روبوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
配膳 (2911897752).jpg

روبات يو ماشين دی؛ په ځآنګړي ډول هغه ماشين چې د کمپيوټر په واسطه پروګرام کېدای شي او په خپل سر د یو لړ پېچلو کارونو د تر سره کولو وړتيا لري. شونې ده چې روبات د يوې بهرنۍ کنترولي (سمبالښت) الې په واسطه رهنمايي شي او دا هم شونې ده چې د روبات په دننه کې د ځای شوې الې له خوا کنترول (سمبال شي اواداره) شي. شونې ده چې روبات داسې جوړ کړای شي، چې انساني بڼه رابيداره کړي، خو ډېری روباتونه د خپلې موخې تر سره کوونکي ماشينونه دي او پر ځای د دې چې يوازې د ښايست څرګندونه وکړي، د بشپړ فعاليت په ټينګار سره طرحه شوي وي.[۱]

شونې ده چې روباټونه بشپړ يا نيمه خپلواک وي، له « Honda's Advanced Step in Innovative Mobility (ASIMO)» او « TOSY's TOSY Ping Pong Playing Robot (TOPIO)» روباټونو نه نيولې بيا تر صنعتي روباتونو، روغتيايي عمل کوونکو روباتونو، د ناروغ مرسته کوونکو روباټونو، د سپي روغتيايي روباتونو، په ټوليز ډول ډله ييز پروګرام شوي روباټونو، بې پېلوټه الوتکې، لکه: « General Atomics MQ-1 Predator» او ان مايکروسکوبي نانو روباتونه په کې شامل وي. د ژوندي په څېر يا په خپله د خوځښت پېښې کولو سره، شونې ده روبات د ځيرکتيا يا د خپل فکر کولو احساس وړاندې کړي. په راتلونکي کې په خپلواک ډول د شيانو د خپرېدو هيله شته چې کورني روباتيک او په خپله چلېدونکي موټر يې د يوې بنسټيزې برخې په توګه پېژندل کېدای شي. [۲]

د تيکنالوژۍ هغه څانګه روباتيکس بلل کېږي چې د روباتونو له طرحې، جوړولو، کار کولو او عملي کولو او د کمپيوټر هغه سيستمونه چې د روباتونو د کنترول، حسي اغېزو او د معلوماتو له جريان سره يې سروکار وي. د دې تيکنالوژيو اړيکه له خپل کاره ماشينونو سره ده، کوم چې کولای شي په خطرناکو چاپيريالونو يا په رغوونکو بهيرونو کې د انسانانو ځای ونيسي، يا په څرګندېدو، چلند يا پېژندنه کې له انسانانو سره برابر و اوسي. د اوسمهال روباتونه، له هغه طبيعيت نه الهام اخیستی، کوم طبيعيتونه چې له ژونديو نه الهام اخیستو ډګرونو کې مرسته کوي. دې روباتونو د روباتيک يوه نوې څانګه منځ ته راوړې چې هغه: نرم روباتيک دی.[۳]

له لرغونو تمدنونو راهيسې، د کاروونکي له خوا د جوړېدو وړ خپل کاره الاتو او ان انسانانو يا څارويو ته ورته د خپل کاره الو د هڅو روايتونه شته چې، په لومړي سر کې يوازې د ساعت تېرۍ په ډول طرحه شوي دي. څومره چې د صنعتي عصر په اوږدو کې ميخانيکي لارې چارې منځ ته راغلې، په دې لړ کې د خپل کاره ماشينونو، له لرې نه اداره کېدونکې الې (ريموټ کنټرول) او له لرې نه اداره کوونکې بې سيمه (مزي نه لرونکي) الو په څېر عملي طرحې منځ ته راغلې. 

