رویا محبوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رویا محبوب سوداګره او د کاري فرصتونو برابرونکې افغان وګړې ده. نوموړې د افغانستان په هرات ولایت کې د افغان سیتادل سافټ وېر کمپنۍ په نامه د سافټ ویرونو د پراختیا د بشپړو خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت تاسیس کړ او د هغې د اجرایوي مسئولې په توګه یې کار وکړ. نوموړې له دې امله چې په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لومړنۍ ښځینه اجرایوي مسئوله وه، پام وړ وګرځېده؛ هغه هېواد چې لا هم په ډېر ندرت سره په کې ښځې له کوره بهر کار ته مخه کوي. نوموړې د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل په اتلسمه وروسته له هغې د ټایمز مجلې د ۲۰۱۳ زکال په ګڼه کې د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو په کتار کې ځای وموند چې د افغانستان په ښوونځیو کې یې د انټرنټ ټولګي جوړ کړل او همدارنګه یې د وومنز انکس (Women's Annex) په نامه د انکس فلم د شرکت په مرسته په څو ژبو باندې د خپرېدونکو ویډیوګانو یوه ویب پاڼه جوړه کړه. نوموړې د ټایمز مجلې د ۱۰مې کلیزې په ځانګړې نسخه کې د نړۍ د ۱۰۰ مخکښو کسانو په کتار کې ځای وموند. په ټایمز مجله کې د رویا محبوب اړوند لیکنه د فیس بوک د عملیاتي مدیر او همدارنګه د «ښځې کار او رهبري کولۍ شي»( Lean In: Women, Work and the Will to Lead) تر عنوان لاندې اثر د لیکوال شریل سنډبرګ له خوا شوې وه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم له رویا محبوب او د کاري فرصتونو له برابرونکو نورو افغان ښځو سره د افغانستان د امریکايي پوهنتون د ښځو د اقتصادي پراختیا په نړیوال مرکز کې ولیدل. نوموړې همدارنګه د انکس فیلم په نامه انلاین تلویزیوني شبکې او فلم خپرونکي شرکت سره د افغان پراختیايي پروژې په اډانه کې د کارکولو له امله شهرت لري. محبوب اوس مهال د سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې د فوربس کالج سلاکاره ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ژوند لیک[سمول]

محبوب د افغانستان په هرات ولایت کې وزیږېده، خو په افغانستان باندې د شوروي له برید وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای لومړۍ پاکستان او بیا ایران ته کډه شوه. نوموړې په ۲۰۰۳ زکال کې بېرته افغانستان ته راوګرځېده او د رسنیو په برخه کې یې په یوې فرانسوي موسسه کې د دواطلبانه کار کولو پر مهال انګریزي ژبه زده کړه. نوموړې د همدغه کال په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروژې له خوا د معلوماتي ټکنالوژۍ په یوه روزنیز کورس کې نوم ثبت کړ او په ۲۰۰۵ زکال کې یې د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې د لیسانس په کچه زده کړې پیل کړې. دلته د زده کړو پر مهال د برلین د تخنیکي پوهنتون د یو پلاوي له خوا و روزل شوه. ورته مهال یې د برلین د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې د کمپیوټري علومو په برخه کې یو سمستر زده کړې وکړې. په ۲۰۰۹ زکال کې له پوهنتون څخه له فراغت وروسته د هرات پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې مدیره وټاکل شوه او له دې وروسته یې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ په ریاست کې د پروژو د کوردیناتورې په توګه کار وکړ چې د برلین د تخنیکي پوهنتون د نړیوالو او کلتوري اړیکو له مرکز سره یې نږدې همکاري لرله. د ۲۰۱۱ زکال په مۍ میاشت کې نوموړې د هرات د معلوماتي ټکنالوژۍ د پروګرام په اډانه کې د کاري فرصتونو د برابرونکو په یوه ټولګي له نورو اوو تنو سره یوځای ګډون وکړ. یاد پروګرام په افغانستان کې د سوداګریزو چارو او ټیکاو راوړونکو عملیاتو برخه و، چې په ۲۰۱۰ زکال کې د دفاع وزارت د پخواني مرستیال پاول برینکلي له خوا پیل شوی و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مسلکي ژوند[سمول]

محبوب په هرات پوهنتون کې د خپلو دوه ټولګیوالو سره یوځای په ۲۰۱۰ زکال کې د ۲۰ زره ډالرو په پانګه د افغان سیتادل سافټ وېر کمپنۍ (ACSC) په نامه شرکت پرانیست. د دغه شرکت موخه د افغانستان د ټکنالوژۍ په مخ پر ودې بازار کې د پوهنتون څخه فارغینو – په ځانګړې توګه نجونو ته – د کاري زمینې برابرول و. دغه شرکت حد اقل ۲۰ پروګرام جوړونکي استخدام کړل چې له نیمايي څخه زیاته برخه یې ښځې وې. [۱۷][۱۸]

