رامسیس (دویم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویم رامسیس egyچي په لوی رامسیس سره هم مشهوره دی 1303_1213 مخکي تر میلاد د مصر لوی فرعون او ددغه هیواد واکمن وو. نوموړی د فرعونانو د نولسمې کورنۍ دریم واکمن ګڼل کیږي. د اتلسمې کورنۍ د توتموس III سره ترڅنګ دویم رامسیس هم ډیری وختونه د مصر د نوي سلطنت ترټولو لوی، خورا مشهور او پیاوړی فرعون بلل سوی دی، او عصر یې هم د لرغوني مصر ترټولو پیاوړی دوره وه. رامسیس په پراخه کچه د لرغوني مصر یو له ترټولو بریالي جنګیالیو فرعونانو څخه شمیرل کیږي، چي د 15 څخه لږ څه کم پوځي جګړې یې ترسره کړي دي، او د قادش د جګړې پرته یې نوري ټولي په بریا سره خپلي کړې. [۱]

په لرغوني یوناني سرچینو کي رامسیس د Ozymandias په نوم یاد سوی دی.[lower-alpha ۱] [۲] د نړیوالو سربېره د مصر خلکو هم هغه ته د یو ستر شخصیت په توګه کتل.

د خپلي واکمنۍ په لومړیو کي هغه د ښارونو، معبدونو او یادګارونو په جوړولو باندي زیات تمرکز وکړ. د نیل په ډیلټا کي یې د Pi-Ramesses ښار له جوړولو وروسته هغه ځای مصر د نوې پلازمینې په توګه وټاکه او په سوریه کي یې د خپلو فوځي موخو لپاره د اصلي مورچې په توګه کار ترې واخیست. رامیسس لیونټ ته د څو پوځي عملیاتو مشري وکړه، او په کنعان او فینیشیا باندي یې د مصر کنټرول بیا رامنځ ته کړ، همدرانګه یې په نوبیا کي د یو شمیر سفرونو مشري هم وکړه، چي د ټولو یادونه یې په بیت الولي او ګیرف حسین لیکنو کي سوې ده. رامسیس په بې ساري توګه او له هر فرعون څخه ډېر نژدې دیارلس یا څوارلس سیډ جشنونه ولمانځل.

د مړیني په وخت کي د هغه د عمر اټکل په هکله اختلاف دی، چي ځیني یې 90 او ځیني یې 91 ترټولو احتمالي عمر یادوي. د رمسیس جسد اوس وخت د مصر د تمدن ملي موزیم کي نندارې ته پروت دی کوم چي د قاهرې په ښار کي موقعیت لري. [۳]

  1. Kulkarni, P., Ji, Z., Xu, Y., Neskovic, M., & Nolan, K. (2023).
  2. استشهاد فارغ (مساعدة)
  3. Parisse (په 5 April 2021 باندې). 22 Ancient Pharaohs Have Been Carried Across Cairo in an Epic 'Golden Parade'.