روماتيک تبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

(په انگرېزي: Rheumatic fever) د اپيديميالوژی له نظره Rheumatic fever (RF) او Rheumatic Heart Disease (RHD) يوه دبله څخه نشو بيلولای. روماتيک تبه يو febrile disease ده چي منضم انساج په ځانګړي ډول سره د مفاصلو او زړه منضم انساج په کي مصابيږي او معمولاً د هغه pharyngitis په تعقيب رامنځ ته کيږی چی عامل يی group A beta haemolytic streptococci وی . روماتيک تبه اکثراً د زړه د روماتيک ناروغيو باعث ګرځي. سره ددی چی روماتيک تبه ساری ناروغی نه ده ولی د ساری ناروغي په پايله کی رامنځ ته کيږی. روماتيک تبه او دزړه روماتيک ناروغي د قلبي وعايي ناروغيو لپاره د نړي په سطحه د پام وړ سبب ګڼل کيږي. سره ددی چی په پرمختللو هيوادونو کي د تيرو پنځو لسيزو په دوران کي د روماتيک تبي او د زړه د روماتيک ناروغيو په کچه کي کموالي راغلي دي ليکن حتي د يوشتمي پيړي په شروع کي هم د ای ګروپ ستريفتوکوک له آمله رامنځ ته کيدونکی فارنجيت نه ورسته د زړه ماوفيت په د واړو پرمختللو او ورسته پاتي هيوادونو کي د عامي روغتيا لپاره يو ستونځه پاتي ده چي زياتره ځوان نسل ماوفه کوي. د RHD له کبله زړه ته continuing damage ، increasing disabilities؛ په مکرر ډول سره په روغتون کی بستری کيدل؛ او وخت د مخه مړينه ( معمولاً د ۳۵ کلنی په عمر او يا له دی څخه هم د مخه ) رامنځ ته کيدای شی. روماتيک تبه يوه د هغو مزمنو ناروغيو له ډلی څخه ده چی په ډيره اسانی سره وقايه کيدای شی.

ستونزه:[سمول]

مخ پر وده هيوادونو کی د روماتيک تبی او د زړه د روماتيک ناروغيو شيوع کی کموالی نه دی راغلی. څيړنو ښودلی ده چی په داسی هيوادونو کی د زړه د ماوفه کيدو او په مکرر ډول سره د روماتيک تبی د رامنځ ته کيدو پيښی ډير ی زياتی دی. د نړی په کچه ۱۵ ميليونو څخه ډير خلک پری اخته دی او هر کال ۴۷۰۰۰۰ د روماتيک فيور نوی پيښی رامنځ ته کيږی چی ددی ډلی څخه بيا ۶۰ سلنه يي د زړه په روماتيک ناروغی اخته کيږی. يواځي په ۲۰۰۸ کال کی ددی ناروغی د اختلاطاتو له آمله ۲۲۰۰۰۰ مړينه يي لرله چی د ټولی مړينی ۰.۴ سلنه جوړوی چی تقريباً ټول يي په مخ پر وده هيوادونو کی وی. د نړی په زياتره برخو کی د RF د نويو پيښو اندازه (incidence rate) پنځوس په سل زره ماشومانو کی ده. ددی ناروغی لپاره hyperendemic ساحی د بيلګی په ډول د استراليا اصلی استوګن او نوی زيلاند کی يي بيا د نويو پيښو اندازه په سل زره ماشومانو کی د ۳۰۰-۵۰۰ پوری ده. په هر صورت روماتيک تبه په ۲۱ پيړی کی د زياتی ګڼی ګوڼي او غربت ناروغی ده.

مورټيليټي او موربيډيټی:[سمول]

د زړه ماوفيت د روماتيک تبی تر ټولو شديد اختلاط شميرل کيږی چی له کبله يي د پام وړ موربيډيټي او مورټيليټي رامنځ ته کيدای شی. هغه خلک چی د  RHD څخه رنج وړی په هغوی کی د زړه احتقانی عدم کفايه، سټروک، ا و اندوکارديت  ډير معمول وی. هر کال  د روماتيک کاردايټس  ناروغان يو نيم سلنه مړيڼه لری.

