Jump to content

د LGBT خلکو په وړاندې تاوتريخوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليزبين (ښځې چې ښځو ته جنسي ميلان لري)، ګي(نارينه چې نارينه ته جنسي ميلان لري)، بايوسيکشول (هغه څوک چې هم د خپل جنس او هم مقابل جنس ته جنسي ميلان لري) او ترانسجندر (هغه څوک چې خپل پيدایشي جنس يې بدل کړی وي)، دا ټول (LGBT) بلل کېږي او ډېر ځله د هغوی د جنسيتي يا جنسي پېژندګلوي له امله له تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي. شونې ده چې دا تاوتریخوالی د حکومت له خوا وي، لکه: په قوانينو کې د همجنس پالو کارونو لپاره سزا ټاکل شوې وي، يا د افرادو له خوا تر سره شي. شونې ده چې دا تاوتریخوالی يا بدني وي يا رواني وي او محرک يې يا له دوه جنسي توب، همجنس پالنې، همجنسبازۍ، د ښځو د همجنسبازۍ او يا د جنس د بدليدو څخه کرکه وي. شونې ده چې اغېزناک لاملونه يې کلتوري، ديني يا سياسي اخلاق او تعصبات وي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

اوسمهال نږدې په ټولو لوېديځو هېوادونو کې همجنس پالنه قانوني ده او په دې هېوادونو کې د LGBT افرادو په وړاندې تاوتریخوالی د کرکې په جرم کې ډلبندي کېږي. له لوېديځ څخه دباندې، ډېری هېوادونه په بالقوه ډول د LGBT خلکو لپاره له ګواښه ډک بلل کېږي، هم د توپیري قانون جوړولو له امله او هم د تاوتريخوالي د ګواښونو له کبله. په دوی کې هغه هېوادونه شامل دي چېرې چې اسلام دين حاکم دی، ډېری افريقايي هېوادونه (له سويلي افريقا پرته)، ډېری اسيايي هېوادونه (د اسرائيلو، جاپان، تايوان، تايلينډ او فلپين په څېر د LGBT له دوستو هېوادونو پرته) او ځينې پخواني کمونستي هېوادونه، لکه: روسيه، پولنډ (کوم چې د LGBT آزادې سيمې دي)، سايبريا، البانيان، کوسوو، مونټينيرګرو، بوسنيا او هرزګوينا هم د همدې سيمو برخې دي. دا ډول تاوتريخوالی ډېر ځله د همجنس پالنې يا محافظه کاره ټولنيزو چلندونو په ديني غندنې پورې تړلی وي، کوم چې همجنس پالنې ته د يوې ناروغۍ يا د اخلاقي نيمګړتيا په سترګه ګوري. [۳][۴][۵][۷]

له تاريخي اړخه، په همجنس پالو د حکومت له خوا ټاکل شوې سزاوې تر ډېره بريده په نارينه همجنس پالو پورې محدودې وې، کوم څه ته چې «سوډومي» ويل کيږې (سوډومي لواط يا له ژوي سره جنسي اړيکې ته ويل کېږي). په منځنيو او د عصري پړاو په لومړيو کې، د سوډومي لپاره په عمومي توګه د مرګ سزا ورکول کېده. په لوېديځه نړۍ کې د عصري پړاو پر مهال (له نولسمې پېړۍ څخه د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې)، عمومي سزا نغده جرمانه يا زنداني کول و. هغه سيمې ډېرې کمې شوې، په کومو کې چې له ۲۰۰۹ز کال راهيسې همجنس پالنه غیر قانوني وه، په ټوله نړۍ کې اتيا داسې هېوادونه وو (د يادولو وړ يې په منځني ختيځ، مرکزي اسيا او ډېريو افريقايي هېوادونو کې و، خو په کرابيين او اقيانوسيه کې هم ځينې داسې هېوادونه موجود وو) چې يواځې پنځو يې تر ۲۰۱۶ز کال پورې د مرګ سزا ورکوله، په داسې حال کې چې دوه اويا هېوادونو په خپله خوښه د خپل جنس سره د جنسي اړیکې نيول جرم ګرځولی و.[۸][۹][۱۰]

برازيل د يو داسې هېواد په توګه چېرې چې د LGBT حقوق خوندي او له خپل جنس سره واده کول قانوني دي، د «Gay da Bahia» (GGB) ډلې د راپور پر بنسټ: هغه هېواد دی چېرې چې د LGBT ترټولو زياتې وژنې رامنځ ته کېږي، يواځې په ۲۰۱۷ز کال کې له درې سوه او اتيا څخه زياتې وژنې شوې دي، چې د ۲۰۱۶ز کال په پرتله د دېرش سلنه زياتوالي ښودنه کوي. په عمومي توګه دا چاره په برازيل کې د کرکې پر بنسټ جرم نه بلل کېږي، بلکې د دې وژنو لامل د جرم د نړيوال اوسط په پرتله په عمومي توګه په دې هېواد کې د نسبي زياتو جرمونو په پايله کې د معلوماتو د ناسمې تشرېح پايله ده، نه دا چې LGBT د يوې ځانګړې موخې په توګه بلل کېږي. [۱۱]

