رهبانيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رهبانيت په عيسويت کې د عبادت يوه طريقه ده چې راهب سړی د ټولنې څخه ځان گوښه کوي. د نړۍ څخه لاس اخلي او د دنيا د خوندونو، نعمتونو او کسب و کاره څخه سترگې پټوي او په دېر کې استوگنه غوره کوي. د نصاراوو په دين کې رهبانيت نه يوازې يو رواکار و بلکه راهب او راهبې ته به يې د بزرگۍ په نظر کتل. بايد وويل شي چې هغه بزرگان، متصوفين او وليان چې په اسلام کې د نفس او روح په تزکيه يا په رياضت اخته دي، د دوی دا کار مشروع دی او د رهبانيت سره څه اړيکی نه لري.