رومن دمووسکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رومن دمووسکی
(پولش: Roman Dmowski د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رومن دمووسکی
رومن دمووسکی

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ اگسټ ۱۸۶۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
وارسا[۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 2 جنوري 1939 (75 کاله)[۱][۱۰][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای سینټ پیټرزبورګ[۱۱]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د پولنډ دویم جمهوریت  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ډیپلوماټ
سياستوال
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پولينډي ژبه[۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه نړيوالې اړيکې  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رومن دمووسکی
رومن دمووسکی

رومن ستانیسلاو دمووسکی (۹ اګست ۱۸۶۴ – ۲ جنوری ۱۹۳۹ زکال) پولنډي سیاستوال، دولتي چارواکی او د ملي دیموکراسي په نامه سیاسي خوځښت له بنستګرو او اصلي ایډیا جوړونکو څخه و. هغه د آلمان د سترواکۍ تر ولکې لاندې د پولنډي سیمو الماني کول د پولنډي کلتور پر وړاندې اصلي ګواښ باله، له همدې امله یې له بل هغه ځواک څخه چې پولنډ یې د روسیې له سترواکۍ سره وېشه، ملاتړ یې وکړ.هغه له تاوتریخوالي پرته لاروچارو څخه په ګټنې د پولنډ د خپلواکۍ پلويتوب کاوه او د پولنډ د منځنۍ طبقې وګړو لپاره یې له مطلوبو سیاستونو ملاتړ کاوه. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هغه په پاریس کې ځان ته د اړوندې د پولنډ د ملي کمېټې له لارې د پولنډي ارمانونو لپاره د متفقینو مخکښ ویاند و. هغه له جګړې وروسته د خپلواک پولنډ د رامنځته کولو په برخه کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه و.

دمووسکي هېڅکله د پام وړسیاسي واک نه درلود او یوازې د لنډ مهال لپاره یې په ۱۹۲۳ زکال د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړه. په دې سره هغه په خپل مهال کې د پولنډ یو له اغېزمنو سیاسي نظریه ورکوونکو او سیاستوالو څخه و. دمووسکي چې په خپل ژوند کې یې یو بحث پارونکی شخصیت درلود، باور یې درلود چې پولنډي ژب ویونکی رومن کاتولیک یو موټی ملت ته باید د پیلسودسکي د پرومتېزم لید پر وړاندې لومړیتوب ورکړل شي چې د څو قومیتي پولنډ په لټه کې و او همدارنګه یې د پولنډ – لیتوانیا د مشترک المنافع هېواد یادونه کوله. له همدې امله د هغه لیدلوري په پولنډ کې نور میشت قومونه په ځانګړې توګه کرسي قومونه (چې یهودان، لیتواني وګړي او اوکرایني وګړي په کې شاملېدل) ګوښې ته کول او هغه یهودیت ضد بلل کېده. هغه د پولنډي ملت پالنې یو له مخکښو څېرو څخه و، چې تر ډېره هغه د «پولنډ د ملت پالنې پلار» په توګه پېژندل کېږي. هغه د خپل عمر په اوږدو کې د پولنډ د سیاسي او پوځي رهبر یوزف پیلسودسکی له اصلي ایدیالوژیکو مخالفینو څخه و چې د جرمني او روسي امپریالېزم پر وړاندې یې د پولنډي څو ملیتي فدراسیون لید درلود.

لومړی ژوند[سمول]

دمووسکی د ۱۸۶۴ زکال د اګست په ۹ مه نېټه د پولنډ پاچهي ته اړوند، وارسا ته څېرمه په کمیونېک سیمه کې وزېږېد، هغه سیمه چې درې کاله وروسته د روسیې د سترواکۍ برخه (د ویستولا قلمرو په توګه) وګرځېده. پلار یې په پیل کې د سړک جوړونې په یوه شرکت کې کار کاوه چې وروسته یې بیا خپل شرکت درلود. دمووسکي د وارسا په ښوونځیو کې شامل شو، هغه د وارسا په پوهنتون کې بیالوژي او زوولوژي ولوسته او په ۱۸۹۱ زکال کې له هغه ځایه فارغ شو. د یوه  محصل په توګه هغه د پولنډي ځوانانو د ټولنې "Zet" یا (Związek Młodzieży Polskiej "Zet") له فعالو غړو څخه وګرځېد او په فعاله توګه یې د هغو له سوسیالیستي فعالانو سره مخالفت کاوه. زت له پولسکا لیګا (پولنډي ډلې) سره اړیکه لرله او په ۱۸۸۹ زکال کې دمووسکي د هغې غړیتوب ترلاسه کړه. [۱۳]