په ځينو هېوادونو کې، د LGBT پنځه اتيا سلنه زده کوونکي په ښوونځيو کې د همجنس پالنې او جنس بدلولو د کرکې له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي او پنځه څلوېښت سلنه هغه زده کوونکي ښوونځي پرېږدي چې جنس يې بدل کړی وي.[۱۲]

له حکومتي تاييد څخه برخمن تاوتريخوالی

[سمول]

تاريخچه

[سمول]

منځنی ختيځ

[سمول]

له تاريخي پلوه د نارينه وو تر منځ د جنسي اړيکې نيولو پر ضد لومړی قانون د عبرانيانو له خوا په « Leviticus» (سفر اللاوين) کې ثبت شوی، په کوم کې چې د مرګ سزا وړانديز شوې وه. د همجنس پالنې په اړوند له تاوتريخوالي ډک قانون په منځني اشوري قانون کې تشرېح شوی (له زېږد مخکې ۱۰۷۵) په کوم قانون کې چې راغلي: «که يو سړی له خپل ګاونډي سره اړيکې ولري، کله چې دوی محاکمه او محکوماوه، نو دوی به هغه درواغجن باله او هغه به يې خصي کاوه».

د جرمانيا تاسيتوس په روايت کې راغلي  دي چې: د مرګ سزا د دوه ډوله مرګونو جنايتونو لپاره ورکول کېده: پوځي خيانت يا له خدمت څخه د تېښتې لپاره په دار د ځړولو سزا ټاکل شوې وه، په ورته توګه اخلاقي بدنامي (بزدلي «ډار، بې زړه توب» او همجنس پالنه: ignavos et imbelles at corpore infames)؛ ګورډن « corpore infames» (جسماني بدنامي) په دې ډول ژباړي چې «غیر فطري فحاشي»، له تاسيتوس « Tacitus» څخه موخه د نارينه همجنس پرستي ده، د «ډيويډ ايف.ګرينبرګ» د «د همجنس پرستۍ جوړښت» ۲۴۲ ايف پاڼه وګورئ. په علمي ډګر کې وروستی الماني مفهوم argr لرغونی نورس، لينګوبارډک arga يو له بل سره پرتله کوي، په کوم کې چې د «مخنث، بې زړه، بزدل، همجنس پال» معناوې راټولې شوې دي، د جان پوهلو «هايټيټ هرکيلاس پيسنس څوک وو؟» وګورئ، د « A. Etter (eds.), O-o-pe-ro-si (FS Risch), Walter de Gruyter, 1986» په ۱۵۴ پاڼه کې.

اروپا

[سمول]

له څلورمې څخه تر شلمې پېړۍ پورې په اروپا کې هغه قوانين او لايحې عملي کېدې، کومې چې همجنس پالنې منع کوي.[۱۳]

جمهوري روم
[سمول]

په [جمهوري روم] کې، د « Lex Scantinia» په نامه هغه قانون چې په سم ډول مستند شوی نه دی، يو بالغ نارينه ته د يو کم عمره نارينه تبعه (ingenuus) په وړاندې د جنسي جرم (stuprum) د تر سره کولو له امله سزا ورکوله. نه ده روښانه چې دا سزا اعدام و که مالي جرمانه. دا قاانون، د هغه بالغ نارينه د محاکمې لپاره هم کارول کېده، چا چې په همدې جنسي چاره کې په خپله خوښه د جنسي چارې د ترلاسه کوونکي دنده تر سره کړې، خو داسې محاکمې ډېرې کمې ثبت شوې او د قانون مادې مبهمې دي؛ لکه چې «جان بوسويل» اشاره کړې، «که چېرې د همجنس پالنې پر ضد يو قانون وای، نو د سيسرو په زمانه کې يې په اړه هېچاته هېڅ هم معلوم نه و». کله چې په رومي سترواکۍ مسیحيت واکمن شو، هر ډول همجنس پالنه کارونه په تېزۍ سره وځپل شول، چې ډېر ځله د دردناک مرګ په ډول وې. په ۳۴۲ز کال کې، عيسايي سترواکانو هر یو «کنستانسيوس» او «کنستانس» له خپل جنس سره واده غیر قانوني اعلان شو. لږه موده وروسته، په ۳۹۰ز کال کې، سترواکانو هر يو «والنتينين دویم، تيودوسيوس اول او ارکاديوس» له خپل جنس سره واده ناقانونه اعلان کړ او د داسې  عمل تر سره کوونکو ته په عام محضر کې د ژوندي سوځولو سزا ورکول کېده. سترواک «جستانين اول« (۵۲۷-۵۶۵ز) همجنسبازان، د «لوږې، زلزلو او وباګانو» په څېر ستونزو لپاره قرباني وګرځول.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

