زرغون ښار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زرغون ښار د لوگر یو له لرغونو سیمو څخه ده، چې تر دې مهاله ېې په اړه بشپړ علمي مالومات په لاس کې نه شته. خو تر کال ۱۹۲۹ز پورې د دغې سیمې نوم سبزاباد و، چې وروسته بیا د محمد گل خان مومند په حکم په زرغون ښار بدل شو. تر دې مهاله په همدغه نوم یادیږي. داسیمه د محمد اغې ولسوالی په لویدیځ کې پرته سیمه ده.

د خواجه صدر اولیا زیارت

په زرغون ښار کې د هیواد په کچه یو ډیر مشهور زیارت دی، چې د خواجه صدر اولیا زیارت په نامه یادیږي. د دغه شخصیت قبر ته د هیواد له ډیرو برخو څخه خلک د دم او دعا لپاره ځي راځي. د ولسي خلکو په وینا: خواجه صدراولیا له نن څخه شپږ پیړۍ وړاندې په همدغه سیمه کې د خدای د یوه دوست په توگه تیر شوی دی. وايي:یوه ورځ خواجه صدر اولیا په لمانځه ولاړ و، چې مور ېې ترې اوبه وغوښتې ،خو ترڅو چې هغه لمونځ خلاصوه، نو مور ېې بیرته ویده شوې وه. کله چې نوموړي سلام وگرځاوه، نو سمدلاسه ېې جام له اوبو ډک کړ او دمور کټ ته ودرید، خو هغه ېې له خوبه ویښه نه کړه. مور ېې هماغسې ویده وه. پس له څو گینټو انتظار وروسته مور ېې له خوبه پاڅیده ، د ده له لاس څخه ېې د اوبو یخ جام واخیست، خو له جام سره دخواجه صدر اولیا دورغوي غوښه هم پرې شوه. ځکه چې اوبه هم یخې وې او موسم هم سوړ ژمی و. مور ېې د دې پیښې په لیدو ډیره خواشینې شوه، دخپل زوی د مینې ادب او درناوي په چلند ډیره و ویاړیده او ډیره خوښه شوه او دعا ېې ورته وکړه،چې اې خدایه ته زما زوی د والیانو سر کړې. خلک واېې له دې پیښې وروسته ده ته دخواجه صدراولیا نوم و رکړل شو، چې له همدې شیبې وروسته له ده بیلابیل کرامتونه څرگندیدل. ځکه خو ېې زیارت ډیر مشهور دی. زرغون ښار ته دهمدغه زیارت لپاره خلک ډیر ځي راځي. د ده زیارت په لرگیو نقاشي شویو ستنو دریدلی او ښکلی شوی دی. له دغو نقاشی شویو لرگیو څخه ښکاري چې دا زیارت ډیر پخوانی دی. همدا ډول خلک وایی چې له نن څخه شاوخوا ۳۰ کاله پخوا په دغه زیارت کې یوه توره ډبره وه، چې یو متر سور او نیم متر ېې پلنوالی و. دې ډبرې په ډیروجگړو کې دغلگرو پر وړاندې دنورو غازیانو په ډله کې جهاد کاوه. همداراز دې ډبرې هغه پخواني افتونه له منځه وړل ،چې خلکو ته به دزیان لامل گرځیده. د دې تیږي د مبارزو څرگندنې نښې دا وې، چې دشپې له خوا به غیب وه. سهار وختي مخکې له اذانه په وینو ککړه په خپل ځای کې ایښې وه. یانې هرو مرو به ېې کومه بلا یا افت له منځه وړی و. خو له بده مرغه په تیرو درې لسیزو جگړو کې دا په زړه پورې عجیبه او غریبه ډبره یو په یو غیب اوتري تم شوه.

سرچینې