زابلون سیمینتوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زابلون سیمینتوف (په عبراني:: זבולון סימן-טוב؛ زېږون: ۱۹۵۹ زکال) چې د زیبولون سیمنتوف په نوم هم پېژندل کېږي یوازنی افغان یهودي دی چې پخوا یې په افغانستان کې د غالیو سوداګري کوله او هوټل یې درلود. وړاندې له دې چې نوموړی په ۲۰۲۱ زکال کې له افغانستان څخه اسرائیلو ته وویستل شي، په ټول افغانستان کې یې د یوازني استوګن یهودي وګړي په توګه شهرت درلود او په پلازمېنه کابل ښار کې یې د یوې کنیسې مشري هم کوله. نوموړی د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په اوومه د یوه اسرائيلي الاصله امریکايي سوداګر مردخای کاهانا او د تزدک ټولنې د مارګارېتن موشي خاخام د خصوصي امنیتي کمپنۍ په مرسته له افغانستان څخه وویستل شو؛ له دې وروسته څرګنده شوه چې د تووا مرادي په نامه د سیمینتوف لرې خپلوانه په افغانستان کې وروستۍ استوګنه یهودي ده؛ مرادي هم د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې له افغانستان څخه البانیا ته وتښتېده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

لومړنی ژوند[سمول]

سیمینتوف (چې د زابلون سیمینتوف په نوم پېژندل کېږي) په ۱۹۵۹ زکال کې د هرات ښار په یوه ارتدوکس یهودي کورنۍ وزېږېد چې کابل ته له کډې کولو وړاندې یې خپل ماشومتوب په هرات کې تېر کړ. د هغه د استوګنې ځای د افغانستان د دویمې کورنۍ جګړې پر مهال وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل په شدیده توګه ویجاړ شو او هغه اړ شو په کابل ښار کې د یهودانو په یوازنۍ کنیسې کې استوګن شي. په داسې حال کې چې دغه مهال ډیری یهودان له هېواده وتلي و او په اسرائیلو کې استوګن شوي و؛ سیمینتوف د تل لپاره له هېواد څخه بهر استوګن نه شو. هغه د لنډې مودې لپاره په ترکمنستان کې ژوند وکړ او په ۱۹۹۸ زکال کې بېرته کابل ته راوګرځېد. دغه مهال طالبانو په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت تاسیس کړی و. له دې وروسته سیمینتوف څو ځله د طالب ملیشه کسانو له خوا ونیول شو، بندي کړای شو او وځورول شو، همدارنګه په ۲۰۰۱ زکال کې د دغې ډلې له خوا د غالیو په یوه ګدام کې د هغه زیاته شتمني په زور ترې واخیستل شوه. [۹]

وروسته ژوند[سمول]

سیمینتوف له اسحاق لوین سره چې په افغانستان کې یوازنی پاتې یهودی ګڼل کېده د کابل په کنیسه کې یوځای ژوند کاوه. لوین د ۲۰۰۵ زکال د جنوري په ۲۶مه د ۸۰ کلونو په عمر ومړ. د سیمینتوف او لوین اړوند، په افغانستان کې د یوازې پاتې دوه یهودانو کیسه د یوې بریتانوۍ نمایشنامې بنسټ جوړوي. سیمینتوف له بریتانوي خبریال مارتین فیچر سره په مرکه کې لوین ته په داسې حال کې سپکاوی وکړ، چې لوین وروسته له هغه چې سیمینتوف په ۱۹۹۸ زکال کې له ترکمنستان څخه هېواد ته راوګرځېد د کابل په کنیسه کې یې د هغه هرکلی وکړ او هلته یې ځای ورکړ؛ دوی دواړو د شخصي او مذهبي اختلافاتو له امله په شدیده توګه له یو بل څخه کرکه لرله. [۱۰][۱۱]

