زېب او حانيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زېب او حانيه په (انگرېزي ژبه: Zeb and Haniya) دسندارا په ډگر کې د دوه ؤ جوړه هنرمندانو د يوې ډلې په توگه د گډ هنري کار او ډلې نوم دی، چې د خيبر پښتونخوا د غرنۍ سيمې کوهاټ څخه دوه هنرمندې نجونې د زېب النساهمايون بنگښ او حانيه اسلم په نوم گډ سندريز کار ته راوتلي. دوی د يوې سندريزې ډلې په (زېب او حانيه) په لنډ نوم په پاکستان او هند نورو نژدو سيمو کې پېژندل شوي او د ډوېټ (جوړه سندربولۍ) گډکار يې پر مخ اچولی . دوی ډېری سندرې په هندي يا اوردو ژبه ويلي دي خو په پاړسي کې يې هم غږونه آزمويلي . زېب النساهُمايون بنگښ او حانيااسلم بنگښ دواړه د کوهاټ د نا رامه او دوديزې مذهبي سيمې روڼ انده او لوستې پښتنې هنرمندانې دي . تر اوسه پورې يې په خپله مورنۍ ژبه پښتو سندرې ندي ويلي ، خو د بي بي سي پښتو څانگې سره په مرکه کې يې د پښتو سندرو ويلو ژمنې وکړې او يوه د افغانستان فلکور يا ولسي پښتو سندره يې هم ووېله . د زېب او حانيه د سندرو ځېل گډ ژبني گډ توکمه موسيقي ، ولسي او نوي طرز (پاپ) سندارا غږول دي .دواړې په اسلام اباد او لاهور کې اوسېږي او په کراچۍ کې هم اوسېدلي دي . د دوی ډله په پاکستان کې راټوکېدلې خو هند ، تورکيې ، انگلينډ او امريکې کې کنسرټونه ترسره کړي .د دوی د سندارا او غږ ډېری مينه وال ځوانان دي او ډېر لوېديزوال هم د دوی له سندرو خوند اخيستی شي .دغه سندريزه ډله د دوه ؤ خپلوانو نجونو زېب او حانيه لخوا د يوې پروژې په توگه له پاکستان سر راوويست . دوی د پاکستان نوموتو ځوانو سندرغاړو سره لکه عاطف اسلم،علي ظفر ،حديقه کياني او داسې نورو سره په پاکستان دننه او بهر يې گډو کنسرټونو کې برخې اخيستې.

دډلې جوړښت

زېب النسا بنگښ او حانيا اسلم دواړو د زېب او حانيا په نوم هنري کار پیل کړ ، خو تر هرڅه دمخه د دوی هنري کار د کالج د زده کړنځای څخه د شوق پر بنسټ رامنځته شو چې ورو ورو بيا د سندارا ډگر ته په رسمي او برنډه (جدي) توگه کال ۲۰۰۷م زېږدي کې د ډلې (زېب او حانيا) تر نوم راووتل .

د سندارا ځېلونه

سندريزې ټولگې

تر اوسه پورې يې يوه سندريزه ټولگه په کال ۲۰۰۸م .ز. کې جوړه کړې چې (( چوپ)) نومېږي.

ستاينيزې

  • Zeb and Haniya won the Best Live Act Award at MTV Music Awards in 2009
  • Zeb and Haniya were nominated for the Best Live Act Award at Lux Style Awards in 2008.
  • Zeb and Haniya were nominated for the Best Singer at 3rd Pakistan Media Awards in 2012.
  • Zeb and Haniya were nominated for the Best Singer Female at Pakistan Media Awards in 2011.

سرچينې