Jump to content

جست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له زنک (جست/کوټ) نه مخ گرځېدلی)
جست
اړوند
تولیدوونکی
Pfizer (mul) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
په نوم د
tine (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
کارول
cathode (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
الخطر
کچه او لوړوالی
وزن
۶۵٫۳۸ dalton (en) ژباړل[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
period 4 (en) ژباړلgroup 12 (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ساختماني توکي

زنک يو کيمياوي عنصر دی چې نښه يې Zn  او اتومي شمېره يې ۳۰ ده. زنک د يوې خونې د تودوخې درجې په اندازه تر يو بريده ماتېدونکی فلز دی او کله چې اکسيډينشن ورڅخه لېرې شي، نو د دې بڼه ځلېدونکې خړبخونه ښکاري. دا د دوره يي جدول په ۱۲ ګروپ (IIB) کې لومړی عنصر دی. له ځينو اړخونو څخه زنک له کيمياوي پلوه «مګنيشم» ته ورته دی: دواړه عناصر يواځې په يو عادي اکسيډيشن حالت (+2) څرګندوي او Zn2+ او Mg2+ «اينونه» يې د يوې اندازې وي. زنک د ځمکې په پوښ کې څلورويشتمه شمېره تر ټولو زياته اندازه کې موندل کېدونکی عنصر دی او دا پنځه ثابت ايزوتوپونه لري. تر ټولو زيات عام زنک خام مواد سفالرايټ (زنک بلينډ«مخلوط») يو زنک «سلفايډ» کاني مواد دی. تر ټولو زيات د عمل وړ رګونه يې په استراليا، اسيا او متحده ايالاتو کې دي. زنک د خامو موادو په پوکاڼۍ کولو، وريتولو او د برېښنا (په برېښنا صيقل کول) په کارولو  سره د وروستي استخراج په مټ تصفيه کېدای شي.

زنک د انسانانو او نورو ژويو او بوټو او نورو کوچنیو ژونديو موجوداتو لپاره يو کم موندل کېدونکی اړين عنصر دی او له زېږېدو مخکې او وروسته ودې لپاره اړين بلل کېږي. دا له وسپنې وروسته په انسانانو کې په دويم درجه کم موندل کېدونکی فلز دی او دا يواځينی فلز دی چې د «اينزام» په ټولو ډولونو کې راڅرګندېږي. د زنک کمښت په مخ پر وده هېوادونو کې نږدې دوه ميليارده کسان اغېزمن کوي او له ډېرو ناروغيو سره اړيکه لري. په کوچنيانو کې، د زنک کمښت په وده کې خنډ، په جنسي بلوغ کې ځنډ، د ناروغېدو حساسيت او د نس ناستي لامل ګرځي. په غبرګون ښودونکي مرکز کې د زنک اتومونو اينزايمونه په بایو کيميا کې په پراخه کچه موندل کېږي، لکه په انسانو کې د الکولو ډيهايډروجنيز. د زنک زيات استعمال د اټاکسيا (د بدن په حرکت د پوره واک له لاسه ورکول)، سستۍ او د مسو د کمښت لامل ګرځېدای شي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ژړ (پيتل/يا د مسو او جستو مخلوط)، په مختلف تناسب سره د مسو او زنک يو مرکب، په ايجين سيمه کې او په هغه سيمه کې چېرته چې اوس مهال عراق، متحده عرب امارات، کالميکيا، ترکمنستان او جورجيا پکې شامل دي، له درېيمې مخزېږديزې زريزې کې استعمال شوي وو. په دويمه مخزېږديزه زريزه کې، دا په هغو سيمو کې کارېدل، چېرته چې اوس مهال لويديځ هندوستان، ازبکستان، ايران، سوريه، عراق او اسرائيل موقعيت لري. په هندوستان کې تر دولسمې پېړۍ پورې د زنک فلز په زياته اندازه نه و موندل شوی، خو بيا هم لرغونو او روميانو پېژندلي و. د راجستان کانونو په شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې د زنک د توليد کره ثبوت ورکړی دی. تر نن ورځې، د سوچه زنک تر ټولو لرغونی ثبوت د راجستان د «زاوار» څخه موندل شوی دی، چېرته چې د نهمې زېږديزې پېړۍ تر لومړيو پورې د سوچه زنک د جوړولو لپاره د استخراج کار پلی شوی و. کيمياپوهانو زنک په هوا کې وسوځول، کوم ته چې هغوی د «فلسفيانو وړۍ» يا «سپینه واوره» نوم اخيست.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