ACSC د خپلو پیرودونکو د اړتیاوو سره سم ځانګړي پرګرامونه جوړول چې په پیرودونکو کې یې ډیری دولتي وزارتونه، پوهنتونونه او په افغانستان کې فعال نړیوال بنسټونه شامل وو. ورته مهال یې د بازار اړتیاوو او موجودو فرصتونو ته په پام د کمپیوټرونو او ځیرکو ټلیفونونو لپاره یو شمېر جلا او یا هم له یو بل سره تړلي پروګرامونه جوړول. د دغه شرکت په لومړنیو پروژو کې د هرات ولایت د روغتون ډیجیټل سازي او همدارنګه د ناټو له خوا د افغانستان د وریښمو د پروژې په اډانه کې د هرات پوهنتون ته د کفایت کوونکي انټرنټ په رسولو کې مرسته وه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۲۰۱۲ زکال کې د نیویارک سیتادل په نامه د دغه شرکت بله شریکه څانګه تاسیس شوه څو د ایکزمر په نامه د پراختیا او ودې په موخه ارزونکې اډانه (پلټ فورم) رامنځته کړي؛ د ټولنیزې شبکې دغه متقابل اغېز لرونکي او روزنیز پلټ فورم د مایکرو سکالرشېپونو د تادیاتو یو سیسټم درلود چې د محبوب په مرستې سره پراختیا ورکړل شوه. دغه مشارکت ته اړوندې بلې پروژې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د ویډیويي محتوا زیاتول تمویل کړل او افغان ښځو ته یې د دې فرصت برابر کاوه څو د فیلم جوړونکو په توګه فعالیت وکړي. سیتادل نیویارک د ۲۰۱۲ زکال په اکتوبر میاشت کې خپل ۱۰ سلنه اسهام د استقلال فوټبال ټیم پر مټ ترلاسه کړل. [۲۳][۲۴][۲۵]

محبوب په ۲۰۱۴ زکال کې د نړیوالو مفکرینو د خونې د سلاکارانو په پلاوي کې ځای وموند. [۲۶]

هغې د افغان نجونو روباټیک ټیم چې د افغان ډریمرز په نوم هم پېژندل کېږي، تاسیس کړ. [۲۷][۲۸]

شهرت موندل[سمول]

محبوب په داسې یوه هېواد کې د اجرایوي مدیرې په توګه وپېژندل شوه چې لا هم ډیری ښځې په کې له کوره بهر کار ته زړه نه ښه کوي. هغه له دې امله چې ځانته یې جلا سوداګري جوړه کړه، په سوداګرۍ کې یې تر ډېره ښځې بوختې کړې، له بهرنیانو سره یې همکاري لرله او خپله یې موټر چلاوه، له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخ وه. د دغو ټولو پر وړاندې د رویا غبرګون دا و چې، «تاسو باید ټولو ته وښایاست چې ښځې او نارینه له یو بل سره مساوي دي. ښځې هم کولای شي یو کار ترسره کړي، خو که تاسو هغوی ته اجازه ورکړۍ. هغوی ته فرصت ورکړۍ څو خپل ځانونه ثابت کړي». [۲۹][۳۰][۳۱]

محبوب په ۲۰۱۲ زکال کې د انیکس فلم په نامه په آنلاین بڼه د فیلمونو د خپرونکي او ټلویزیوني شبکې له پلټ فورم سره د افغانستان د پراختیايي پروژې په پیلولو کې مرسته وکړه. د دغې پروژې موخه د جاري پېښو، مرکو او خبري کلیپونو په خپرولو سره د افغانستان د نوې څېرې څرګندول و او همدارنګه یې د افغان ځوانانو د پرمختګ اړوند مطالب هم خپرول. د رولي او محبوب ترمنځ همکاري په ۲۰۱۱ زکال کې وروسته له هغه پیل شوه چې دوی دواړو په ګډه د ناټو لپاره یوه تبلیغاتي ویډیو جوړه کړه او پریکړه یې وکړه چې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي. محبوب او انکس په ګډه سره د افغانستان په ښوونځیو کې د انټرنټ خونو په جوړولو کار پیل کړ څو افغان ماشومان له نړۍ سره ونښلوي او هغوی د طالبانو سره له یوځای کېدو راوګرځوي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ۲۰۱۳ زکال د نومبر په ۱۸مه سناتور جان کري د پولیټیکو مجلې لپاره په یوه مقاله کې د افغان سیتادل شرکت د اجرایوي مشرې، رویا محبوب سره د خپلې لیدنې اړوند جزیات ولیکل او همدارنګه یې د افغان ښځو د ټولنیز ژوندانه په بېلابېلو برخو کې اوسني تغیرات توضېح کړل. نوموړي په دغه مقاله کې څرګنده کړه چې د رویا محبوب په ګډون نورې افغان ښځې څه ډول کولای شي نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي. هغه په دغه مقاله کې په ځانګړې توګه د محبوب چارو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې د هغې هڅې څه ډول د افغانستان په ټولنه او همدارنګه په نړیوالې ټولنې اغېز کولای شي. د هغه په خبره په داسې حال کې چې د نړیوال لرلید له مخې د افغانستان پر وړاندې لا زیاتې چارې پاتې دي خو د یوې مطرحې ښځینه څېرې په توګه د محبوب بریا په دغه هېواد کې د سولې او دوامداره ټیکاوه په برخه کې لوی ګام دی. «افغان ښځې به وه نه درېږي. دوی مخ پر وړاندې درومي او اړتیا ده څو له هغوی سره یوځای ګام واخیستل شي».[۳۶]

