روغتیا په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې روغتیايي وضعیت لا هم په ښه حالت کې نه دی، خو بیا هم د ودې پر لور روان دی. په دغه هېواد کې روغتیايي وضعیت د ۱۹۷۸ زکال راهیسې د چاپېریالي مسایلو او همدارنګه لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی. د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وګړو ته له اړوندو روغتیايي مواردو سره سروکار لري. [۱]

په ټولیزه توګه افغانستان یو بې وزله او لږ پرمختللی هېواد ګڼل کېږي. له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې له ۵۶ کلونو څخه ۶۴ کلونو ته د ژوندانه د تمې په زیاتوالي روغتیايي وضعیت هم مخکې تګ تجربه کړ. ورته مهال د مور او ماشوم د مړینې کچې نیمايي ته راکښته شوه چې په ۲۰۲۱ زکال کې په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زیږونونو کې د میندو د مړینې کچې ۶۳۸ مورده او په هرو ۱۰۰۰ زیږونونو کې د نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچه ۱۰۶ مورده اټکل شوه. ورته مهال د دغه هېواد په ښارونو کې د استوګنو وګړو ۸۹ سلنه یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري په داسې حال کې چې په ۲۰۰۱ زکال کې دغه کچه ۱۶ سلنه وه. افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه یو دی چې لا هم په کې د ماشومانو د فلج ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. سربېره پر دې په دغه هېواد کې هر کال ۱۵۰۰۰ تنه د بېلابېلو سرطانونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. شاوخوا ۱۰۰۰ تنه په کال کې د ترافیکي پېښو له امله وژل کېږي. همدارنګه هر کال نږدې ۳۸۰ ماشومان د شري د ناروغۍ له امله مري. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

لنډه کتنه[سمول]

افغانستان د ۱۹۴۸ زکال د اپرېل په ۱۹مه د نړیوال روغتیايي سازمان غړی شو. د دغه هېواد د وګړو شمېر د وروستي اټکل له مخې ۳۸ میلیونه، ۳۶۴ زره او ۷۲۰ تنه ښوول شوی. له دغو څخه ۳۲.۹ میلیونه یې په هېواد کې دننه او پاتې پنځه میلیونه نور په پاکستان، ایران او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ژوند کوي. په ۲۰۱۶ زکال کې افغانستان د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د کم شمېر روغتیايي کارکوونکو لرونکی دویم هېواد وبلل شو چې د هرو ۱۰۰۰۰ تنو لپاره ۴.۶ تنه ډاکټران، نرسان او قابلې لري؛ په داسې حال کې چې دغه کچه په تر ټولو بحراني وضعیت کې د ۱۰۰۰۰ تنو لپاره د ۲۳ روغتیايي کارکوونکو د شتون له کچې څخه په پام وړ توګه کمه ده. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د شمېر کمښت؛ له ۱۹۷۸ زکال راهیسې د جګړې او همدارنګه په دغه برخه کې د زده کړو په موخه د ډېرې لږ پانګونې، کډوالۍ، د زېربناوو او تجهیزاتو د کمښت او همدارنګه روغتیايي کارکوونکو ته د لږ معاش د ورکړې له امله دی. د دغې موضوع په وړاندې په نورو ننګونو کې د کاري پرمختګ په موخه د فرصتونو نشتوالی، د کارکوونکو غیابت، ګرځند توب او کمزوری مدیریت شاملېږي. ورته مهال کلتوري او ټولنیزو- اقتصادي موانعو او همدارنګه د جنسیتي او جغرافیايي تعادل نشتوالي په ټولیزه توګه د روغتیايي کاري قوې په کمښت کې مرسته کړې. د یوې نړیوالې نمونې پر بنسټ، ډیری روغتیايي کارکوونکي (په ځانګړې توګه متخصصین او ښځینه ډاکټرانې) غوره بولي چې د ژوندانه حد اقل غوره معیارونو ته د لاسرسي په موخه په کابل او یا هم نورو لویو ښارونو کې کار وکړي. ورته مهال د هېواد په یو شمېر برخو کې د نجونو د زده کړو محدودونکې پالیسۍ هم د روغتیايي کارې قوې پر تولید اغېز لري؛ آن تر دې چې نن ورځ په ټول افغانستان کې د نجونو په زده کړو بندیزونه لګېدلي دي.[۲۴][۲۵][۲۶]

معمولې ناروغۍ[سمول]

سرطان[سمول]

هر کال شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغان وګړي د سرطان ناروغۍ د بېلابېلو ډولونو له امله مري. [۲۷][۲۸]