غالب باور دا دی چې د دې عنصر نوم کيمياپوه «پيراسيلس» د الماني ټکي Zinke (څوکه، غاښ) نوم ته په نسبت اېښی دی. په ۱۷۴۶ز کال کې د سوچه فلزي زنک د موندلو نسبت الماني کيمياپوه «اينډرياس سيګسمنډ مارګراف» ته کېږي. «لويجي ګالواني» او «الساندرو ولتا» کارونو تر ۱۸۰۰ز کال پورې د زنک د برېښنايي کيمياوي خصوصياتو څخه پرده پورته کړه. د وسپنې د توږل کېدو په وړاندې مقاومت کوونکی زنک اوبه ورکول (ګرم ډوبول ګالوانايزنګ) د زنک تر ټولو ستر استعمال دی. په نورو کارېدنو کې يې برېښنايي بټرۍ، کوچني غېر جوړښتي تويول او د پيتل په څېر مرکبو فلزاتو کې دی. عموماً د زنک د اجزاوو يو ډول څخه کار اخيستل کېږي، لکه زنک کاربونيټ او زنک ګلوکوونيټ (د غذايي مرستندويه خوارکونو په توګه)، زنک کلورايډ (په ډيوډرنټس کې «ډيوډرنټس د بدن د خولو لرې کونکی»)، زنک پايريتيون (د پخو ضد شامپو)، زنک سلفايډ (لومينيسنټ رنګونو کې) او ډايمتايلزنک يا ډايټايلزنک – عضوي لابراتوار کې.

ځانګړتياوې

[سمول]

فزیکي ځانګړتياوې

[سمول]

که څه هم د ډېرو سوداګريزو کاني توکو وروستۍ برخې درجه تته وي، بيا هم زنک يو اسماني رنګه سپين، ځلېدونکی، مقناطيسي فلز دی. دا له وسپنې څه يو څه کم کثافت لري او شپږ ضلعي کرستالي جوړښت لري چې شکل يې خرابه شوی شپږ ضلعي ته نږدې ډلبندی شوي دی، په کوم کې چې هر اتوم په خپله اواره کچه کې له درې سره نږدې ګاونډيانو (په ۲۶۵.۹ pm ) (pm پیکوميټر چې د اتومونو د واټن لپاره کارېږي) کې موجود وي او شپږ نور يې د ۲۹۰.۶ pm څخه په زیات واټن کې موجود وي. دا فلز د تودوخې په لوړه درجه سخت او د ماتېدو وړ وي، خو د ۱۰۰ او ۱۵۰ سانتيګراد تودوخې تر منځ درجه کې نرمېږي. له ۲۱۰ سانتيګراد څخه په پورته تودوخې درجه کې، دا فلز يو ځل بيا د ماتېدو وړ ګرځي او په وهلو سره په پوډر بدلېدای شي. زنګ د برېښنا يو مناسب موصل دی. د يو فلز لپاره، زنک په پرتليز ډول کم ويلې کېدل (۴۱۹.۵ سانتيګراد) او خوټکېدو نقطه يې (۹۰۷ سانتيګراد) سره ده. له مرکري (پاره/سيماب) او «کيډميم» څخه پرته، د ډي بلاک په ټولو فلزاتو کې د ويلې کېدو نقطه يې تر ټولو کمه ده؛ له همدې امله د نورو له منځه زنک، کيډميم او مرکري د ډي بلاک د نورو فلزاتو په څېر لېږدونکي فلزات نه بلل کېږي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ژړو په ګډون ډيری فلزي مرکبات زنک لري. نور فلزات چې له اوږدې مودې راهيسې له زنګ سره په شريکه دوه ګوني مرکباتو جوړولو لپاره پېژندل کېږي، هغه المونيم، اينټيموني، بسمټ، سره زر، وسپنه، سرپ، مرکري، سپین زر، قلعي، مګنيشيم، کوبالټ، نکل، ټيلوريم او سوډيم دي. که څه هم نه زنک او نه زرکونيم فيرومقناطيسي دي، خو بيا هم د هغوی مرکب ZrZn2 فيرومقناطيسي له 35 K څخه کم ښيي.[۲۳][۲۴]