دغه مقاله د لیکنو د یوې ټولګې د برخې په توګه لیکل شوې چې د پولیټیکو، ګوګل او ټوري برچ بنسټ په مرسته د ښځو د رول تر عنوان لاندې خپره شوې ده. [۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په 1 September 2012 باندې). In Afghanistan, Roya Mahboob Connects Girls With Computers.
  2. "Roya Mahboob on Afghanistan Education and Economy". filmannex.com. Film Annex. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 12 October 2012 باندې). TEDx Tries To Bring Digital Age To Kabul.
  4. (په 24 October 2011 باندې). Herat businesswoman succeeds amid strong opposition.
  5. (په 15 October 2012 باندې). Software company in Afghanistan only with women.
  6. (په 18 April 2013 باندې). Roya Mahboob - TIME 100: The 100 Most Influential People in the World. TIME.com
  7. "Time's 100 Most Influential 2013: Afghani Entrepreneur Roya Mahboob". The Story Exchange. 29 April 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghan Women Help Drive Resurgent Economy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Building schools in Afghanistan - Afghan Development Project". Film Annex. Film Annex. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Forbes School of Business & Technology Board of Advisors | Ashford University". www.ashford.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 8 March 2015 باندې). "If I teach them, no one can stop them": Roya Mahboob is fighting to educate the girls of Afghanistan.
  12. (په 22 July 2009 باندې). Connecting to modernity.
  13. (په 24 October 2011 باندې). Herat businesswoman succeeds amid strong opposition.
  14. Mahr, Bernd; Peroz, Nazir, المحررون (2006). Establishing Academic Structures in Computer Science at Herat University. Frankfurt: IKO Verlag. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Citadel of New York, LLC and Roya Mahboob". Film Annex Capital Partners. Film Annex Capital Partners. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Roya Mahboob". LinkedIn. LinkedIn. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 1 September 2012 باندې). In Afghanistan, Roya Mahboob Connects Girls With Computers.
  18. . In Male-Dominated World, Afghan Businesswoman Breaks Boundaries, Taboos.
  19. . In Male-Dominated World, Afghan Businesswoman Breaks Boundaries, Taboos.
  20. (په 24 October 2011 باندې). Herat businesswoman succeeds amid strong opposition.
  21. (په 8 June 2011 باندې). Internet access is changing teaching methods in Afghanistan.
  22. (په 1 September 2012 باندې). In Afghanistan, Roya Mahboob Connects Girls With Computers.
  23. "Examer Software by Citadel of New York". Film Annex Capital Partners. Film Annex Capital Partners. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Op-Ed: Billions of Women on This Planet Have Stories to Tell—So Listen Up". Take Part. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Film Annex Acquires Equity Position in Afghanistan's Esteqlal Football Club". Film Annex Blog. filmannex.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Mentors". Global Thinkers Forum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Gerardi, Kellie (2020). Not Necessarily Rocket Science: A Beginner's Guide to Life in the Space Age (په انګلیسي ژبه کي). Mango Media Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-64250-411-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Mahboob, Roya (2020). "Women, girls and STEM". In Murthy, Padmini; Ansehl, Amy (المحررون). Technology and Global Public Health (په انګلیسي ژبه کي). Switzerland: Springer. د کتاب پاڼي 21–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-46354-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 24 October 2011 باندې). Herat businesswoman succeeds amid strong opposition.
  30. (په 15 October 2012 باندې). In The Heart of Afghanistan, Entrepreneurs Innovate For Peace.
  31. (په 1 September 2012 باندې). In Afghanistan, Roya Mahboob Connects Girls With Computers.
  32. "Biography". filmannex.com/. Film Annex. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 1 September 2012 باندې). In Afghanistan, Roya Mahboob Connects Girls With Computers.
  34. "Building schools in Afghanistan - Afghan Development Project". Film Annex. Film Annex. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 24 April 2013 باندې). Working to change perception of women in Afghanistan. Fox News
  36. Kerry, John F. "Afghan women on the march". POLITICO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Women Rule: Afghan Women on the March". Politico. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)