رنسانس (نوی والی/بيا ژوند)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رنسانس د اروپا په تاريخ کې يو پړاو دی چې له منځنيو پېړيو څخه نوي عصر ته د انتقال ښودنه کوي چې پینځلسمه او شپاړسمه پېړۍ په بر کې نيسي د لرغونو زمانو يا له هغې څخه هم مخکې وختونو د اندونو او لاسته راوړنو د بيا راژوندي کولو ځانګړتيا لري. دا د منځنيو پېړيو له بحرانونو وروسته رامنځ ته شوی چې ستر ټولنيز بدلونونه ورسره ملګري و. په معياري دوره يي کولو سربېره، د «اوږد رنسانس» پلويان کېدای شي د هغې پيل په څوارلسمه پېړۍ کې  وښيي او پای يې په اولسمه پېړۍ کې. [۱][۲]

دوديز ليد تر ډېره بريده د رنسانس په لومړيو عصري اړخونو تمرکز کوي او استدلال کوي چې دغه پړاو له پخواني پړاو څخه جلا و خو اوسني تاريخ پوهان عموماً د دې پړاو په منځنيو اړخونو تمرکز کوي او وايي چې دغه پړاو د منځنيو پېړيو دوام و. په هر حال د پړاو پيل – د پینځلسمې پېړۍ د رنسانس لومړي او ايټالوي لومړی رنسانس شاو خوا ۱۲۵۰ يا ۱۳۰۰ ز کلونو پورې تر ډېره بريده منځنۍ پېړۍ رانغاړي چې معمولاً له ميلاد مخکې ۱۲۵۰ -۱۵۰۰ ز کلونو ته رسېږي او منځنۍ پېړۍ خپله يوه اوږده موده وه چې تدريجي بدلون په کې راتلو لکه نننۍ زمانه؛ يا لکه د دواړو تر منځ د انتقال پړاو؛ رنسانس له دواړو سره نژدې ورته والی درلود، په ځانګړي ډول د مخکې پړاو وروستۍ او ورپسې پړاو لومړۍ دورې.[۳][۴]

د رنسانس لپاره فکري بنسټ د بشرپالنې نسخه وه چې تصور يې د رومي انسانيت او لرغونې يوناني فلسفې له بیا رامنځ ته کېدو څخه اخیستل شوی وو، لکه پروتاګورس چې ويلي يې دي «انسان د هر څه معيار دی». دغه نوی فکر په هنر، معمارۍ، سياست، ساينس او ادبياتو کې راڅرګند شو. لومړۍ بېلګې يې د تېلو په انځورګرۍ او د کانکريټ د جوړولو په اړه د پوهې په بيا راژوندۍ کولو کې وې. که څه هم د چاپ وسپنيز ماشين له پنځلسمې پېړۍ څخه د اندونو خپرول تېز کړل، په ټوله اروپا کې د رنسانس بدلونونه په يو ډول نه وو: لومړۍ موندنې په ايټاليا کې د ديارلسمې پېړۍ په وروستيو کې راڅرګندې شوې دي، په ځانګړي ډول د «ډانټی» په لېکنو او «جياټو» په انځورنو کې.

د يو کلتوري خوځښت په توګه، رنسانس د لاتين تر ټولو غوره نوښتي اصلي ادبيات رانغاړي چې پيل يې په څوارلسمه پېړۍ کې د لرغونو سرچينو پر اساس د زده کړې له بيا تازه کولو څخه شوی، چې وياړ يې معاصر علماء «پيټراک» ته ورکوي؛ د خطي ليد او په انځورګرۍ کې د زياتو طبيعي حقايقو د وړاندې کولو طريقې او تدريجي خو ډېر پراخه تعلیمي سمون. په سياست کې، رنسانس د ديپلوماسۍ د ادابو او کړنلارو په پراختيا کې مرسته وکړه، په ساينس کې يې په ليدنو او مقايسوي استدلال باندې د تکيې مرسته وکړه. که څه هم رنسانس په ډېرو فکري او ټولنيزو علمي فعاليتونو او همدا راز د نوې بانکدارۍ او محاسبې د وړاندې کولو په برخه کې زيات انقلابونه هم وليدل، خو بيا هم رنسانس د هنري پرمختګ او د (Leonardo da Vinci) او (Michelangelo) په څېر ټولنپوهانو د مرستې له امله تر ټولو زيات پېژندل شوی دی، چا چې د (رنسانس انسان) اصطلاح وځلوله. [۵][۶][۷]

