Jump to content

رابرټ بنسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابرټ بنسن
رابرټ بنسن
رابرټ بنسن

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
طبی کیفیت د يوې سترګی لرونکي   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه کيميا   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رابرټ بنسن
رابرټ بنسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابرټ ویلهلیم ابرهارډ بنسن (Robert Wilhelm Eberhard Bunsen)  (۳۰ مارچ ۱۸۱۱- ۱۶ اګسټ ۱۸۹۹) یو الماني کیمیا پوه و. هغه د ګرمو عناصرو نشري طیف وڅېړه، او له فزیک پوه ګوستاو کرچوف سره یې سیزیم (په ۱۸۶۰ کې) او روبیډیم (په ۱۸۶۱ کې) کشف کړ. د سپیکټروسکوپي لپاره د بونزن-کرچوف جایزه د دوی دواړو په نوم نومول شوې ده.[۱]

بنسن د ګازو- تحلیلي میتودونه هم رامینځته کړل، په فوتو کیمیا کې مخکښ و او لومړنی کس و چې د شیمي الي ارسنیک په برخه کې یې کار وکړ.هغه د خپل لابراتوار معاون پیټر دیساګا سره، د بنسن څراغ یې رامنځته کړ او د لابراتواري وسایلو د ودې لامل وګرځېد.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

بنسن په ۱۸۱۱ ز کې د المان په ګوتینګن کې زېږېدلی و، چې اوس د المان د لوئر ساکنسي ایالت په نوم یادېږي. بونزن د ګوتینګن پوهنتون د لوی کتابتون مشر او د عصري فلسفې پروفیسور، کریستین بنسن(۱۷۷۰-۱۸۳۷) له څلورو زامنو څخه تر ټولو کوچنی و.[۲]

په هولزمینډن کې ښوونځي ته له تلو وروسته، بونزن په ۱۸۲۸ ز کې په ګوتینګن کې ومنل شو او له فریدریش سټرومایر سره یې کیمیا او همدارنګه  له یوهان فریدریش لودویګ هاسمن سره کان پوهنه او ریاضیات یې له کارل فریدریش ګاوس سره زده کړل. په ۱۸۳۱ ز کې د دوکتورا  تر لاسه کولو وروسته، بنسن په ۱۸۳۲ او ۱۸۳۳ ز کې فرانسې، جرمني او اتریش ته سفر وکړ. د خپلو سفرونو په جریان کې له پوهانو لکه فریډلیب رونګه (چې انیلین یې کشف کړل او په ۱۸۱۹ ز کې کافئین يې جلا کړل)، یوستوس فون لیببیش سره په ګیسن کې او په بُن کې له الهارډ میتشرلیچ سره ولیدل.[۲]

اکاډمیګ مسلک[سمول]

په ۱۸۳۳ ز کال کې، بنسن په ګوتینګن کې استاد شو او له ارسنوس اسید څخه د فلزي مالګو پر جلا کولو یې خپل تجربي مطالعات پیل کړل. د هغه دا کشف چې د اوسپنې اکسایډ هایدریټ د رسوب د عامل په توګه ددې لامل شو چې نن ورځ د ارسنیک زهري کولو پر وړاندې تر ټولو اغېزناکه ضد درمل په توګه وکارول شي. دا انډولیزه څېړنه د ډاکټر ارنولډ اډولف برتهولد سره په ګډه ترسره شوې او خپرې شوې. په ۱۸۳۶ز کال کې، بنسن په کاسل پوهنتون کې د فریدریش وهلر ځای ناستی شو. بنسن هلته د درېیو کالونو لپاره تدریس وکړ او بیا د ماربورګ په پوهنتون کې همکار پروفیسوري يې ومنله  او هلته یې د کاکودیل د مشتقاتو په اړه خپلو مطالعاتو ته دوام ورکړ. هغه په ۱۸۱ ز کال کې بشپړې پروفیسوري ته وده وکړه. په داسې حال کې چې د ماربورګ په پوهنتون کې و؛ په ۱۸۴۶ ز کال کې د ایسلنډ د اورشیندو د څېړنې په کمپاین کې یې برخه اخیستې وه. [۳][۴][۵]

