ساختماني جوړښت(Grammaticality)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ژبپوهنه کې، ساختماني جوړښت (ګراماټیکلي) د ژبې د کارونې سره د مطابقت له مخې ټاکل کیږي . یعني هغه جملې چي دګرامر اوجوړښت له مخي په یوه ژبه کي دهم هغه ژبي دقوانینو مطابق رامنځ ته سوي وي په انګلیسي کي ورته ګراماټیکلي (Grammaticaly) وایي . د ګراماټیکلي مفکوره د تولیدي ګرامر د نظریې سره یوځای راپورته شوه، چې موخه یې د قواعدو ترتیب کول وه ترڅو داصولو سره سم په ژبه کي جملې ځای پرځای اوترتیب سي . د ګراماټیک دغه قوانین د ناسمو جوړو شویو اوغیر ګرامري جملو توضیحات هم وړاندې کوي. [۱] [۲]

په تیوریکي ژبپوهنه کې، د ژبپوهنې د ښه جوړښت په اړه د وینا کونکي قضاوت - چې د جوړښتي قضاوت په نوم یادیږي د دې پر بنسټ ولاړ دی چې آیا جمله د اړونده ګرامر دقوانینو او محدودیتونو سره سمه تشرېح سوېده اوکنه . که چیرې په یوه جمله کي د ځانګړي ژبي دلیک قواعد او محدودیتونه تعقیب اواستعمال سي نودې ته موږ سمه جمله ویلای سو . [۳] خوکه چيري خپل قوانین، اصول اومحدودیتونه په نظر کي ونه نیسي بیا موږ ورته سمه او پوره جمله نسو ویلای .

ژبپوهان د جملو نحوي جوړښت څیړلو لپاره دګراماټیکلي قوانین استعمالوي .

  1. . 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. Millar, Jim (2011). A critical introduction to syntax. New York: Continuum International Group. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-9703-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chomsky, Noam (1965). Aspects of the theory of syntax. Massachusetts: Cambridge: M.I.T. Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)