پیدا کېدل

[سمول]

زنک د ځمکې د قشر نږدې ۷۵ ppm (ppm په يو ميلیون کې يو جزء) برخه جوړوي، په دې ډول دا څلوروېشتم شمېره تر ټولو زيات موندل کېدونکی عنصر دی. د زنک د عامې مخيني غلظت په اتموسفير کې « 1 μg/m3» (په يو متر مکعب کې يو مايکروګرام) څخه زيات نه دی؛ په خاوره کې ۳۰۰ملي ګرام/کيلو ګرام؛ په بوټو کې ۱۰۰ ملي ګرام/کيلو ګرام؛ په تازه اوبو کې 20 μg/L (په يو ليتر کې مايکروګرام)، په سمندري اوبو کې 5 μg/L دی. دا عنصر عموماً د نورو بنسټيزو فلزاتو سره يو ځای موندل کېږي، لکه مس او سرپ. زنک یو «چالکوفايل» دی، په دې معنا چې دا عنصر تر ډېره بريده په کاني موادو کې د ګوګړ (سلفر) او نورو درندو کالکوجين سره موندل کېږي، نه د سپکو اکسيجن کالکوجين يا د منفي اليکترونونو د غېر کالکوجين سره لکه هالوجين. سلفايډز د ځمکې په ابتدايي اتموسفير په کمېدونکو حالاتو کې د پياوړي قشر په توګه جوړېږي. سفالريټ، کوم چې د زنک سلفايډ يوه بڼه ده، زنک لرونکی تر ټولو زيات کېندل شوی فلز دی، ځکه چې د دې غلظت کې ۶۰-۶۲٪ پورې زنک موجود وي.[۲۵][۲۶][۲۷]

د زنک لپاره نورو کاني سرچينو کې سمتسونايټ (زنک کارونيټ)، هيميمورفايټ (د زنک سليکيټ)، ورټزايټ (يو بل زنک سلفايډ) او کله کله هايډروزينکايټ (بنسټيز زنک کاربونيټ) شامل دي. له «وورټزايټ» پرته، دا ټول کاني مواد  ابتدايي زنک سلفايډز په موسم کې جوړېږي.[۲۸]

