رابرت ګولډ شا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابرت ګولډ شا
رابرت ګولډ شا
رابرت ګولډ شا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ اکتوبر ۱۸۳۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 18 جولای 1863 (26 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام ډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابرت ګولډ شا (اکتوبر ۱۰، ۱۸۳۷ – جولای ۱۸، ۱۸۶۳) د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال د اتحاديې په لښکر (Union Army) کې يو امريکايي لوړ رتبه مامور (افسر) و. نوموړی چې د بوسټون د غلامۍ د له منځه وړلو پلوې نامتو کورنۍ کې زېږېدلی دی، په شمال ختيځ کې د ټول تور پوستي کنډک (۵۴ ماساچوسټس) د قوماندان په توګه دنده يې ومنله. له خپلو سرتېرو سره د ژمنې پر بنسټ د برابر چلند د ملاتړ له مخې يې خلک وهڅول، چې تر هغې خپل معاشونه ونه مني، تر څو چې د سپين پوستو سرتېرو د معاشاتو برابر شوي نه وي.

نوموړي د ۱۸۶۳ ز کال په جولای کې د واګنر کلا په دويمه جګړه (Second Battle of Fort Wagner) کې د خپل کنډک مشري وکړه. دوی د سويلي کارولينا چارلېستن ته نږدې د ساحل په سر بريد وکړ او شا “Shaw” هغه مهال ووېشتل او ووژل شو، چې د اتحاد يا کنفدرېټ تر واک لاندې کلا مورچل يا سنګر ته يې د خپلو سرتېرو مشری کوله. که څه هم کنډک يې د دفاعي ځواکونو له لورې په ډزو سره ماتې وخوړه، په شا وتمبول شو او زیاتې مرګ ژوبلې يې وګاللې، مګر د شا “Shaw” مشري او ياد کنډک افسانوي شو. دوی په سلګونو زره نور افریقايي الاصله امريکايان اتحاديې لپاره نومليکنې ته وهڅول، چې د جګړې وروستۍ بريا په برخه کې مرسته وکړي.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

شا د ماساچوسيستس په ډارتموت “Dartmouth” سيمه کې وزېږېد. پلار يې فرانسس جورج “Francis George” او مور يې سارا بلېک (سټورګېس) شا “Sarah Blake (Sturgis) Shaw” نومېده، چې د غلامۍ د له منځه وړلو پلوي، پېژندل شوي يو پالونکي بشردوستان او روڼ اندي وو. د شا کورنۍ د هغه لوی ميراث ګټه درلوده، چې د شا د سوداګر نيکه او همنوم روبرت ګولډ شا “Robert Gould Shaw” (۱۷۷۵ ۱۸۵۳) څخه ورته پاتې و. شا د انا “Anna”، جوزيفاين (ايففي) “Josephine (Effie)”، سوسانا “Susanna” او ايلين (نيلي) “Ellen (Nellie) په نومونو څلور خويندې درلودې. [۹][۱۰]

هغه مهال چې شا پينځه کلن و، کورنۍ يې په لويديځ روکسبري “West Roxbury” کې د “Brook Farm” ته نږدې يو لوی ملکيت ته کډه وکړه، چې له خپل پلار سره يې ياده سيمه وکتله. د ځوانۍ پر مهال يې د څو کالونو لپاره اروپا ته سفر او هملته زده کړې وکړې. په ۱۸۴۷ ز کال يې کورنۍ د نيويارک ښار سټاټين ټاپو “Staten Island” ته لاړه او د ادبي او د غلامۍ د له منځه وړلو د پلوې ټولنې په منځ کې يې استوګنه غوره کړه، په داسې حال کې چې شا د سينټ جان کالج “St. John’s College” په دويمه څانګه کې ګډون وکړ. ياده څانګه په اصل کې د چمتووالي ښوونځی و، چې اوس د برونکس “Bronx” په فوردهم پوهنتون “Fordham University” کې د فوردهم د چمتووالي ښوونځی “Fordham Preparatory School” دی. دا زده کړې د نوموړي د کاکا جوزف کولېج شا “Joseph Coolidge Shaw” په امر وې، چې په ۱۸۴۷ ز کال د رومن کاتوليک پادري په توګه يې د ټاکل شوی و. نوموړی روم ته د يو سفر پر مهال کاتوليک عقيدې ته واوښت. هغه په ياد سفر کې د اکسفورډ خوځښت “Oxford Movement” له بېلابېلو غړو سره ملګری شو، چې په انجيلي کليسا “Anglican Church” کې پيل شوی و. روبرټ په ۱۸۵۰ ز کال په سينټ جان کې د عالي ښوونځي په کچه خپلې زده کړې پيل کړې، چې دا کټ مټ همغه کال و، چې جوزف شا “Joseph Shaw” په کې يسوعيان ته د ننوتلو (داخلېدلو) لپاره هملته زده کړې پيل کړې. [۱۱][۱۲]