روبات ټکی، د ژبې له اړخه سلواکي رېښې لري چې معنا يې له «خوارۍ» ټکي سره نژدې ده. د روبات ټکی په لومړي ځل په ۱۹۲۰ز کال کې د «کارل چاپک  Karel Čapek » له خوا د (Rossumovi Univerzální Roboti – د روسوم نړيوال روباتونه) په نامه د چيکي ژبې په يوه ډرامه کې د يوه خيالي انسان ډوله د ښودلو په موخه کارول شوې وه، خو په اصل کې د دې اصطلاح مخترع د «کارل» ورور «جوزف چاپک Josef Čapek» دی. په ۱۹۴۸ز کال کې د انګلستان په بريسټل کې د ويليام ګري والټر له خوا د لومړيو برېښنايي خپلواکو روباتونو او د ۱۹۴۰ز لسيزې په وروستيو کې د جان ټي.پارسنز او فرانکس ايل.سټولن له خوا د شمېرو د کمپيوټري کنترول (CNC) د ماشيني وسايلو په راڅرګندېدو سره برېښنايي وسايل د پرمختګ د بشپړتيا په محرک ځواک بدل شول. [۴][۵][۶]

لومړی موډرن برېښنايي او د پروګرام وړ روبات په ۱۹۵۴ز کال کې «جورج ډيول» اختراع کړ او د «Unimation» په نامه د روباتيک په برخه کې يې خپل بنسټيز شرکت جوړ کړ. په ۱۹۶۱ز کال کې لومړی «Unimate» په «جنرال موټورز» وپلورل شو، په کوم ځای کې چې دې روبات د نيوجرسي ايالت د ايونګ ټاونشپ د «Inland Fisher Guide Plant» په نامه شرکت په «ويسټ ترينټن» برخه کې د اوسپنې د ويلې کوونکو ماشينونو نه د تودې اوسپنې برخې پورته کولې.[۷]

روباتونه په هغو تکراري او له ګواښه ډکو کارونو په ترسره کولو کې د انسانانو ځای نيسي، چې انسانان نه غواړي تر سره يې کړي يا د اندازې د محدوديت له امله نه شي کولای دا کارونه وکړي، يا دا کارونه په داسې لرې چاپيريالونو کې تر سره کيږي، لکه له فضا نه بهر يا د سمندر په تل کې. د روباتونو د زيات کارولو او په ټولنه کې د دوی د نقش په اړه اندېښنې هم شته. روباتونه له دې امله ملامته بلل کېږي چې د تيکنالوژيکي اړخه د بې دندې کولو لامل ګرځي، ځکه دوی په تېزۍ سره د کار کولو له امله د انساني کارکوونکو ځای نيسي. په پوځي جګړو کې د روباتونو کارولو اخلاقي اندېښنې راپورته کړې دي. د روباتونو د خپلواکۍ او د دوی بالقوه اغېزو په اړه فکر شته او شونې ده چې په راتلونکي کې يوه رښتینې اندېښنه وي. [۸][۹]

لنډيز[سمول]

روبات هم فزيکي روباتونو او هم د مجازي پوستکالي اپليکيشن (کاريال) ته ويل کېدای شي، خو وروستي ډول ته يې په عمومي توګه يوازې د «بوټس» په نوم اشاره کېږي. په دې اړه موافقه نه شته چې کوم ماشينونه د روباتونو شرايط په ځان کې لري، خو د ماهرانو او عامو خلکو تر منځ په دې عمومي موافقه شوې چې روباتونه کولای شي ځينې يا ټولې لاندې وړتياوې ولري او لاندې کارونه وکړای شي: په برېښنايي پروګرام برابرېدل ومني، په برېښنايي ډول معلومات يا جسماني تصورات تر عمل لاندې ونيسي، تر يو بريده په خپل سر کار وکړي، شا او خوا وښوېږي، د خپل ځان فزيکي برخې په عمل راولي يا يې په فزيکي ډول په جريان کې واچوي، خپل چاپېريال محسوس کړي او له هغې سره ولوبېږي، د ځيرک چلند څرګندونه وکړي، په ځانګړي ډول هغه رويې چې د انسانانو يا څارويو پېښې (نقل کول) په کې وي، وکړي. ترکيبي بېولوژي له روبات سره نژدې اړيکه لري، کوم چې د هغو هستو مطالعه کوي، د کومو د طبيعيت پرتله چې د ماشينونو په نسبت تر ډېره بريده له مخلوقاتو سره کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲]