د زړه سوری والی[سمول]

ویل کېږي چې د ۲۰۲۳ زکال تر لومړیو پورې شاوخوا ۱۱۰۰۰ افغان ماشومان د زړه د مادرزادي نیمګړتیا له ناروغۍ سره مخ شوي، دغې ناروغۍ ته په معمول ډول د زړه سوری والی ویل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ژیړی[سمول]

په افغانستان کې د حفظ الصحې په برخه کې نیمګړتیاوې لامل ګرځي چې ډیری افغان وګړي د ژیړي (هیپټایټس اې) له ناروغۍ سره مخ شي؛ دغه ناروغي له ناپاکه خوړو او د څښاک له ناپاکه اوبو څخه سرچینه اخلي چې د کنالیزاسیون د سیسټم د نشتوالي له امله د فاضله موادو په واسطه ککړېږي. دغه ناروغي د صفرا د کڅوړې کارکړنه زیانمنوي. په نښو کې یې د رنګ ژېړوالی، ستړیا او د اشتها له لاسه ورکول شاملېږي، په داسې حال کې چې یو شمېر کسان یې له امله په اسهال هم اخته کېږي. دغه علایم د انسان وجود ته د هیپټایټس اې وایرس له ننوتو وروسته له ۲ تر ۶ اونیو پورې مالومېږي. [۳۴]

تور ژېړی[سمول]

د تور ژېړي (هیپټایټس سي) وایرس د وینې پر مټ لېږدېدونکی وایرس دی چې له امله یې ګڼ شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کېږي او ډیری مهال د ناروغ د مړینې لامل هم ګرځي. د دغې ناروغۍ وضعیت د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ په ډیری هېوادونو کې په سمه توګه څرګند نه دی. په دغه هېواد کې د لسیزو لپاره سیاسي نارامۍ او وسله والې شخړې او همدارنګه د نشه یي توکو مخ پر ودې صنعت لامل ګرځېدلی څو د تور ژېړي په ګډون د وینې له لارې د لېږدېدونکو ګڼ شمېر نورو ناروغیو څخه د خلکو د زیانمنېدو کچه لوړه شي. داسې ښکاري چې د افغانستان شاوخوا یو فیصد وګړي د تور ژیړي وایرس په خپله وینه کې لري. تور ژیړی تر ډېره پورې د هغو کسانو ترمنځ شتون لري چې په تزریقي بڼه مخدره توکي کاروي. له همدې امله له دغې ناروغۍ څخه د مخنیوي هڅې باید تر ډېره په نشه یي توکو باندې د روږدو کسانو او بندیانو ترمنځ د روغتیايي خدمتونو په پراختیا تمرکز ومومي. ورته مهال د یو ځل کارېدونکو پیچکاریو د ګټنې اړوند د روغتیا د نړیوال سازمان د لارښوونو پلي کول کولای شي د تور ژیړي او همدارنګه د وینې پر مټ د لېږدېدونکو نورو وایرسونو په کمښت کې پام وړ ونډه ولري. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

ایډز[سمول]

په افغانستان کې د اېډز د ناروغۍ د شتون کچه ۰.۰۴ سلنه ده. په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د کنټرول د ملي پروګرام پر بنسټ په ۲۰۰۸ زکال کې د ایډز ناروغۍ ۵۰۴ پېښې ثبت شوې. دغه شمېره د ۲۰۱۲ زکال تر پایه پورې ۱۳۲۷ تنو ته ورسېده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې ډیری دغه ناروغان د تزریقي نشه یي توکو کاروونکي دي چې ۷۰ سلنه یې نارینه، ۲۵ سلنه یې ښځې او ۵ سلنه نور یې ماشومان دي. دغه ناروغان په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې و چې د نورو ولایتونو په پرتله له دغه ولایتونو څخه ډیری کسان ګاونډیو هېوادونو او نورو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي. په ۲۰۱۲ زکال کې په قندهار ولایت کې د دغې ناروغۍ د ۲۲ پېښو راپور ورکړل شو. د ایډز له ناروغۍ څخه د مخنیوي د مرکز مشر ډاکټر همایون رحمن وویل چې دوی د وینې د ۱۳۲۰ نمونو په ازموینه کې د دغې ناروغۍ ۲۱ مثبت موارد لرلي دي. له دغو ۲۱ ناروغانو څخه ۱۸ تنه یې نارینه او ۳ یې هم ښځې وې چې له خپلو مېړونو څخه په دغې ناروغۍ اخته شوې وې. هغه څرګنده کړه چې د څلورو ناروغانو وضعیت په تر ټولو بد حالت کې دی چې بیا یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغې ناروغۍ تر ټولو اصلي منبع هغه پیچکارۍ وبلل شوې چې په نشه یې توکو اخته کسانو به ترې ګټنه کوله. په دغه هېواد کې په نشه یي توکو روږدي ۲۳۰۰۰ کسان نشه یي توکي د پیچکارۍ پر مټ خپل وجود ته تزریق کوي. په ۲۰۱۵ زکال کې په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۹۰۰ تنو ته ورسېد چې له امله یې ۳۰۰ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د مور او ماشوم مړینه[سمول]

