روزالينډ فرانکلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روزالينډ ايلسي فرانکلين (۱۹۲۰ز، د  جولای۲۵ مه – ۱۹۵۸ز د اپریل ۱۶ مه) يو انګرېز کيميا پوه او د وړانګې د crystallographer [د بلور نقشې جوړوونکې] وه، چې فعاليت يې د DNA ډی اوکسي ريبونيوکليک اسيد، RNA (ريبونيوکليک اسيد)، ويروسونو، ډبرو سکرو او ګرافېټ ډبرې د ماليکولي جوړښت په اړه پر پوهېدنې متمرکز و. که څه هم د ډبرو سکرو او ويروسونو په اړه يې فعاليتونه په خپل ژوند کې ستايل شوي وو، مګر د نوموړي د ژوند په موده کې يې د DNA د جوړښت په اړه موندنه په پراخ ډول ناپېژندل شوې وه، چې د همدې له امله په بېلابېل ډول د «ناسمې اتلې»، «د DNA بې نومه يا بده پېغله»، «له ياده وتلې اتله»، د «يوه فيمېنېسټ نښه» او د ماليکولي بيولوژي Sylvia Plath په نومونو يادېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

نوموړې په ۱۹۴۱ ز کې د کمبرېج له Newnham College څخه د طبيعي علومو په برخه کې د سند په تر لاسه کولو سره فارغه شوه او له دې څخه وروسته په فزيکي کيميا کې د دوکتورا لپاره د کمبرېج پوهنتون کې د فزيکي کيميا د ز۱۹۲۰ څوکۍ (Ronald George Wreyford Norrish) تر لارښوونې لاندې شامله شوه. د Norrish د نه لېوالتېا له امله ناهيلې شوه او په ۱۹۴۲ ز کې يې تر (British Coal Utilisation Research Association (BCURA)) [د بریتانوي ډبرو سکرو د ګټې اخيستنې څېړلو ټولنه] لاندې د څېړنې درېځ غوره کړ. د ډبرو سکرو په اړه څېړنې ورسره په ۱۹۴۵ ز کې له کمبرېج پوهنتون څخه د دوکتورا په تر لاسه کولو کې مرسته وکړه.  په ۱۹۴۷ ز کې پاريس ته د يوې Chercheur (له دوکتورا د پورته څېړونکې) په توګه د نوموړې په تللو سره په (Laboratoire Central des Services Chimiques de l'État) کې د Jacques mering تر لارښوونې لاندې د ايکس وړانګې د بلور نقشې يوه بشپړه جوړوونکې شوه. په ۱۹۵۱ ز کې د يوې څېړنې د مرستيالې په توګه له (King's College London) سره له يو ځای کېدنې وروسته يې د DNA بنسټيزې ځانګړتياوې وموندلې، چې په پایله کې يې د DNA د دوه ګوني مارپېچ جوړښت سمې تشرېح ته لاره هواره کړه. له خپل رئيس John Randall او همکار Maurice Wilkins سره د نه سمون له امله، فرينکلېن اړ شوه چې په ۱۹۵۳ ز کې Birkbeck College ته ولاړه شي. [۸][۹][۱۰]

نوموړې د DNA د ايکس وړانګې د ماتو انځورونو په برخه کې د کار له امله مشهوره ده، په داسې حال کې چې په King’s College London کې په ځانګړي ډول د هغې د زده کوونکي Raymond Gosling له لوري د اخيستل شوي Photo 51، چې د DNA دوه ګوني مارپېچ موندنې ته يې لاره هواره کړه او له امله يې Francis Crick، James Waston او Maurice Wilkins ته په ګډه په ۱۹۶۲ ز کې د روانپوهنې يا طبابت په برخه کې نړیوال انعام ورکړل شو. Watson وړانديز وکړ چې Franklin به له Wiklins سره يو ځای په کيميا کې په خيالي ډول په نړيوالې جایزې سره ستايل شوې وي، که څه هم له مرګ څخه وروسته د جایزو ورکولو پر وړاندې تر اوسه کوم قانون نه و او د نوبل کمېټې په عمومي ډول پس مرګي نوماندي ترتيب نه کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د John Desmond Bernal تر لارښوونې لاندې فرېنکلېن د ويروسونو د ماليکولي جوړښتونو په اړه په Birkbeck کې د مخکښ کار مشري وکړه. يوه ورځ مخکې له دې چې په بروسلي کې په يوه نړيوال ننداتون کې د tobacco mosaic virus جوړښت بيان کړي، په ۱۹۵۸ ز کې د ۳۷ کلونو په عمر د تخمداني سرطان له امله مړه شوه. د هغې د ډلې غړې Aaron Klug د نوموړې څېړنې ته دوام ورکړ، چې له امله يې په ۱۹۸۲ ز کې يې د کيميا په برخه کې نړيواله جایزه وګټله. [۱۶]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

فرينکلېن د ۱۹۲۰ ز د جولای په ۲۵ مه د (Chepstow Villas, Notting Hill, London) په يوې شتمنې او نفوذ لرونکې بریتانوي يهودې کورنۍ کې زېږېدلې ده. [۱۷][۱۸][۱۹]

