د ۱۹۶۸ ز کال د مدني حقونو قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۶۸ ز کال د مدني حقونو قانون (د ۱۹۶۸ ز کال د اپریل په ۱۱ مه یې اجرائیوي بڼه ومونده) یو له هغو مهمو قوانینو نه دی چې د مارتین لوتر کینګ د ترور له امله د اعتراضونو پر مهال د متحده ایالاتو د ولسمشر لینډون بي. جانسن له خوا لاسلیک شو.

له دویم عنوان نه تر اووم سرلیک پورې په کې د سوو پوستانو د مدني حقونو قانون شاملېږي، چې د اصلي امریکايي قبیلو اړوند د متحده ایالاتو د حقونو په منشور کې د دغو قبایلو اړوند ټول حقونه نه، خو ډېری هغه یې تضیمن کول. (دغه قانون نن ورځ د متحده ایالاتو په قانون کې د ۲۵ عنوان له ۱۳۰۱ برخې نه تر ‍۱۳۰۳ برخې پورې راغلی).[۱]

اتم او نهم عنوانه یې په معموله توګه د کور جوړونې د عادلانه قانون په توګه پېژندل کېږي، چې د ۱۹۶۴ ز کال د مدني حقونو له قانون نه په پیروي په پام کې نیول شوی (دغه قانون د ۱۹۶۸ ز کال د کور جوړونې او ښاري پراختیا له قانون سره توپیر لري، چې د کور جوړونې په برخه کې یې مالي مرستې زیاتولې). په داسې حال کې چې د ۱۸۶۶ ز کال د مدني حقونو قانون د کور جوړونې په برخه کې تبعیض منع کاوه، خو په اړه یې هېڅ اجرائیوي فدرال مقرراتو شتون نه درلود. د ۱۹۶۸ ز کال قانون د پخوانیو قوانینو کړنو ته پراختیا ورکړه او د نژاد، مذهب، ملیتي اصل او له ۱۹۷۴ ز کال وروسته یې د جنسیت پر بنسټ د کور پلورلو، کرایه ورکولو او د هغو لپاره د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې تبعیض منع کړ.[۲][۳][۴]

له ۱۹۸۸ ز کال وروسته، دغه قانون له معلولیت لرونکو وګړو او ماشوم لرونکو کورنیو نه ملاتړ کاوه. امېندواره ښځې یې هم له غیرقانوني تبعیض نه ساتلې او هغوی ته د کورنیو حالت ورکول کېده، ځکه د هغوی لا نه زیږېدلی ماشوم د دوی د کورنیو بل غړی و. د تبعیض قربانیانو د خپل حق اخیستو په موخه د ۱۹۶۸ ز کال له قانون او د ۱۸۶۶ ز کال د قانون له ۱۹۸۳ برخې کار اخیست. د ۱۹۶۸ ز کال قانون فدرال حل لارې وړاندې کولې، په داسې حال کې چې د ۱۸۶۶ ز کال قانون هغو ته خصوصي حل لارې (لکه: مدني دعوا) وړاندیز کولې. دغه قانون « د یو چا پر وړاندې د نژاد، رنګ، مذهب، ملیتي اصل، معلولیت یا کورني حالت پر بنسټ، له زوره کار اخیستل یا په زور تهدید کول، ټپي کول، وېرول، یا د چا په کار کې لاسوهنه کول ... » فدرال جرم باله.

لسم عنوان یې په عام ډول د بغاوتونو پر ضد قانون په توګه پېژندل کېده، چې «د ایالتونو ترمنځ سفر ... د بغاوت د تحریک، ترویج، په هغو کې د ونډې اخیستو او هغو ته د دوام ورکولو په موخه» سخت جرم باله. دغه برخه د «سیاسي اعتراض او سازمان شوي تاوتریخوالي د یو ډول ګڼلو» له امله له نیوکو سره مخامخ شوه.[۵]

مخینه[سمول]

