوسټر ته یې لیکلي، چې هغه نه له « باد او نه له څپو وېره لري؛ خو زه پوهېږم، چې دا کومه سونزه نه ده، چې زه څنګه ځم، د تعصب روحیه به راسره وویني ». هغې په انګلستان کې له ډېرو منلو شویو شخصیتونو سره ولیدل. نوموړې لیکلي: «ما په ژوند کې په لومړي ځل دلته د سپین پوستو مېرمنو له خوا د خور احساس ترلاسه کړ.» «ما داسې خواخوږي ترلاسه کړه، چې مخکې مې یې هیڅکله اټکل نه و کړی».[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6g196w2 — subject named as: Sarah Parker Remond — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp02130073 — subject named as: Sarah Parker Remond — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  3. subject named as: Sarah Parker Remond — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=23006 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16162215g — subject named as: Sarah Parker Remond — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/100414 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  6. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  7. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  8. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Sirpa, Salenius (2016). An Abolitionist Abroad: Sarah Parker Remond in Cosmopolitan Europe. Amherst: University of Massachusetts Press. OCLC 1012312578. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781613764817. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Porter, Dorothy Burnett (October 1985). "The Remonds of Salem, Massachusetts: A Nineteenth-Century Family Revisited" (PDF). Proceedings of the American Antiquarian Society. Boston. 95 (2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Sarah Parker Remond (1826–1894)". Black Women in America: An Historical Encyclopedia II M-Z. (1993). Indianapolis: Indiana University Press. ISBN 0-926019-61-9. 
  12. Porter, Dorothy Burnett (October 1985). "The Remonds of Salem, Massachusetts: A Nineteenth-Century Family Revisited" (PDF). Proceedings of the American Antiquarian Society. Boston. 95 (2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bethel, Kari. "Remond, Sarah Parker (1826–1894) | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Sarah Parker Remond and the Remonds of Salem", Variety, Spice, Life, 20 July 2011.
  15. May 4, 1853: Sarah Remond Ejected from Boston Theater
  16. "Sarah Parker Remond (1826–1894)". Black Women in America: An Historical Encyclopedia II M-Z. (1993). Indianapolis: Indiana University Press. ISBN 0-926019-61-9. 
  17. Sirpa, Salenius (2016). An Abolitionist Abroad: Sarah Parker Remond in Cosmopolitan Europe. Amherst: University of Massachusetts Press. OCLC 1012312578. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781613764817. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Coleman, Willi (October 4, 2009). "Remond, Sarah Parker (1826–1894)". Oxford Dictionary of National Biography. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Porter, Dorothy Burnett (October 1985). "The Remonds of Salem, Massachusetts: A Nineteenth-Century Family Revisited" (PDF). Proceedings of the American Antiquarian Society. Boston. 95 (2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sirpa, Salenius (2016). An Abolitionist Abroad: Sarah Parker Remond in Cosmopolitan Europe. Amherst: University of Massachusetts Press. OCLC 1012312578. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781613764817. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)