کورنۍ[سمول]

د فرينکلېن پلار Ellis Arthur Franklin نومېده، له ۱۸۹۴ ز څخه تر ۱۹۶۴ ز پورې يې ژوند وکړ، په سياسي ډول د لندن د لېبرال ډلې يو سوداګر او د بانک ماور و، چې د ښار په (Working Men's College) کې يې تدريس وکړ. د نوموړې مور Muriel Frances Waley نومېدله (۱۹۷۶ – ۱۸۹۴). روزالېنډ فرينکلېن د پينځو کوچنيانو کورنۍ کې دويمه کوچنۍ او تر ټولو مشره لور وه. David (1919 – 19860) يې تر ټولو مشر ورور،  Roland Colin 1923 – 2020) ز) چې په ۱۹۲۶ ز کې زېږېدلی دی او Jenifer چې په ۱۹۲۹ ز کال کې زېږېدلې ده، د نوموړې کشران وروڼه او خويندې وې. [۲۰]

د فرينکلېن پلارنی مشر کاکا Herbert Samuel (چې وروسته په Viscount Samuel مشهور شو)، په ۱۹۱۶ز کې د کورنيو چارو منشي (Home Secretary) او هغه لومړنی يهودي و، چې په بریتانوي کابينه کې خدمت کوي. د کاکا مېرمن يې (Helen Caroline Franklin) چې په کورنۍ کې د Mamie په نامه پېژندل کېږي، Norman de Mattos Bentwich ته واده شوه چې د فلسطين په بریتانوي قيموميت يا سرپرستي کې لوی څارنوال و. هيلن د سوداګرۍ ټولنې په سازمان او د ښځو د رايې کارونې خوځښت کې فعاله وه او وروسته د London Country Council غړې وه. د فرينلين کاکا Hugh Franklin د ښځو د رايې کارونې خوځښت کې يوه بله نامتو څېره وه، که څه هم د غورځنګ دننه کارونو يې د فرينکلين کورنۍ له خجالت سره مخامخ کړه. د Rosalind منځنی نوم Elsie د Hugh د لومړۍ مېرمنې د ياد په توګه پرې کېښودل شوی و، چې د ۱۹۱۸ ز انفلوانزا وبا کې مړه شوه. د فرينکلېن کورنۍ په فعال ډول د Working Men’s College کې شامله وه، چې د نوموړې پلار په کې د ماښام له مخې د برېښنا، مقناطيسيت او د ستر جنګ د تاريخچې تدريس وکړ او وروسته مرستيال ولسمشر شو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د روزالېنډ فرينکلېن مور او پلار له اروپايي يهودي کډوالو په ځانګړي ډول له Kindertransport څخه راغلو کډوالو سره په استوګن کېدلو کې مرسته وکړه، چې له نازي حکومت څخه راتښتېدلي وو. دوه يهودي کوچنيان يې خپل کور ته یووړل، چې د Evi Eisenstadter په نوم له يوه نهه کلن استريايي کوچني سره يې د Jenifer خونه ګډه کړه. د Evi پلار Hans mathias Eisenstadter په Bechenwald کې بندي و او له خوشې کېدلو څخه وروسته يې کورنۍ د Ellis نوم غوره کړ. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

زده کړې[سمول]

فرينکلين د کوچنيوالي له لومړيو څخه ځانګړي علمي وړتياوې ښکاره کړې. د شپږ کلنۍ په عمر له خپل ورور Ronald سره په Norland Place School کې شامله شوه، چې په لويديځ لندن کې يو خصوصي ورځنی ښوونځی و. په هغه کې د نوموړې د تره مېرمن Mamie چې اصل نوم يې Helen Bentwich دی؛ فرينکلېن خپل مېړه ته په دې ډول وروپېژندله: «روزالېنډ په حيرانوونکي ډول هوښياره ده. خپل ټول وخت د خوښۍ لپاره په حساب کولو باندې تېروي او په نه بدلېدونکي ډول سم ځواب تر لاسه کوي». فرينکلېن په کرکټ او هاکي لوبو کې له پخوا څخه لېوالتيا لري. د نهه کلنۍ په عمر ليليه ښوونځي کې شامله شوه، چې ياد ښوونځي په Sussex کې د ځوانو نجونو لپاره د Lindores School و. ښوونځی د سمندر غاړې ته نږدې و او کورنۍ يې د نوموړې حساسې روغتيا لپاره يو غوره چاپېریال غوښته. [۳۱][۳۲][۳۳]

