زينب بنت جحش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زينب بنت جحش حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم دترور لور وه , دا بي بي لومړى حضرت زيد رضي الله عنه ته واده شوې وه ,خوداچې حضرت زيد رضي الله عنه يو آزاد شوى مريی وو نو ځكه ورسره ددې وخت نه تيريده ,حضرت زيد درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوښه دې ته طلاق وركړ,وروسته ورسره رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وكړه . دنكاح په مهال يې عمر 35 كاله وو ,دا دومره پرهيزگاره ميرمن وه چې كله ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورواستاوه نودې په ځواب كې ورته وويل چې زه به استخاره وكړم ,همداراز كله چې په ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې پسي بهتان وويل شو نو حضرت زينب رضى الله عنهاسره له دې چې دحضرت عايشې رضي الله عنها بَن وه دحضرت عايشې په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې : زه دعايشې له ښو اخلاقو پرته په بل هيڅ شي نه يم خبره .حضرت عايشې رضي الله عنها هم دزينب په فياضي داسې اقرار كړى چې : زينب رضي الله عنها ډيره قانعه او دفياض طبيعت ميرمن وه . رسول الله صلى الله عليه وسلم پاكو بيبيانو ته ويلي وو چې له تاسي څخه به ډير ژر هغه څوك له ما سره يوځاي شي (تر ما وروسته به ژر وفات شي ) چې دهغې لاسونه اوږده وي ,پاكو بيبيانو به خپل لاسونه سره كچل ,خو پدې استعاره كي دحضرت زينب رضى الله عنها فياضي او سخا ته اشاره وه , دې به پخپل لاس پيسې بياموندلې او هغه به يې دخداي جل جلاله په لاره كې خرڅ كولې . همدا نبوي وړاندوينه دحضرت زينب رضي الله عنها په اړه ريښتيا شوه او درسول الله صلى الله عليه وسلم له وفاته وروسته په بيبيانو كې حضرت زينب رضي الله عنها ترټولو لومړۍدهجرت په شلم كال دخپل عمر په 53 كلنۍكي وفات شوه .

حضرت زينب رضي الله عنها پخپل لاس كفن او نور لوازمات برابر كړي وو ,خو ورسره يې دا وصيت هم كړى وو چې يوكفن دي حضرت عمررضى الله عنه هم راكړي او بيا دي له دې دوو نه يو خيرات كړل شي هماغسي وشو ,دجنازې لمونځ يې حضرت عمررضي الله عنه ادا كړ,حضرت اسامه رضي الله عنه,محمدبن عبدالله بن جحش عبدالله بن ابي او احمد بن جحش قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون .

دا هم وگوري