د زړه روماتيک ناروغی د موربيډيټي، د ميترال د دسام د عدم کفايي او تضيق لپاره د نړی په کچه يو عمده لامل دی. چی د ناروغی په شدت باندی د روماتيک ناروغيو د حملاتو تعداد، د ناروغی د رامنځ ته کيدو او د درملنی د شروع تر منځ وخت، او جنس (په ښځو کی د نارينه وو په پرتله ډير شديد سير لری) ډير رول لری. که چيرته د انتی بيوتيکو پّه وسيله سره وقايه ترسره شی نو د ۶۰-۸۰ سلنه پيښو کی د عدم کفايو مخه نيول کيدای شی. په ځينو هيوادونو لکه شمالی امريکا، غربی اروپا، او جاپان کی دا ناروغی د تيرو دوه لسيزو راهيسی کمه ده او په عمومی ډول سره ويلای شو چی هلته اوس دا ناروغی غير معموله ده. چی په دی کی د درملنی په څنګ کی ټولنيز او اقتصادی بدلونونو هم پراخ رول لوبولی دی.

اپيديميولوژيک لاملونه:[سمول]

عامل: ګروپ A ستريفتوکوک ځينی نوعی (M type 5) rheumatogenic potential لری نه ټولی نوعی. ددی ميکروب ټولی نوعی پنسيلين ته حساس دی ولی د بده مرغه دا چی بيل بيل ايميونولوژيکی نوعی لری او د يوه په وړاندی معاف کيدل د نورو لپاره cross immunity يا خو نشی رامنځ ته کولای او يا هم ډيره کمه رامنځ ته کوی ، نو ځکه داسی واکسين چی په کلی ډول سره ددی ګروپ ټولی نوعی په وړاندی ځواب ووايی تر اوسه پوری نه دی اماده شوی.

په دی ورستيو کی داسی فرضيه وړاندی شوی چی د ناروغی اصلی رامنځ ته کونکی B-4   coxsackie virus دی او ستفريفتوکوک يواځي يو conditioning agent دی. نو په همدی خاطر ددی ناروغی د عامل او پتوجنيک ميکانيزم تر منځ ډير داسی څه شته چی ورته تشه ويلای شو . دا چی د ناروغی عامل د نقليدو ډير لوړ ريټ لری نو ځکه يي eradication حتی د تيوری له نظره هم د امکانه څخه وتلی ده.

ميزبان او چاپيريالی لاملونه:[سمول]

دا ناروغی زياتره د ۵-۱۵ کلونو په عمر کی پيښی لری ولی ۲۰ سلنه پيښی يي په کاهلانو کی هم ليدلای شو (د ۳۵ کلنی عمر نه ورسته  او په شيرخوارانو کی  نادراً ليدل کيږی.). 

دواړه جنسونه په يوه ډول ماوفه کوی ولی په ښځو کی يی انزار د نارينه وو په پرتله ډير خراب دی (د ۳۵ کلنی عمر نه ورسته او په شيرخوارانو کی نادراً ليدل کيږی.). نژاد : سره ددی چی حادی روماتيکی تبی ته ارثی مساعدوالی کی شک نشته ولی نژاد ددی ناروغی لپاره کوم خطری لامل نشو ګڼلای.

د ايميونولوژی له نظره  د ناروغی عامل  ځينی  توکسيک محصولات لری چی دا محصولات بيا د انسانو د ځينو نسجونو سره cross antigenic  تړاونه لری چی د همدی له امله ناروغی رامنځ ته کيږی. روماتيک ناروغی يوه ټولنيزه  -اقتصادی ناروغی ده چی د غربت، زياته ګڼه ګوڼه، د کورونو د خراب حالت، ناقص او ناکافی روغتيايي چوپړونو،  ناکافی صحی او ماهر مسلکی پرسونل،  او undernutrition ته ورته ستونزو سره تړاو لری. نو ځکه په صراحت سره ويلای شو چی د ژوند د معيار په ښه کيدو سره ددی ناروغی په پيښو او شيوع کی په زياته اندازی سره کمی راتللی شی.