په نړيواله کچه د زنک ټولې پېژندل شوې زېرمې نږدې ۱.۹-۲.۸ ميليارده ټنه پورې دي. سترې زېرمې يې په استراليا، کاناډا او متحده ايالاتو کې دي، په داسې حال کې چې ترټولو سترې زېرمې يې په ايران کې دي. د زنک لپاره د زېرمې د مرکز تر ټولو وروستی اټکل (د شته کان کيندنې او توليد د طريقو په اړوند خاص لږ تر لږ د کم فزيکي معيار سره سمون لري) په ۲۰۰۹ز کال کې شوی و او نږدې ۴۸۰ Mt (ملیون ټنه) محاسبه شوي و. له بلې خوا د زنک زېرمې، د ځمک پېژندنې له پلوه د پېژندل شويو کاني ډبرو اجسام دي د کوم  د تر لاسه کولو لپاره چې د ټاکنې پر مهال (موقعيت، درجه، معيار او مقدار) د هغې مناسب وای تر اقتصاد پورې اړه لري. له دې امله چې موندل او کان کيندنې وده يوه روانه پروسه ده، د زنک د زېرمو مقدار يو ټاکلی شمېر نه دی او د زنک کاري ډبرې د مهيا کول د پايښت اندازه يواځې د اوسمهال د زنک د کانونو د شريکو کانونو ژوند زياتولو پر بنسټ نه شي اټکل کېدای. دا تصور د متحده ايالاتو د ځمک پېژندنې د سروی (USGS) د شمېرو تر مخې ښه تايید شوی دی، کوم چې وايي سره له دې چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ د زنک توليد کې اتيا سلنه زياتوالی راغلی، بيا هم د زنک لپاره د زېرمې د ژوند وخت کې کوم بدلون نه دی راغلی. تر ۲۰۰۲ز کال پورې، د تاريخ په اوږدو کې نږدې ۳۴۶ ميليونه ټنه راايستل شوي دي او پوهانو اټکل کړی چې نږدې ۱۰۹-۳۰۵ ميليونه ټنه په کار راوړل شوي دي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.pfizer.com/products/product-list.
  2. Juris Meija (فبروري ۲۰۱۶). "Atomic weights of the elements 2013 (IUPAC Technical Report)". Pure and Applied Chemistry (in انګرېزي ژبه) (3). doi:10.1515/PAC-2015-0305.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  3. Maret, Wolfgang (2013). "Chapter 12. Zinc and Human Disease". In Astrid Sigel; Helmut Sigel; Roland K. O. Sigel (eds.). Interrelations between Essential Metal Ions and Human Diseases. Metal Ions in Life Sciences. Vol. 13. Springer. pp. 389–414. doi:10.1007/978-94-007-7500-8_12. ISBN 978-94-007-7499-5. PMID 24470098.
  4. Prakash A, Bharti K, Majeed AB (April 2015). "Zinc: indications in brain disorders". Fundam Clin Pharmacol. 29 (2): 131–149. doi:10.1111/fcp.12110. PMID 25659970. S2CID 21141511.
  5. Cherasse Y, Urade Y (November 2017). "Dietary Zinc Acts as a Sleep Modulator". International Journal of Molecular Sciences. 18 (11): 2334. doi:10.3390/ijms18112334. PMC 5713303. PMID 29113075. Zinc is the second most abundant trace metal in the human body, and is essential for many biological processes.  ... The trace metal zinc is an essential cofactor for more than 300 enzymes and 1000 transcription factors [16]. ... In the central nervous system, zinc is the second most abundant trace metal and is involved in many processes. In addition to its role in enzymatic activity, it also plays a major role in cell signaling and modulation of neuronal activity.
  6. Prasad A. S. (2008). "Zinc in Human Health: Effect of Zinc on Immune Cells". Mol. Med. 14 (5–6): 353–7. doi:10.2119/2008-00033.Prasad. PMC 2277319. PMID 18385818.
  7. Broadley, M. R.; White, P. J.; Hammond, J. P.; Zelko I.; Lux A. (2007). "Zinc in plants". New Phytologist. 173 (4): 677–702. doi:10.1111/j.1469-8137.2007.01996.x. PMID 17286818.
  8. Zinc's role in microorganisms is particularly reviewed in: Sugarman B (1983). "Zinc and infection". Reviews of Infectious Diseases. 5 (1): 137–47. doi:10.1093/clinids/5.1.137. PMID 6338570.
  9. Hambidge, K. M. & Krebs, N. F. (2007). "Zinc deficiency: a special challenge". J. Nutr. 137 (4): 1101–5. doi:10.1093/jn/137.4.1101. PMID 17374687.
  10. Prasad, AS (2003). "Zinc deficiency : Has been known of for 40 years but ignored by global health organisations". British Medical Journal. 326 (7386): 409–410. doi:10.1136/bmj.326.7386.409. PMC 1125304. PMID 12595353.