فرانسه او فلورانس
[سمول]

د منځنيو پېړيو په اوږدو کې، د فرانسې سلطنت او د فلورانس ښار هم د مرګ سزاوې عملي کړې. په فلورانس کې، د «Giovanni di Giovanni» (۱۳۵۰-۱۳۶۵ز)په نوم  يو کشر هلک د دې قانون له مخې، د محکمې د پرېکړې پر بنسټ خصي  کړای شو او د ورنونو په منځ کې د ګرمې  اوسپنې په واسطه وسوځول شو. دا سزاګانې تر رنسانس پورې روانې وې او د سويس د زوريخ کانتون ته وغځېدې. د « Knight Richard von Hohenberg» (په ۱۴۸۲ کې مړ شوی) په نوم يو تن، له خپلې معشوقې، د هغه د ځوانې ملګرې سره يو ځای په همدې  موده کې په يوې لګړې پورې تړلي وسوځول شول. په فرانسه کې، فرانسوي ليکوال «جيکس چوسن» (۱۶۱۸-۱۶۶۱ز) هم له دې امله ژوندی سوځول شوی و، چې هڅه يې کړې وه، د يو شريف سړي زوی وغولوي (جنسي عمل ته راضي کړي).[۱۸][۱۹]

انګلستان
[سمول]

په انګلستان کې د ۱۵۳۳ ز کال د لواطت قانون، بدفعلي او حيوانيت وګرځول او سزا يې مرګ وه. دا قانون په ۱۸۲۸ز کال کې ختم کړای شو، خو د نوي قانون له مخې: تر ۱۸۶۱ز کال پورې د لواطت سزا بیا هم مرګ وه، بيا هم وروستي اعدامونه په ۱۸۳۵ز کال کې تر سره شول.[۲۰][۲۱]

مالټا
[سمول]

په  مالټان کې د اولسمې پېړۍ پر مهال، سکاټلنډي سيلاني او ليکوال «وليام لتګو» د ۱۶۱۶ز کال د مارچ مياشتې په خپلو ليکلو يادښتونو کې ادعا کړې چې يو هسپانوي سرتيری او يو مالټايي کم عمره هلک په عام محضر کې وسوځول شول او په اېرو واوښتل، ځکه دوی اعتراف کړی و چې د لواطت عمل يې تر سره کړی. «ليتګو» وړاندې ادعا کوي چې: له دې برخلیک څخه د خونديتوب په موخه يوه ورځ وروسته سل «بارډاسوس» (بدفعله  هلکان) د سيسيلي پر لور روان شول.[۲۲][۲۳]

هالوکاسټ
[سمول]

په  نازي المان او اشغال شوې اروپا کې، همجنسپ پالو او له جنسيت سره ناهمغاړي خلک په هغو ډلو کې شامل وو، چې د هالوکاسټ له خوا هدف ګرځېدل (د نازي المان همجنس پالو تعقيبول وګورئ). (په ۱۹۳۶ز کال کې، د « Federico García Lorca» په نوم شاعر ښي اړخو باغيانو اعدام کړ، چا چې د هټلر په ائتلاف کې په هسپانيا کې فرانکو ديکتاتوري رامنځ ته کړې وه).[۲۴]

