Jump to content

ریمونډ ارون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ریمونډ ارون
ریمونډ ارون
ریمونډ ارون

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
پاريس [۳]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
پاريس [۴]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای فرانسه (۱۹۳۳–)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه نړيوالې اړيکې   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر
پوځي خدمت
برخه فرانسوي هوايي ځواک   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
ايراسموس جايزه (۱۹۸۳)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ریمونډ ارون
ریمونډ ارون

ریمونډ کلوډ فرډيناند ارون ( په فرانسوي ژبه: [ʁɛmɔ̃ aʁɔ̃]؛ زېږېدنه د ۱۹۰۵ کال د مارچ ۱۴مه - مړینه د ۱۹۸۳ کال د اوکتوبر ۱۷مه) یو فرانسوی فلیسوف، ټولنپوهو د سیاسي علومو پوه، تاریخ لیکونکی او خبریال/ژورنالیست و چې د فرانسې د شلمې پېړۍ له مخکښو متفکرانو څخه و.

ارون تر ډېره د تریاکو روښان فکران په نوم کتاب لپاره پېژندل شوی چې په ۱۹۵۵ کال کې يې لیکلی، چې سرلیک یې د کارل ماکس دا ادعا نسکوروي چې مذهب د خلکو تریاک وو. هغه داسې استدلال کوي چې مارکسیزم په فرانسه کې تر جګړې وروسته د روښان فکرانو تریاک وو. ارون په دې کتاب کې پر ديموکراسۍ او کپيتالیزم/سرمایه‌دارۍ د شدېدې نيوکې او په ورته وخت کې له ظلم، جنایت او د مارکسیستۍ پر وړاندې د نه‌زغم له امله فرانسوي روښان فکران وغندل. منتقد راجر کیمبال داسې وړاندیز کوي چې تریاک «د شلمې پېړۍ اصلي کتاب دی.» ارون همدارنګه له فلیسوف ژان پل سارتر سره د خپلې تل‌پاتې او کله ناکله تندې ملګرتيا له امله پېژندل شوی. دا متل چې «له ارون سره په سمه لار تر تللو دا غوره ده چې له سارتر سره په ناسمه لار لاړ شئ» د فرانسوي روښان‌فکرانو تر منځ ډېر عام شو. [۶][۷][۸]

ارون په سیاست کې د یو منځ‌لارې غږ په توګه هم په ښي اړخ او هم په کېڼ/چپ اړخ کې ګڼ شمېر زده‌کوونکي لرل، خو هغه په‌خپله دا روښانه کړه چې هغه «د ښي‌پال پر ځای تر ډېره یو چپ‌پال اروني دی.» که څه هم په ټولیز ډول هغه د یو محافطه‌کار لېبرال (یا ښي اړخي-لېبرال) په توګه ياديږي. ارون د نورو پراخو موضوعاتو اړوند پراخې ليکنې وکړې. تاريخ‌پوه جېمز ار. کارلنډ د ارون د ليکنو پر کيفیت او پراختيا د استناد له مخې وايي: «که څه هم هغه ښايي په امريکا کې لږ پېژندل شوی وي خو په احتمالي ډول ارون په شلمه پېړۍ کې د فرانسوي روښان‌فکرۍ وتلی مثال و.» [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

دنده او ژوند

[سمول]

په پاريس کې زېږېدلی، د یو سیکولار يهودي زوی و، د ایکول نارمل سوپریور په پوهنتون کې يې زده‌کړې وکړې او هلته يې له ژان پل سارتر سره وليدل چې لومړی يې ملګری او وروسته يې د ټول‌عمر لپاره فکري مخالف شو. هغه یو منطقي انسان او په هغو کسانو کې مشر و چې پر وجودي اصالت يې باور نه درلود.  ارون په ۱۹۲۸ کال کې د فلسفې په رقابتي ازموينه کې لومړۍ درجه خپله کړه، سارتر په همدې کال کې په ورته ازموینه کې ناکام شوی و. په ۱۹۳۰ کال کې يې د ايکول نارمل سوپریور له پوهنتون څخه د تاريخ فلسفې په برخه خپله دوکتورا درجه ترلاسه کړه.   [۱۴][۱۵][۱۶]

هغه یوازې د څو انیو لپاره کله چې دويمه نړيواله جګړه پیل شوه د ټولوز په پوهنتون کې ټولنیزه فلسفه تدریس کړه؛ هغه د فرانسې له هوايي او فضايي ځواک سره یوځای شو، کله چې فرانسه ماته شوه د لندن په تکل يې فرانسه پرېښوده تر څو د ازادې فرانسې له ځواکونو سره یوځای شي، هغه د فرانس لېبر (ازادې فرانسې) ورځپاڼه سمه/اېډت کړه.