کلينيکي منظره:[سمول]

د کلينيک له نظره په ناروغانو کی تبه (تر ۱۲ هفتو او له دي څخه هم زيات وخت لپاره دوام کوي)، polyarthritis (د کوچني مفاصلو په پر تله غټ مفاصل لکه بجلي ، زنګون، څنګلي، او د لاس د بند مقاصل په کي معمولاً مصابيږي)، Carditis (په ۶۰-۷۰ سلنه پيښو کي د cardiac murmurs, pericarditis, myocarditis, endocarditis, د زړه د غټ والی او د زړه د عدم کفايی په بڼه ليدل کيږی)، په RHD کی کيدای شی چی د زړه ټولی طبقی ( اندوکارديم، مايوکارديم، او پيريکارديم) متاثره شی ولی اندوکارديم تر ټولو ډير ماوفه کيږی. هر کله چی د قلبی والونو (valves) فبروزيس رامنځ ته شی نو کيدای شی چی ماوفه والونه يا stenosis (narrowing) او يا incompetence (Widening) لاندی راشی. د ميترال دسام سټينوزيس او انکمپيټنس په ماشومانو کی زيات ليدل کيږی او د ابحر تضيق او عدم کفايه په لويانو کی ډير ليدل کيږی. د ميټرال دسامونه تر ټولو ډير او Pulmonic valves تر ټولو کم ماوفه کيږی.

تحت الجلدی نوډولونه:[سمول]

کيداي شي د روماتيک تبي د شروع نه څلور هفتي ورسته تحت الجلدي بي درده نوډولونه هم په دي ناروغي کي وليدل شي. په بنفسه ډول سره شفا مومي او په پوستکي کي تر شا کوم اثر نه پريږدي، ممکن جلدي رشونه او کوريا هم په ناروغانو کي وليدل شي.

د دماغ ماوفيت، او د پوستکی (erythema marginatum) ماوفيت هم ممکن  وليدل شی. د نيکه مرغه د carditis په استثنا د روماتيک تبی نور اعراض دايمی زيان منځ ته نه راوړی.

- erythema marginatum: Skin eruption on the trunk and upper part of the arms or legs Eruptions that look ring-shaped or snake-like - Sydenham chorea (emotional instability, muscle weakness and quick, uncoordinated jerky movements that mainly affect the face, feet, and hands) د روماتيک تبی د تشخيص غټي نښی (major manifestation) عبارت دی له Carditis، Polyarthritis، chorea، Erythema marginatum، او تحت الجلدی نوډولونو څخه. تبه ، polyarthralgia، د ESR او ليوکوسايټونو د سويي لوړوالی (acute phase reaction) د روماتيک تبی لپاره minor manifestations ګڼل کيږی. لاندی ټولی هغه نښانی دی چی په تيرو ۴۵ ورځو کی د ستريفتوکوکل انتان باندی اخته کيدل حمايه کوی. • د PR interval اوږدوالی. • د ستريفتوکوکل انتی بادی په ځانګړی ډول د antistreptolysin-O د تيتر لوړوالی او د لوړيدو په حال کی. • د A ګروپ ستريفتوکوک په وړاندی rapid antigen ټسټ • د مخملک تبی تاريخچه


تشخيص:[سمول]

نړيوال روغتيايی سازمان په کال ۲۰۰۳-۲۰۰۲ کی د روماتيک فيور او د زړه د روماتيکی ناروغيو د تشخيص لپاره لاندی معيارونه وضع کړی وه. دا معيآرونه په حقيقت کی د Jones د معيارونو revised بڼه ده چی د لاندی حالاتو تشخيص کی اسانی رامنځ ته کوی: A primary episode of RF. دوه غټ معيارونه، يا يو غټ معيار او دوه کوچنی معيارونه جمع داسی شواهد چی د ناروغه وګړی group A ستريپتوکوکل انتان باندی د مخه د مصاب کيدو دلالت وکړی. Recurrent attacks of RF in patients without RHD. دوه غټ او يا يو غټ او دوه کوچنی معيارونو تظاهرات جمع مخکی په ګروپ A ستريپتوکوک باندی د مصاب کيدو شواهد. Recurrent attacks of RF in patients with RHD. دوه کوچنی معيارونو تظاهرات، جمع په مکرر ډول سره مخکی په ګروپ A ستريپتوکوک باندی د مصاب کيدو شواهد. وقايه

Primary Prevention:[سمول]

د لته ټول کوښښ دا وی چی د روماتيک تبی د رامنځ ته کيدو نه مخکی د لومړی ځل لپاره  يي مخه ونيول شی.