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ډېر مهال راهیسې د مور او ماشوم د مړینې له ستونزې سره لاس اوګرېوان دی. په پیل کې دغه هېواد په پرېمانه کچه د مور او ماشوم له مړینې سره مخ و، په داسې توګه چې په ۱۹۸۰ زکال کې په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زیږونونو کې ۱۶۴۰ موارد یې د مړینې موارد و، خو دغه شمېره په ۲۰۱۳ زکال کې ۴۰۰ ته راښکته شوه. [۴۵][۴۶][۴۷]

شری[سمول]

د ۲۰۲۲ زکال پر مهال په ټول افغانستان کې د شري د ناروغۍ له امله د ۳۸۰ ماشومانو د مړینې راپور ورکړل شوی. ورته مهال شاوخوا ۷۵۰۰۰ نور ماشومان په همدغې ناروغۍ اخته دي چې له امله یې د دغې ناروغۍ له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون پروګرام دوام لري. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سل[سمول]

سل (توبرکولوز) په افغانستان کې یو له بومي ناروغیو څخه ده چې هر کال د ۷۶۰۰۰ څخه زیات کسان په دغې ناروغۍ اخته کېږي. [۵۲]

دغه ناروغي په افغانستان کې د عامې روغتیا پر وړاندې لویه ستونزه بلل کېږي. په ۲۰۰۷ زکال کې ۸۲۰۰ تنو د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ په ۲۰۰۹ زکال کې د توبرکلوز د کنټرول په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان راپور پخلی وکړ چې هر کال په افغانستان کې۴۶۰۰۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته کېږي. په دې ترتیب سره افغانستان له سل ناروغۍ څخه د زیاتو اغېزمنو هېوادونو په کتار کې ۲۲م ځایګی خپل کړ. [۵۳]

سرچينې[سمول]

