راجپوتان څو ک دي ؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لطیف یاد

راجپوتان څو ک دي ؟

په راجپوتانو کې د ډله ایزو ځانوژنو یا دجوهر او ساکا دود څه ډول دود و؟

راجپوتان د هند په تاريخ کې ډېر جنگيالي او تورزن خلک گڼل کيږي چې دکشيترا يا دجنگياليو په طبقې پورې اړه لري او تقر يبا دهند په پوځ کې در اجستهاني او راجپو تو ونډه ډېره ښودل شوې ده٠دراجپوتانو زیاتره برخه خلک په راجستهان کې اوسیږي . دراجستهان سر بېره ډېر شمېر راجپوتان دهند په نورو ایالتونو لکه : اتهراپراديش، هيماچل پراديش، جمو، پنجاب ،انترانچل،مدهيا پراديش،بيهار، گوجرات او مهاراشټر کې اوسيږي. همداراز دپا کستان په سند کې هم ډېر شمېر راچپوتان استو گنه لري. راجپوت یو ه سنسکریت کلمه ده چې دراجا پو ترا نه ا خیستل شوې ده یعنې دواکمن یا راجا زوی .دغه راجپوتان په ډیر ښاخونو ویشل شوي دي چې مشهوریې سسو ډیا ، چوهان ،ساما ، بهاټیا ،هاداس،دیوراس، پټیالز، کچهواهه، راټور ، جډیجا،چټیواس، جهالاس، وګهیلاس، ګیلوټ . سولنکي ، انهیلواره ، شیخاوتي ،چوداس، سینګاړس، رانا ، سود او پټهانیه دي .همداراز یو شمیر مسلمان او سیک راجپوت هم شته . په پاکستان کې دمسلمانو راجپوتانو خلک درانا په قبیلې پورې اړه لري چې زیاتره ددغه هیواد دسند په ایا لت کې استوګنه لري .

همداراز راجپوتانو په شمالي هند کې د نهمې زیږدیزې پیړۍ نه تر یوولسمې زیږدیزې پیړۍ پورې پر پراخو سیمو واکمني درلودله . دراجپوتانو مشهور اتلان دادی: پر تهوی راج چوهان ، مهارانا پرتاب ،امر سینګ راټهور ،مهاراجا جی سینګ،راول رتن سینګ ،رانا سنګا او رانا اودی سینګ . 

لکه چې ما دمخه په یوه مقاله کې دراجپوتو هندوانو په برخه کې تاسو ته دستي دود بیان کړی و چې په راجپوتو هندوانو کې دادود و چې دکومې میرمنې خاوند به مړشو نو د خپل میړه سره به یې یو ځای ځان ژوندی په اور کې سو ځاوه .خو داځل تاسو ته دجوهر یا ساکا دود بیانوم. 

دا داسې دود و چې کوم هندو راجپوت راجا یا واکمن به په دې پوه شو چې دخپلو دښمنانو له خوا ماته خوري او یا دی او کورنۍ یې ددښمنانو لاس ته لویږي نو ددې لپاره چې دکورنۍ میرمنې او ماشو مان یې ددښمن لاسته ونه لویږي او ددښمن په لاس ددوی عزت لو ټ نه شي او یا کورني ته یې کوم شرم وروانه وړي نو ددوی نارینه وو ، ښځو او ماشومانو به ځانونه ژوندي سو ځول . دا دود داسې و چې لومړی به ددوی میرمنو او ماشو مانو په اور کې ځانونه ژوندي سیځل اومیرمنو به یې دسو ځولو په وخت کې دواده جامې اغو ستلې او دهغې ورځې په سبا به ددوی نارینه وو په داسې حال کې ځانونه ژوندي سیځل چې لومړی به یې غسل یا اشنان وکړ او دتولسی دونې پاڼې به چې دوی ته سپيڅلي دي هغه به یې په خپلو خولو کې کیښودلې او ددوی پنډت به ورته روحانی سرودونه او منترونه ویل او دوی په ژوندي ځانونه په اور کې سیځل چې دې دود ته به یې دجو هر یا ساکا دود وایه .که څه هم اوس دغه دود په دوی کې نشته خو په تاریخ کې داسې ډیر پیښ شوي دي چې دوی دې دغه دود عملي کړي .داسې ویل کیږي چې په دولسمې زیږدیزې پیړۍ کې د هند دراجستهان په جسلمیر کې دجوهر یا ساکا په دود کې ۲۴۰۰۰ میرمنو په یووارپه ډله ایزو وژنو کې ځانونه وسوځل، همداراز ورته پیښې په رای سین ، چتور ګړ او اجمیر کې هم تر سره شوي دي او ډیرو میرمنو اوماشومانو خپل خوږ ژوند پکې له لاسه ورکړی دی ،خو کله کله داسې هم شوي دي چې واکمن یا راجا به په داسې حالاتو کې دخپلې کورنۍ ټول غړي په خپل لاس ووژل تر څو ددښمن لاس ته ورونه لویږي .