کله چې جګړه پای ته ورسېده ارون بېرته پاریس ته راستون شو تر څو د ايکول ملي مدیریت او پوساینس په پوهنتونو کې ټول‌پوهنه تدریس کړي. له ۱۹۵۵ کال څخه تر ‍۱۹۶۸ کال پورې يې د سوربن په پوهنتون او تر ۱۹۷۰ کال وروسته يې په ډي فرانس کالج او همدارنګه په [1]ايکول ډیس هوټس اېټوډس اېن ساینس سوشل (EHESS) کې تدیس وکړ. په ۱۹۵۳ کال له ځوان امريکايي فلیسوف الن‌بلوم سره چې په سوربن پوهنتون کې يې تدریس کاوه ملګری شو.

ارون په ټول عمر کې ژورنالیست/خبریال و، په ۱۹۴۷ کال کې د لي فېګورو فرانسوي ورځپاڼې یو اغېزناک ستون لیکونکي شو، دا هغه پوست و چې د ۳۰ کلونو لپاره په‌کې پاتې شو تر هغه چې له اېل اېکسپرېس سره یوځای شو او هلته يې د خپلې مړینې تر مهال یو سیاسي ستون ولیکه. [۱۷]

هغه په ۱۹۶۰ کال کې د امريکا د هنر او علومو اکادمۍ د وياړلي/افتخاري غړي په توګه وټاکل شو. [۱۸]

په ۱۹۷۸ کال کې يې د مجلې له بنسټ‌ګر مدیر ژان کلود کازانووا سره د کومېټایر په نوم د بحثونو او نظریو د یوې موسمي/درې مياشتینۍ فرانسوي مجلې بنسټ کېښود. [۱۹]

ارون د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر په ۱۷مه په پاریس کې د زړه د حملې له امله ومړ.

سیاسي ژمنتیا

[سمول]

ارون په برلين کې د نازي ګوند د واک ته رسېدو او د ټولې مطلقې دېکتاتورۍ/زورواکي سیستم د پرمختګ شاهد و. په ۱۹۳۸ کال کې يې په پاریس کې د کولوک والټر لوپمن په نوم د روښان‌فکرانو په کنفرانس کې ګډون وکړ. په ۱۹۵۰مه لسیزه کې يې پر اتریشي ښوونځي په شدید ډول نیوکه وکړه او له خصوصي مالکیت سره يې د هغوی لېوالتيا/جنون د اوښتي مارکسېزم په توګه تشرېح کړ. ارون تل د لېبرالیزم ډېر نرم ډول ته دود ورکاوه چې مختلط اقتصاد يې د هغه دور د عادي اقتصادي موډل په توګه مانه. [۲۰][۲۱]

سیاسي فکر

[سمول]

ارون پر کارل مارکس او کارل وون کلاوزویتس د کتابونو لیکونکی دی. هغه د جګړې او سولې په اثر کې د نړيوالو اړیکو تيوري مطرح کړه. هغه د ماکس وېبر د هغې ادعا پر وړاندې چې له فزیکي ځواک څخه د مشروع کار اخيستلو انحصار له دولت سره دی داسې استدلال وکړ چې دا د دولتونو تر منځ اړيکو کې د پلي کېدو وړ نه دی.