د افریقايي الاصله امریکایانو د مساواتو پر لور لومړنی ګام هغه مهال پورته شو، کله چې ولسمشر ابراهام لېنکولن په ۱۸۶۳ ز کال کې د آزادۍ اعلامیه تصویب کړه او اعلان یې وکړ: «ټول هغه کسان چې د غلامانو په توګه ساتل شوي، له دې وروسته، له دې مهاله وروسته او د تل لپاره آزاد دي...». د ۱۸۶۶ ز کال د مدني حقونو قانون څرګنده کړه چې: ټول هغه ماشومان چې په متحده ایالاتو کې زېږېږي، په قانوني ډول د دغه هېواد وګړي دي. دا په دې معنا چې دوی کولای شي، ملکیت په کرایه ونیسي، وساتې، وپېري او وپلوري. دا له پخوانیو غلامانو سره د مرستې په موخه و او هغو کسان چې پخوانیو غلامانو ته به یې د دغو حقونو له ورکړې ډډه کوله، د قانون له مخې به مجرم ګڼل کېده او سزا به ورکول کېده. سزا هم ۱۰۰۰ ډالره جریمه او حد اکثر یو کال بند و. د ۱۸۶۶ ز کال قانون، د دغو مقرراتو د اجرا کولو په موخه هېڅ لار وړاندې نه کړه.[۶]

د مدني حقونو خوځښت (۱۹۵۴-۱۹۶۸ ز کال) چې Brown v. Board of Education قضیې وروسته پیل شو، د مدني حقونو د څو لایحو تصویب ته یې لار برابره کړه. د ۱۹۵۷ ز کال د مدني حقونو قانون، د متحده ایالاتو د مدني حقونو کمیسیون او د متحده ایالاتو په عدلیې وزارت کې د مدني حقونو څانګه رامنځته کړه. د ۱۹۶۰ ز کال د مدني حقونو قانون په سیمه ییزه کچه په ټول ټاکنو کې د نوم ثبتولو فدرال قوانین پلي کړل او چا به چې د چا د رایو ورکولو له حق نه مخنیوي کاوه، سخت مجازات یې ورته په پام کې نیول. هم یې د مدني حقونو کمیسیون وخت اوږد(تمدید) کړ، څو وکولای شي، د نوم ثبتونې او رایې ورکونې له بهیر نه څارنه وکړي. د ۱۹۶۴ ز کال د مدني حقونو قانون د نژاد، رنګ، مذهب، جنسیت او ملیتي رېښې له مخې تبعیض غیرقانوني اعلان کړ. د نوم ثبتونې په برخه کې نابرابر شرایط، نژداي توپیر او کاري تبعیض هم منع شول. د ۱۹۶۵ ز کال د رایو د حق قانون هم د ۱۹۶۴ ز کال د مدني حقونو د قانون په څېر په رایو ورکولو کې نژادي تبعیض منع کړ. دغه قانون وروسته د هېواد ټولو برخو (په ځانګړې توګه سویل) ته د لږه کیو د رایو ورکولو د حق له خوندیتوب نه د ملاتړ په موخه پراختیا ومونده.

د دغه قانون د تصویب بلې انګېزې په ۱۹۶۶ ز کال کې د شیکاګو د آزادۍ له خوځښت نه (Chicago Open Housing Movement) سرچینه اخیسته. په هغو بل اغېز کوونکې په کلیفورنیا کې د ۱۹۶۳ ز کال د رامفورډ د منصفانه کورجوړونې قانون (Rumford Fair Housing Act) و چې د رنګین پوستو د پراختیايي ملي کمېټې (NAACP) او نژادي مساوات د کانګرس (CORE) له خوا یې ملاتړ کېده. سناتور والټر مونډېل په کانګرس کې له دغې لایحې ملاتړ وکړ، خو څرګنده یې کړه چې: په پرله پسې کلونو کې د فدرال کور جوړونې لایحه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو عادلانه قانون و. ډېری شمالي او سوېلي سناتورانو او د املاکو د پلاوو ملي ټولنې له دغې لایحې سره مخالفت وکړ. د ۱۹۶۶ ز کال د مدني حقونو د قانون یو وړاندیز په بشپړ ډول د عادلانه کورونو د تامین له امله له منځه لاړ. [۷][۸][۹][۱۰]