سیمینتوف د ټبلېټ په نامه د یهودو امریکایانو له یوې مجلې سره په مرکه کې په افغانستان کې د یهودیت د یوازني پیرو ستونزې او پر وړاندې یې خنډونه څرګند کړل. هغه څرګنده کړه چې د خپلو دامونو د څارویو د حلالولو لپاره به یې د ازبکستان په تاشکند کې له تر ټولو نږدې خاخام څخه ځانګړې اجازه اخیسته، ځکه چې دغه چاره په معمول ډول د یو روزل شوي یهودي قصاب له خوا ترسره کېږي. هغه د پسح د اختر په ورځ (د فرعونانو له غلامۍ څخه د یهودانو د آزادۍ ورځ) د کوشر ځانګړو وسایلو یوه منظمه محموله په نیویارک کې د استوګنو افغان یهودانو له خوا ترلاسه کړه. هغه ویلي چې خپله قیفه یې په یوازیتوب کې اغوسته او په زړه نا زړه توګه به یې اجازه ورکوله سیلانیان یې له کنیسې لیدنه وکړي.  [۱۲]

سیمینتوف په یوازې ځان د دغې کنیسې په یوه کوچنۍ خونه کې اوسېده او له هېواده بهر یهودانو او همدارنګه سیمه ییزو زړه سواندو مسلمانانو به ورسره مالي مرسته کوله. د هغه مېرمن چې ترې جلا شوې له خپلو دوه لوڼو سره په اسرائیلو کې ژوند کوي. هغه مهال چې ترې وپوښتل شول چې آیا غواړي اسرائیلو ته کډه وکړي او له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، ځواب یې ورکړ: «اسرائیلو ته لاړ شه؟ زه هلته څه کار لرم؟ ولې باید زه له دې ځایه لاړ شم؟». په ۲۰۰۷ زکال کې هغه له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې کېدای شي اسرائیلو ته له دې امله له تګ سره لیوالتیا ومومي څو له خپله دوه لوڼو سره یوځای شي. له دې سره نوموړي په ۲۰۱۹ زکال کې له افغانستان څخه وتل رد کړل او څرګنده یې کړه: «زه عبري خبرې نشم کولای. زه یو افغان یم». سیمینتوف همدارنګه څرګنده کړه چې هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له نږدې پېژني. [۱۳][۱۴][۱۵]

سیمینتوف د ۲۰۱۳ زکال په نومبر میاشت کې څرګنده کړه چې غواړي د ۲۰۱۴ زکال په مارچ میاشت کې خپل د کبابو رسټورانټ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د شمېر د کمېدو په خاطر په سوداګریزو چارو کې د کمښت له امله وتړي. [۱۶]

د طالبانو واک ته رسېدل او د سیمینتوف وتل[سمول]

