زکرایا چاندلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زکرایا چاندلر
(انګلیسي: Zachariah Chandler د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زکرایا چاندلر
زکرایا چاندلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ ډيسمبر ۱۸۱۳[۱][۲][۳]
مړینه 1 نومبر 1879 (66 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شیکاګو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
زکرایا چاندلر
زکرایا چاندلر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

زکرایا ټي.چانډلر(د ۱۸۱۳ د ډېسمبر په لسم زېږېدلی – د ۱۸۷۹ د نوامبر په لومړۍ مړ شوی) یو امریکايي سوداګر، سیاستوال او د جمهوري غوښتونکي ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه یو و، چې د تل لپاره د غلامۍ له منځه وړلو د پلوي په توګه یې د هغه پر رادیکال اړخ واک درلود. هغه د ډيټرویټ ښاروال، له میشیکان څخه څلور دورې سناتور او د ولسمشر اولسیس ګرانټ تر واکمنۍ لاندې د کورنیو چارو وزیر و.

چاندلر په ډيټرویټ کې د یو ځوان بریالي سوداګر په توګه تر ځمکې لاندې د رېل پټلۍ ملاتړ وکړ. د کورنۍ جګړې په بهیر کې هغه د اتحادیې د جګړې له هڅو، د غلامۍ له منځه وړلو او د ازاد شویو امریکايي افریقایانو لپاره يې د مدني حقونو دفاع وکړه. چاندلر د کورنیو چارو د وزیر په توګه د سور پوستو د چارو په دفتر کې فساد ختم کړ او د امریکايي سور پوستو قبیلو د متمدن کولو لپاره یې د ولسمشر ګرانټ د سولې سیاسي نوښت په بشپړ ډول تصدیق کړ. هغه په ۱۸۷۹ کال کې بیاځلي د متحده ایالاتو د سناتور په توګه وټاکل شو او د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند و، خو په دا بل سهار په شیکاګو کې د وینا پر مهال ومړ.  

د ژوند لومړي کلونه او مسلک[سمول]

زکرایا چندلر د ۱۸۱۳ ز کال د ډېسمبر په لسم د نیوهمپشایر په بیډفورډ کې زېږېدلی و، پلار یې سمیول چاندلر او مور یې مارګاريټ اورر وه. د ټولې پلرنۍ لړۍ له اړخه سمیول چاندلر د وېلیم چاندلر له اولادې و چې په ۱۶۳۷ ز کال کې له انګلستان څخه د ماساچوسېټ راکسبري ته مهاجر شوی و. د دې لړۍ له لارې هغه د خپلې کورنۍ اووم نسل و چې په شمالي امریکا کې زېږېدلی و. مارګاريټ اورر د پوځ د افسر ډګروال جان اورر مشره لور وه. چاندلر په عامه ښوونځیو کې زکړې کړې وې. تر فراغت وروسته یې د پوهنتون د پيلولو هوډ نه درلود، چاندلر په ۱۸۳۳ ز کال کې د لویدیځ په لور ډيټرویټ ته لاړ، چې هغه وخت د مشیګان سیمې پلازمېنه وه. چاندلر په مشیګان کې يو عمومي پلورنځی پرانیست او د سوداګرۍ، بانکدارۍ او د ځمکې د احتکار له لارې د میشګانو له شتمنو کسانو څخه شو.   [۴]

واده او کورنۍ[سمول]

چاندلر د ۱۸۴۴ ز کال د ډېسمبر په لسمه د بالټیمور (Baltimore) له اصلي اوسېدونکې لټېشا ګرېس ډاګلاس (Letitia Grace Douglas) سره واده وکړ، چې نیویارک ته لاړه. لټېشا چې یوه ټولنیزه کومېډینه/ ساعت تېروونکې وه د چاندلر د دندې پر مهال د ژمي په موسم کې په واشنګټن کې اوسېده. چاندلر او لټېشا د ماري ډاګلاس چاندلر په نوم یوه لور درلوده چې د مېن (Maine) له سناتور ایوجین هېل سره یې واده وکړ. د چاندلر او لټېشا لمسیان فرېدرېک هېل چې له مېن څخه د متحده ایالاتو یو بې ساری سناتور و او چاندلر هېل چې په روم کې يې د یو امریکايي ديپلومات په توګه خدمت کاوه، دي. لټېشا چې د نرم او مهربان چلند لرونکې او مینه‌ناکې په توګه پېژندل شوې وه د ۱۸۹۹ ز کال د فبروري میاشتې په ۱۹ مړه شوه.  [۵]