تاريخچه[سمول]

د اتوماتا نظريه د نړۍ د ډېرو کلتورونو له افسانو نه سرچينه اخلي. د لرغوني چين، لرغوني يونان او بطلميوسي مصر په ګډون، د لرغونو تمدنونو انجنيرانو او مخترعينو هڅه کړې چې په خپل سر کارکوونکي ماشينونه جوړ کړي چې ځينې يې څارويو او انسانانو ته ورته وو. د اتوماتا په لومړيو بڼو کې د ارکيټاس مصنوعي کوتره(کبوتر)، د موزي او لوبان مصنوعي مرغان، «د اسکندريې د هيرو خبرې کوونکې خپل کاره ماشين، د بيزانس د «فيلو» له خوا په خپل لاس وينځلو ځای او په «لای زي» کې تشرېح شوی انساني خپل کاره ماشين» يې نمونې دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړی پيل[سمول]

په ډېريو لرغونو افسانو او ډېريو موډرنو مذهبونو کې مصنوعي انسانان شته، لکه د يوناني خدای « Hephaestus» له خوا جوړ شوي ماشيني مزدوران (روميانو ته ولکان)، د يهودي افسانې خټين ګولمونه او د نورس د افسانو سترې خټينې مجسمې، همدا راز « Galatea»، کومه چې د پيګماليون افسانوي مجسمه وه چې ژوندۍ شوه. له زېد مخکې له ۴۰۰ کال راهيسې د کرت په افسانو کې ټالوس شامل دی، کوم چې د ژېړو (برونزو) يو سړی و چې دا ټاپو يې له سمندري غلو نه ساته.[۱۷]

په لرغوني يونان کې، يوناني انجنيري « Ctesibius» (له زېږد مخکې شا او خوا ۲۷۰ کال) «د پنوماتيک او هيدروليک پوهه د دې لپاره کارولې وه، تر څو په لومړي ځل د اعضاوو او اوبو لرونکي ساعتونه جوړ کړي چې خوځنده بڼې يې درلودلې». له زېږد مخکې په څلورمه پېړۍ کې يوناني رياضي پوه د «ټيرنټم» ارکيټس « Archytas» په بخار د چلېدونکې يوې ميخانيکي مرغۍ فرضيه وړاندې کړه چې هغه پرې د «کوترې» نوم کېښود. يوناني رياضي پوه او مخترع د اسکندريې هيرو (له زېږد مخکې ۱۰-۷۰) د ګڼو کاروونکو وړتيا لرونکي خپل کاره ماشينونو الې جوړې کړې او داسې ماشينونه يې وړاندې کړل چې د هوا په فشار، بخار او اوبو چلېدل.[۱۸][۱۹][۲۰]

د يوولسمې پېړۍ «لوک پننتي» وايي چې د بودا آاثار څه ډول د روما ويسيا (روم) له پاچهۍ نه د ميخانيکي روباتونو (بوټها واهنا ينټا) په مټ ساتل کېدل، تر هغه وخته چې دا روباتونه د اشوکا پاچا له خوا بې وسلې کړای شول.[۲۱]