د ۲۰۲۱ زکال په اپرېل میاشت کې سیمینتوف څرګنده کړه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتو وروسته به د طالبانو په څېر نورو ډلو د واکمنۍ له ویرې د سپټمبر میاشتې له سپېڅلو ورځو وروسته اسرائیلو ته کډه شي. طالبان د یهودانو د دغو سپېڅلو ورځو څخه درې اونۍ وړاندې د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل. سیمینتوف له دې سربېره چې له کابل څخه د وتو فرصتونه ورته برابر شول په کابل کې پاتې شو. سوداګر مردخای کاهانا هم ورته وړاندیز کړی و چې یوه ځانګړې الوتکه به ورته ونیسي څو دی اسرائیلو ته ولېږدوي. په اسلامي هېوادونو کې د خاخامانو د ټولنې غړي خاخام مندی چیتریک په دغه چاره کې د ترکیې د دولت د مشارکت غوښتنه وکړه او هغه یې له کابل څخه ویوست. په داسې حال کې چې هغه ټینګار درلود، د افغانستان د وروستۍ کنیسې څخه د ساتنې په موخه په کابل کې پاتې کېږي، خو وروسته راپورونه خپاره شول چې د وتو پرېکړه یې کېدای شي خپلې ښځې ته د طلاق (د یهودانو د مذهبي طلاق) له ورکولو څخه د ډډې کولو تر اغېز لاندې راغلې وي. د طلاق له ورکړې ډډه کول په اسرائیلو کې د بندي کېدو لامل ګرځېدای شي. د یو بل راپور پر بنسټ د هغه د نه وتو لامل دا و چې هغه د خپلو ګاونډیو پوروړی و او غوښتل یې خپل پورونه ورکړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بلاخره نوموړی د ۲۰۲۱ زکال په سپټمبر میاشت کې له خپلو څو نورو ګاونډیانو سره یوځای له هېواده ووت او څرګنده یې کړه چې د طالبانو له خوا نه، بلکې د داعش په څېر نورو سخت دریځو اسلام پالو ډلو له خوا د یرغمل کېدو له ډاره یې هېواد پرېښې. وروسته له هغه چې سیمینتوف له افغانستان څخه ووت خپلې ښځې ته یې طلاق ورکړ. یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د هغه لرې بله خپلوانه، ۸۳ کلنه تووا مرادي هم له افغانستان څخه البانیا ته وتښتېده. په دې توګه داسې ښکاري چې مرادي «په افغانستان کې وروستۍ یهوده» وه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2011-11-02 باندې). The Last Jew in Afghanistan. Vice
  2. (په January 27, 2005 باندې). Afghan Jew Becomes Country's One and Only. The Washington Post.
  3. . Now I’m the only Jew in the city. The Times.
  4. (په January 25, 2005 باندې). 'Only one Jew' now in Afghanistan. BBC News.
  5. Martin Fletcher (په June 14, 2008 باندې). The last Jew in Afghanistan. NBC News.
  6. Sharon, Jeremy (8 September 2021). "Last Jew leaves Afghanistan". The Jerusalem Post. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan's last Jew finally leaves the country, reportedly headed to US". The Times of Israel. 7 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ben Zion, Ilan; Semini, Llazar (29 October 2021). "The last, last Jew? Simentov relative flees Afghanistan after Taliban takeover". The Times of Israel. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "'Last Afghani Jews' kicked out of Taliban prison for being too annoying". The Jerusalem Post | JPost.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په July 19, 2007 باندې). In Afghanistan, a Jewish Community of One. NPR.
  11. Hannah Schraer (August 15, 2006). "Fringe benefits". TotallyJewish.com. د اصلي آرشيف څخه پر November 3, 2006 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Garfinkel, Jonathan (May 29, 2013). "A Congregation of One". Tablet. د لاسرسي‌نېټه November 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Virtual Jewish History Tour (Afghanistan) by Alden Oreck, Jewish Virtual Library
  14. The last Jew in Afghanistan - 12 Sep 07 پر يوټيوب باندې
  15. "„When the Taliban realized, I was a Jew, they let me go"". Bild. February 4, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Donati, Jessica; Harooni, Mirwais (November 12, 2013). "Last Jew in Afghanistan faces ruin as kebabs fail to sell". Reuters. د لاسرسي‌نېټه November 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Poyet, Stanislas (20 August 2021). "Zébulon Simantov, le dernier juif d'Afghanistan, ne quittera pas le pays malgré les talibans". Le Figaro. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignore
  19. "Last Afghan Jew will be safe, Taliban spokesman (unwittingly) tells Israeli TV". The Times of Israel. 17 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Rosenfeld, Arno (17 August 2021). "As Taliban take charge, uncertain future for Afghanistan's Jewish heritage sites". Forward. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 2021-08-15 باندې). Afghanistan: Taliban declare victory after President Ghani leaves Kabul. Deutsche Welle
  22. Pasko, Simcha (2021-08-18). "Last Jew in Afghanistan refuses to give wife Jewish divorce". The Jerusalem Post (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Afghanistan's Last Jew Leaves After Taliban Takeover". Haaretz. The Associated Press. 8 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Afghanistan's last Jew finally leaves the country, reportedly headed to US". The Times of Israel. 7 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Last Jew to leave Afghanistan divorces wife after refusing for over 20 years". The Times of Israel. 26 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. 'Last Jew in Afghanistan' loses title to hidden Jewish family. December 1, 2021. The Jerusalem Post. Retrieved May 21, 2022.
  27. Ben Zion, Ilan; Semini, Llazar (29 October 2021). "The last, last Jew? Simentov relative flees Afghanistan after Taliban takeover". The Times of Israel. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)