رنسانس د ايټاليې په يو ايالت د فلورانس په جمهوريت کې پيل شو. د رنسانس د اصليت او ځانګړتياوو په اړه بېلا بېل اندونه وړاندې شوي دي په دې اندونو کې هغه مهال په فلورانس کې په جلا جلا لاملونو، ټولنيزو او مدني ځانګړتياوو تمرکز شوی وو لکه د فلورانس په سياسي جوړښت، د حاکمې کورنۍ ملاتړ، ميډيسي (يوه شتمنه حاکمه کورنۍ وه) او د عثماني ترکانو په لاس د قسطنطنيې له سقوط وروسته ايټاليې ته د يوناني پوهانو او د هغوی د متنونو لېږد. نور مهم مرکزونه يې د ايټاليې شمالي ښارونه و لکه ونيز، جينوا، ميلان، بولونيا او د رنسانس د رومي مسيحيت د حکومت پر مهال روم يا برجيمي ښارونه لکه بروژ، ګنت، بروکسل، لوون يا انتورپ وو. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

رنسانس اوږده او پېچلې تاريخي لړۍ لري او د بېلا بېلو زماني دورو په اړه د عمومي شک او تردید سره سم، د تاريخ پوهانو تر منځ ډېر اختلافونه شته څوک چې په نولسمه پېړۍ کې د رنسانس سرلوړۍ او د دوی په وينا فردي کلتوري اتلانو ته د «رنسانس انسان» په توګه غبرګون ښيي او دغه تاريخ پوهان د رنسانس د ګټې په اړه د يوې اصطلاح او يو تاريخي انځور په توګه پوښتنې کوي. ځينو کتوونکو دا پوښتنه کړې ده چې ايا رنسانس د منځنيو پېړيو څخه يو کلتوري پرمختګ و، او که د دې پر ځای بايد هغه پړاو ته د پخوانۍ لرغونې زمانې لپاره د نهيلۍ او پخوانيو يادونو د پړاو په توګه وکتل شي، په داسې حال کې چې ټولنيز او اقتصادي تاريخ پوهان په ځانګړي ډول په اوږده موده کې د دواړو پړاوونو تر منځ په تسلسل ټينګار کوي، لکه پانوفيسکي باور لري او وايي چې دواړه  پړاوونه په زرو اړیکو له يو بل سره تړلي دي.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

دغه اصطلاح چې (بيا تولد) په لومړي ځل د «جورجو وزاري» په کتاب د هنرمندانو ژوند چې په (۱۵۵۰) کال کې راڅرګند شو بيا په ۱۸۳۰ مو کلونو کې د رنسانس په توګه وپېژندل شو. دغه لفظ نورو تاريخي او کلتوري خوځښتونو ته هم پراخ شو، لکه کارولينژي رنسانس ( اتمه او نهمه پېړۍ)، اوتوني رنسانس (لسمه او يوولسمه پېړۍ)، د دولسمې پېړۍ رنسانس.[۱۸][۱۹]

ارزونه[سمول]

رنسانس يو کلتوري خوځښت و چې د نوي عصر په لومړيو کې يې پر اروپايي فکري ژوند ژور اغېز وکړ. په ايټاليا کې پيل شو او د شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې  د اروپا په نورو برخو کې خپور شوی، اغېزې يې په هنر، معمارۍ، فلسفه، ادبياتو، موسيقي، ساينس، ټکنالوژۍ، سياست، مذهب او د نورو فکري څېړنو په برخو کې ولېدل شوې. د رنسانس علماوو په مطالعه کې بشري طريقه وکاروله او په هنر کې يې انساني جذبات او حقايق ولټول.[۲۰]

د «پاجيو براچوليني» په څېر د رنسانس بشر پالوونکي د اروپا په مذهبي کتابتونونو کې د لاتيني لرغونو ادبي، تاريخي او ويناوو د متونو په لټه کې وو، په داسې حال کې چې په (۱۴۵۳) ز کال کې د قسطنطنيې سقوط د يوناني کډوالو پوهانو يوه څپه رامنځ ته کړه، هغه پوهان چې لرغوني يونان ته يې ارزښتمنې ليکلې نسخې راوړې وې، له دوی ډېرې يې په لويديځ کې د ابهام کندې ته غورځول شوې وې. په ادبي او تاريخي متونو د دوی د نوي تمرکز پايله ده چې د رنسانس د پړاو پوهانو ته د منځنيو پېړيو د دولسمې پېړۍ د رنسانس له پوهانو سره د پام وړ توپير ورکوي؛ ځکه چې د منځنيو پېړيو د رنسانس پوهانو د طبيعي علومو، فلسفې او رياضياتو په يوناني او عربي اثارو تمرکز کولو، نه په کلتوري موضوعاتو.  