سیاسي دنده/مسلک[سمول]

چاندلر له ځوانۍ څخه د غلامۍ کلک مخالف و او هيله یې  درلوده چې د شمال د وېګ ګوند به لویدیځو سیمو ته د غلامۍ په خپرولو کې د سویلي غلام ځواک مخه ونیسي.  چاندلر له مالي پلوه د ډيټروېټ تر ځمکې لاندې رېل پټلۍ ملاتړ وکړ چې د تښتېدلو یا تښتېدونکو غلامانو لپاره یې د خوندي پټنځاي په موندلو کې مرسته وکړه. [۶]

په ۱۸۴۸ ز کال کې چاندلر خپله سیاسي دنده له وېګ ګوند څخه د ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند زخاري ټایلر (Zachary Taylor) په ټاکنیزو مبارزاتو کې له ویناوالۍ څخه پيل کړه. چاندلر په ۱۸۵۱ ز کال کې د ډيټرويټ د ښاروال په توګه وټاکل شو او یو کال یې په دې موقف کې خدمت وکړ. چاندلر په ۱۸۵۲ ز کال کې د وېګ ګوند د نوماند په توګه د میشیګان د والي‌توب لپاره نوماند شو خو ماته یې وخوړه. چاندلر له کنزاس څخه د یو ازاد او له غلامۍ څخه پرته ايالت په توګه ملاتړ وکړ او یوه عریضه یې لاسلیک کړه چې د ۱۸۵۴ ز کال د جولاي په شپږمه يې د جمهوري غوښتونکو ګوند رامنځته کړ. چاندلر په ۱۸۵۶ ز کال کې د پنسلوانیا په پيتسبورګ کې د جمهوري غوښتونکو د لومړني هېوداني کنوانسیون استازی و. او د جمهوري غوښتونکو د ملي کمېټې غړۍ و. د جمهوري غوښتونکو کنوانسیون په هغه کال کې جان سي.فرمونټ (John C. Frémont) د ولسمشرۍ د نوماند په توګه معرفي کړ، چې په سرلارې مشهور و او غوښتل یې کنزاس د افریقایي-امریکايي غلامانو د غلامۍ له شره خلاص کړي او د میسوري تړون له الغا سره یې مخالفت وکړ. چاندلر د یو رادیکال جمهوري غوښتونکي په توګه پېژندل کېده، چې د پخوانیو یاغیانو لپاره يې سخته سزا او د افریقايي-امریکایانو لپاره یې ډېره ازادي غوښته. د جګړې تر پای وروسته يې په غوسه وویل: «هر سړي چې قتل کاوه، غلا یې کړه او زهر یې خپرول یو ديموکرات و».[۴][۷]

د متحده ایالاتو سناتور (۱۸۵۷-۱۸۷۵)[سمول]

چاندلر د ۱۸۵۷ ز کال په جنوري کې د یو جمهوري غوښتونکي په توګه نوماند شو او په مشیګان کې د متحده ایالاتو د سناتور په توګه وټاکل شو او د لوئيس کاس ځای ناستی شو. چاندلر په ۱۸۶۳ ز کال کې بیا او بل ځل په ۱۸۶۹ ز کال کې وټاکل شو او د ۱۸۵۷ ز کال د مارچ له څلورم څخه يې د ۱۸۷۵ ز کال د مارچ تر درېمې د متحده ایالاتو له ۳۵ کانګرېس څخه تر ۴۳ پورې خدمت وکړ. چاندلر په سنا کې د غلامۍ ضد رادیکالونو/سخت دریځو سره یوځای شو، که څه له سناتور چارلز سامنر سره یې مخالفت وکړ. چاندلر د جلاوالي تر ټولو ښکاره مخالف سناتور و. چاندلر له ۱۸۶۱  څخه تر ۱۸۷۵ پورې د سوداګرۍ د کمېټې رييس و چې د سیندونو او بندرونو لپاره یې د «خنځیر بېرل/ pork barrel» ځواکمن تخصیصات کنټرولول. د کورنۍ جګړې په پیل کې چاندلر د سناتورۍ له خپل نفوذ څخه د مشیګان د رضاکارانو د راټولولو او تجهیزاتو لپاره کار واخیست. چاندلر د جګړې د مشترکې کمېټې  یو غړی و. [۴]