په ۱۸۹۳ زکال کې دمووسکي ملي لیګ رامنځته کړ او د هغه لومړنی مشر شو. دغه لیګ له لیګا پولسکا سره توپیر درلود، ځکه چې دمووسکي ټینګار کاوه چې کېدای شي یو پولنډي ملي هویت شتون ولري، همدغه باور د دې لامل وګرځېد چې د پولنډ وېش ته د وفادارۍ په توګه هغه پر منطقه پالنې نیوکې کولو ته سوق کړي، هغه چاره چې پولنډ یې کمزوری کاوه. دغه مفهوم همدارنګه د یهودانو په څېر لږه کۍ ډلې له پولنډي ملت حذف کولې. د ۱۸۹۳ زکال په نومبر میاشت کې ویستولا ته په تبعید محکوم شو. دمووسکي جلګاوا ته لاړ او او له لنډې مودې وروسته د ۱۸۹۵ زکال په لومړیو کې د اطریش – هنګري لمبرګ سیمې (د معاصر اوکراین لویو، په پولنډي ژبه کې Lwów) ته لاړ او هلته یې له پوپلوسکي سره په ګډه د Przegląd Wszechpolski (د ټول پولنډ بیاکتنه) په نوم د نوې مجلې په خپرولو پیل وکړ.[۱۴]

په ۱۸۹۷ زکال کې هغه ملي دیموکراتیک ګوند Stronnictwo Narodowo-Demokratyczne or "Endecja")) تاسیس کړ. په پام کې وه چې دغه ګوند به د یو سیاسي ګوند، لابي کوونکې ډلې او یوه ځمکې لاندې سازمان په توګه خدمت کوي او هغه پولنډي وګړي به چې د دمووسکي له نظریاتو ملاتړ کوي په یوه سیاسي منظمه ډله کې سره یو موټي کوي. په ۱۸۹۹ زکال کې دمووسکي د یوې فرعي ډلې په توګه د ملي زده کړو ټولنه تاسیس کړه. له ۱۸۹۸ زکال څخه تر ۱۹۰۰ زکال پورې هغه په فرانسې او بریتانیا کې واوسېد او برازیل ته یې سفر وکړ. هغه په ۱۹۰۱ زکال کې د پولنډ د اطریشي برخې په کراکوف سیمه کې میشت شو. هغه په ۱۹۰۳ زکال کې د Myśli nowoczesnego Polaka (د معاصر پولنډ نظریات) په نامه کتاب خپور کړ چې د اروپا په تاریخ کې یو له لومړیو ملت پالو مانیفیستونو یا لومړی ملت پال مانیفیست و.

وروستی ژوند[سمول]

دمووسکي په ۱۹۱۹ زکال کې د قانون جوړوونکې جرګې غړی و، هغه یوازې د هغو په یوه دوره کې برخه واخیسته او هغه یې ډېر ګډوډه ولیده چې نه یې شو کولای زیات نفوذ په کې ولري. نوموړي د هغه کال ډېره برخه په پاریس یا په الجزایر کې د سږو له ناروغۍ څخه د بېرته رغېدو په موخه تېر کړل. هغه ملي دیموکراتیک ګوند بیاځلي د وګړیزې ملي اتحادیې (Związek Ludowo-Narodowy) په اډانه کې تنظیم کړ. د شوروي او پولنډ په جګړه کې نوموړی د ملي دفاعي کمېتې غړی او د پلسودسکي د سیاستونو پیاوړی منتقد و. د جګړې له پایلو وروسته، د پولنډ ختیځې پولې په داسې حال کې چې تر یوه بریده کوچنۍ وې خو له هغه څه سره چې اوس د دمووسکي د کرښې په توګه پېژندل کېږي؛ ورته والی یې درلود.