دوو بدلونونو دغه لایحه بېرته را ژوندۍ کړه. په ۱۹۶۷ ز کال کې د نژادي بغاوتونو اړوند د کرنر کمیسیون راپور په کلکه سره د «پرانیستي کور جوړونې اړوند د فدرال جامع او پلي کېدوني قانون» د جوړېدو وړاندیز وکړ او د دغه قانون لپاره یې د کانګرس د غړو پر استدلال تکیه کوله. وروستۍ بریا د ۱۹۶۸ ز کال د اپریل په ۴ مه نېټه د مارتین لوتر کېنګ له ترور او د هغه د ترور اړوند په ټول هېواد کې د مدني اعتراضونو وروسته رامنځته شوه. د اپریل په ۵ مه نېټه جانسن د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لیک ولیکه او د عادلانه کور جوړونې د قانون د تصویب غوښتنه یې وکړه. د قوانینو کمېټې، «د مکررو مدني نا ارامیو له امله چې په حقیقت کې د دوی له دروازې بهر یې دوی بیدار کړي و» په پای کې، د اپریل په ۸ مه نېټه د استماع غونډې پای ته ورسولې. د قانون جوړونې د مشر جوزف کالیفانو او د جرګې د دیموکرات مشر جان مک کورک د سملاسي پام له امله، دغه لایحه (چې پخوا ځنډول شوې وه) د جرګې له خوا د اپریل په لسمه نېټه په لوی توپیر سره تصویب شوه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د قانون جوړونې د بهیر تاریخچه[سمول]

ولسمشر جانسن د مدني حقونو له خوځښت  نه ګټنه وکړه، څو عام وګړي دې ته متقاعد کړي چې اجازه ورکړي، دی په دویمه ولسمشریزه دوره کې هم پاتې شي. په ۱۹۶۶ ز کال کې، هغه هڅه وکړه چې د مدني حقونو بل قانون هم تصویب کړي، خو د سنا له خوا تصویب نه شو. د ۱۹۶۷ ز کال د فبروري په ۱۷ مه نېټه دغه لایحه د سناتور سیلر له خوا د استازو جرګې او د سناتور فلیپ اې. هارت له خوا سنا ته وړاندې شوه.[۱۹][۲۰]

د استازو د جرګې قضايي کمیټې HR 2516 (د مدني حقونو لایحه) او HR 10805 (د پنځو نورو کلونو لپاره د مدني حقونو د کمیسیون د دورې د اوږدولو لایحه) تائید کړه. د یادې جرګې د قضايي کمېټې ۵ مې فرعي کمېټې د جون په ۲۲ مه د کاریګرو د مدني حقونو د خوندیتوب د ملاتړ په موخه د HR 2516 او HR 421 (اداري لایحه) او د لایحو یوځای کول تايید کړل.[۲۱]