چاندلر د ۱۸۶۲ ز کال د جولای په ۶ د مشیګان په جکسون کې په یوه وینا کې د جنرال جورج مک کلیلان (George McClellan) له خوا د جګړې څار وغنده. چاندلر د مک کلیلان پر وړاندې خپله وینا یو له تر ټولو اړینو عامه خدمتونو څخه وبلله. پر مک کلیلان د چاندلر برید د ريموچند په ولکه کولو کې د مک کلیلان تر ماتې پنځ ورځې وروسته او د مک کلیلان  له خوا د جيېز سمندر د اتحادیې د ځواکونو تر شاتګ وروسته د اووه ورځینۍ جګړې په لړ کې تر سره شوه چې په پایله کې کنفېدراسیون وګټله. چاندلر د ۱۸۶۳ ز کال د مارچ په درېمه په سویل کې د پرېښودل شویو ملکیتونو د راټولولو او اداره کولو قانون تصویب کړ. چاندلر د ۱۸۶۴ د جولای په دویمه د کنفېډراسیون د همتړونو ایالتونو د اړیکو د تنظیم لپاره قانون تصویب کړ. [۴]

چاندلر د تعرفو د  لوړ نرخ او د ملي بانک له رامنځته کولو څخه ملاتړ وکړ، او د جګړې د یو بېړني اقدام په توګه يې ډالر ته رایه ورکړه، خو په کلکه یې د اسعارو هر ډول تورم وغنده. چاندلر د بیارغونې له هغو قوانینو څخه ملاتړ وکړ چې امریکايي-افریقایانو ته یې مدني حقونه ورکول، خو په بیارغونه کې يې له سست‌والي کلکه نیوکه کړه. چاندلر د ۱۸۶۶ ز کال د جنوري په پنځمه له لویې بریتانیا سره د الابامه کلېمس/Alabama Claims (د سندري بریدونو یو ډول بېړۍ) له مذاکرې څخه د انکار له امله د اړیکو پر پرې کولو یو پرېکړه لیک ولیکه، خو دا پرېکړه لیک د سنا له خوا رد شو. د کورنۍ جګړې په بهیر کې بریتانیا په پټه د کنفېډراسیون بېړيو ته اجازه ورکړه تر څو د بریتانیا په بندرونو کې په وسلو سمبال شی. د سي اېس اېس الاباما (CSS Alabama) په ګډون دغو بېړیو د اتحادیې د سوداګرۍ د له منځه وړلو لپاره ډېر څه وکړل چې د اتحاديې د جګړو هڅو ته يې پراخ زیانونه واړول. چاندلر د ۱۸۶۷ ز کال د نوامبر په ۲۹ د بریتانیا څخه د غچ اخیستلو په موخه یو پرېکړه لیک صادر کړ چې له مخې يې اتیوپي/حبشه له لویې بریتانیا سره د جګړې په حال کې د ښکېل هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده او غوښتنه یې وکړه چې «هم‌هغه حقونه چې د کورنۍ جګړې په بهیر کې بریتانیا ته د کنفېډراسیون له خوا په رسمیت پېژندل شوي و» حبشې ته ورکړل شي. د ۱۸۶۸ ز کال د ټاکنو په بهیر کې چاندلر د جمهوري غوښتونکو د کانګرېس کمېټې رییس و.  [۸][۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Zachariah-Chandler — subject named as: Zachariah Chandler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p84c6j — subject named as: Zachariah Chandler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12645 — subject named as: Zachariah Chandler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ MacDonald 1929، ص. 618.
  5. New York Times 02-20-1899.
  6. TDPAT 1880، ص. 75.
  7. The Reconstruction Years By Walter Coffey pg. 60
  8. Zachariah Chandler. Encyclopedia.com. Retrieved September 18, 2021.