په ۱۸۵۱ ز کال کې هغه مهال چې شا لا تر اوسه په سينټ جانز کې و، کاکا يې د نري رنځ يا توبرکلوز له امله مړ شو. شا د ۱۳ کلنۍ په عمر له خپل چاپيريال سره د سمون برخه کې ستوزمن وخت درلود او د نا امېدۍ ګڼ ليکونه کور کې خپلې مور ته وليکل. د نوموړي په يو ليک کې هغه ادعا وکړه، چې په خپل کور پسې دومره خفه دی، چې زياتره وخت د خپلو ټولګيوالو په مخ کې وژړل. هغه وخت چې شا په سينټ جانز کې و، لاتيني، يوناني، فرانسوي او هسپانوي ژبې يې زده کړې او د سريندې غږولو تمرين يې وکړ، چې د يو ځوان هلک په توګه يې پيل کړی و. [۱۲]

نوموړي له فراغت څخه وړاندې د ۱۸۵۱ په وروستيو کې سينټ جانز ځکه پرېښود، چې کورنۍ يې په يو اوږدمهاله سفر باندې اروپا ته لاړه. شا د سويس په نيوچاټيل “Neuchatel” کې په يو ليليه ښوونځي کې ګډون وکړ (داخل شو)، چې د دوه کالونو لپاره په کې پاتې شو. له هغې څخه وروسته يې پلار د المان په هانوور “Hanover” کې ښوونځي ته ولېږه، چې د نظم يا دسپلين سيستم يې ډېر سخت نه و او د پلار هيله يې دا وه چې ياد ښوونځی به د شا له نا ارامه مزاج سره يو څه برابر وي. هانوور کې د اوسېدنې پر مهال يې په خپل نوي ښوونځي کې د شخصي خپلواکۍ ستره درجه تر لاسه کړه او په يوه موکه کور کې خپلې مور ته وليکل: «دا نږدې ناشوني ده، چې ښه څښاک ونه څښل شي، ځکه چې دلته خورا ښه شراب شته». [۱۲]

هغه وخت چې شا په اروپا کې زده کړې کولې، هرييټ بيچر سټو “Harriet Beecher Stowe”  چې د هغه د مور او پلار ملګرې او د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی و؛ په ۱۸۵۲ ز کال د «د ټام کاکا کوچنی کور: Uncle Tom’s Cabin» تر سرليک لاندې خپل ناول چاپ کړ. شا څو ځله ياد کتاب ولوست او د کيسې د پلاټ يا خاکې له مخې يې د غلامۍ ضد چلند ته مخه وکړه. نږدې په ورته وخت کې شا وليکل، چې د اروپايانو په منځ کې د امريکايتوب ضد بېلابېلو بېلګو سره له مخامخ کېدلو څخه وروسته يې هېواد پالنه په خپل ځای پاتې شوې وه. نوموړي په “West Point” کې د ګډون يا سمندري ځواک سره د يو ځای کېدلو په اړه لېوالتيا خپل مور او پلار ته څرګنده کړه. دا چې شا د امرونو په تر سره کولو او واکمنو شخصيتونو ته د غاړه ايښودنې برخه کې اوږدمهاله ستونزه درلوده، مور او پلار يې ياده هيله جدي ونه ګڼله. [۱۲]

نوموړی په ۱۸۵۶ ز کال بېرته متحده ايالتونو ته ستون شو. له ۱۸۵۶ څخه تر ۱۸۵۹ ز کال پورې يې په هارورډ پوهنتون “Harvard University” کې ګډون وکړ او له پورسيلين “Porcellian” او هاسټي پوډډينګ “Hasty Pudding” کلب سره يو ځای شو، مګر له فراغت څخه مخکې يې شاتګ وکړ. نوموړی د ۱۸۶۰ ز کال د ټولګي يو غړی و. هارورډ پوهنتون د شا لپاره د هغه د پخوانيو ښوونځيو په پرتله د سمون کولو برخه کې ستونزمن ښکاره شو او د خپلې ناخوښۍ په اړه يې خپل مور او پلار ته ليک وليکه. [۱۲][۱۳]

شا “Shaw” په ۱۸۵۹ ز کال د هارورډ پوهنتون له پرېښودلو څخه وروسته د خپل يو کاکا په سوداګريز شرکت (Henry P. Sturgis and Company) کې د کار کولو په موخه بېرته سټاټېن ټاپو “Staten Island” ته لاړه. هغه د شرکت په دفتر کې د کار ژوند د خپلو نورو تجربو په څېر د اختلاف وړ وموند. [۱۲]

د امريکا کورنۍ جګړه[سمول]