سرچینې

[سمول]
  1. Meyer, Doug (December 2012). "An Intersectional Analysis of Lesbian, Gay, Bisexual, and Transgender (LGBT) People's Evaluations of Anti-Queer Violence". Gender & Society. 26 (6): 849–873. doi:10.1177/0891243212461299. S2CID 145812781.
  2. "Violence Against the Transgender Community in 2019 | Human Rights Campaign".
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stewart, Chuck (2009). The Greenwood Encyclopedia of LGBT Issues Worldwide (Volume 1). Santa Barbara, California: Greenwood Press. pp. 4, 7, 85–86. ISBN 978-0313342318.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Stewart, Chuck (2009). The Greenwood Encyclopedia of LGBT Issues Worldwide (Volume 2). Santa Barbara, California: Greenwood Press. pp. 6–7, 10–11. ISBN 978-0313342356.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Stewart, Chuck (2009). The Greenwood Encyclopedia of LGBT Issues Worldwide (Volume 3). Santa Barbara, California: Greenwood Press. pp. 1, 6–7, 36, 65, 70. ISBN 978-0-313-34231-8.
  6. Meyer, Doug (2015). Violence against Queer People. Rutgers University Press. خوندي شوی له the original on 2019-05-15. بياځلي په 2017-07-20.
  7. Stotzer, R.: Comparison of love Crime Rates Across Protected and Unprotected Groups Archived 2011-08-19 at the Wayback Machine., Williams Institute, 2007–06. Retrieved on 2007-08-09.
  8. Reggio, Michael (1999-02-09). "History of the Death Penalty". PBS Frontline. بياځلي په 2020-02-06.
  9. "New Benefits for Same-Sex Couples May Be Hard to Implement Abroad"ABC News. June 22, 2009. 2009 Report on State Sponsored Homophobia (2009) Archived 2011-01-31 at the Wayback Machine., published by The International Lesbian Gay Bisexual Trans and Intersex Association.
  10. "ILGA publishes 2010 report on State sponsored homophobia throughout the world". International Lesbian, Gay, Bisexual, Trans and Intersex Association. 2010. خوندي شوی له the original on 2014-03-23.
  11. "Brazil has world's highest LGBT murder rate, with 100s killed in 2017 - MambaOnline - Gay South Africa online". MambaOnline - Gay South Africa online (in American English). 2018-01-24. بياځلي په 2018-03-29.
  12. "Report shows homophobic and transphobic violence in education to be a global problem". 17 May 2016.
  13. (Theodosian Code 9.7.6): All persons who have the shameful custom of condemning a man's body, acting the part of a woman's to the sufferance of alien sex (for they appear not to be different from women), shall expiate a crime of this kind in avenging flames in the sight of the people.
  14. John Boswell, Christianity, Social Tolerance, and Homosexuality: Gay People in Western Europe from the Beginning of the Christian Era to the Fourteenth Century (University of Chicago Press, 1980), pp. 63, 67–68, quotation on p. 69. See also Craig Williams, Roman Homosexuality: Ideologies of Masculinity in Classical Antiquity (Oxford University Press, 1999), p. 116; Eva Cantarella, Bisexuality in the Ancient World (Yale University Press, 1992), p. 106ff.; Thomas A.J. McGinn, Prostitution, Sexuality and the Law in Ancient Rome (Oxford University Press, 1998), pp. 140–141; Amy , The Garden of Priapus: Sexuality and Aggression in Roman Humor (Oxford University Press, 1983, 1992), pp. 86, 224; Jonathan Walters, "Invading the Roman Body," in Roman Sexualites (Princeton University Press, 1997), pp. 33–35, noting particularly the overly broad definition of the Lex Scantinia by Adolf Berger, Encyclopedic Dictionary of Roman Law (American Philosophical Society, 1953, reprinted 1991), pp. 559 and 719. Freeborn Roman men could engage in sex with males of lower status, such as prostitutes and slaves, without moral censure or losing their perceived masculinity, as long as they took the active, penetrating role; see Sexuality in ancient Rome.
  15. (Theodosian Code 9.7.6): All persons who have the shameful custom of condemning a man's body, acting the part of a woman's to the sufferance of alien sex (for they appear not to be different from women), shall expiate a crime of this kind in avenging flames in the sight of the people.
  16. Theodosian Code 9.8.3: "When a man marries and is about to offer himself to men in womanly fashion (quum vir nubit in feminam viris porrecturam), what does he wish, when sex has lost all its significance; when the crime is one which it is not profitable to know; when Venus is changed to another form; when love is sought and not found? We order the statutes to arise, the laws to be armed with an avenging sword, that those infamous persons who are now, or who hereafter may be, guilty may be subjected to exquisite punishment.
  17. Justinian Novels 77, 144; Michael Brinkschröde, "Christian Homophobia: Four Central Discourses," in Combatting Homophobia: Experiences and Analyses Pertinent to Education (LIT Verlag, 2011), p. 166.
  18. Rocke, Michael (1996). Forbidden Friendships, Homosexuality and Male Culture in Renaissance Florence. Oxford University Press. pp. 24, 227, 356, 360. ISBN 0-19-512292-5.
  19. Meyer, Michael J (2000). Literature and Homosexuality. Rodopi. p. 206. ISBN 90-420-0519-X.
  20. Dryden, Steven. "The Men Killed Under the Buggery Act". British Library. بياځلي په April 5, 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  21. "The Buggery Act 1533". British Library. بياځلي په April 5, 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  22. Buttigieg, Emanuel (2011). Nobility, Faith and Masculinity: The Hospitaller Knights of Malta, c.1580-c.1700. A & C Black. p. 156. ISBN 9781441102430.
  23. Brincat, Joseph M. (2007). "Book reviews" (PDF). Melita Historica. 14: 448. خوندي شوی له the original (PDF) on 2016-04-16. بياځلي په 2018-06-22.
  24. "9 Lesser-Known Details of Queer Persecution During Nazi Germany". them. (in American English). 2020-01-27. بياځلي په 2021-11-06.