  1. (په August 9, 2022 باندې). What's the Status of Healthcare for Women in Afghanistan Under the Taliban?. PBS.
  2. (په February 7, 2023 باندې). Doctors Without Borders Reports on Afghanistan's Economy, Health Needs. TOLOnews.
  3. (په November 30, 2022 باندې). Afghans Adapting to Economic Decline, Social Restrictions. United States Institute of Peace.
  4. (په November 22, 2022 باندې). World Bank Survey: Living Conditions Remain Dire for the Afghan People. World Bank.
  5. "Counting the costs of America's 20-year war in Afghanistan". AP NEWS. 30 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan: Human Development Indicators". United Nations Development Programme (UNDP). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "WHO | Afghanistan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan" (PDF). World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Afghanistan". UNESCO. 27 November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په January 24, 2023 باندې). First Round of This Year's Polio Vaccination Campaign to Launch Monday. TOLOnews.
  12. Greene, Sharon A.; Ahmed, Jamal; Datta, S. Deblina; Burns, Cara C.; Quddus, Arshad; Vertefeuille, John F.; Wassilak, Steven G.F. (24 May 2019). "Progress Toward Polio Eradication — Worldwide, January 2017–March 2019". MMWR. Morbidity and Mortality Weekly Report. 68 (20): 458–462. doi:10.15585/mmwr.mm6820a3. PMC 6532951. PMID 31120868. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په May 20, 2021 باندې). 15,000 cancer patients annually die in Afghanistan. Pajhwok Afghan News.
  14. (په November 21, 2022 باندې). Officials: Traffic Incidents Decreased in Afghanistan Compared to Last Year. TOLOnews.
  15. (په December 16, 2022 باندې). Nearly 3,000 people killed, injured in traffic accidents in past 9-month. Pajhwok Afghan News.
  16. (په November 26, 2022 باندې). MeaslesVaccination Drive Begins Across Afghanistan. TOLOnews.
  17. "Human Rights Measurement Initiative – The first global initiative to track the human rights performance of countries". humanrightsmeasurement.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Afghanistan - Human Rights Tracker". rightstracker.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Basic Documents (forty-ninth edition)" (PDF). World Health Organization. 2020. د کتاب پاڼي 27–31. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Estimated Population in 2019-20". National Statistics and Information Authority (NSIA). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په March 10, 2021 باندې). Analysts mixed on Ghani's year-long performance. Pajhwok Afghan News
  23. "Global strategy on human resources for health: Workforce 2030". World health Organization. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. El-Jardali, Fadi; Jamal, Diana; Abdallah, Ahmad; Kassak, Kassem (23 March 2007). "Human resources for health planning and management in the Eastern Mediterranean region: facts, gaps and forward thinking for research and policy". Human Resources for Health. 5 (1): 9. doi:10.1186/1478-4491-5-9. PMC 1839108. PMID 17381837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Safi, Najibullah; Naeem, Ahmad; Khalil, Merette; Anwari, Palwasha; Gedik, Gulin (1 September 2018). "Addressing health workforce shortages and maldistribution in Afghanistan". Eastern Mediterranean Health Journal. 24 (9): 951–958. doi:10.26719/2018.24.9.951. PMID 30570128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Mbemba, Gisèle Irène Claudine; Gagnon, Marie-Pierre; Hamelin-Brabant, Louise (31 December 2016). "Factors Influencing Recruitment and Retention of Healthcare Workers in Rural and Remote Areas in Developed and Developing Countries: An Overview". Journal of Public Health in Africa. 7 (2): 565. doi:10.4081/jphia.2016.565. PMC 5345405. PMID 28299160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په February 8, 2023 باندې). Health Ministry: 16,000 Patients Died From Cancer Last Year. TOLOnews.
  28. (په May 20, 2021 باندې). 15,000 cancer patients annually die in Afghanistan. Pajhwok Afghan News.
  29. (په July 5, 2015 باندې). Eight Died of Congo Virus in Afghanistan: Health Ministry. TOLOnews.
  30. (په July 6, 2015 باندې). MoPH announces of (CCHF) disease. Ariana News.
  31. (په September 3, 2018 باندې). 34 Die From Congo Fever in Afghanistan: MoPH. TOLOnews.
  32. (په February 3, 2023 باندې). '80 butchers died of Congo virus in 9 provinces. Pajhwok Afghan News.
  33. (په February 3, 2023 باندې). 600 Children With Heart Disease Treated in 5 Months. TOLOnews.
  34. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. United Nations Office on Drugs and Crime. World drug report. UNODC, ; 2014
  36. Centers for Disease Control and Prevention. Hepatitis C. Atlanta, GA: CDC; 2015.
  37. Chemaitelly, Hiam; Mahmud, Sarwat; Rahmani, Ahmad Masoud; Abu-Raddad, Laith J. (November 2015). "The epidemiology of hepatitis C virus in Afghanistan: systematic review and meta-analysis". International Journal of Infectious Diseases. 40: 54–63. doi:10.1016/j.ijid.2015.09.011. PMID 26417880. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. World Health Organization. WHO guideline on the use of safety-engineered syringes for intramuscular, intradermal and subcutaneous injections in health-care settings. WHO, Geneva, Switzerland; 2015
  39. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Children at risk of contracting HIV/AIDS in Afghanistan Archived 2017-07-04 at the Wayback Machine.. December 1, 2008.
  41. (په December 1, 2012 باندې). Over 1,300 HIV cases registered in Afghanistan. Pajhwok Afghan News
  42. (په December 2, 2012 باندې). AIDS patients have doubled in Kandahar: Official. Pajhwok Afghan News
  43. (په June 5, 2018 باندې). Nearly 2,000 Addicts Gradually Dying in One Area of the Capital Kabul. Ariana News.
  44. "Afghanistan". The World Factbook. www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Gapminder Tools". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Afghanistan Health". UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Maternal mortality". WHO. September 19, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په November 26, 2022 باندې). MeaslesVaccination Drive Begins Across Afghanistan. TOLOnews.
  49. (په December 28, 2022 باندې). Ministry Reports Over 380 Deaths from Measles Among Children. TOLOnews.
  50. (په December 23, 2022 باندې). Millions of Afghan children inoculated against measles, polio in nationwide campaign. Ariana News.
  51. (په January 22, 2023 باندې). 46 children die from measles in Kunduz in 10 months. Ariana News.
  52. "Bringing Hope to Tuberculosis Patients". United States Agency for International Development (USAID). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Chris Thomas, Global Health/Health Infectious Diseases and Nutrition (2009-09-22). "USAID Health: Infectious Diseases, Tuberculosis, Countries, Afghanistan". USAID. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)