د بنسن کارونه په چټکۍ سره او پراخه کچه وستایل شول، چې یو له هغو دلایلو څخه د کاکودیل و چې خورا زهرجن دی او په وچې هوا کې په ناڅاپي ډول چاودنه کوي چې له دې سره کار کول خورا ستونزمن کار دی. بنسن د ارسنیک د زهري کېدو له امله مړ شو، او د کاکوډیل چاودنه د هغه د ښۍ سترګې لید ترې واخیست. په ۱۸۴۱ز کال کې، بونسن د بنسن بیټرۍ رامنخته کړه چې د قیمتي پلاټنیم الکترود پرځای د کاربن الیکټروډ په کارولو سره د ویلیم رابرټ ګرو په الکټرو کیمیکل حجرې کې کارول کېږي. د ۱۸۵۱ ز کال په پیل کې هغه د بریسلاو په پوهنتون کې د پروفیسورۍ دنده ومنله او هلته یې د درېیو سمسټرونو لپاره تدریس وکړ.[۶]

د ۱۸۵۲ ز کال په وروستیو کې بنسن د هیډلبرګ په پوهنتون کې د لیوپولډ ګمیلین ځای ناستی شو. هلته یې د خالصو فلزاتو لکه: کرومیم، مګنیزیم، سوډیم، بیریم، کلسیم او لیټیم د تولید لپاره الکټرولیز استعمال کړ. له هینري اینفیلډ روسکو سره اوږده همکارۍ په ۱۸۵۲ ز کال کې پیل شوه، په کوم کې چې دوی د هایډروجن او کلورین څخه د هایډروجن کلورایډ (HCL) فوتو کیمیکل جوړښت مطالعه کړ؛ له دې کار څخه د بنسن او روسکو د متقابل عمل قانون رامنځته شو. هغه په ۱۸۵۹ ز کال کې له روسکو سره خپل کار ته د پای ټکی کېښود او له ګوستاف کرچوف سره یوځای شو ترڅو د تودو عناصرو د اخراج طیف مطالعه کړي او د څېړنې ساحه د سپیکټرم تحلیل په نوم یادېږي. بنسن او د هغه د لابراتوار مرستیال پیټر دیساګا په ۱۸۵۵ ز کال کې یو ځانګړی بې عیبه ګازي څراغ جوړ کړ چې له پخوانیو ماډلونو څخه اغېزمن شوی و. د بنسن او دیساګا نوی ډیزاین، چې خورا تود او د پاکې شعلې درلودونکی دی اوس په ساده ډول د «بنسن څراغ» په نوم یادېږي او په لابراتوارونو کې هم په عام ډول کارول کېږي.[۷][۸]

د تودو عناصرو د ځانګړتیاوو رنګونو په هکله پخوا هم څېړنې شوې وې خو یوه یې هم منظمه نه وه. د ۱۸۵۹ زکال په اوړي کې، کرچوف، بنسن ته وړاندیز وکړ چې هغه باید ددې رنګونو د منشوري طیف د جوړولو هڅه وکړي. د همغه کال د اکتوبر تر میاشتې دې دواړو پوهانو يوه مناسبه وسیله جوړه کړه چې د نمونو تر منځ طیف په نوم یادېده؛ ددې په کارولو سره دوی وتوانېدل چې د سوډیم، لیټیم او پتاشیم ځانګړتیاوې په نښه کړي. د ډېرو سختو څېړنو وروسته، بنسن ثابته کړه چې خورا خالصې نمونې ځانګړې طیف ورکوي. ددې کار په اوږدو کې، بنسن ددغه کار په جریان کې د دورکهایم د معدني اوبو په بېلګو کې د طیفي انتشار داسې اسماني رنګه کرښې وموندې چې تر دې مخکې نه وې پېژندل شوې. هغه اټکل وکړ چې دا کرښې د ناڅرګند کیمیایي عنصر شتون ته اشاره کوي، ددې اوبو د څلوېښت ټنو له تقطیرولو وروسته، د ۱۸۶۰ ز کال په پسرلي کې وتوانېد چې ۱۷ ګرامه نوي له دې نوي عنصر څخه راجلا کړي او دې نوي عنصر ته یې د «سیزیم» نوم نوم ورکړ چې په لاتین کې د «ژور اسماني رنګ» په نوم و. راتلونکي کال کې یې د ورته پروسې په تېرولو سره روبیډیم کشف کړ.[۹][۱۰][۱۱]

په ۱۸۶۰ ز کال  کې، بنسن د شاهي سویډن د علومو اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو.[۱۲]

هغه په ۱۸۶۲ ز کال کې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو.

