رحمت الله خوستی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.

رحمت الله خوستى په ١٣٣٨ کې دخوست مندوزيو دچندړ خيلو په کلي کې زيږيدلى دى . ترپنځم ټولگي پورې يې د څړبن ليسه لوستې ده اوپه ١٣٥٥ کې کابل ته ولاړ. تراتمه پورې يې د شاشهيد ښوونځي ولوست اوبيا يې دکابل د استقلال ليسه پاى ته ورسوله. په ١٣٥٧ کال کې دراډيوافغانستان رسمي مامورشو او اود ممثل په توگه يې کار کاوۀ. د ١٣٥٨ کال په پاى کې دهنر اوادبياتو په څانگه کې د پښتو فلمونو دايرکتر اوممثل وو.

لومړنى فلم يې غوړه مالي وه چې استاد بيسد ليکلى وۀ. وروسته يې ليلکنې هم کولې . ١٧ پښتو فلمونه يې جوړ کړي دي. له راډيو نه په ٥٤ ١٣کال کې ووت اودکورنيو چارو زارت داخله ته ورغې. د تبليغ اوترويج په سياسي څانگه کې وو.

په ١٣٦٥ کې بيرته راډيو افغانستان ته ورغى او هلته د کورنيو چارو د وزارت استازى شو. په ١٣٦٩ کې دصدارعضم په امر دهنرمندانو داتحاديي دهنري چارو مسئول شو.

خوپه هيواد کې حالات خړپړ شول اوجگړې پيل شوې رحمت الله خوستى هم په ٧١ ١٣ کې له کابله ووت دپاکستان په ميرانشاه کې و.

تر ٨١ ١٣ پورې هلته وو. په ٩٠ مو کلونوکې دبي بي سي تعليمي پروژو ته ورغى او په پيل کې د مين پاکى دانجنيررول اوبيا د ملک ادم خان رول ورته وسپارل شو. تراوسه هم دنوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې دا رول لري.

اوس په خوست کې د فلم اخستلويوه څانگه او سټوډيو هم لري.