راټکو مېلادېچ
Appearance
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/ef/Evstafiev-ratko-mladic-1993-w.jpg/239px-Evstafiev-ratko-mladic-1993-w.jpg)
راټکو مېلادېچ (سربي: Ратко Младић) د مارچ مياشتې په ۱۲ مه، [۱]۱۹۴۲ يا ۱۹۴۳ ز کال کې، زېرېدلی ده.
جنرال مېلادېچ د ډله ييزې وژنې او بشريت ضد جنايتونو له تورونو سره مخامخ دی. پر مېلادېچ د شاوخوا ۷۵۰۰ بوسنیايي مسلمانانو چې ماشومان او ښځې هم په کې دي، د وژلو تور دی، چې نوموړي په ۱۹۹۵ کال وژلي او همدارنگه د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا د جگړې پر مهال د جنگي جرمونو تورن بلل شوی.
مېلادېچ د ۲۰۱۱ ز کال مې مياشتې په ۲۶ مه ورځ د سربیا پلازمېنې بلگراد په شمالي لازاریفو کې له ۱۷ کلن تبعید وروسته ونیول شو.[۲]
سرچينې
- ↑ http://www.icty.org/x/cases/mladic/cis/en/cis_mladic_en.pdf
- ↑ "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۰۹ باندې. لاسرسينېټه ۰۲ جون ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)