شا د امريکا د کورنۍ جګړې په پيل سره د نيويارک له اووم غير نظامي ځواک “7th New York Militia” سره په خپله خوښه خدمت وکړ. د ۱۸۶۱ ز کال د اپرېل پر ۱۹ هغه مهال چې فوځي واحد يې د واشنګټن ډي سي دفاع د ټينګولو [انساني ځواک ورکول] په موخه سويل ته سفر وکړ، “Private Shaw” په “lower Manhattan” کې د “Broadway” پر لور خپل فوځيان رهي کړل. د لينکلن لومړنۍ وينا په خپله خوښه کارکوونکو (رضاکارانو) څخه د ۹۰ ورځو ژمنتيا کولو غوښتنه وکړه او له درې مياشتو څخه وروسته د شا نوی کنډک له منځه ولاړ (منحل شو). شا له دې څخه وروسته له خپل اصلي ايالت څخه له نوي جوړېدونکي کنډک (د ماساچوسيستس له دويم پلي کنډک:2nd Massachusetts Infantry) سره يو ځای شو. [۱۴][۱۵]

د ۱۸۶۱ ز کال د می پر ۲۸ شا ته د کنډک په H شرکت کې د دويم بريدمن په توګه دنده وسپارل شوه. د راتلونکي يو نيم کال په اوږدو کې له خپلو ماساچوسيستي ملګرو سره د وينچسټر په لومړنۍ جګړه “Frist Battle of Winchester”، د سيډار غر جګړه “Battle of Cedar Mountain” او د انټيټام خونړۍ جګړه “Battle of Antietam” کې جګړه وکړه. شا په ساحه کې د ليکې افسر او د جنرال جورج ايچ ګروډون “General George H Gordon” لپاره د کاري ډلې د لوړ رتبه مامور په توګه خدمت وکړ. دوه ځلې ټپي شو او د ۱۸۶۲ ز کال په مني کې يې د کپټان يا جګړن رتبې ته وده (ارتقا) وکړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د جګړې له پيل راهيسې د ماساچوسيټس د والي جان ای اندريو “John A. Andrew” غوندې د غلامۍ د له منځه وړلو پلويو په ټينګه غوښتنه وکړه، چې له اتحاد سره د جګړې په موخه دې افریقايي الاصله امريکايان هم په لېست کې شامل شي. د ياد وړانديز په پراخه کچه مخالفت وشو. ډېرو خلکو باور درلود، چې په شمال کې د افریقايي الاصله امريکايي سرتيرو کړه وړه داسې وو، چې د منظم فوځي واحدونو لپاره به يو شرم او خنډ ثابت شي. [۲۰]

انډريو د ۱۸۶۳ ز کال د جنوري په لومړيو کې واشنګټن ډي سي ته سفر وکړ، چې موخه يې د جګړې له وزير ايډوين سټېنټن “Edwin Stanton” سره کتل او په اتحاد لښکر “Union army” کې د افريقايي الاصله امريکايي سرتېرو د کارونې لپاره د نوموړي د استدلال تکرارول وه. سټېنټون د هغه لوري ته بريالی شو او د ۱۸۶۳ ز کال د جنوري پر ۲۶ نېټه يې انډريو ته يو امر صادر کړ، چې د اتحاديې لپاره د جګړې په موخه په خپله خوښه نور کنډکونه هم زيات کړي. نوموړي زياته کړه، چې نوې ګومارنې «ښايي افريقايي الاصله وګړي راونغاړي، چې په ځانګړو ځواکونو کې منظم شوي دي». انډريو په سمدستي ډول د امر پر ځای کول پيل کړل او د ماساچوسيتس په خپله خوښه ۵۴ پلي کنډک په جوړېدول پيل وکړ. [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 132731908  — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Robert-Gould-Shaw — subject named as: Robert Gould Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p84b1w — subject named as: Robert Gould Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4870 — subject named as: Robert Gould Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/19467 — subject named as: Robert Gould Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/22519107 — subject named as: Robert Gould Shaw — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=shawrobert — subject named as: Robert Gould Shaw
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I6903 — subject named as: Col. Robert Gould Shaw — سرليک: Kindred Britain
  9. Boston City Council (1897). Exercises at the dedication of the monument to Colonel Robert Gould Shaw and the Fifty-fourth regiment of the Massachusetts infantry (May 31, 1897). Boston: Municipal Printing Office. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Caroline Wells Healey Dall journal, 1862-1865, pages with entries for 6-8 August 1863". Massachusetts Historical Society. Massachusetts Historical Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Historical Digression, Civil War Training Camps in Massachusetts, part 2 August 9, 2015. Retrieved July 14, 2020.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ ۱۲٫۴ ۱۲٫۵ "Fordham Preparatory School: Col Robert Gould Shaw". www.fordhamprep.org. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Catalogue of the Porcellian Club of Harvard University. Boston: Harvard university. Porcellian club. 1877. د کتاب پاڼې 54. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Burchard, Peter, 'One Gallant Rush': Robert Gould Shaw and his Brave Black Regiment, St. Martin's Press, 1965. کينډۍ:ISBN pp. 29-31
  15. McPherson 1988، ص. 274.
  16. Emilo, 1894, p.5
  17. Hickman, 2017, Essay
  18. Crocker, Matthew (February 2000). "Robert Gould Shaw". American National Biography. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.0401086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Robert Gould Shaw". American Battlefield Trust. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Emilo, 1894, pp.6-10
  21. Emilo, 1894, p.2
  22. Emilo, 1894, p.3