ارون په ۱۹۵۰ لسیزه کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې دا فرضیه مطرحه کړه چې د اتومي وسلو له راڅرګندېدو سره سره هېوادونه لاهم غیر اتومي پوځي ځواکونو ته اړتیا لري. د دغې ډول ځواکونو ګټه هغه څه ته ډېره اړینه وه چې نوموړي د اتومي وسلو ممنوعیت ونوماوه. [۲۲]

کارونه

[سمول]

هغه یو بریالی ليکوال و «څو زره سرمقالې او سلګونه علمي مقالې، تفصیلي مقالې او تبصرې او همدارنګه يې نږدې ۴۰ کتابونه ولیکل» چې دا دي: [۲۳]

  • د المان معاصره ټولن‌پوهنه، پاریس: الکان، ۱۹۳۵؛ جرمني ټولن‌پوهنه، هاني‌من: لندن، ۱۹۵۷ کال
  • د تاريخ د فلسفې پیلامه. د تاريخي موخو د محدودیت اړوند مقاله، ګاليمارډ: پاریس، ۱۹۳۸؛ د تاريخ د فلسفې پېژندګلوي: د تاريخي موخو د محدودیت په اړه یوه تفصیلي مقاله، وايډنفلډ: لندن او نيکولسون، ۱۹۴۸ کال 
  • په معاصر المان کې د تاريخي تيوري اړوند مقاله. پر تاريخ فلسفي نیوکه، ورين: پاریس، ۱۹۳۸ کال  

سرچينې

[سمول]

[1] په ټولنیزو علومو کې د پرمختللیو زده‌کړو پوهنتون، ژباړن

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118504371  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6805zjz — subject named as: Raymond Aron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. پیوستون : 118504371  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. پیوستون : 118504371  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/c9prslhw4l6hcnd — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲
  6. Kimball, Roger (2001). "Aron & the power of ideas Archived 2013-11-10 at the Wayback Machine.". New Criterion, May 2001.
  7. Memoirs: Fifty Years of Political Reflection, Raymond Aron (1990).
  8. Poirier, Agnès (1 May 2018). "May '68: What Legacy?". The Paris Review (in انګليسي). بياځلي په 30 December 2020.
  9. Rosenblatt, Helena; Geenens, Raf (2012). French Liberalism from Montesquieu to the Present Day. Cambridge University Press. pp. 271–291.
  10. Sawyer, Stephen W.; Stewart, Iain (2016). In Search of the Liberal Moment: Democracy, Anti-totalitarianism, and Intellectual Politics in France Since 1950. Palgrave Macmillan US. p. 25.
  11. In Defense of Decadent Europe. Transaction Publishers. 1996. p. xi. ISBN 978-1412826044. ... Aron was a conservative liberal who appreciated that a true affirmation of political liberty required the ...
  12. Edmund Fawcett, ed. (2018). Liberalism: The Life of an Idea, Second Edition. Princeton University Press. p. 355. ISBN 978-1400889679. The right-wing liberal Raymond Aron reproved them both.
  13. Garland, James R. "Raymond Aron and the Intellectuals: Arguments Supportive of Libertarianism." Journal of Libertarian Studies, Vol. 21, No. 3 (Fall 2007).
  14. Anderson, Brian C. (1997). Raymond Aron: The Recovery of the Political. Rowman & Littlefield. ISBN 978-0847687589. بياځلي په 16 February 2019 – via Google Books.
  15. Aron (1994) In Defense of Political Reason, p. 170.
  16. Carruth, Gorton (1993) The Encyclopedia of World Facts and Dates, p. 932.
  17. Mazgaj, Paul (2020-11-11). "Raymond Aron, the United States, and the Early Cold War, 1945–1953". The International History Review. 43 (4): 796–814. doi:10.1080/07075332.2020.1838599. ISSN 0707-5332. S2CID 228839187.
  18. "Book of Members, 1780–2010: Chapter A" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. بياځلي په 25 April 2011.
  19. François Quinton (10 April 2008). "Entretien avec Jean-Claude Casanova (1) : La création de la revue". nonfiction.fr.
  20. Sawyer, Stephen W.; Stewart, Iain (2016). In Search of the Liberal Moment: Democracy, Anti-totalitarianism, and Intellectual Politics in France Since 1950. Palgrave Macmillan US. p. 22.
  21. Rosenblatt, Helena; Geenens, Raf (2012). French Liberalism from Montesquieu to the Present Day. Cambridge University Press. p. 223.
  22. "Introduction". Raymond Aron. بياځلي په 16 February 2019.
  23. Henrik Østergaard Breitenbauch, "Aron, Raymond" in Christopher John Murray (ed.), Encyclopedia of Modern French Thought, Routledge (2013), pp. 18–19.