د نیو پلوتونيزم په بيا راژوندي کولو کې د رنسانس بشرپالانو مسيحيت رد نه کړ، د دې برعکس د رنسانس ډېری لوی اثار مسيحيت ته ځانګړي شوي وو او کليسا د رنسانس د ډېرو هنري اثارو څخه ملاتړ څرګند کړ. خو بيا هم يو ستونزمن بدلون رامنځ ته شو. داسې چې پوهان د هغه مذهب پر لور ولاړل چې د کلتوري ژوند په ډېرو نورو برخو کې څرګند شوي وو. سربېره پر دې، د نوي يوناني زمانې په ګډون ډېری يوناني مسيحي اثار له بيزانس څخه لويديځې اروپا ته راوړل شوي او د لرغونې زمانې له وروستيو راهيسې په لومړي ځل لوېدیځ علماء په دې اثارو مشغول شوي وو. له يوناني مسيحي اثارو سره دغه نوی تعامل او په ځانګړي ډول اصلي يونان ته د نوې زمانې را ستنېدلو د پروستيستانت مسيحيت اصلاح ته لار هواره کړه کومو اثارو ته چې د انسان پالوونکو هر يو «لورنزو والا» او «اراسموس» له خوا وده ورکړل شوې وه.[۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Wells, John (April 3, 2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Pearson Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Historians of different kinds will often make some choice between a long Renaissance (say, 1300–1600), a short one (1453–1527), or somewhere in between (the fifteenth and sixteenth centuries, as is commonly adopted in music histories)." The Cambridge History of Seventeenth-Century Music: Volume 1, p. 4, 2005, Cambridge University Press, Google Books. Or between Petrarch and Jonathan Swift, an even longer period. See Rosalie L. Colie quoted in Hageman, Elizabeth H., in Women and Literature in Britain, 1500–1700, p. 190, 1996, ed. Helen Wilcox, Cambridge University Press, کينډۍ:ISBN, 0521467772, Google Books. Another source dates it from 1350 to 1620: "Renaissance Era Dates". encyclopedia.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  3. Monfasani, John (2016). Renaissance Humanism, from the Middle Ages to Modern Times. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-90439-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Boia, Lucian (2004). Forever Young: A Cultural History of Longevity. Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86189-154-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. BBC Science and Nature, Leonardo da Vinci Retrieved May 12, 2007
  6. BBC History, Michelangelo Retrieved May 12, 2007
  7. Diwan, Jaswith. Accounting Concepts & Theories. London: Morre. د کتاب پاڼي 1–2. id# 94452. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Burke, P., The European Renaissance: Centre and Peripheries 1998
  9. Strathern, Paul The Medici: Godfathers of the Renaissance (2003)
  10. Peter Barenboim, Sergey Shiyan, Michelangelo: Mysteries of Medici Chapel, SLOVO, Moscow, 2006. کينډۍ:ISBN
  11. Encyclopædia Britannica, "Renaissance", 2008, O.Ed.
  12. Harris, Michael H. History of Libraries in the Western World, Scarecrow Press Incorporate, 1999, page 69, کينډۍ:ISBN
  13. Norwich, John Julius, A Short History of Byzantium, 1997, Knopf, کينډۍ:ISBN
  14. Brotton, J., The Renaissance: A Very Short Introduction, OUP, 2006 کينډۍ:ISBN.
  15. Huizanga, Johan, The Waning of the Middle Ages (1919, trans. 1924)
  16. Starn, Randolph (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Renaissance Redux"]. The American Historical Review 103 (1): 122–124. doi:10.2307/2650779. 
  17. Panofsky 1969:6.
  18. The Oxford English Dictionary cites W Dyce and C H Wilson’s Letter to Lord Meadowbank (1837): "A style possessing many points of rude resemblance with the more elegant and refined character of the art of the renaissance in Italy." And the following year in Civil Engineer & Architect's Journal: "Not that we consider the style of the Renaissance to be either pure or good per se." See Oxford English Dictionary, "Renaissance"
  19. Murray, P. and Murray, L. (1963) The Art of the Renaissance. London: Thames & Hudson (World of Art), p. 9. کينډۍ:ISBN. "...in 1855 we find, for the first time, the word 'Renaissance' used – by the French historian Michelet – as an adjective to describe a whole period of history and not confined to the rebirth of Latin letters or a classically inspired style in the arts."
  20. Perry, M. Humanities in the Western Tradition, Ch. 13
  21. Open University, Looking at the Renaissance: Religious Context in the Renaissance (Retrieved May 10, 2007)