په لرغوني چين کې، د درېيمې پېړۍ د (لای زي) متن انسان ته ورته يو خپل کاره ماشين يادونه کوي، په کوم کې چې د چين د ژوهو د ماو سترواک پاچا او يو ميخانيکي انجنير چې د «يان شي» په نوم پېژندل کېده او يو «صانع» سره مخامخ شول. «يان شي» په ډېر وياړ سره د انسان په واقعي بڼه يوه مجسمه، چې د خپل لاسي کار په ميخانيک يې له چرم، لرګي او مصنوعي اعضاوو نه جوړه کړې وه، پاچا ته وړاندې کړه. د «هان في زي» او نورو متنونو کې د الوتکونکي خپل کاره ماشین يادونه شوې ده، د کوم نسبت چې له زېږد مخکې د پنځمې پېړۍ موهيست فلسفي موزي او د هغه هممهاله لوبان له خوا له لرګي نه د جوړو شويو مارغانو (مايوان) ته کېږي، کومې مرغۍ چې په برياليتوب سره الوتلی شوې.

د روبوټ برخې[سمول]

روبوټیک څه دی؟[سمول]

ناسا څه ډول له روبوټ څخه گټه پورته کوي؟[سمول]

ناسا فضایي له روبوټونو څخه په مختلفو ډولو گټه پورته کوي. د روبوټ مټې کولای شي په فضا کې ډېر ستر شیان په فضا کې ولېږدوي. روبوټیکه فضا لېږدوونکې بېړۍ کولای شي له بلې نړۍ لیدنه وکړي. روبوټیکه فضایي بېړۍ کولای شي چې بې له پیلوټه الوت وکړي.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. Definition of 'robot'. Oxford English Dictionary. Retrieved 27 November 2016.
  2. "Forecasts – Driverless car market watch". driverless-future.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "robotics". Oxford Dictionaries. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ivan Margolius,'The Robot of Prague', Newsletter, The Friends of Czech Heritage no. 17, Autumn 2017, pp. 3 – 6. https://czechfriends.net/images/RobotsMargoliusJul2017.pdf Archived 11 September 2017 at the Wayback Machine.
  5. Karel Capek – Who did actually invent the word "robot" and what does it mean? at capek.misto.cz[مړه لينکونه]archive
  6. Kurfess, Thomas R. (1 January 2005). Robotics and Automation Handbook. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780849318047. مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۶ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pearce, Jeremy. "George C. Devol, Inventor of Robot Arm, Dies at 99" Archived 25 December 2016 at the Wayback Machine., The New York Times, 15 August 2011. Retrieved 7 February 2012. "In 1961, General Motors put the first Unimate arm on an assembly line at the company's plant in Ewing Township, N.J., a suburb of Trenton. The device was used to lift and stack die-cast metal parts taken hot from their molds."
  8. Akins, Crystal. "5 jobs being replaced by robots". Excelle. Monster. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 28 May 2014 باندې). Robots could cost Australian economy 5 million jobs, experts warn, as companies look to cut costs. ABC News. Australian Broadcasting Corporation
  10. "Telecom glossary "bot"". Alliance for Telecommunications Solutions. 28 February 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Polk, Igor (16 November 2005). "RoboNexus 2005 robot exhibition virtual tour". Robonexus Exhibition 2005. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Harris, Tom (16 April 2002). "How Robots Work". How Stuff Works. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Needham, Joseph (1991). Science and Civilisation in China: Volume 2, History of Scientific Thought. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-05800-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Currie, Adam (1999). "The History of Robotics". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Noct. Att. L. 10
  16. Needham, Volume 2, 54.
  17. Deborah Levine Gera (2003). Ancient Greek Ideas on Speech, Language, and Civilization. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-925616-7. مؤرشف من الأصل في ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Mark E. Rosheim (1994). "Robot evolution: the development of anthrobotics Archived 2016-12-05 at the Wayback Machine.". p.2. Wiley-IEEE. کينډۍ:ISBN
  19. "Robots then and now Archived 2010-12-20 at the Wayback Machine.". BBC.
  20. O'Connor, J.J. and E.F. Robertson. "Heron biography". The MacTutor History of Mathematics archive. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Strong, J.S. (2007). Relics of the Buddha. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 133–134, 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11764-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)