ددي په خاطر چي د RF د لومړني حملي مخه مونيولي وي نو د علوي تنفسي سيستم د Group A ستريفتوکوکل انتاناتو درملنه بايد په کافي اندازي سره ترسره شي او مناسب انتي بيوتيک ورته توصيه شي. ددي په خاطر چي دRHD مخه مونيولي وي نو لازمه ده چي د ستوني د ستريفتوکوکل انتاناتو د زرګونو پيښو مخه مو نيولي وي يعني کيسونه مو پيژندلي وي او ورسته مو تداوي کړي وي. ددي لپاره ښه عملي طريقه داده چي د مکتب عمر هلکان او نجونو ته (چي دي ته High risk group وايي) زياته پاملرنه وشي او هر وخت چي د ستوني تکليف پيداکوي بيدون له دي نه چي سواب او کلچر ترسره شي په empirical ډول سره د پنسلين په وسيله تداوي شي. نور وقايوی تدابير: د روماتيک تبی د وقايی او کنترول اړوند غير طبی تدابير • د ژوند کولو شرايطو بهتری، د غربت - ناروغی – غربت سايکل ماتول. • د روماتيکی تبی او RHD د کنترول او مخنيوی لپاره پلان جوړول او په دی اړه د ملی پروګرامونو عملی کول. • په هغو هيوادونو کی چی روماتيکی تبه او د زړه روماتيکی ناروغی د عامی روغتيا لپاره د پام وړ يوه ستونزه وی په دی اړه د ملی پروګرامونو پلی کول ډير زيات اړين دی. • د دی ناروغيو لپاره ابتدايی او ثانوی وقايوی تدابير په پر مختللو او مخ په وده هيوادونو کی ډير مصؤن، عملی، او موثر دی.

Secondary Prevention:[سمول]

دلته موخه داده چی د acute RF  او د  severe RHD  بيا رامنځ ته کيدو مخه ونيول شی. د RF  ثانوي وقايه د هغو ناروغانو لپاره ترسره کيږي چي پخوا يي د RF  او يا RHD  حمله تيره کړي وي. داسي ناروغانو ته د وقايي په خاطر په دوامداره ډول سره انتي بيوتيک توصيه کيږي ددي کار موخه داده چي د علوي تنفسي سيستم څخه د دګروپA ستريفتوکوک  colonization  له منځه يوړل شي او په همدي ډول د علوي تنفسي انتان چي سبب group A beta-hemolytic streptococci   وي له منځه يو سي او په دي ډول سره د نوي حملي مخه ونيول شي.ټول هغه ناروغان چي د روماتيک تبه يي تيره کړي وي بايد ثانوي وقايه  شي ولوکه دوي RHD  باندي اخته  شوي هم نه وي. 

هغه ناروغان چی په هغوی کی روماتيک تبه تثبيت شوی وی نو د دی تبی د بيا رامنځ ته کيدو د مخنيوی په خاطر بايد په منظم ډول سره Benzathine benzyl penicillin د ۱.۲ ميليون واحده په اندازه په عضلی ډول په دری اونيو کی يو ځل د پنځو کالونو لپاره او يا دا چی د ناروغ عمر د اتلس کلنی څخه واوړی تطبيق کيږی. که چيرته carditis تاسس کړی وی نو په دی صورت کی پورتنی درمل په عينی طريقی سره د لسو کلونو لپاره او يا دا چی د ناروغ عمر ۲۵ کلنی ته ورسيږی ادامه ورکړل شی. په ډيرو شديدو حالاتو کی د بيلګی په ډول چی د والونو ناروغی ولری او يا post valve surgery په حالت کی وی د ټول عمر لپاره بايد بنزاتين پنسلين واخلی.

Tertiary prevention:[سمول]

په دی اړه د ملی پروګرام عمومی موخه يا overall goal داسی وی چی ددی ناروغيو له کبله موربيډيټي، disabilities ، او مورټيليټي کمی کړی. په دی هکله به ملی پروګرام بايد لاندی عمومی برخی ولری: 

• Health education activities; • Training of health-care providers; • Epidemiological surveillance; • Community involvement. • Ultimately, a vaccine will be the prevention of choice for ARF. Research on such a product is ongoing.