د لويديځ لندن په Hammersmith کې د St Paul د نجونو ښوونځي ته د تګ پر مهال د ۱۱ کلونو په عمر په لندن کې د نجونو ښوونځي يو له هغو په شمېر نجونو له ډلې څخه وه، چې فزيک او کيميا يې تدريس کړل. په St Paul’s کې نوموړې په ساينس، لاتين او بدني روزنې برخو کې نوره هم پوه شوه. جرمني ژبه يې هم ياده کړه او په فرانسوي کې فصيحه شوه، دا هغه ژبه وه، چې وروسته يې ورته ډېره ګټه وکړه. فرينکلېن په خپلو ټولګيو کې له نورو پورته وه او کلني انعامونه يې وګټل. يوازينۍ زده کړيزه کمزوري يې په موسيقۍ کې وه، چې له امله يې د ښوونځي د موسيقي برخي رئيس کمپوز کوونکي Gustav Holst يو ځل د نوموړې مور ته خبر وکړ، چې پلټنه وکړي چې نوموړې کېدای شي، د اورېدلو له ستونزو يا د تانسل (بغوټ) له پړسوب څخه کړېدلې وي. نوموړې په شپږو امتيازونو سره په ۱۹۳۸ ز کې له عالي ښوونځي څخه فارغه شوه او د پوهنتون لپاره يې د سکالرشيپ (د زده کړو مالي لګښت) وګاټه. ياد سکالرشيپ د درې کلونو لپاره په کلني ډول د School Leaving Exhibition تر نامه لاندې ۳۰ يورو د هغې لپاره او ۵ يورو يې د نيکه لپاره ټاکل شوی و. پلار يې ورڅخه وغوښتل چې خپل سکالرشيپ، يو وړ کډوال زده کوونکي ته ورکړي.  [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچینې[سمول]

  1. "The Rosalind Franklin Papers, Biographical Information". profiles.nlm.nih.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Rosalind Franklin Papers, The Holes in Coal: Research at BCURA and in Paris, 1942–1951". profiles.nlm.nih.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maddox, Brenda (2003). "The double helix and the 'wronged heroine'". Nature. 421 (6921): 407–408. Bibcode:2003Natur.421..407M. doi:10.1038/nature01399. PMID 12540909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stasiak, Andrzej (2003). "The first lady of DNA". EMBO Reports. 4 (1): 14. doi:10.1038/sj.embor.embor723. PMC 1315822. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Glynn, Jenifer (2012). "Remembering my sister Rosalind Franklin". The Lancet. 379 (9821): 1094–1095. doi:10.1016/S0140-6736(12)60452-8. PMID 22451966. S2CID 32832643. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jensen, Robin E.; Parks, Melissa M.; Mann, Benjamin W.; Maison, Kourtney; Krall, Madison A. (2019). "Mapping Nature 's scientist: The posthumous demarcation of Rosalind Franklin's crystallographic data" (PDF). Quarterly Journal of Speech (په انګلیسي ژبه کي). 105 (3): 297–318. doi:10.1080/00335630.2019.1629000. S2CID 197721627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Davies, Kevin (2020). "Rosalind Franklin Scientist: On the centenary of her birth, a look back at the fundamental role of Rosalind Franklin in unravelling the structure of the double helix in 1953". Genetic Engineering & Biotechnology News (په انګلیسي ژبه کي). 40 (7): 8–9. doi:10.1089/gen.40.07.02. S2CID 225566507. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Glynn, p. 60.
  9. Maddox, Brenda (2003). "The double helix and the 'wronged heroine'". Nature. 421 (6921): 407–408. Bibcode:2003Natur.421..407M. doi:10.1038/nature01399. PMID 12540909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite thesis
  11. "The Nobel Prize in Physiology or Medicine 1962". The Nobel Prize. 26 August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Rosalind Franklin the Scientist". GEN – Genetic Engineering and Biotechnology News (په انګلیسي ژبه کي). 6 July 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Greenwood, Veronique (19 May 2012). "First Posthumous Nobel Awarded". Discover. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Discovery of the Molecular Structure of DNA – The Double Helix". Official Website of the Nobel Prizes. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Nobel Prize Facts". The Nobel Prize. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "James Watson, Francis Crick, Maurice Wilkins, and Rosalind Franklin". Science History Institute. June 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Name of Firm: A. Keyser & Co" (PDF). The Gazette. 22 February 1922. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Rosalind Franklin". London Remembers. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. GRO Register of Births: SEP 1920 1a 250 KENSINGTON – Rosalind E. Franklin, mmn = Waley
  20. Glynn, p. 1.
  21. Maddox, p. 7.
  22. Sayre, A. (1975). Rosalind Franklin and DNA. New York: Norton. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-393-07493-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Maddox, p. 40.
  24. Segev p.
  25. Maddox, p. 20.
  26. Sayre, p. 35.
  27. Polcovar, p. 20.
  28. Simkin, John (1997). "Rosalind Franklin". Spartacus Educational. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Hans (John) Mathias Eisenstadter Ellis". Geni. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Evi Ellis". Ancestry.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Maddox, p. 15.
  32. Berger, Doreen (3 December 2014). "A Biography of The Dark Lady Of Notting Hill". United Synagogue Women. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Maddox, p. 21–22.
  34. Berger, Doreen (3 December 2014). "A Biography of The Dark Lady Of Notting Hill". United Synagogue Women. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Glynn, p. 25.
  36. Sayre, p. 41.
  37. Maddox, p. 30.
  38. Maddox, p. 26.
  39. Glynn, p. 28.
  40. Glynn, p. 30.