رمله بنت ابي سفيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رمله بنت ابي سفيان د دې بي بي نوم او كنيت يې ام حبيبه وه. هغه د ابو سفيان لوروه او تر بعثت 17 كاله وړاندي زيږيدلې وه ,ام حبيبه رضي الله عنها لومړى عبدالله بن جحش ته واده شوې وه ,دواړه مسلمانان او حبشې ته مهاجر شول ,عبدالله هلته عيسايي شو خو داپه اسلام پاتې شوه ,ددين داختلاف له امله عبدالله ام حبيبي ته طلاق وركړ. دهجرت په اووم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم يو تن (عمر بن اميه) نجاشي ته واستاوه ,څو ام حبيبې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورورسوي ,نجاشي خپله مينځه ابرهه ور واستوله ,حضرت ام حبيبې رضي الله عنها داپيغام قبول كړ ,او ددې خبردزيري دوركولو په ډول يې ابرهه ته دسپينو زرو دوه بنگړي او دوه گوتمنۍ(انگشتري) وركړې . نجاشي دحضرت جعفررضي الله عنه اونورو مسلمانانو په گډون دا نكاح وتړله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري يې ورته څلور سوه ديناره مهر وټاكه او دوليمې ډوډۍ هم نجاشي وركړه . ام حبيبې رضي الله عنها دمهر له روپو څخه پنځوس ديناره ابرهه ته وركړل خو هغې بنگړي او داپيسې بيرته وركړې او ورته ويي ويل چې :زه پاچا له دې شيانو منع كړي يم . په دوهمه ورځ نجاشي ورته عود,زعفران اونور شيان واخيستل او ور وايې استول ,خو كله چې له شرحبيل بن حسنه سره مدينې منورې ته راغله نو هغه هرڅه يې له ځانه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړل . ام حبيبه رضي الله عنها دهجرت په 44 كال په مدينه منوره كي وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون .

دا هم وگوري