په ۱۸۷۷ز  کال کې، رابرټ بنسن له ګوستاو رابرټ کرچوف سره یوځای «د طیف تحلیل کې ددوی څېړنو او موندنو لپاره» د معتبرډیوي مډال لومړني ترلاسه کوونکي شول.[۱۳]

شخصیت[سمول]

بنسن یو له هغو پوهانو څخه و چې په نړیواله توګه وستایل شو. هغه یو استعداد لرونکی ښوونکی و او خپل ټول وخت یې خپلو زده کوونکو ته وقف کړی و. په علمي بحثونو کې تل قوي و او خپل شرافت یې حفظ کړ او ځان یې له نظریاتي شخړو څخه لیرې ساته. هغه په خپل لابراتوار کې په خاموشۍ سره کار کولو ته غوره والی ورکړ، له ګټورو موندنو سره یې د ساینس بډایه کولو ته دوام ورکړ. د هغه له اصولو څخه یو دا و، چې هېڅکله د خپلو موندنو د ثبتولو په لټه کې نه و او هېڅکله یې واده هم و نه کړ.

هغه هیڅکله ځان نه ښوده. بنسن یو روښانه «کیمیاوي شخصیت» و، هغه د شوخ صبعۍ یو پرمختللی حس درلود او تل به د ډېریو پام غلطوونکو کیسو موضوع و.[۱۴][۱۵]

تقاعد او مړینه[سمول]

کله چې بنسن په ۱۸۸۹ کې په ۷۸ کلنۍ کې تقاعد شو، هغه خپل کار یوازې جیولوژي او کان پيژندنې ته محدود کړ دا هغه برخې وې چې ده په خپل کاري ژوند کې دا تعقیب کړې وې. هغه د ۱۸۹۹ز کال د اګسټ په ۱۶ د جرمني په هیلډبرګ کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.[۱۶][۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. Weeks, Mary Elvira (1956). The discovery of the elements (چاپ 6th). Easton, PA: Journal of Chemical Education. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ American Chemical Society (1900). "Professor Robert W. Bunsen". Journal of the American Chemical Society. American Chemical Society. 23 (9): 89–107. Bibcode:1900GeoM....7R.431.. doi:10.1017/S0016756800174655. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Robert Wilhelm Bunsen". Encyclopedia.com. لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. کينډۍ:Cite AmCyc
  5. Oesper, R.E. (1941). "Bunsen's Trip to Iceland as Recounted in Letters to His Mother". J. Chem. Educ. 18 (6): 253–260. Bibcode:1941JChEd..18..253O. doi:10.1021/ed018p253. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Bunsen, R. (1841). "Ueber eine neue Construction der galvanischen Säule". Justus Liebigs Annalen der Chemie. 38 (3): 311–313. doi:10.1002/jlac.18410380307. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Jensen, William B. (2005). "The Origin of the Bunsen Burner". Journal of Chemical Education. 82 (4): 518. Bibcode:2005JChEd..82..518J. doi:10.1021/ed082p518. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Chemical Manipulation, Being Instructions to Students in Chemistry", Internet Archive Michael Faraday, 1827
  9. Marshall, James L.; Marshall, Virginia R. (2008). "Rediscovery of the Elements: Mineral Waters and Spectroscopy" (PDF). The Hexagon: 42–48. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lockemann, G.; Oesper, R. (1955). "Bunsen's Transfer from Cassel to Marburg". J. Chem. Educ. 32 (9): 456–460. Bibcode:1955JChEd..32..456L. doi:10.1021/ed032p456. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Robert Bunsen and Gustav Kirchhoff". Science History Institute. June 2016. لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "APS Member History". search.amphilsoc.org. لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lockemann, G. (1949). Robert Wilhelm Bunsen. Stuttgart: Wissenschaftliche Verlagsgesellschaft. مخونه 214–223. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Jensen, William B. (2013) Chapter 2, pp. 7–31 in "Characters in Chemistry: A Celebration of the Humanity of Chemistry", کينډۍ:DOI, American Chemical Society Symposium Series, Vol. 1136. ISBN 9780841228016.
  16. کينډۍ:NDB
  17. Roscoe, Henry (1900). "Bunsen Memorial Lecture". Journal of the Chemical Society, Transactions. 77: 513. doi:10.1039/CT9007700513. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)