روکيان کلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روکيان کلی د ځاځي اريوب ولسوالۍ پکتيا ولايت کې پروت دی. په دې کلي کې ټول وگړي په پښتو ژبه خبرې کوي او د ځاځيو قوم اړوند دي. روکيان په دوو برخو ويشتل شوی چې يوه يې برخه حمزه حيل او بله يې د ملافتح ده. په روکيان کلي کې د روکیان علي ليسه هغه ليسه ده چې ډير زده کونکي يې د افغانستان بیله بيلو پوهنتونو ته ور پيژندلي. د روکیان کلي مشهور جومات چې د سپين جومات په نوم مشهور دی د افغانستان ډير خلک دا جومات پيژني. په ځانگړي ډول پخواني مجاهدين چې د جهاد په وخت به له دې کلي تېريدل نو په همدې جومات کې يې ډيرې شپې سبا کړي. د روکيان کلي خلک ډير ميلمه پال دي. د خلکو روزگار يې کرهنه، مالداري، موټرداري، سودگري او داسې نور دی. دا کلی په يوه تنگه دره کې پروت دی. شنه غرونه لري، غرونه يې د لمنځې، جنغوزيو، څيړيو ډيرې ونې لري.