هغه مهال چې د ۱۹۲۰ مې لسیزې په لومړیو کې د پولنډ د اساسي قانون د لیکلو مهال راورسېد، ملي دیموکراتانو په کمزورې ولسمشرۍ او پیاوړې مقننې قوې ټینګار درلود. دمووسکي په دې متقاعد شوی و چې پیلسودسکي به ولسمشر وي او یو کمزوری اجرایوي ماموریت یې د خپل سیال د فلج کولو په موخه د غوره لارې په توګه لید. د ۱۹۲۱ زکال کې اساسي قانون د یوې کمزورې اجرایوي قوې په لرلو دولت تعریف کړ. هغه مهال چې د پیلسودسکي ملګری ګابریل ناروتوویچ د مقننې قوې له خوا په ۱۹۲۲ زکال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د دمووسکي د ملي دیموکراتیک ګوند ډېری غړو دا باور وموند چې هغه د ملي لږکیو ګوندونو د استازو او همدارنګه د پیاوړي مخکښ یهودي سیاستوال یتژاګ ګرونباوم په مرسته دغه ځایګی ترلاسه کړی. له همدې امله وروسته له هغې چې نارتوویچ دغه ځایګی خپل کړ، ملي دیموکراتانو د هغه پر وړاندې لوی سپکاوي کوونکو کمپاین پیل کړ چې یو «یهودي ولسمشر» د «بهرنیو په ملاتړ» واک ته ورسېد. ورپسې د ملي دیموکراتانو یو متعصب ملاتړي نقاش Eligiusz Niewiadomski ناروتوویچ ترور کړ.

هغه د ۱۹۲۳ زکال د اکتوبر میاشتې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د وینسنتي ویتوس په دولت کې د بهرنیو چار وزیر شو. په همدغه کال کې نوموړي د ولادیسلاو سیکورسکی له دولت څخه د Polonia Restituta نښان ترلاسه کړ.

د ۱۹۲۶ زکال په مۍ میاشت کې د پیلسودسکي له کودتا وروسته، دمووسکي د لوی پولنډ کمپ (Obóz Wielkiej Polski) په نامه سیاسي سازمان جوړ کړ، چې په کې نوموړي خپل ځان د یوه رهبر پر ځای تر ډېره یو ایډیالوګ (نظریه ورکوونکی) باله، ځکه نور د هغه ځای ځوانو سیاستوالو نیولی و. په ۱۹۲۸ زکال کې هغه ملي ګوند (Stronnictwo Narodowe) تاسیس کړ. هغه په اخبارونو کې د مقالاتو او بروشرونو خپرولو او کتاب لیکلو ته دوام دورکړ. د ناوړه روغتیايي حالت له امله هغه په ۱۹۳۰ زکال کې سیاست ته شا کړه. په ۱۹۳۴ زکال کې د ملي دیموکراتیک ګوند د ځوانانو ډلې دمووسکي د خپلې سلیقې اړوند کلک سخت دریځی وباله او له هغو جلا شول او ملي راډیکال کمپ (چې د پولنډي اختصار له مخې په ONR پېژندل کېږي) یې رامنځته کړ. د هغه وروستۍ سیاسي مبارزه د ولسمشر ایګناسي موسیکي د «یهودي ماسونیک» پلویانو د ادعاوو پر وړاندې وه.

مړینه[سمول]

دمووسکي چې روغیتايي حالت یې خراب شوی و، لومزا ته نږدې دروزدوو ته یې کډه وکړه او د ۱۹۳۹ زکال د جنوري په ۲ مه نېټه هلته مړشو. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118672118  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12092300m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Roman-Dmowski — subject named as: Roman Dmowski — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gj2tf6 — subject named as: Roman Dmowski — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dmowski-roman — subject named as: Roman Dmowski — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internetowy Polski Słownik Biograficzny ID: https://www.ipsb.nina.gov.pl/a/biografia/roman-dmowski-wiesz — subject named as: Roman Dmowski
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/18078 — subject named as: Roman Dmowski — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=15621 — subject named as: Roman Dmowski — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. Sejm-Wielki.pl profile ID: https://www.sejm-wielki.pl/b/psb.4341.1
  10. پیوستون : 118672118  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Дмовский Роман — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  11. https://www.polskipetersburg.pl/hasla/dmowski-roman — د نشر نېټه: ۷ جولای ۲۰۲۲
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12092300m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. Kossert p. 90
  14. Kossert p. 90
  15. Anita Prażmowska (2009). Ignacy Paderewski: Poland. Haus Publishing. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-905791-70-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)