په پایله کې H.R. 2516 لایحه، د متحده ایالاتو د ۹۰ م کانګرس له خوا تصویب شوه او د متحده ایالاتو ۳۶م ولسمشر لینډون بي. جانسن د ۱۹۶۸ ز کال د اپريل په ۱۱ مه نېټه لاسلیک کړه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. ""Civil Rights Act of 1968" full text" (PDF). U.S. Government Publishing Office. November 14, 2018. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Civil Rights Act of 1866 & Civil Rights Act of 1871 – CRA – 42 U.S. Code 21 §§1981, 1981A, 1983, & 1988". findUSlaw. مؤرشف من الأصل في October 5, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "42 USC § 1983 – Civil action for deprivation of rights". Cornell University Law School Legal Information Institute. مؤرشف من الأصل في June 29, 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Michael Bronski; Ann Pellegrini; Michael Amico (October 2, 2013). "Hate Crime Laws Don't Prevent Violence Against LGBT People". The Nation. مؤرشف من الأصل في November 20, 2013. د لاسرسي‌نېټه November 26, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 19 June 1969 باندې). The Committee to Defend the Conspiracy.
  6. "Image 1 of The first edition of Abraham Lincoln's final emancipation proclamation". Library of Congress, Washington, D.C. 20540 USA. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Darren Miles "Everett Dirksen's Role in Civil Rights Legislation" Western Illinois Historical Review, Vol. I Spring 2009" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في December 23, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Erin Eberlin "What is Fair Housing?" About.com". مؤرشف من الأصل في December 18, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Burt Folkart "James Groppi, Ex-Priest, Civil Rights Activist, Dies" The Los Angeles Times, November 05, 1985|B". مؤرشف من الأصل في March 6, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Nikole Hannah-Jones, "Living Apart: How the Government Betrayed a Landmark Civil Rights Law" Propublica, Oct. 28, 2012". مؤرشف من الأصل في June 30, 2017. د لاسرسي‌نېټه June 30, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Report of the National Advisory Commission on Civil Disorders – Summary of Report" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في December 22, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Matthew J. Termine "Promoting Residential Integration Through the Fair Housing Act" 79 Fordham Law Review 1367 (2011)". مؤرشف من الأصل في December 18, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ""Selected U.S. Senate proceedings and debates on fair housing, 1965-1971" University of Minnesota Law Library". د اصلي آرشيف څخه پر September 23, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kotz, Nick (2005). "14. Another Martyr". Judgment days : Lyndon Baines Johnson, Martin Luther King, Jr., and the laws that changed America. Boston: Houghton Mifflin. د کتاب پاڼې 417. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-618-08825-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ""History of Fair Housing" US Department of Housing and Urban Development". د اصلي آرشيف څخه پر March 27, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 4, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په April 2008 باندې). The Unmaking of the President: Lyndon Johnson believed that his withdrawal from the 1968 presidential campaign would free him to solidify his legacy.
  17. "Honorable Charles Mathias, Jr. "Fair Housing Legislation: Not an Easy Row To Hoe" US Department of Housing and Urban Development, Office of Policy Development and Research" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في December 27, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Johnson, Lyndon Baines (5 April 1968). "182 – Letter to the Speaker of the House Urging Enactment of the Fair Housing Bill". American Presidency Project. مؤرشف من الأصل في May 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۰. We should pass the Fair Housing law when the Congress convenes next week. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Text of President's Civil Rights Message to Congress Asking Open Housing Law: Johnson Appeals for Justice for Negroes". www.proquest.com (په انګلیسي ژبه کي). 16 February 1967. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 17 February 1967 باندې). [{{{url}}} President Proposes Broad Civil Rights Legislation]. Congressional Quarterly.
  21. (په 30 June 1967 باندې). [{{{url}}} Civil Rights Legislation]. Congressional Quarterly.
  22. "TO PASS H.R. 2516, A BILL TO ESTABLISH PENALTIES FOR INTERFERENCE WITH CIVIL RIGHTS. INTERFERENCE WITH A PERSON ENGAGED IN ONE OF THE 8 ACTIVITIES PROTECTED UNDER THIS BILL MUST BE RACIALLY MOTIVATED TO INCUR THE BILL'S PENALTIES". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "TO PASS H.R. 2516, A BILL TO PROHIBIT DISCRIMINATION IN SALE OR RENTAL OF HOUSING, AND TO PROHIBIT RACIALLY MOTIVATED INTERFERENCE WITH A PERSON EXERCISING HIS CIVIL RIGHTS, AND FOR OTHER PURPOSES". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "TO PASS H. RES. 1100, A RESOLUTION PROVIDING THAT IMMEDIATELY ON THE ADOPTION OF THIS RESOLUTION, THE BILL (H.R. 2516) PRESCRIBING PENALTIES FOR INTERFERING WITH ANY PERSON IN THE PERFORMANCE OF HIS CIVIL RIGHTS, AND MAKING CERTAIN ANTIRIOT LEGISLATION, SHALL, TOGETHER WITH A SENATE AMENDMENT THERETO, PROVIDING PENALTIES FOR DISCRIMINATION IN THE SALE OR RENT OF HOUSING, BE TAKEN FROM THE SPEAKER'S TABLE, TO THE END THAT SAID AMENDMENT IS AGREED TO". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Lyndon B. Johnson: "Remarks Upon Signing the Civil Rights Act.," April 11, 1968". The American Presidency Project. University of California - Santa Barbara. مؤرشف من الأصل في March 5, 2017. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)