  11. Maret, Wolfgang (2013). "Chapter 14 Zinc and the Zinc Proteome". In Banci, Lucia (ed.). Metallomics and the Cell. Metal Ions in Life Sciences. Vol. 12. Springer. pp. 479–501. doi:10.1007/978-94-007-5561-1_14. ISBN 978-94-007-5561-1. PMID 23595681.
  12. Thornton, C. P. (2007). Of brass and bronze in prehistoric Southwest Asia (PDF). Archetype Publications. ISBN 978-1-904982-19-7. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په September 24, 2015. {{cite book}}: |website= ignored (help)
  13. Greenwood & Earnshaw 1997, p. 1201
  14. Craddock, Paul T. (1978). "The composition of copper alloys used by the Greek, Etruscan and Roman civilizations. The origins and early use of brass". Journal of Archaeological Science. 5 (1): 1–16. doi:10.1016/0305-4403(78)90015-8.
  15. "Zinc - Royal Society Of Chemistry". خوندي شوی له اصلي څخه په July 11, 2017.
  16. "India Was the First to Smelt Zinc by Distillation Process". Infinityfoundation.com. خوندي شوی له اصلي څخه په May 16, 2016. بياځلي په April 25, 2014.
  17. Kharakwal, J. S. & Gurjar, L. K. (December 1, 2006). "Zinc and Brass in Archaeological Perspective". Ancient Asia. 1: 139–159. doi:10.5334/aa.06112.
  18. CRC 2006, p. 4–41
  19. Heiserman 1992, p. 123
  20. Wells A.F. (1984) Structural Inorganic Chemistry 5th edition p 1277 Oxford Science Publications ISBN 0-19-855370-6
  21. Scoffern, John (1861). The Useful Metals and Their Alloys. Houlston and Wright. pp. 591–603. بياځلي په April 6, 2009.
  22. "Zinc Metal Properties". American Galvanizers Association. 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په March 28, 2015. بياځلي په April 7, 2015.
  23. Ingalls, Walter Renton (1902). Production and Properties of Zinc: A Treatise on the Occurrence and Distribution of Zinc Ore, the Commercial and Technical Conditions Affecting the Production of the Spelter, Its Chemical and Physical Properties and Uses in the Arts, Together with a Historical and Statistical Review of the Industry. The Engineering and Mining Journal. pp. 142–6.
  24. CRC 2006, p. 4–41
  25. Rieuwerts, John (2015). The Elements of Environmental Pollution. London and New York: Earthscan Routledge. p. 286. ISBN 978-0-415-85919-6. OCLC 886492996.
  26. Lehto 1968, p. 822
  27. Greenwood & Earnshaw 1997, p. 1202
  28. Emsley 2001, p. 502
  29. Greenwood & Earnshaw 1997, p. 1202
  30. "Country Partnership Strategy—Iran: 2011–12". ECO Trade and development bank. خوندي شوی له the original on October 26, 2011. بياځلي په June 6, 2011.
  31. "IRAN – a growing market with enormous potential". IMRG. July 5, 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په February 17, 2013. بياځلي په March 3, 2010.
  32. Sai Srujan, A.V (2021). "Mineral Commodity Summaries 2021: Zinc" (PDF). United States Geological Survey. بياځلي په June 21, 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  33. Erickson, R. L. (1973). "Crustal Abundance of Elements, and Mineral Reserves and Resources". U.S. Geological Survey Professional Paper (820): 21–25.
  34. Tolcin, A. C. (2009). "Mineral Commodity Summaries 2009: Zinc" (PDF). United States Geological Survey. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په July 2, 2016. بياځلي په August 4, 2016.
  35. Gordon, R. B.; Bertram, M.; Graedel, T. E. (2006). "Metal stocks and sustainability". Proceedings of the National Academy of Sciences. 103 (5): 1209–14. Bibcode:2006PNAS..103.1209G. doi:10.1073/pnas.0509498103. PMC 1360560. PMID 16432205.
  36. Gerst, Michael (2008). "In-Use Stocks of Metals: Status and Implications". Environmental Science and Technology. 42 (19): 7038–45. Bibcode:2008EnST...42.7038G. doi:10.1021/es800420p. PMID 18939524.
  37. Meylan, Gregoire (2016). "The anthropogenic cycle of zinc: Status quo and perspectives". Resources, Conservation and Recycling. 123: 1–10. doi:10.1016/j.resconrec.2016.01.006.